د موضوعګانو سرپاڼه

تاریخ او تاریخپوهنه

آیا کاپيتالیزم د لویدیځۍ نړۍ په پرمختګ کي ونډه لري؟

ahmad bilal
26.12.2011

آیا کاپيتالیزم د لویدیځۍ نړۍ په پرمختګ کي ونډه لري؟

د ۱۹ مې پیړۍ په آخر کي او د ۲۰ مې پیړۍ په پیل کي د انګلستان، امریکا، او اروپايي هیوادونو هر څه بدلون وموند. انګلستان، امریکا او تقریباً لویدیځه اروپاء د یو زراعتي هیواد څخه په یو طاقتور صنعتي هیوادونو کي بدل شول، په دغه پیاوړي اقتصادي بدلون کي فولادو (اوسپنه) زغالو، د ریل ګاډیو سړکونو، او د فابریکیو څخه زیات الوتونکي دودونو د ملا د تیر په شان حیثیت درلود!

کوم صنعتي انقلاب چې په اروپاء ، امریکا او انګلستان کي راغې، او چا چي بیا نړۍ په لومړۍ نړۍ، دویمه نړۍ، او په دریمه نړۍ کي وویشله؛ هغه څه د کاپیتالیزم یا سرمایه دارانه نظام په مرسته یا په اوږه نه و راغلی بلکه په حقیقت کي ترې ډير لیرې و بلکه که مونږ دا ووایو نو غوره به وي چې سرمایه دارانه نظام یا کاپیتالیزم خپله صنعتي انقلاب ته سترګه په لیاره او محتاج ده!

صنعتي انقلاب د کاپیتالیزم له وجهې نه و راغلې!

که مونږ کاپیتالیزم یا سرمایه دارانه نظام د آزاد مارکیټ په توګه تعریف کړو نو دغه کاپیتالیستي نظام د صنعتي انقلاب څخه په پیړیو پیړیو مخکښې هم موجود ؤ!

دغه صنعتي انقلاب څو وجهې درلودلې چې په لاندې ډول دي:

۱- دغه صنعتي انقلاب ته زراعتي انقلاب، کوم چې په ۱۸ مې پیړۍ کې راغلې و، د مخکښې څخه لیاره پاکه کړې وه. د زراعتي انقلاب له امله په خوراکي پیداوار کي اضافه وکړای شوه، د زراعت په طریقو کي پرمختګ او بدلون راغې، د کرنۍ پخواني طریقې او آله جات د تاریخ یو باب جوړ شو، د دغو لرغونو طریقو ځای نوي تکنالوژي ونیوه چې له امله یې د مزدور اړتیا د پخوا په نسبت ډیر کم شو، دغه اضافي مزدورانو بیا د ښارونو په لور سفر وکړ چې هلته بیا ورته په صنعتونو کي کوم چې تازه تازه جوړ شوي وه د روزګار مواقع پیدا شوی. ( دغسې دا
Disguised
مزدورانو مارجنل پراډکټیویټي ( اضافي پیداوار توان) ذخته زیاته شوه چې ثمره یې هغوي او مونږ هم وینو.

۲- دویم او تر ټولو اهم؛ تکنالوژۍ کي پرمختګ،ترانسپورت کي غوره بدلون، اختراعات، او ایجادات لکه د ګاز ماشین
Steam engine
نه یوازې په ستره پیمانه د صنعت په پرمختګ کي برخه واچوله بلکه د ترانسپورت په برخه کي یې هم ستر رول ولوباوه. ( تاسو د ترانسپورت یا د اورګاډۍ سړک په هکله که د تاریخ پاڼۍ وپلټوئ نو درمعلوم به شي چې یوازې په پنځوسو کلونو کې څومره لوی بدلون راغلې و!)

