د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د ټول افغان پرمخ يون څنګه ارزوئ ؟

رښتینی
22.12.2011

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

آيا ټول افغان مخ پر زوړي روان نه دی ؟
لومړۍ دي پوښتني ته ځوابونه ووایئ او که رښتيا وي بيايې دزوړتیا لاملونه
راسره شریک کړئ اوبیا یې دمخ پر لوړي يون چاري وسنجوئ
اوږدو خبروته اړتیا نشته لنډه یې پریکوئ

په مینه


محمود سعيد
22.12.2011

عليکم سلام.
د فسبوک طالبان ښه دي، کله چې ېې يو ګڼوڼ بلاک شي، پښتون يون ته په بل نوم راځي او بحث ښه تود ساتي.
خو دلته ېې نه پوهيږم ولې زړه نه کيږي!؟


Re: مخ پرزوړټول افغان وژغورئ

م . ق
22.12.2011

[quote:1a3bcad237="رښتینی"]السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

ټول افغان ولې مخ پر زوړ روان دی ؟
لومړۍ دي پوښتني ته ځوابونه ووایئ او دزوړتیا لاملونه
یې راسره شریک کړئ اوبیا یې دمخ پر لوړ چاري وسنجوئ
اوږدو خبروته اړتیا نشته لنډه یې پریکوئ

په مینه[/quote:1a3bcad237]
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
محترمه وروره، هغه متفقین چې د مخالفینو ځوابونه یې نه خوښیدل او غوښتل یې چې هرڅه ورسره په پټو سترګو ومنل شي او هیڅ دلیل یا استدلال ته چې د واقعیتونو او حقیقتونو سره تړاو لري توجه ونه شي، نو هغوي پداسې یو فورم کې سره راټول شول چې هلته اصلا بحث وجود نه لري ځکه بحث خو د مخالف سره کیږي، او چې کله څوک سره موافق وي بیا نو بحثونو ته څه ضرورت دی، نو هغه ورورنه اوس هلته د ساعت تیرۍ لپاره کله په تصویرانو پورې ټوکې کوي او کله یې په خپل مینځ کې یو بل پورې کوي نو داسي به ووایو چې یو ډیر ښه چیټ روم ته تللي دي،او په چیټ روم کې خو څوک د چا نه دلیل او منطق نه غواړي ځکه نو بې منطقه او بې دلیله خلک هملته چیټونه کوي، او ټول افغان خو بیا د علمي او سیاسي بحثونو فورم دی چې دلیل، استدلال، ځوابي استدلال، الزامي دلیل، منطق، نقد، نقطه چینۍ، تحلیل او تجزیه، څیړنې او پلټنې، مناظرې، مباحثې او مناقشې ته ضرورت لري، او هغه خواران چې په چیټ عادت شوې وي پداسې علمي او سیاسي خبرو یې چیرته سر خلاصیږي، خو په لنډه کې یې درته وايي چې: باره سر مې پرې نسو خلاص، تاسې خپل کار کوﺉ او موژ به خپل کار کوو.
نو بس هغوﺉ هلته خپل کار یعنې چیټ او ساعت تیری کوي او مونږ دلته خپل کار یعنې مباحثې کوو.

ډیره مننه.


رښتینی
23.12.2011

دواړو ښاغلوتاسودلته د دې فورم له مسؤلینوڅخه یئ
داڅه موده دلته مسؤلین او آن زائرین هم لا کم شوي دي
نو زما پوښتنه د دي فورم د ودي په اړه وه نه دیوچا دغندلو
اوسپکولو په باره کې تاسویوځل بیا زما پوښتني ته مراجعه
وکړئ !



ع کريم حليمي
23.12.2011

[quote:6bfebfd78d="رښتینی"] او آن زائرین هم لا کم شوي دي
نو زما پوښتنه د دي فورم د ودي په اړه وه ![/quote:6bfebfd78d]
درنو دوستانو سلامونه مو و منۍ

ما چه پخپله د پښتو د ويب سایټونه ډېټه بېس وکتلۍ د ټول افغان ټرافیک(Visits per day: 2,170)
له بل هر چا نه ډېر وه ، نه پوهېږم چه ستاسو د زوړاو او پورته دکچي د مقیاس واحد څشئ تعین کړیدی !
درنښت


وصيل پېروز
23.12.2011

ښاغلی رښتنی !
د ټول افغان د مخ پر ځوړ حالت رښتنی انځور په دوو يا درو جملو کي نه شي وړاندي کېدای مګر په ساده او لنډو ټکو دومره ويلای شو چي ټول افغان هغه مهال له سقوط او ځوړتيا سره مخ شو چي د طالباني او زنګنې مفکورې خلګو ترې کډه وکړه ځکه د دې دواړو مفکورو پر ضد په ټول افغان کي خلګ موجود ول له همدې کبله موضوعګانې تودې او مباحثې په درز روانې وې .
د ځوړ دويمه وجه يې دا کېدای شي چي د ځينو کړيو له لوري يې زما په اند پر ضد تبليغات وشول ، مطلب مي دا نه دی چي خلګو ټول افغان بد معرفي کړ بلکي هدف مي دادی چي د ټول افغان په وړاندي مقابل مورچل ( نن ټکی اسيا ) پرانيستل شو او ډېرو خلګو دې فورم ته داسي رجوع وکړه چي بيا راستانه نه شول ځکه ډېرو يې هلته په وړاندي سيالان نه درلودل او د بېل اند خلګ په ټوليز ډول تر بريد او نيوکو لاندي ول .
دا چي اوس ټول افغان څرنګه ټول افغان ته پخوانی عروج ور بخښلای شو نو دا به زما په اند دا زما خبرې نوري هم اوږدې کړې او رښتنی صاحب د لنډو او غوڅو خبرو هيله کړې نو پر همدې ځای به دا موضوع او پرېږدم او که زما له اند سره موافق وو په همدې اړه به وږغېږم که نه تر دې وروسته بايد رښتنی صاحب په خپله پر دې موضوع رڼا واچوي چي څرنګه ټول افغان له ځوړتيا ساتل کېدای شي؟.
:o :o :o :o :o :o :o
:lol: :lol: :lol:


