د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

پروستات اودهغې ناروغئ

ډاکتر څپاند
01.01.2012

پروستات اودهغې ناروغئ

دپروستات غده ديوه چارمغز په اندازه  دمثانې (دميتيازو دکڅوړې) د کتنئ برخي سره جوخت موقعيت لري٠دمثانې څخه دادرار نلکه دپروستات له منځه تېرېږي٠
 
وظيفه:
دجنسي مقاربت په ورستېو سلګيو کې پروستات يوه لزوجي مايع ازادوي چې دې سپرم سره يو ځای دفع کيږي٠ددې مايع رنګ شدو ته ورته او خفيف قلوي خاصيت لري٠
دپروستات افرازات دنارينه دمني دحجم په سلو کې ٢٠-٣٠ برخه تشکيلوي٠دا مايع دسپرم د ژوندي پاته کيدو لپاره مهم نقش لري٠
 
دغه راز پروستات دمني په اطراح کې دخپلو عضلاتو په وسيله مرسته کوي٠
 
دپروستات دغده په منځني ډول ١١ ګرامه(٧  الی  ١٦)وزن لري٠
 
مجرب ډاکتر کولی شي چې دخپلې ګوتې په وسيله د ناروغ دمقعد له لارې ،پروستات معاينه اود هغه دغټوالي او روغتيا په هکله معلومات تر لاسه کړي٠
دپروستات ناروغئ
 
دپروستات التهاب يا
 Prostatitis
 اعراض:
 
دپروستات د التهاب اساسي عرض يا دې ناروغ شکايت درد وی٠
نوموړی درد کيدی شي د مقعد په خوا اوشاه،دنارينتوب په سامانو،دګيډې په کښتنۍ برخه،د ملا په کتنئ برخه او ياهم دورنونو په داخل کې محسوس شي٠
ګڼ شميرناروغانوته ژرژر دتبول حاجت پيدا کيږي٠
ځينې ناروغان دميتيازو کولو يا جنسي فعاليت په وخت دې درد احساس کوي٠لکه چې ليدل کيږي دې درد موقعيت دناروغئ پ تشخيص کې چندانې مرسته نشي کولی٠

 دپروستات دغدې التهاب په درې ډوله دی:
1-دپروستات حادميکروبي التهاب يا
acute bacterial prostatitis
دا ناروغي معمولا دميکروبونو په ذريعه رامنځ ته او د بولي جهاز د حاد التهاب سره ئي فرق مشکل دی٠
ناروغ دميتازو دخروج په مهال درد او سوخت لري،ژر ژر ميتيازې کوي(په هرو څوو دقايقو کې د ميتيازو کول حاجت ورته پيښېږي) ناروغ تبه لري او ممکن کانګې هم وکړي٠
معالجه:د ډاکتر په هدايت د يوه مؤثر انتيبيوتيک په مرسته سرته رسي٠

٢-دپروستات مزمن ميکروبي التهاب يا
chronic bacterial prostatitis
 دناروغ شکايت دپورته پشان وي خو په تدريجي ډول رامنځ ته او دډېرې مودې لپاره دوام کوي٠تداوي ٤-٦ اونيو انتيبيوتيک په مرسته کېږي٠

٣-دپروستات غير ميکروبي مزمن التهاب
chronic non bacterial prostatitis
دا نارغئ دپروستات دالتهاب په سلو کې ٩٥ تشکيلوي،ناروغ معمولا ځوان يا متوسط عمرلري٠
ناروغ دخفيف مګردامدار او تقريبا دايمي درد او دتبول او انزال په وخت دسوخت نه شکايت کوي چې ددرد دموقعيت او وصف په هکله پورته يادونه شوې ده٠
دا ناروغئ سره ددې چې ژوندانه ته خطرناکه نده خو تشخيص او درملنه ئي خورا مشکله ده٠
داناروغان ډاکتر په ډاکتر ګرځي او غواړي چې ددې ناروغئ له شره په ابدي ډول خلاصون پيدا کړي،خو اکثرا ډاکتر او ناروغ دواړه حيران پاتې شي چې څه وکړي٠خو دمجرب ډاکتر په مرسته دمرض د کنترول امکانات شتون لري٠

دپروستات غټوالی(دپروستات سليم يا غير سرطاني غټوالی)
 Benign prostatic hyperplasia
داناروغئ دزړښت سره رامنځ ته کيږي،اکثر ناروغان د ٥٠ کلونو نه زيات عمر لري٠
ددې غدې دغټوالې په وجه ناروغ ژر ژر دميتيازو کولو يا تبول حاجت پيدا کوي٠دتبول شروع ډيروخت او حتی زور وهل غواړي،ادرار په ډيره اهستګې اودرد سره خارج او يا هم يواځې دڅاڅکو په توګه اطراح او کله هم کاملا بند شي٠
ددې ناروغئ علاج د دواګانو په مرسته سرته رسي،خو يو شمير ناروغان دجراحئ عمل ته اړتيا پيدا کوي٠
په متمدنه نړۍ کې دا ډول جراحي دنارينتوب د غړي له لارې د مخصوصو وسايلو د دخول په مرسته سرته رسي٠دپروستات دغدې هغه برخه چې دميتيازو د بندوالې سبب کرځيدلی وي،قطع اوياهم دشعاع په مرسته ازاديږي٠دې عمليي ته
transurethral resection of the prostate (TURP or TUR).
ويل کيږي٠ناروغ  معمولا ٢٤ ساعته روسته له عمليات نه،کور ته  ځي٠
خو کله ناکله ضرورت شي چې دپروستات غده په مکمل ډول رويستل شي،دا يو لوی عمليات دی او ناروغ داونۍ يا اونيو په مدت په روغتون کې پاته کيږي٠