د همدې وجهې مونږ صنعتي انقلاب ته د انقلاب درجه ورکوو، ځکه په انقلاب کي موجودې هرې طریقۍ( لکه د پیداوار پیدا کولو طریقې) د نويو طریقو سره بدلون وموند، همداسې سیاسي انقلاب ته هم موږ هله انقلاب ویلې شو کله چې یو مطلعق العنان بادشاهي نظام د یو بل نظام سره بدلون ومومي! ( د جین بودین او ارسطو د انقلاب نظریې ووینئ)

۳- بعضې اروپايي مستعمرو دغه صنعتي هیوادونو ته یوازې خام مال ورکول او سرچپه به بیا دغه استعمارګرو دغه مستعمرې د خپلو پیداوارو د خرڅ مارکیټونه ګرځول. داسې هم ویل کیږي چې برصغیر کي د جولا او ورته القابو تعصب هم د انګلیس لخوا خپور شو! (انګلستان کي لومړۍ صنعت کي چې انقلاب راغلې وه هغه وړۍ وې، هغوي دغه ماشین یا انقلاب پټ پریښودل غوښته او هر هغه چا به چې په دغه فابریکو کي کار کاوه بیرون هیواد ته به پرې بندیز و، بیا داسې وشوه چې د مائیکل سلیټر په نوم یو شخص امریکا ته وتښتیده او هلته یې بیا د صنعتي انقلاب لومړۍ خښته کیښوده! د ۱۸ پیړۍ په آخر کي د نارمنډي شاخوا د فرانسۍ علاقو څخه به وړۍ انګلستان ته تللې او هلته به په فابریکو کي د خام مال په حیث استعمالیدی)

کاپیتالیزم خپله د صنعتي انقلاب محتاج وه او ده!

که چیرې همدغه صنعتي انقلاب کوم بل ځاې راغلې و نو هغوي به هم پرمختګ کاوه! لکه څرنګه چې دغه کاپیتالیستي نړۍ د پرمختګ په لیاره روان شو.

د صنعتي انقلاب په راتللو سره کاروبارونو او تجارت وسعت وموند چې دغه کار بلاخره اروپايي هیوادونو کي د استعمار روحیه نوره هم پیاوړۍ کړه او هغوي دې ته چمتو شول ترڅو خپلو ځانونو ته نوي مارکیټونه پیدا کړي! چې دې بیا خلګو ته د اوځګار او روزګار مواقع نه یوازې په لاس ورکړې بلکه د هغوي د دغه روزګار له امله پیداوار زیات شو او د هغوي د ژوند سطحه نوره هم لوړه شوه او هغوي دغه رنګه د پرمختګ په لیار روان شول!

که صنعتي انقلاب اسلامي نړۍ کي راغلې وه، څه به پيښ شوي وه!

که چیرې اسلامي نړۍ کې صنعتي انقلاب راغلې وه نو مونږ به هم نه یوازې د لویدیځۍ نړۍ په شان مادي پرمختګ کړې و بلکه د صنعتي انقلاب هغه سائډ ایفیکټس (منفي اثرات) به یې هم د منځه وړي و، د کوم څخه چې دا نړۍ تر اوسه پورې په عذاب کې ده، او چا چې اوس قبضه ګرو ګروپونو دې ته هڅولي ترڅو دغه کاپيتالیستي نظام ړنګ کړي (وګورئ وال سټریټ یا نړۍ کې کوم بل فاینینشل اکوپائ خوځښت!)

راځئ اوس په دغه هکله هم خبرې وکړو که چیرې اسلامي نړۍ کي صنعتي انقلاب (یا ماشین ایجاد شوي و) نو څه به پيښ شوي و، او د صنعتي انقلاب کوم منفي اثرات به یې ختم کړي و؟؟؟

-که چیرې اسلامي نړۍ کي صنعتي انقلاب راغلې و نو دلته به د مزدور او مالک ترمنځ هغه معاملات او اړیکۍ نه وې کومې چې په لویدیځه نړۍ کي په ۱۹ مې او ۲۰ مې پیړۍ کي مونږ وینو!
د مزدور او کارخانه دار دغه اړیکۍ بیا د دغه عامل جوړ شو ترڅو یو بل نظام وزیږوي چې وروسته بیا نړۍ ته د سوسیالیزم په نوم یاد شو دغه نظام بیا ډیر ژر لنګه شوه او نور ډیر نظامونه یې وزیږول!