عادل عادل
24.12.2011

السلام علیکم

[quote:f85125180e]ښاغلی رښتنی !
د ټول افغان د مخ پر ځوړ حالت رښتنی انځور په دوو يا درو جملو کي نه شي وړاندي کېدای مګر په ساده او لنډو ټکو دومره ويلای شو چي ټول افغان هغه مهال له سقوط او ځوړتيا سره مخ شو چي د طالباني او زنګنې مفکورې خلګو ترې کډه وکړه ځکه د دې دواړو مفکورو پر ضد په ټول افغان کي خلګ موجود ول له همدې کبله موضوعګانې تودې او مباحثې په درز روانې وې .
د ځوړ دويمه وجه يې دا کېدای شي چي د ځينو کړيو له لوري يې زما په اند پر ضد تبليغات وشول ، مطلب مي دا نه دی چي خلګو ټول افغان بد معرفي کړ بلکي هدف مي دادی چي د ټول افغان په وړاندي مقابل مورچل ( نن ټکی اسيا ) پرانيستل شو او ډېرو خلګو دې فورم ته داسي رجوع وکړه چي بيا راستانه نه شول ځکه ډېرو يې هلته په وړاندي سيالان نه درلودل او د بېل اند خلګ په ټوليز ډول تر بريد او نيوکو لاندي ول .
دا چي اوس ټول افغان څرنګه ټول افغان ته پخوانی عروج ور بخښلای شو نو دا به زما په اند دا زما خبرې نوري هم اوږدې کړې او رښتنی صاحب د لنډو او غوڅو خبرو هيله کړې نو پر همدې ځای به دا موضوع او پرېږدم او که زما له اند سره موافق وو په همدې اړه به وږغېږم که نه تر دې وروسته بايد رښتنی صاحب په خپله پر دې موضوع رڼا واچوي چي څرنګه ټول افغان له ځوړتيا ساتل کېدای شي؟. [/quote:f85125180e]

وصیل پېروز صاحب لومړی به دا ښه کلکه منی چې تر ما، تاسو او ټولو ګډونوالو ډېر چې د ټول افغان په بحثفورمونو زړه خوږوي پخپله ښاغلی رښتینی ورور دی، ستاسو و دې دوو اصطلاحاتو ته چې مو کارولي دي،،، زما درته نږدې له ډېر تعجب څخه ښکر راشنه شوي وو

طالباني
زنګنې

وروره دا چې ستا د تاویز او خاورو ضد لیکنې څوک نه خوښوي نو دا په دې مانا نه دي چې هغوی به زنګ وهلي فکرونه لري،،، زه شخصا ستا د فکر مخالف نه یم،،، خو د اسلوب مخالف دې ښه په خوند یم،،،،، اول زده کړه بیا کوزده کړه،،،، ستا دعوت وچ کلک او په،،، چیزې که ده خط است! ،، په تقلید ! باندې استوار دی ،،،، دا چې خدای خبر خط څوک درته کاږي،،،،، هدف یې، که لږ او په ظاهر کې د خرافاتو ورکول وي خو ډېر! او په باطن! کې، ستاسو و اسلوب ته په کتو سره د نفاق شیندل دي،،، نو د ثواب او ووبال تول دې اوس پخپله کوه چې کوم یې درنيژي،،،

زه هم د ښاغلي رښتني ورور په شان په ټول افغان فورمونو زړه خوږوم،،، او پاته شوه د نوو او نورو فورمونو خبره نو ستاسو د نظر خلاف زه هغه د د ټول افغان ویاړ او د دوی د ابتکار څخه زږېدلی محصول ګڼم،،،

خدای ج دې فورمونه مخ پر ځوړ نه کوي،،، خو که کیژي،،، سبب به یې په لومړي قدم کې پخپله ګډون وال او په دوهم قدم کې د یادو ګډونوالو سره د ډاکټر صیب وطنمل خدای مکړه د د مور او میرې سیاست وي.


رښتینی
24.12.2011

[quote:4069a1b62c="م . وصيل پېروز"]ښاغلی رښتنی !
د ځوړ دويمه وجه يې دا کېدای شي چي د ځينو کړيو له لوري يې زما په اند پر ضد تبليغات وشول ، مطلب مي دا نه دی چي خلګو ټول افغان بد معرفي کړ بلکي هدف مي دادی چي د ټول افغان په وړاندي مقابل مورچل ( نن ټکی اسيا ) پرانيستل شو او ډېرو خلګو دې فورم ته داسي رجوع وکړه چي بيا راستانه نه شول ځکه ډېرو يې هلته په وړاندي سيالان نه درلودل او د بېل اند خلګ په ټوليز ډول تر بريد او نيوکو لاندي ول .
:: :: ::[/quote:4069a1b62c]

وروره خبري دي یوڅه کمزوري دي دعادل صاحب پرخبروعلاوه په دابل پاراګراف
کې دي هم له انصاف یا له یم استدلال نه کار ندی اخیستی تاسو وایئ دټول په وړاندي
مقابل مورچل (!) داخبر دي ځکه سمه نده چې که څوک د نن بحثفورمونه ګوري نو هلته
به زما دفعالیت اوکارپته ورته لیګږي
اوزه دلته هماغسي بوخت یم او دا هم وایم چې ددي دواړو بحثفورمونو ماته هیڅ توپیر نشته
داراز عادل ورور هم دلته او هم هلته مسؤلیتونه لري او دواړه ځایه کار کوي او داسي نور ملګري
هم شته نو دا دمخالف مورچل ! مهرباني مو ولي راولوروله ؟!
په دي دواړو فورمونو کې دیوه بل پرخلاف هیڅ تضاد او مخالفت نه شتون لري اونه باید
څوک داهڅه وکړي چې کوم مخالفت ته لمن ووهي لطفا تاسو او مبارز صیب که له چا سره
کوم مخالفت لرئ هغه ترشخصي حده مه تیروئ او په پښتو کې دیوه بحثفورم او دیوه
ویب سایټ زیاتیدل دافغانانو په بریا او پرمخیون تعبیر کړئ اودنورو موخو تعبیرونه یې
دافغانانو ترمنځ د نفاق او مخالفتونولامل کیږي

په مینه


وصيل پېروز
24.12.2011

[quote:ed126a1fa4="عادل عادل"]السلام علیکم

وصیل پېروز صاحب لومړی به دا ښه کلکه منی چې تر ما، تاسو او ټولو ګډونوالو ډېر چې د ټول افغان په بحثفورمونو زړه خوږوي پخپله ښاغلی رښتینی ورور دی،
[/quote:ed126a1fa4]
ښاغلی عادل ښه راغلاست !
سلامونو ته مو وعليکم السلام
ښاغلې ! په کلکه دا درسره منم چي حامد ورور د ټول افغان مخ پر ځوړ حالت نه خوښوي او په دې حالت خواشينی دی ، زما هدف نه رښتنی صاحب او نه هم بل څوک دی بلکي ويلای شم چي زما ځيني خبرې په ناسم ډول فهمول شوې دي .
[quote:ed126a1fa4="عادل عادل"]
ستاسو و دې دوو اصطلاحاتو ته چې مو کارولي دي،،، زما درته نږدې له ډېر تعجب څخه ښکر راشنه شوي وو