دپروستات دغدې سرطان
Cancer of Prostate
په نارينوو کې د پوټکې تر سرطان روسته ،معمولترين سرطان شميرل کيږي٠په سلو کې ٨٠ وګړي دخپل عمر په اتيايمه کليزه کې په دې ناروغئ اخته کيږي خودپروستات سرطان مختلف ډولونه لري٠
اکثرا بيخطره وي او هيڅکله هم ناروغ ته تکليف نه ورکوي٠

خو په يو لږ شمير ناروغانو کې دپروستات سرطان ډير خطرناک شکل  پيدا او په چټکئ سره دبدن نوروغړو ته سرايت کوي٠
متاسفانه،دويني معاينه
(Prostate Specific Antigen(PSA
يا دډاکتر په وسيله دګوتې معاينه دبيخطره او خطرناک سرطان فرق کولی نشي٠
پس څوک بايد ددې ناروغې د مقدم تشخيص په هڅه کې شي؟
1-هغه وګړي چې دهغو پلار،ورور او يادکورنئ ګڼ شميرنور غړي ددې ناروغې تاريخچه ولري٠دا ډول افراد بايد د ٥٠ کلنئ شاوخوا عمر کې دمجرب ډاکتر څخه مشوره واخلي٠
٢-هغه ناروغان چې دغټ شوي پروستات سره په مشکلاتو ګرفتار وي٠

 

دپروستات د سرطان درملنه:
کله چې دا ناروغئ تشخيص شي،متخصص يا څانګپوه ډاکتر،دناروغئ دډول او شدت په اساس او دناروغ دعمر او عمومي روغتيا په نظر کې نيولو سره،دتداوئ په هکله تصميم نيسي٠
ځيني ناروغان هيڅ درملنې ته اړتيا نلري٠خو ځينې نور دجراحې عمل او ورسره ممکن شعاع او نورو دواګانو ته اړتيا پيدا کړي٠

ايا دډيرو ميرمنو لرل دپروستات دغټوالې يا سرطان باعث کیدی شي؟
ځواب نه،پدې اړه علمي تحقيقاتو څرګنده کړې چې داډول يو ارتباط شتون نلري٠


خیریوسی
03.01.2012

ډاکتر څپاند صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
کوردې ودان ډیره ښه موضوع مو لیکله ده
یوه پوښتنه کوم : دماشوم سنتول په څلویښتی کي ښه دی او که دلوی ؟
خیریوسې که لږ معلومات راته ولیکی
په درنښت


ډاکتر څپاند
03.01.2012

ځما سلامونه اونېکې هيلې هم ومنئ،

دې ماشوم سنتول(ختنه سوري)ياcicumcision دطبابت له نظره يو ګټور
عمل دی٠په افريقائي هيوادو کې چې د ناوړه جنسي مناسباتو په وجه د HIV واقعات خورا ډير دي خو هغه وګړي چې سنت شوي دي،دهغود ککړتيا چانس
قريب ٦٠ په سلو کې کم دی٠
سنتول په افريقائي هيوادو کې زرږونه کلونه تاريخچه لري خو په يهوديت او اسلام کې ورته مذهبي رنګ ورکړ شو٠

دې سنتي ډير مناسب وخت (په متمدن او پرمختللو هيوادو کې) د عمر په
٢٤ الی ٧٢ ساعتو کې دی٠پدې وخت کې سنتي عمومي انستېزي ته اړتيا نلري او خونريزي ئي هم خورا لږه وي،درد ئي کم او ډير ژر جوړېږي٠
بعضي طبيبان ٧ تر ١٠ ورځني عمر ته ترجيح ورکوي٠
خو د عمر تر ٣ مياشتو روسته معمولا په روغتون کې د عمومي انستيزې لاندې تر سره کيږي٠


خیریوسی
04.01.2012

ډاکتر څپاند صاحب کوردې ودان ته ومنه چي ډییییییییییییر ګټور معلومات مو راته لیکلی ښاد او اباد اوسی.
که مې واده وکړی او الله جل جلاله نر بچی راکړی بس هم دا ستا خبره عملی کوم نه 5000-7000 ساعته وروسته
خیر یوسې


خیریوسی
04.01.2012

ډاکتر څپاند صاحب یو وار بیا سلامونه وړاندی کوم
نن مې ستا وړاندی سوی معلومات په غور ولوست خورا ډ یر څه پکښی سته
1- دماشوم سونتیدل که په یوه سبب داسباو وځنډیږی دشرم له امله داسی ناسنت لویږی چي تر واده وروسته یی زیان وتاسو ته ښه معلوم دی
2- اودس او غسل ....
3- د اوو او اتو ورځو دماشوم سنتول او دشپږ کلنی ماشوم دسنتولو په مصرف کي ډیر توپیر دی
فرض که دلوی ماشوم مصرف تر کوچنی ماشوم صرف 500 افغانی زیات وی
او په کال کي 500000 ماشومان لوی سنت سی 250،000،000 دوه سوه پنځوس ملیونه افغانی مصرف به دافغانانو داسی بیځایه مصرف سوی
4- که کوچنی ماشوم په دری څلور ورځی جوړیږی لوی ماشوم په 10 – 15 ورځو کی جوړیږی
ټوکه :دده سوه پنځوس ملیونه افغانی څخه به وتاته صرف یو ملیون افغانی در کړی هاههههههههههه
خیریوسې بیا هم خیر یوسې او بیا هم خیریوسې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more