-که چیرې اسلامي نړۍ کي د ماشین ایجاد شوي و (صنعتي انقلاب راغلې و) نو اسلامي نړۍ به نه یوازې سودي کاروبار ته د پاې ټکي ایښودلي و بلکه د پیداوار (کارخانو) اجاره دارۍ د ظلمتونو شپو ته به یې هم د لمر راښتلو نیغه لیار ښودلي وه!

-که چیرې په ۱۹ مې یا په ۲۰ مه پیړۍ کي د اسلامي نړۍ ماحول د صنعت د دود سره آشنا شوې و نو نړیوالو به نه استعمار لیدلي و او نه به هغوي د استعمار د مفاداتو آله کار جوړشوي و، دلته به خلګ وايي چې اسلام هم د جګړۍ اجازت ورکوي او خپل تاریخ کي یې ډیرې جګړۍ هم کړي خو اسلام هیڅ کله هم د دغې خبرې اجازت نه ورکوي چې د بل قوم استحصال دي وشي، نور خپل مستعمره جوړول او خپلو اغراضو او د موخو آله کار جوړول هیڅ کله هم نه خوښوي! هو، اسلام یوازې د یوې جګړۍ اجازت ورکوي هغه د ظلم او تیري خلاف جنګ او یا د کلمة الحق په خاطر جهاد!!!

-اسلامي تاریخ مونږ ته تل دا ښايي چې اسلام هیڅ کله هم د جګړۍ په نتیجه کي هیڅ قام هم د استحصال نښه نده ګرځولې او نه یې پری د غلامۍ لعنت مسلط کړی! اوس له دغې څخه ثابته شوه که چیرې اسلامي نړۍ کي صنعتي انقلاب راغلې وه نو د فاضل پیداوار (
Surplus production
مسئله به یې پر امنه حل کړی وای.

-که چیرې اسلامي نړۍ کي صنعتي انقلاب راغلې وای نو اسلام به د شتمني یو څو لاسونو کي راتللو څخه به ژغورلي وه، او داسې دغه شتمني به په یو څو خاندانونو کي نه و راټوله شوي

-که چیرې اسلامي نړۍ کي صنعتي انقلاب راغلې وای د غریب او مالدار ترمنځ به دغه واټن نه پراخیده!!!

د پورته بحث څخه مونږ دا اخذ کولې شو چې لویدیځه نړۍ کې چې کوم پرمختګ راغلې دغه کې سرمایه دارانه نظام هیڅ هم برخه نه لري بلکه دا نظام د څوارلسمۍ پیړۍ څخه موجود و خو هیڅ یې هم نشو کولې خو کله چې صنعتي انقلاب راغې نو لویدیځۍ نړۍ پرمختګ شروع کړ!
که دغه د صنعت انقلاب اسلامي نړۍ کې هم راغلې وای نو اسلامي نړۍ به نه یوازې پرمختګ کړې وای بلکه د صنعتي انقلاب هغه منفي اثرات به یې هم د خپلې پاکې او سپیڅلۍ په لمن کې پاک کړي و!!!!

ماخذونه:

۱-An outline of American history, Publisher: American Department of Public Relations, 60 Jinnah Avenue, Islamabad
۲- شبحات حول الاسلام، محمد قطب رحمة الله علیه
۳- سود، ابوالاعلی مودودي رحمة الله علیه
۴-yale.edu (industrial revolution) ۴


پتوال
06.01.2012

يوه ميرمن ٩ مياشتې اميدواره وي ، مور ورته نه ويل کيږي، خو کله چې ماشوم وزېږوي نو مورولي او ځوی ولي پيل شي ، دغسې
سرمايدارۍ هم تر زېږون د مخه دوه درې سوه کاله مخکې نطفه اخيستې وه په ښارونو کې يې له واړه او میده لاسي صنعت څخه يې پيل کړی و
او کليو کې يې د کليوالې برژوازي ، ستا خبره په زراعت کې له اضافي توليدڅخه پيل کړی و. که سر مايداري نه وای نو سرمايداري انقلاب به چا کاوه
خو که سرمايداران موجود وو نو سرمايداري نظام موجود نه و يعني سياسي قدرت يې نه درلود او ددې له پاره يې انقلاب وکړ او بيا يې نوره هم زياته پراختيا سرمايدارۍ ته ورکړه ! [color=red:71c56aeb23]د سرمايې لومړنی Accumulation [/color:71c56aeb23]ولوله هر څه به درته روښانه شي !
والسلام