طالباني
زنګنې

وروره دا چې ستا د تاویز او خاورو ضد لیکنې څوک نه خوښوي نو دا په دې مانا نه دي چې هغوی به زنګ وهلي فکرونه لري،،، زه شخصا ستا د فکر مخالف نه یم،،، خو د اسلوب مخالف دې ښه په خوند یم،،،،، اول زده کړه بیا کوزده کړه،،،، ستا دعوت وچ کلک او په،،، چیزې که ده خط است! ،، په تقلید ! باندې استوار دی ،،،،
[/quote:ed126a1fa4]
ښاغلی او دروند عادل صاحب ! دا چي تاسو زما له اصطلاح او يا اسلوب سره مخالفت لرئ نو دا له اوسني روان بحث سره سر نه خوري مګر بيا هم بايد په دې اړه ووايم چي زما اصطلاح زما په اند حقيقت رانغاړي . زما په اند چي تر اوسه لا هم کوم څوک د حقيقت په موندنه کي ناکام وي او تر اوسه لا هم څوک د دلايلو په وړاندي له تسليمۍ لاس نه اخلي او تر اوسه لا چي هم څوک د واقعيت منلو ته چمتو نه دي هغوئ زما په اند د يوې داسې زنګنې او ورستې مفکورې څښتنان دي چي هيڅکله د بحث او مباحثې وړتيا نه لري ، هيڅکله يې په تيار او پردو کي پټ زړونه حقيقت ته نه تسليمېږي او نه هم هيڅکله ايات او حديث اغېز پرې کوي بلکي وروستی ځواب او حربه يې داده : ( بل وجدنا عليه ابائنا ) .
دا زما په اند د ورستې او زنګنې مفکورې څښتنان دي ، په دې اړه که تاسو له ما سره توافق نه لرئ نو ما ته کومه نوې خبره نه ده بلکي په دې اړه به ښايي ډېر خلګ مخالفت ولري مګر زه په دې اند يم چي څوک د حق، حقيقت او واقعيت له رڼاوو او پلوشو ځان ژغوري هغه زنګن او وراسته دي . ايا تاسو هغه څوک د ورستې او زنګنې مفکورې سړی نه شئ بللای چي د حق له اثبات او څرګندتيا سره - سره له خپلې ګروهي او ناسم فکره نه تېرېږئ؟؟؟.

[quote:ed126a1fa4="عادل عادل"]
دا چې خدای خبر خط څوک درته کاږي،،،،، هدف یې، که لږ او په ظاهر کې د خرافاتو ورکول وي خو ډېر! او په باطن! کې، ستاسو و اسلوب ته په کتو سره د نفاق شیندل دي،،، نو د ثواب او ووبال تول دې اوس پخپله کوه چې کوم یې درنيژي،،،
[/quote:ed126a1fa4]
ښاغلی عادل ! ما داسي فکر نه کاوه چي ستاسو په څېر متدين او باعلمه شخص دي داسي ناسم استدلال او منطق ولري بلکي ستاسو په اړه زما پخواني فکرونه ټول خاوري شول !!! زه هيڅکله نه د چا له خوا ټريننګ شوی يم او نه هم دا غواړم بلکي الله مي دي له داسي چارو او کړنو وساتي . زه چي د کومې عقيدې او ګروهي پيروي کوم په اړه یې سم ، کره او صحيح دلايل راسره دي که څوک غواړي په دې اړه بحث وکړي همدا اوس چمتو يم چي د هرې موضوع په اړه ورسره د قرآن او حديث په رڼا کي وږغېږم .
تر دې ها خواته که څوک هر ډول خبرې کوي پروا یې نه لرم ځکه زه به ورته قرآن او حدیث وړاندي کوم مګر دی به ما په ډلو ، اشخاصو او ګوندونو پسي تړلی بولي خو زه له دې هر څه برأت اعلانوم او ځان يوازي د الله بنده او مسلمان ګڼم .
ايا همدا بس نه بولئ؟؟؟.
[quote:ed126a1fa4="عادل عادل"]
زه هم د ښاغلي رښتني ورور په شان په ټول افغان فورمونو زړه خوږوم ....خدای ج دې فورمونه مخ پر ځوړ نه کوي،،، خو که کیژي،،، سبب به یې په لومړي قدم کې پخپله ګډون وال او په دوهم قدم کې د یادو ګډونوالو سره د ډاکټر صیب وطنمل خدای مکړه د د مور او میرې سیاست وي.[/quote:ed126a1fa4]
زه هم ستاسو په څېر هغه څوک يم چي په ټول افغان او ټولو پښتنو ويب پاڼو مي زړه خوږېږي او هيڅکله يې تر هغو مخالفت نه کوم تر څو چي د اسلام او قرآن وسنت مخالفې چارې ترسره نه کړي . زما هدف هيڅکله دا نه دی چي تاسو له ټول افغان سره بد په زړه کي لرئ بلکي ستاسو نوم او شخصيت راته د قدر او عزت وړ دی زه الحمدلله تر اوسه د هغو خلګو له فهرسته زما په اند وتلی يم چي پر خلګو له لاسوند او دليل پرته بې ځايه تورونه لګوي .
بيا هم په تکرار سره وايم چي ټول افغان د ټولو افغانانو دی ، هيڅ افغان يې بدي نه غواړي که څوک د ټول افغان په مخ پر ځوړ حالت خوښي کوي نو ګواکي د افغانانو پر غمونو د وير پر ځای په کړسندو خنداګانو خوشالي کوي .
ايا تر دې بله بدمرغي شته؟؟؟.
که نه وي نو بيا به ولي موږ د ټول افغان او نورو بحث فورمونو په اړه په زړونو کي کرکې او حسد ته ځای ورکوو؟.
ايا څوک غواړي چي ځان ته کوهی وکني؟.
پښتو ويب پانې زموږ او موږ د دوئ يو .
په مينه او درنښت