Naeem sadat
06.01.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

محترم ورور عبدالله خان د اسلامی امارت که اسلامی دارالخلافه په بحث کی دا لیکنه کړی وه چی په اسلامی نړی کی دسرمایه داری په هکله وه نو هغه ما دلته را کاپی کړه ځکه چی ددی بحث سره تړاوو لری

داده هغه لیکنه

پتوال صاحب ما کله هم نه دی ویلی چی نشنلیزم منفی او مثبت اړخ لری ماویلی چی نشنلیزم صرف یو منفی اړخ لری چی هغه دقومونو یودبل سره جنګول دی او نتیجه یی په ټولو قومونو داستعمار حاکیمیدل دی
ګوره پتوال صاحب زه او ته له مختلفو اړخو څخه غږیږو
دغربی اقتصاد اساسی پایه تبلیغات دی ، غرب خپل ټول اقتصاد دتبلیغاتو پر پایه جوړ کړی ده ، یعنی سرمایه داری ده
او تخنیکی انقلاب چی ستاسی مقصد تری دهیواد صنعتی کیدل دی هغه بل څه دی
یو مملکت څنګه صنعتی کیږی؟
هر څومره چی ما دټولو صنعتی هیوادو صنعتی تاریخ مطالعه کړی نو همیشه یوه نتیجه لاس ته راغلی ده او هغه دا چی دټولو صنعتی هیوادو دصنعتی کیدو فقط یوه لار وه چی ټول صنعتی هیوادونه پری تیر شوی

دصنعتی کیدو لپار له ټولو مهم څه دی ؟

دصنعتی کیدو لپاره له ټولو اول ارزانه کارګرته ضرورت ده

ارزان کارګر له کومه ځایه لاس ته راځی ؟
ا
رزان کارګر دکلیو او دهاتو دمنځه وړلو څخه منځ ته راځی ، هر دولت چی دی صنعتی کیدو نیت لری نو په غیر مستقیم ډول کلی او دهات له منځه وړی یعنی داسی اقتصادی او اجتماعی حالات را منځ ته کوی چی دکلی او دهاتو خلګ ونشی کولای په کلیو کی ژوند وکړی او خلګ دروزی دپیداکولو لپاره مجبور شی چی دښارونو خواته مخه وکړی ښارونه طبعا نشی کولی چی دی ټولو خلکو ته کار ورکړی نو له همدی ځایه څخه بیکاری او فساد سرچینه اخلی

دښارونو نفوس څوچنده زیاتیږی ، او خلګ له لوږی مختلفو فسادونو ته مخه کوی
له وړو غلو څخه اولنی مافیایی ډلی رامنځ ته کیږی ښځی له مجبوری او غریبی څخه فحشاته لاس اچوی
ناروا او فساد روزمره او معمولی کار وګرځی دولتی فساد خپل اوج ته ورسیږی مافیایی کړی یو بل سره وژنی او دا حالت تر هغه دوام کوی چی دا مافیایی کړی دښارنو ټول تور بازار په لاس کی ونیسی او خپلی اولنی سرمایی لاس ته راوړی
اوبیا په دی سرمایو کارخانی جوړی کړی او ورو ورو دا مافیایان په سرمایه دارانو بدل شی او قانونی دټول هیواد اقتصاد په لاس کی ونیسی نو بیا ټول هیواد ددوی شی
او بیا دوی دنظم دراوستو کوښښ پیل کړی او نظم راولی
او داچی داسرمایه داران به په جهانی سطحه په کوم ردیف کی وی دا په دی پوری اړه لری چی څومره ارزان کارګر دا هیواد لری او دا هیواد څومره نفوس لری

په دی شکل سره سرمایه داری را منځ ته کیږی چی پتوال صاحب ورته ملی انقلاب وایی

ټول صنعتی خوصوصا غربی هیوادونه له دی پړاوو څخه تیر شوی دی چی په بعضی هیوادوکی دا پړاوو ډیر اوږد وو چی تقریبا ۱۰۰ تر ۱۵۰ کالو یی دوام کړی
او له ټولولنډ دا پړاوو په پخوانی شوروی اتحاد کی د ستالین لخوا دلسو کالو په بهیر کی عملی شو

چی په زور یی په کلیو کی له دهقانانو مځکی غضب کړی او خلګ یی په زور له کلیو ښاروته راوستل او په کارخانوکی یی په کا روګمارل چا به چی مخا لفت کاوه نو وژل به یی چی تقریبا ۳۷ میلونه خلګ یی په دی ډول پخوانی شوروی اتحاد کی ووژل

دغربی نړی او شوروی اتحا فرق صرف دومره وو چی په غربی نړی کی فابریکی دمافیا وی او دولت خلګ په چل ول له کلیو باسل خو په شوروی اتحاد کی فابریکی دولتی وی او خلګ یی په زوره له کلیو څخه باسل او په فابریکوکی یی مفت کار پری کاوه

اوس به راشو دیته چی ددی پروسی منفی اغیزی څه دی ؟

ددی پروسی منفی اغیزی دادی چی کله کلی او دهات له منځه لاړ شی او خلګ ښاری شی نو دایوه ډیره ظالمه پروسه ده ددی لپاره چی یو هیواد صنعتی شی باید په خلکو یی له اندازی ډیر ظلمونه وشی تر هغه وخته چی دا پروسه نتیجه ورکړی

او نتیجه څه کم څه زیاده سل کاله بعد ورکوی ، اوسل کاله به ظلم فساد فحش او ناروا په جامعه کی حکم روا وی

دوهم کله چی دا پروسه نتیجه ورکړی نو سرمایه داری شروع شی لکه چی پتوال صاحب لیکلی چی سرمایه داری دین نه منی نو په جامعه کی بی دینی شروع شی او خلګ خپل ټول معنویتونه له لاسه ورکړی او لکه دحیواناتو په څیر دخپلو حیوانی غرایضو (نفس) دحاکمیت لاندی ژوند پیل کړی

څنګه چی په جامعه کی معنویت ورک شی او جامعه غونډه دحیوانی غرایضو دکنترول لاندی راشی نو دا خلګ داسی طبعی کارونه لکه دکورنی جوړول دښځی کول او داولادونو زیږول دخپلو حیوانی غرایزو په مقابل کی خنډ او عبث کار بولی
او نه غواړی چی خپل وخت د اولادونو په زیږولو او دهغوی په تربیه ضایع کړی دوی خپل تول وخت دخپلو حیوانی غرایضو ته وقف کړی وی
نور دا خلګ اولاد نه زیږوی او په لټی او بدبختی یی سر شی او له کارکولو هم لاس واخلی خواهشات یی دیر زیات شی نو داسی کارګر نور دسرمایه دار هم نه وی پکار او کلی هم له منځه تللی وی چی نوی کارګر تری راشی او هغه نفوس چی په ښاروکی وی هغه د خپلو حیوانی غرایضو په دام کی بند وی
او بیا سرمایه داران مجبور شی چی مهاجر له نورو نه صنعتی شویو هیوادو څخه راولی لکه اسلامی هیوادونه چی دا تش سوی ځای پری ډک کړی

بیا ددی هیواد اصلی خلګ دمهاجرو په ضد چیغی او ناری وهی خو څوک یی نه اوری او دی اصلی خلکو نفوس په کال کی یو فیصد کمیږی او دمهاجروو نفوس ورځ په ورځ زیا تیږی او دا پروسه تر هغه وخته دوام کوی چی تر څو ددی مملکت خلګ بیخی ورک شی دادی د سرمایه داری خیر

لکه تاسی چی په ناروی کی ولیدلی هغه چاودنی چی څو ورځی پخوا دمهاجرو په ضد وشوی اوډیر خلګ پکی ووژل شول

او چی کوم ملت خپل سرنوشت د سرمایه دارانو په لاس کی ورکړی نو دا به یی حال وی

لکه نن چی په اروپا کی همدا حال دی انګلیسان ، جرمنیان ، فرانسویان ، روسان اود اروپا ټول قومونه په کال کی یو فبصد کمیږی چی انشالله په نژدی اینده کی به یی صرف نوم پاتی شی