وصيل پېروز
24.12.2011

[quote:d505c331f6="رښتینی"]
وروره خبري دي یوڅه کمزوري دي دعادل صاحب پرخبروعلاوه په دابل پاراګراف
کې دي هم له انصاف یا له یم استدلال نه کار ندی اخیستی تاسو وایئ دټول په وړاندي
مقابل مورچل (!) داخبر دي ځکه سمه نده چې که څوک د نن بحثفورمونه ګوري نو هلته
به زما دفعالیت اوکارپته ورته لیګږي
اوزه دلته هماغسي بوخت یم او دا هم وایم چې ددي دواړو بحثفورمونو ماته هیڅ توپیر نشته
داراز عادل ورور هم دلته او هم هلته مسؤلیتونه لري او دواړه ځایه کار کوي او داسي نور ملګري
هم شته نو دا دمخالف مورچل ! مهرباني مو ولي راولوروله ؟!
په دي دواړو فورمونو کې دیوه بل پرخلاف هیڅ تضاد او مخالفت نه شتون لري اونه باید
څوک داهڅه وکړي چې کوم مخالفت ته لمن ووهي
[/quote:d505c331f6]
ښاغلی رښتنی صاحب ! زه هيڅکله ټول افغان او نن ټکی اسيا د يو بل په وړاندي داسي نه ښيم چي ګواکي دواړه پر ضد سره ولاړ دي او د يوه بل پر خلاف تبليغات کوي ، له يوه بله خلګ اړوي بلکي دا ماشومانه چارې او د خلګو د بې عقلۍ څرګند ثبوت دی . دا کړنه به هغه څوک ترسره کوي چي په زړه کي يې د همدردۍ ، مينې ، اخلاص او الفت پر ځای کرکه ، حسد او تعصب پروت وي .
زه نه هيڅکله پر تا بد ګومانه يم او نه هم پر عادل صاحب بلکي دواړه راته د قدر او درنښت وړ ياست مګر دا چي ما ولي نن ټکی اسيا په مقابل مورچل ونوموله نو له دې ټکي مي هدف دا وو چي ډېری کسانو له دې ځايه يوه ابدي کډه وکړه او په نن ټکي اسيا کي داسي مېشت شول چي بيا راتګ يې زما په اند ناشونی ښکاري ، هغوئ دلته د ځينو مباحثو او مناقشو په ترڅ کي له ځينو ملګرو سره خوابدي او خپه شول ځکه يې نو نن ټکي اسيا ته پناه يو وړه او هلته يې خپلو ليکنو ته مټې را بډ وهلې چي په ترڅ کي يې په ټول افغان کي د پخوانيو مباحثو ګراف ډېر را کم شو له همدې کبله د ټول افغان ليکوالان داسي هېښ او حيران پاتي ول چي اوس له چا سره خبرې وکړي او پر کومه موضوع وږغېږی ځکه ډېری هغه کسان چي ليکنو ، اندونو ا ونظرونو به يې بحث ته لار پرانيسته له ټول افغانه تللي ول .
همدې حقيقت زه اړ ويستم چي نن ټکي اسيا ته د مقابل مورچل نوم ورکړم ځکه د ټول افغان ډېری زاړه ليکوالان او ګډونوال نن په نن ټکي اسيا کي مېشت دي او له دې ځايه له يوه تلپاتي خدای په اماني سره تللي نور نو لکه چي وړاندي مي وويل ټول افغان او نن ټکی اسيا د يوه بل په وړاندي مقابل ښودل د کوم عقلمند سړي کار نه ښکاري ، زما مقصد هماغه وو چي استازيتوب يې وړاندينۍ کرښې کوي .
اوس په څرګندو ټکو کي راته وواياست چي که په دې اړه زما دريځ غلط وي نو سيي خبره ده او که مي د يو غوره نوم انتخاب کړی وي بيا قهر ، غوسه او خواشيني ولي؟؟؟.
[quote:d505c331f6="رښتینی"]
لطفا تاسو او مبارز صیب که له چا سره
کوم مخالفت لرئ هغه ترشخصي حده مه تیروئ او په پښتو کې دیوه بحثفورم او دیوه
ویب سایټ زیاتیدل دافغانانو په بریا او پرمخیون تعبیر کړئ اودنورو موخو تعبیرونه یې
دافغانانو ترمنځ د نفاق او مخالفتونولامل کیږي

په مینه[/quote:d505c331f6]
ښکلی انظر او ښکلې رايه
زه خو په مبارز صاحب حال نه لرم چي نوموړی په دې اړه کوم نظر لري مګر په شخصي ډول بايد ووايم چي زه په پښتو کي د ويب پاڼو زياتېدل او د بحث فورمونو ډېرېدل هيڅکله بدمرغي نه ګڼم او نه هم هيڅکله د هغو موخو ته بل رنګ ورکوم ځکه دا د پښتو او افغان ملت پرمختګ دی چي هيڅوک يې د ترديد وړتيا نه لري او نه هم څوک دا کار بد ګڼلای شي .
بلکي د پښتو ويب سايټونو او بحث فورمونو زياتېدل افغانان اتحاد ، اتفاق ، مينې او الفت ته هڅوي نو ايا کوم کار چي تر شا داسي خوږې پايلې لري يو هوښيار به يې مخالفت ته چمتو شي؟؟؟.

په مينه او درنښت


م . ق
24.12.2011

السلام علیکم وعلی عباد الله الصالحین.
ښاغلی پیروز صیب سل په سلو کې په حقه دی، په ځانګړي توګه هغه خبرې یې چې د زنګنیانو او ورستو، خوسا شوو په باره کې یې کړي دي، واقعا چې دوي هماغه د مشرکینو خبرې کوي چې وییل به یې ماوجدنا علیه اباءنا.
خفه کیږه مه پیروز صیب، داچې نوم یې د جاهل په وزن وي که هرڅومره یې ډبل او غبرګ کړي سړی به ترینه جوړ نشي.
دا جاهلان چې هرکله په خبرو او دلایلو کې پاتې راغلي او حقایقو ته نشي تسلمیدلاي ځکه چې زړونه یې مهر شوي دي، نو بیا همداسې تهمتونو ته لاس اچوي.
چاته خداي جتی مامور ، چاته څه او چاته څه، نور به څه ووايي، څه ورپاتې دي خو د خپل ځان قیاس په نورو هم کوي المرء یقیس علی نفسه.
دا خو په وطنمل صیب هم د مور او میرې تور پورې کوي خو شرمیږي نه چې ددوي نماینده ګانو ته یې په ټولو غټو او مهمو خونو کې د هرچا نه زیات مدیریتونه ورکړي دي،دې ته وايي نمک حرامي .
اوس چې دلایل او د بحث وړتیا نه لرﺉ نو وطنمل صیب درته خبرې هم وښایي که څنګه؟؟
پدې کې شک نشته چې د نن ټکی اسیا اکثره لیکوالان چې مخکي ټول افغان کې وو اوس هلته راجمع شوي، کچیرته هغوي په دواړو ځایونو کې لیکنې کولاي نو مونږ به ویلي وو چې نه هغوي زمونږ په ضد نه دي.
خو دیو سره مقاطعه او دبل سره دوستي د دښمنۍ معنی ورکوي نو ځکه داسې ویلاي شو چې د ټول افغان دسړیدلو غټ لامل نن ټکی اسیا دی ځکه چې د ټول افغان مرور یې راټول کړي دي او هغوي ته یې ځآي ورکړی دی لکه پاکستان چې طالبانو ته ځاي ورکړي او نن ټکي اسیا هم طالبانو ته ځاي ورکړي نو په همدې دلیل نن ټکي اسیا ته نن ټکی پاکستان ویلاي شو، خو ټول افغان بیا یواځې طالبانو ته نه بلکه ټولو افغانانو ته ځاي ورکوي ځکه نو ټول افغان بلل کیږي.
بله مهمه خبره داده چې دټولو افغانانو داسې یوې مشهورې او هراړخیزې ویپاڼې ته شاکول او پریښودل یې چې د هر فکر او ډلې والا خلک په کې راغونډ شوې او بحثونه کوي، خپل دریځ ثابتوي، د تیښتې معنی ورکوي، او ددې خبرې واضح دلیل اوثبوت دی چې هغوي نشي کولاي د خپلو مخالفینو سره مخامخ علمي او سیاسي مدلل بحث وکړي او ددې پرځاي په خپل یو شخصي ویبسایټ کې راجمع کیږي چې دایې ښکاره ماتې او لاځوابي ده، ځکه بحث همیشه د مخالف سره کیږي، د موافق سره څوک بحث نه کوي.
زه یواځې په خپلو واقعي دینپوهه، عالمانو،اهلحدیثو او سلفیانو ورونو خفه یم چې د زنګیانو او خوسا شوو سره یوځاي شوې دي، پداسې حال کې چې زه ګورم چې هغوي ورته د لامذهبه او قسم قسم نومونو خطاب کوي او حتی سلام ته یې ځواب نه وايي ګواګې دوي کافران دي او هغوي مسلمانان، اوسره د سپکاوي او تحقیر چې هغوي یې زمونږ مسلک ته کوي که په ځواب کې یې زمونږ ورونه څه ووايي نو د نن ټکي اسیا والا غبرګ نومې مدیران ورته داړې وښايي، هاي کاش چې د بعضو نزدې ورونو د درنو سترګو خاطر نه وای نو ما به هغوي ته هلته هم دا مذهب ورښودلی وو او په سړیتوب به مې پوه کړې وو.
د هغې ورورنو نه علاوه د نورو بې منطقه، بې علمه، انپړانو او جاهلانو تګ دټول افغان تصفیه او ریفورم بولم چې د ټول افغان دلا پیاوړتیا د لازیات علمي، سیاسی او ادبي کیدلو په لور پرمختګ دی.
نور بیا........