نوځکه نن اروپایی او یهودی سرمایه دارانو هند او چین ته لاس اچولی او هلته یی فابریکی جوړی کړی دی ځکه چی هلته لا تر اوسه لاس نا خوړلی نفوس وجود لری او باید دا پروسه پری عملی کړی او نتیجه به یی همدا داروپایانوغوندی نیست او نابودی وی

نو په دی خاطر تر نن ورځی یو اسلامی هیواد هم په دی لار نه ده تللی هغه ځکه چی په اسلامی هیوادو کی دا امکان نلری او مسلمانان مقاومت کوی ته اول همدا زموږ پښتانه وګوره چی هرڅومره پری ژوند سخت شی تر عربی هیوادو دمزدوری لپاره ځی خو خپل کلی کور نه پریږدی
او که کوم حاکم یادولت په کوم اسلامی هیواد کی غوښتلی وی چی دا پروسه عملی کړی نونتیجه یی دخلکو په پاڅون تمامه شوی

اسلامی امت د صنعتی کیدو لپاره خپله ځانګړی لار لری هغه لار اوږده او سخته ده مګر حقه لار ده او نتیجه داروپایانوغوندی نه ده

او هغه داسی ده چی نه مو کلی له منځه لاړ شی او نه په خلکو ظلم وشی او دین داری هم له منځه لاړه نشی او صنعتی هم شو دا داسلامی اقتصاد کړنلاره ده

نو دا ستاسی په اند ملی یا بورژوازی انقلاب هغه داروپایانو لارده چی دوی پری تللی او نتیجه یی دهغوی نیست او نابودیت ده
او دکمونستانو نشنلیستانو لبرالیستانو دا په نوم د مترقی افکارو هم همدا لار ده همدا دری واړه ایدیالوژی ګانی موږ په همدی لاره بیایی نو پتوال صاحب دادی مترقی پړاوو او نه مترقی پړاووخبری پریږده په دی موږ پوهیږو چی داڅه دی

او دکمونیزم او کاپیټالیزم نتیجه یوه ده چی دقوم اوملت له منځه تلل دی
د کمونیزم نتیجه وګوری نن دروسانو نفوس هم په کال کی یو میلیون کمیږی او دروسی دولت دهرماشوم دزیږیدو لپاره لس زره امریکایی ډالر ورکوی خو بیا هم دخپل نفوس دکمیدو مخه نشی نیوای

ملا محمد عمر اسم اعظم نه ده زده کړی مګر الله تعا لی دااروپایی قومونه پخپله په هغه دام کی راګیر کړل چی پخپله یی جوړ کړی وو
پروسږ کال په جرمنی کی هردریم زیږدلی ماشوم په مسلمانه کورنی کی زیږدلی
نو دخلافت ناری کومی بی ځایه ناری نه دی

بلکی په جهانی سطحه دخلافت لپاره زمینه برابره شوی ، ټول اروپایی قومونه دمنځه دتللو په حال کی دی

د ډیرو ساینسی او اجتماعی عالمانو په اند په راتلونکو ۴۰یا۵۰کالوکی به په اروپا کی دمسلمانانو نفوس له عیسویانو انشاالله ډیر شی او مسلمانان به په اروپا کی اکثریت شی

امریکاهم له دی حالته مستشنی نه ده ، په امریکا کی هم دانګریزانو شمیر ورځ په ورځ کمیږی او خپل نفوس له لاتینی امریکی او ددنیا له نورو مهاجرو څخه پوره کوی او حتی له خپلو خلکو نشی کولی سل زره پوځ غونډ کړی او افغانستان ته یی دجنګ لپاره ولیږی له بندی خانو بندیان راخلاصوی او بیا یی دجنګ لپاره افغانستان ته لیږی

او یا دپولنډ او لا تینی امریکا خلکو ته د تابیعت دورکولو وعدی ور کوی چی تر څو یی د افغانستان ته دجنګ لپاره ولیږی

پتوال صاحب دا امریکایان او اروپایان یو کاغذی ببر دی چی دتبلیغاتو له لیاری یی موږ ته جوړ کړی دی
چین او هند نوی دی لومی ته ورلویدلی دی
نو په ډیر نژدی اینده کی به صرف مسلمانان کولای شی چی دجهان ریاست وکړی


پتوال
06.01.2012

پوښتنه :
که سرمايدارانو په ولس دومره ظلمونه کړي و نو په انقلاب کې خو ولس ګډون کوي، بيا ټول ولس ولې په سرمايداري انقلاب کې ونډه اخيستله
او هغه يې د سرمايدارانو په مشرۍ بري ته ورساوه ؟؟؟؟

خو پتوال هم له سرمايداري انقلاب څخه نه ، بلکې له ملي انقلاب څخه غږېدلی و او دلته د سرمايداري انقلاب او هغه هم صرف يو اړخ يې بيان شوی دی .
ملي انقلاب دې ته نه وايي چې داخلي اقتصادي مناسباتو يا آزاد سياست ته دې بدلون ورکړي ، بلکې بر عکس ملي انقلاب
له پرديو څخه آزادۍ اخيستلو ته وايي ! داچې په ملي آزادۍ کې ملي پرژوازي ډيره علاقه لري ځکه د ځان له پاره داخلي بازار لاسته راوړي او نړيوال
بزار ته هم لار مومي دا بيله خبره ده ! ملي انقلاب سرمايداري انقلاب نه دی، خو سرمايداري انقلاب له ملت جوړونې او ملي انقلاب سره مرسته کوله !

پاتي شوه د سرمايې د راټولولو او تمرکز پروسه ، نو هغه له بيلابيلو لارو څخه کيږي
چې يوه يې هم په دا پورته مضمون کې بيان شوې ده ،
هيچا نه دي ويلي چې سرمايداري نظام په خپل تاريخي اوايلو کې له ظلم پرته منځته راغلی دی، کوم تاريخي اقتصادي نظام
له ظلمونو پرته منځته راغلی دی ؟؟؟؟ آيا برده داري پخپل ظلم نه و ؟ آيا فيوډاليزم له ظلم او بېکمالۍ ډک نه و ؟؟؟؟
کوم اديان موفق شوي چې د بابل او مصرد څو زره کلنې برداري نظام مخه ونيسي ؟ يا د هند اوچين برداري ډب کړي او يا د يونان او روم
د برده دارۍ مخه ونيسي ؟؟؟؟
البته ! : د تاريخي نظامونو ظلمونه سره فرق لري ، برداري تر فيواداليزم او فيودالي تر سرمايداري ظالمه وه ، اديانو د بردارۍ
پر ضد د فيوډالي نظام پلوی کړی او سرمايدارۍ انقلاب ته يې مذهبيون حيران پاتې شوي دي
او د سرمايدارۍ د اوليه ظلمونو پر ضد يې ځان هم نه دی ښورولی !
وروسته د استعماري ضلمونو پر ضد د اسلام مقدس دين په عملي پاڅونونو کې ستر رول لوبولی، ملي انقلاب يې د اميريالستي
استعمار پر ضد بري ته رسولی دی ، نو ملي انقلپاب ته څنګه سرمايداري انقلاب وايئ ؟؟؟؟؟ ولې اسلام د سرمايدارۍ له پاره بديل او الټرناتيف
نه دی وړاندې کړی او نه اسلامي هيوادونو کې سرمايداري پخپله منځته راغلې ده ، بلکې اسلمي هيوادونه له سېلمې له پرمختګ څخه وروسته پاتې شوي
او ددې وروسته پاتېوالي له امله بيا داستعار ښکار شوي تجزيه شوي او محکوم او مظلوم شوي دي خو د سرمايدارۍ پع سُر هډو پوه شوي هم نه دي !
داچې د اسلام په چوکاټ کې سرمايداري څومره او څنګه امکان لري يو بيل بحث جوړولی شي او بس !


ahmad bilal
08.01.2012

محترم پتوال صیب او نعمت الله صیب ته سلامونه وړاندې کوم، هیله ده چې روغ به یاستئ.....!

پتوال صیب، سرمایه دارانه نظام د فیوډالي نظام په ختمیدلو سر راپورته کړ او ددغې سرمایه دارۍ د نطفۍ آغاز هم اقتصادي تاریخپوهان د ۱۴۵۰ع څخه رادیخوا ګڼي ، هم د هغه وخت څخه د مارکيټ اکانومي پيل شوې....