عادل عادل
25.12.2011

السلام علیکم

عقلمند متبحر فرقانِي صیب

خبرې دې ټولې، تر کومه چې په ګډونوالو اړه پیدا کوي، کږې او د ښاغلي وطنمل صیب په ارتباط بوټپاکه دي،، تاسو چې وایی ټول هلته تللي،، او په غرض تللي نو مهرباني وکړی تاسو بې له غرضه ورشی، دلته خو چا څه تړلي! نه یاست؟ بلکه داسې یې ایله کړي یاست چې هیڅ څوک مو له ګزنده خالي نه شول پاته،،، په ښاغلي پیروز صاحب باندې هم خپله ابرو هومره ګرانه ده چې ځان درباندې ناخبره اچوي،، کنه دعوت خو یوازې تاویز او د مړو هډوکي ندي بلکه ښکنځلمار ته هم باید په سپینو ټکو کې د ادب او نیکو اخلاقو توصیه وشي، په بل عبارت د حق لارې ته دعوت چلول د یوې پلنې او پراخه بړستنې مثال لري چې ټول ټولنیز سیاسي او اخلاقي منکرات او خرافات تر اصلاحي پوښښ لاندې راولي نه دا چې دوه پکې خوښ او په نورو سترګې پټې شي.

فرقاني عقلمند صیب زه پدې توګه تاسو ته بلنه درکوم چې راځی نن ته،،، د ښاغلي محمود سعید ورور په شان هم هلته او هم دلته لیکنې وکړی،،، زه الله ج شاهد لرم چې نن ته پداسې توګه ورغلی یم چې له ټول افغان څخه هیڅ ډول زړه بداوی نلرم،،، خو تاسو غره نشی چې ګواکي له تاسو به هم څوک زړه بداوی نلري،،،، می بخور، مصحف بسوز، اتش اندر کعبه زن،، خو،،، مردم ازاري مکن!! څوک چې له ټول افغان نه تللي یا وروسته لدې د تلو ارده لري،،، دا ټول ستاسو فردي افتخار! اعنې عار دی،،، ټول افغان ته یې لطفا مه تکیه کوی.

وطنمل صیب خو ماشاالله پراخه سینه لري،،، که مونږ ستا په خوسا اند نمک حرامه یو،،، نو تا خو بیا د همدې اوبو او مالګې په زور سره ساتي،،، د فارسیانو په قول،،، اب و نمکش میکند !!،،،، کله درباندې اوبه شیندي او کله هم درباندې مالګه وهي، وبه ګورو چې تر کومه دې ساتلی شي.،،،، زمونږ ارادتمندو ورته دوعا ده چې خدایه اوبه او مالګه یې مه خرابوې،،، آمین

قدرمن وصیل پېروز صاحب،،، تاسو چې مورچل!! ته اوس څومره شالونه هم ورواغوندې نو ولا که ترې د واده ډولی جوړه کړی،،، مورچل مورچل دی،،، او دښمني ترې مراد ده،،، خو هیڅ چا هم تر اوسه نه خو نن او نه هم ټول افغان یو د بل په وړاندې د مورچل په توګه کارولی دی،، نو ستا و دې کارونې ته څرنګه سم ویلی شو؟ ،،، مبارز صیب خو به تاسو هم ان شاالله د حال په ژبه منی چې مثتثنی دی،،:) ترې ځار مې کې :):)

او د طالباني؟؟!!! اصطلاح دې هم نه ده شاربلې،، چې دا د چا محصول دی؟،،، او ستاسو سپیڅلو ماغزو ته یې څرنګه لار موندلې ده ؟؟؟،،،

نور بیا،،،،،،،،،،،


پتوال
25.12.2011

ټول افغان د افغان کور دی
........................................... تل دې ډک وي له پښتونه

ټول افغان د افغان کور دی
.............................................. نغری د هر يو ورور دی

د ګيلو او خوالو ځای دی
........................................... د پښتون د زړه ټکور دی

[color=red:e764ae2cbd]ترخه ژبه د پښتون صرف
....................................... مونږ ته پاتې يو پېغور دی[/color:e764ae2cbd]

که دا رفع کړو په ګډه
........................................ بيا د عشق د بټۍ اور دی

ترې به وټوکي ګلونه
......................................... دوی به بل کړي مشالونه

بيابه موج وهي خوندونه
.............................................. لا به مست شي اتڼونه

د پښتون دغومره زور دی
.................................... خو که دوی ورکړي لاسونه

ټول افغان د افغان کور دی
....................................... ....... [color=blue:e764ae2cbd]زه او ته يې دېوالونه[/color:e764ae2cbd]


محمود سعيد
26.12.2011

قرآنۍ صيب !
خبرې مو ډيرې توندې، ترخې او زړه بدوونکې دي. دا کار لامل شوی چې عادل صيب هم په ورته کار لاس پورې کړي، چې بايد نه ېې وای کړای. که چيرې د خپل ليدلوري مخالف کسان له يوه فورم يا ټولنې څخه په شړلو يا خوابدي کولو زموږ همفکره کېدای نو بيا ښه او که داسې نه وي نو بيا مو دا خبره:
[quote:2344ad2f41]د هغې ورورنو نه علاوه د نورو بې منطقه، بې علمه، انپړانو او جاهلانو تګ دټول افغان تصفیه او ریفورم بولم چې د ټول افغان دلا پیاوړتیا د لازیات علمي، سیاسی او ادبي کیدلو په لور پرمختګ دی. [/quote:2344ad2f41]
بې ځايه ګڼم. هيله ده زما په خبرو خوابدي نشئ.
موږ بايد د زغم کلتور خپل کړو او د قلم، کلام او ليک سپېڅلتيا ته په پام سره له ملګرو سره چلند وکړو. موږ ته بايد د هغوی سياسي ليدلوری د عطف ټکی نه وی. متقابل احترام به د دې لامل شي چې خپل فکرونه په سوله ايزه او د ورورلۍ په چاپيريال کې وړاندې کړو.
په پوره درنښت.


وصيل پېروز
26.12.2011

ټولو ته سلامونه او ښې چارې
وړاندي تر دې چي د ښاغلي عادل عادل صاحب پر خبرو تبصره وکړم نو غواړم تر دې وړاندي يو څو نوري پرې ورزياتې کړم .
لومړی دا چي زموږ بحث بايد عادلانه ، پر منطق ولاړ او يو بل ته په پوره درنښت ترسره شي ، ځکه کوم وخت چي زموږ بحث د ادب ، درنښت او درناوي له پولو واوړي نو نه شو کولای چي په هر څومره مقنعو دلايلو مقابل لوری قانع کړو ځکه موږ يې په لوی لاس اړ باسو چي زموږ په وړاندي د مقابلې او مبارزې لړۍ روانه وساتي او نور ضديت ته يې هڅوو. د داسي تګلارو درلودونکي اشخاص لکه ښاغلی مبارز قرآي صاحب بايد د خپلې رويې په نرمولو کي بشپړه هڅه وکړي او دې ايت ته په پام د خپلې بلنې او دعوت ژبه لږ نرمه کړي ، ورسره په څنګ کي له خلګو سره د برخورد او مباحثې په دوران کي له پوچو الفاظو ، ترخو خبرو او نامناسبو کلماتو ډډه وکړي.
( ادعوا الی سبيل ربکم بالحکمة والموعظة الحسنة ) .
دا مي ښاغلي مبارز قرآني ورور ته يوه توصيه او هيله ده . وما علينا الا البلاغ
او په لنډو دا هم ويلای شم چي د ښاغلي محمود سعيد صاحب وروستۍ تبصره مي ډېره خوښه شوه ، زه خو د نوموړي نظر سل په سل کي تائيدوم او ملاتړ یې کوم .
اوس به راشو چي ښاغلی او دردېدلی ورور عادل صاحب څه وايي؟

[quote:a113ce8c3f="عادل عادل"]
قدرمن وصیل پېروز صاحب،،، تاسو چې مورچل!! ته اوس څومره شالونه هم ورواغوندې نو ولا که ترې د واده ډولی جوړه کړی،،، مورچل مورچل دی،،، او دښمني ترې مراد ده،،، خو هیڅ چا هم تر اوسه نه خو نن او نه هم ټول افغان یو د بل په وړاندې د مورچل په توګه کارولی دی،، نو ستا و دې کارونې ته څرنګه سم ویلی شو؟ ،،، مبارز صیب خو به تاسو هم ان شاالله د حال په ژبه منی چې مثتثنی دی،،:) ترې ځار مې کې :):)
[/quote:a113ce8c3f]
ښاغلی عادل عادل ! ته چي زما الفاظ هر ډول تعبيروي نو نه شې کولای زما په زړه کي مضمر الفاظ په ناسم ډول تعبير کړې ، زه په خپله خوله وايم چي زما مراد او هدف داسي نه وو لکه څرنګه چي تا فهمولي دي بلکي د دې برخلاف مي بل څه ويل غوښتل چي وړاندي مفصله خبره تېره شوه اوس چي هر څومره دا موضوع وشاربې نو کومه ګټه نه لري ، هيله ده سر به مو پرې خلاص شوی وي او پوه شوي به ياست .
که مي تلوار او عجله نه وای نو په دې اړه به مي اوږدې خبرې کړې وای خو متاسفانه د برېښنا له ستونزو سره مخامخ يم .... !!!
[quote:a113ce8c3f="عادل عادل"]
او د طالباني؟؟!!! اصطلاح دې هم نه ده شاربلې،، چې دا د چا محصول دی؟،،، او ستاسو سپیڅلو ماغزو ته یې څرنګه لار موندلې ده ؟؟؟،،،

نور بیا،،،،،،،،،،،[/quote:a113ce8c3f]
طالباني اصطلاح څخه مي مراد هغه خلګ دي چي د طالبانو د نظر او امارت ملاتړ کوي ، دلته مي په بې پرې ډول خبره کړې ځکه مي دا اصطلاح کارولې ده که نه په دې اړه تاسو زما له دريځه ښه خبر ياست .

په مينه او درنښت


عادل عادل
26.12.2011

السلام علیکم

محترم پیروز صاحب،،،، له سپیناوي څخه مو مننه کوم،،،

په عامه توګه طالبي افکار خو اساسا دا دي چې یرغلګر دې زمونږ له خاورې ووزي،،، نو ایا دا د هر افغان فکر نه دی؟ طالبي فکر خو د اسلامي نظام قیام غواړي،،،، ایا مونږ او تاسو په همدې ارمان کې رالوی نه شوو؟ طالبي افکار وایي چې ظاهري بڼه مو په سنتو سره برابره کړی،،، ایا مونږ او تاسو له خدایه د همدې توفیق نه غواړو؟؟

ستاسو د مالوماتو لپاره طالباني اصطلاح د قم د شیعه صفوي اخوندانو اصطلاح ده، مونږ یې نباید چې په همدې بڼه وکاروو.

په هر حال هیله ده چې تاسو به خپل حضور په نن کې تازه کړی،،، زه به کوښښ وکړم مومند صاحب او نور وروڼه ودې ته وهڅوم چې خپل حضور دلې تازه کړي،، په واټن نیولو کې ولا که ګټه وي،،، مبارز صیب که لږ ساړه وخوري نو هر څه به خواږه خواږه شي.

د محمود سعید ورور نظر زما د تایید وړ دی،،، په ګډه به دوعا کوو چې مونږ ټولو په تیره بیا ښاغلي مبارز صیب ته الله ج زغم او خوږه لهجه ورپه برخه کړي،،، دروند پتوال صیب څه ښه ابیات لیکلي،،، د سعید صاحب د لاسلیک خبره د اکثریت افغانانو خوی انځوروي،، ،،، خدای ج دې مونږ او تاسو له خپلمنځي تشنجاتو، سرتمبګی او ناوړه خویونو څخه نور وژغوري،،، آمین