هو! منم چې سرمایه دارانه نظام یو ځل او یو دم نړۍ ته نده راغلې بلکه د همدغو پيړیو په تیریدلو یې بدلون او پرمختګ کړې او بلاخره صنعتي انقلاب ورته هغه څه ورکړل د څه چې هغه متاج منده وه او مونږ دا هم زه وایو چې غرب یا لویدیځۍ نړۍ هم د کاپيټالیزم په مرسته یا په واسطه پرمختګ نده کړې بلکه همدا صنعتي انقلاب ده چې د دغه په مرسته هغوي پرمختګ کړې، همدا صنعتي انقلاب ده چې چین او د روس کمونیزم یې هم په پرمختګ روان کړ ( هو هغه بیا جدا بحث ده چې دغو هیوادونو کې د مخکې څخه صنعتي پيل کیدل شروع شوي و. روس کې د پيټر ګریټ څخه او چین کې هم د آپيمو جګړو په دوران کې)

کاپیټلر اکومولیشن هم په سرمایه دارانه نظام کې شته او هم د کمونیزم جوړیدلو کې یوه برخه یا سټیج ده!!! نو لهاذا داسې څیز چې په دریو یا دوو نظامونو کې وي هغه مونږ د توپیر وړ خصوصیت نه ګڼو. د توپير خصوصیت یې د مارکیټ ده چې یو کې آزاد او بلکې د حکومت لخوا منظم یا لارښودد کیږي.....

صنعتي انقلاب ته مونږ نه کاپیټالیزم ویلې شو او نه کوم بل نظام بلکه دا یوازې د ماشین یا تخنیک منځ ته راتلل وو او یا د پخوانیو طریقو ځای نوي طریقو نیول وه....

پتوال صیب انقلاب د سرمایه دارۍ نظام له امله نده راغلې بلکه انقلاب د صنعتي کیدلو له وجهې راغلې او دا هر یو کس بلکه هر چا یوازې د خپلو اقتصادي ګټو لپاره ومانه!!! روزګار ورته ورکړل شو، حالت یې روغ شو، وغیره 1......ٔ
سرمایه داري د پخوا وخت څخه وه بلکه خلګو منلې هم و او خلګو کې رائج هم و نو بیا دا د صنعتي انقلاب پسې تړل سم نه بریښي.....

نور بیا،،، ان شاء الله


Ghairat
11.01.2012

زما په اند خو صنعتي انقلاب له سرمايې پرته نه دی ممکن شوی، خو داچې سرمايه له سرمايدارۍ نه مخکې او سرمايداري له سرمايداري (سیاسی) نظام نه مخکې
منځته راغلې د انکار وړ نه ده ، ځکه سرمايدلاري نظام د سرمايدارۍ سياسي نظام ته وايي او دا د برژوازيکي انقلاب نه په فرانسه کژ پيل او بيا نوره اروپا کې تر سره شوی دی .
ددوی تړاو داسې دی لکه سرمايه
او سرمايداري چې د صنعتي انقلاب اينجن يا مخکښه قوه وي
او صنعتي انقلاب بیا د سرمايدارۍ اينجن وګرځېد او یو دبل سره لازم او ملزوم شول . ځکه سرمايداري نظام بيا بيرته د د صنعتي انقلاب د برمختګ او براختیا له پاره انجن او مخکښه قوه شوه . نو سرمايه او سرمايداري د صنعتي انقلاب
وينه غوښه پوست او عضلې دي او صنعتي انقلاب د سرمايدارۍ او سرمايداري نظام هډوکي او سکلېټ جوړ کړی دی او دديالېکتيکي
تړاو له مخې سره تړلي وو ! البته د صنعتي انقلاب محصول
یعنې صنعتي توکي د نړیوال تجارت سبب وګرځېدل ، تجارتي او صنعتي سرمايې نورو هیوادونو ته صدور وموند او هلته يې
سرمایداري انکشاف بیل کړ ، کوم چې په سرمایداري انقلاب وانجامېدل چې ملي رنګ یې کم او غربی وابستګي یې دیره ده ! والسلام !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more