م . ق
26.12.2011

بسم الله الرحمن الرحیم
زه د محترم عادل صاحب څخه بخښنه غواړم، او ورڅخه هیله لرم چې ما معذور وګڼي.
ځکه چې زه د افغانستان او افغانانو حالاتو ډیر خواشینی کړی یم، خپله او د خپل اینده نسل مستقبل ډیر تیاره او برباد ګورم، د همدې خفګانونو د وجې نه مې کله طالبانو ته غصه راشي او کله مې کرزیانو او امریکایانو ته، نو نور خو مې پرې وس نه رسیږي نو بیا همدلته پرې غصه سړوم ځکه چې دوي ټول زمونږ د افغانانو په بحرانونو او ناخوالو پیداکولو کې ښکیل دي.
یو مو هم خپل نارمل ژوند ته نه پریږدي، د دوي ټولو د لاسه زمونږ اینده تباه ده.
راتلونکي نسل ته زه په کومو سترګو ووایم چې مونږ افغانان یو ځکه هغوي ته مونږ هیڅ نه دي کړي.
روان مقاومت برحق بولم خو د خوارانو ازارول ډیر ناحقه بولم.
د امریکایانو او کرزیانو څخه خو ګیله نشته، اما د طالبانو څخه خو ډیرې هیلې او طمعې کیږي، باید چې د غمزده او خوار ولس ناخوالې او کړاوونه نور پسې ډیر نه کړي.
نور بس دی، دیرش کاله وشو چې په دې لویه غمیزه او ناورین کې اخته یو، چیرته لاړ شو، چاته وژاړو، چاته فریاد وکړو؟؟؟
زمونږ برخلیک و سرنوشت نه دی معلوم، زمونږ مستقبل نه دی معلوم، له همدې وجې نشو کولاي چې څرنګه تصمیم او پلان د خپل اینده او ماشومانو لپاره ونیسو، ځکه چې حیران یو چې خداي خبر چې نور به څه راپیښیږي، نور به څومره ناورینونه او ناتارونه ګورو.
افغانان نور ټول په روحي او رواني مرضونو مبتلا دي، اخر څه به کیږي......هیڅ نه پوهیږو،،، الله دې زمونږ د ټولو مظلومانو او مستضعفینو مل شي.
د ښاغلي عادل صاحب نه هم احترامانه هیله لرم چې د استدلال او منطق د کمزورتیا په وخت کې د تورونو څخه دیوې ځوابي وسیلې په توګه کار نه اخلي، ځکه چې دا کار زما غوندې د بې حوصلې خلکو حوصله له مینځه وړي.
او هماغه متل یا مقوله چې هغه نقل کړې : می بخور، اتش اندر کعبه بزن، خو دل ازاري مکن دخپلې تګلارې مشعل وګرځوي، او کنه نو دا کار به د وهاج افغان او بیا زما د تګ نه وروسته د نورو لیکوالانو د تګ لامل وګرځي.
زه خپله تیره لیکنه ړنګوم، ښاغلی عادل صاحب دې هم د ورته مروءت په ښوولو سره خپله لیکنه اقلا تغیر کړي.

دټول افغان د ټولو ګډونوالو، لیکونکو او لوستونکو څخه ډیره بخښنه او معذرت غواړم.

مننه او درنښت


طالب ISI
26.12.2011

زما په اند که چیرې د افغان انلاین په شکل، بحث فارمو له څنګ سره یود چټ فارم هم خلاص شي، نو ډیر زیات خلک به را جذب کړو، بیا که چا اوږد بحث کولو هغه به د فارم د لیکنو برخې ته ځي، او که چا انلاین بحث کولو، هغه به انلاین بحث کوي.

انلاین چت زه به نورو ویب پاڼو کې نه وینم، نو که ټول افغان دا ګام پورته کړي، شاید یو ښه پیل وي.

ستاسې اند څه دی؟


طالب ISI
26.12.2011

او بل دا چې که چیرې د بحث فارم ته فارسي بخش ورکړل شي تر څو دري ژبې وروڼه هم دلته را مات شي. اوس چې ټوله پښتو وینې چندان زړه نه شي کولای.

مطلب دا چې که دوی د خراسانیانو په ویب سایټو کې مصروف وي، هلته دوی ټول د پښتنو په ضد تربیه کیږي. که دلته راشي، په دلایلو باندې به سم سړي ترې جوړ کړو، چې خپل هیواد او وطن ته وفاداره وي.


سلامونه

tandar
26.12.2011

شاهير صيب سلامونه
وړانديز مو ډير په ځاي او منطقي دي
داچه غوڅه او پرځاي او نيغه خبره مو کړي تر مذهب مو جارشم
يوواقعي افغان بايد همدغسي وي
مننه

[quote="shaheer"]او بل دا چې که چیرې د بحث فارم ته فارسي بخش ورکړل شي تر څو دري ژبې وروڼه هم دلته را مات شي. اوس چې ټوله پښتو وینې چندان زړه نه شي کولای.

[color=darkblue:19a24adbc1]مطلب دا چې که دوی د خراسانیانو په ویب سایټو کې مصروف وي، هلته دوی ټول د پښتنو په ضد تربیه کیږي. که دلته راشي، په دلایلو باندې به سم سړي ترې جوړ کړو، چې خپل هیواد او وطن ته وفاداره وي.[/[/color:19a24adbc1]quote]


وصيل پېروز
27.12.2011

سلامونه او ښې ورځې

ښاغلی عادل عادل ! ستاسو له نېکو او غوره نظرياتو يوه نړۍ مننه
د ښاغلي مبارز په تګ ډېر خواشيني او خوابدی شوم ، الله دي وکړي چي بيرته دويم ځل دا بحث فورم په خپلو ليکنو او اندونو ښکلی او وځلوي .
دا چي زه بايد په نن ټکي اسيا کي خپل فعاليت بيا پيل کړم نو دا به زما په اند يو ناشونی کار وي ځکه په نن ټکي اسيا کي زما د نظر پر خلاف داسي څه راته ويل کېږي چي زه يې په هيڅ ډول برداشت نه لرم بلکي خوشي چټي تورونه او بې دليله خبرې دي چي له دليله او منطقه ناخبره کس يې کوي او نه غواړي بحث په سالمو دلايلو پای ته ورسېږي بلکي د دوئ هڅه تل دا وي چي په بدنامو نومونو خلګ په ټولنه کي تورن او حيثيت يې له منځه يوسي . له داسي خلګو سره نه نه د بحث او نه هم منطق ارزښت شته بلکي غواړي په هر ډول خپل نظر او تګلاره سيي ثابته کړي که څه م نظر او تګلاره يې له يو څو خرافاتي اعمالو پرته بل څه نه وي .
د ښاغلي شهير نظر مي ډېر خوښ دی د ټول افغان اداره بايد د ده وړانديز ته جدي پاملرنه وکړي .

په مينه او درنښت


عادل عادل
27.12.2011

السلام علیکم

محترم فرقاني صیب

تر ټولو د مخه د تګ خبره مه کوی،،، دا شخصا ماته ښه احساس نه رابښي،،، ځکه چې الله ج شاهد دی چې زه ستاسو سره هیڅ ډول شخصي خصومت نلرم،،، ښاغلي وهاج افغان صیب هم د خپل تګ مندکه متاسفانه په ماباندې ماته کړه،،، په داسې حال کې چې زه تر اوسه پسې ځورېژم،،،

هیله ده ما خپل هغه مسلمان ورور وګڼی چې د آیینې مثال لري،،، زه ستاسو پوهې او احتمالا د عمر په لحاظ مشری ته په کتو سره وخت ناوخت د ګستاخی احساس کوم،،، ماته به په بزرګواری سره بښنه کوی،،، خو ددې تر څنګ که یو تر بله کار ونلرو، یو د بل آیینه جوړ نشو،،، یو د بل د خبرو او نظرباتو مکمل ونه ګرزو نو دلته مو دا راټولېدل د څه لپاره دي؟

هو کوښښ به کوو چې د حاشیوي خبرو ځان وساتو،،، زه خپله کله ناکله ملګري داسې مخاطب کوم چې زما خپله نه خوښيژي،، کوښښ کوم خپل تخاطب سم کړم او همدا هم غنیمت ګڼم چې خپلې تشې ته مې حد اقل ورپام دی،،،،،

ښاغلی وصیل پېروز صاحب

تاسو لکه څنګه چې ماته محسوسه وه، له نن بحثفورمونو څخه ښه زړه نلری،، وروره که تاسو هلته ټول بحثونه ولولی نو په خدای چې تر تاسو به ډېر نور ملګري تر متنوع اتهاماتو لاندې راغلي ومومی،، د یوه یا دوه اشخاصو اند د ټول فورم نمایندګي نشي کولای،،، راځی تېر په هېر او خپلو لیکلنو ته هم دلته او هم هلته ادامه ورکړو،، که خدای مکړه په ډېجېټل توګه په یوه فورم کې چې له دوه درځنه زیات فعال غړي نلري، یو د بل سره د ګوزارې کولو ظرفیت ونلرو نو په واحد افغانستان کې به څرنګه سره ځاییژو،،،،،،،

او شهیر صاحب زه خو ګومان کوم چې د پاړسي لپاره د لیکلو هیڅ ستونزه نشته هر که مې سراید بسراید،،،


ډاکتر وطنمل
27.12.2011

[quote:55a357b4d1]زما په اند که چیرې د افغان انلاین په شکل، بحث فارمو له څنګ سره یود چټ فارم هم خلاص شي، نو ډیر زیات خلک به را جذب کړو، بیا که چا
اوږد بحث کولو هغه به د فارم د لیکنو برخې ته ځي، او که چا انلاین بحث کولو، هغه به انلاین بحث کوي.
انلاین چت زه به نورو ویب پاڼو کې نه وینم، نو که ټول افغان دا ګام پورته کړي، شاید یو ښه پیل وي.

ستاسې اند څه دی؟[/quote:55a357b4d1]

شهير صيب سلامونه ! کور دې ودان په دې وړانديز ، وېبماسټر صيب ته مې ټيک همدغه وړانديز کړی و نکړي نکړي يې پکې وکړل، چې د لوستونکو فشار
پرې نه وي مفت به يې ضرورت درک نکړي . د فشار له پاره يې دغه پته ده :
s_kamawall@gmail.com


پښتون.
28.12.2011

[quote:241edae73c="'"]بسم الله الرحمن الرحیم

په همدې ځاي کې دټول افغان د ټولو ګډونوالو، لیکونکو او لوستونکو څخه ډیره بخښنه او معذرت غواړم.
زه نشم کولاي دلته خپلو لیکنو ته دوام ورکړم، ځکه چې د حالاتو د وجې نه هیڅ حوصله نه ده راپاتې، هسې نه چې د لا ډیرو مسلمانانو د ازار باعث وګرځم.

په همدې ځاي مو د تل لپاره په لوي، مهربان او بخښونکي خداي سپارم،
افغانانو مسلمانانو! الله جل جلاله مو د تل لپاره مل او مرستندوي اوسه، ما فقیر بنده د بخښنې څخه وروسته په خپلو نیکو دعاګانو کې مه هیروﺉ.

فی امان الله، والله خیر حافظا[/quote:241edae73c]

السلام علیکم!
مبارزخان قراني صیب،اوس چې تاسو بخښنه وغوښته ،نو زما په اند چې د هیچا په زړه کې به تاسو ته خفګان او ګیله نه وي او انشاالله ټولو به درله بخښنه کړې وي.
تاسو په حالاتو کې دومره ځان مه ډوبوي او ځان د افغانستان د حالاتو مسؤل مه ګنئ ،انشاالله اعصاب به مو هم په آرامه وي.
او په ټول افغان کې نور لیکوالان ئی هم مسول ندي .هر څوک د خپل فکر خاوند دې .
د وخت په تیریدو سره به هر څه روښانه شي یا به زر وي او یا به مونږه تاسو زاړه بوډاګان او یا به مو خاورې په سر وي خو د ا هیواد به وي او ملت به وي او مسلمانان به وي.
خبره نه وږدوم ،زمونږه ورور ئی او زمونږه ملګرې ئی، له هرڅه مهمه ستا روغتیا ده او خپلې روغتیا ته ډیره پاملرنه کوه.
اوس چې تازه تازه مو سره آشنائي شروع شوه نو تاسو اوس کومه خواته ځئ .هیله لرم چې خپل مبارک نوم بیرته تازه کړئ او دا کور (ټول افغان )پرینږدئ.
تربیا له خیره مو الله په امان.


پتوال
28.12.2011

دروند قراني صاحب په سلامونو او نېکو هيلو مو درناوی کوم !

زه خو فکر نه کوم چې تاسو به د عمر په لحاظ دومره ضعيف شوي ياست چې د روانې افغاني غميزې سره به نور مقابله نشئ کولی، بلکه ماته خو
هم د عمر او هم فکري دځواک له مخې داسې ځوان ښکارئ لکه مولوي ريحان صاحب ، چې تل په شمشاد کې څپاند څپاند غږيږي :lol: :lol: :lol:

او بيا په دې وختو کې يو ستو رڼا هم ليدل کيږي چې کېدای شي ملا عمر اخندنه يواځې د تير په څير د جګړې ، بلکې اوس يې دسولې
د خبرو اترو ابتکار هم له کرزي څخه اخيستی وي ! ښايي په اساسي قانون کې په همدومره تغير بسنه وشي چې نظام به په ټولټاکنو ولاړ
اسلامي جمهمريت وي او د ښځو د کار، دندې، تعليم او تحصيل حقوق به له بې حجابۍ او نامحرم سره له تماس پرته
په مطلقه توګه مراعات او پلي کيږي! د ستراتيژيکې دوستۍ پريکړه به د آزاد افغانستان لومړنی حکومت د پارلمان
او لويې جرګې په ملاتړ کوي او بس !
نو که د قطر خبرې اترې ددغسې يوې پايلې او نتيجې له پاره لاره هواره کړي آيا دا به د ټول افغان ملت او په دې تلسټ قراني صيب
ستاسو له پاره هم دغټې خوشحالۍ زيری نه وي ؟؟؟؟؟ که د کرزيخيلو او طالبانو او امريکايانو عقل سرته راغلی وي نو
په دغسې يوه سوله بايد سره سلا شي او که نه د سولې خبرې به د بري چانس هم په سترګو ونه ويني !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more