د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

والصّلحُ خير : د صلحې اسلامي غورځنګ

ډاکتر وطنمل
14.12.2011

بسم الله الرحمن الرحيم !

[color=white:3a99dca0f4]والصّلح خير [/color:3a99dca0f4]

زما مستضعفينو مسلمانانو ورونو هېوادوالو السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !

دېرش کاله کيږي چې افغان مسلمانان ورونه او خويندې مو په خپلو وينو کې لمبيږي خو د بهرنيو او داخلي جګړو لړۍ نه ختميږي ،
او بهرنۍ جګړې هم د جهاد په نامه او هم د سولې او امنيت په نامه روانې دي او د افغان مظلوم ولس په وينو بهولو، ځپلو او کړولو کې
يوه شېبه هم ځنډ نه راځي ! په سلګونو او سلګونو سازمانونه، ګوندونه او غورځنګونه رامنځته شول خو يو يې هم دومره بيطرفه نه دی چې د جګړې په يوۀ نه يو اړخ يې ډډه نه وي لګولې . ددوی فعاليت ددې پر ځای چې د جګړې پر لمبو اوبه وشيندي او خاورې پرې وغورځوي نور هم پرې تېل پاشي
او بيګناه ولس په کې سيزي ! عجيبه داده چې هر جنکي اړخ هرې جنګي ډلې د اسلام په نامه شروع کړې ده که دا د افغانستان دولت
دی چې اسلامي جمهوريت نوم يې خپل کړی، که د طالبانو اسلامي غورځنګ دی، او که لسګونه اسلامي ګوندونه او تنظيمونه دي .ټول يا پخپله په جنګ اخته دي او يا د جګړو د اړخونو پلوی او تر سيوري لاندې يې ژوند کوي !
نو که غواړو چې په افغانستان کې سوله مسلطه شي بايد د اسلام په نامه د صلحې داسې يو غورځنګ رامنځته شي
چې [color=blue:3a99dca0f4]په مطلق ډول ناپيلی [/color:3a99dca0f4]اوسي ! ددوی رهبري د بېطرفه مشرانو يوه کمېټه وي چې يو ثلث يې وتلي اسلامي دينوهان وي ،
يو ثلث يې وتلي ملتپال شخصيتونه او يو ثلث يې ملي اسلامي جمهوريت غوښتونکي اوسي ! دينپوه شخصيتونه
به مخکې په لومړي صف کې اوسي و ، ملتپال شخصيتونه به ورپسې وي او جمهوري غوښتونکي به په دريم صف کې ور پسې وي !
که ددعسې يو غورځنګ د رامنځته کولو له پاره ليکنې پيل کړو آيا دابه د اسلام د سپېڅلي دين له غوښتنو سره سمون ونه لري ؟؟؟؟؟ هيله ده دينپوهان دې د اسلام له پلوه په دې هدف رڼا وغورځوي !
ومن الله التوفيق، و السلام عليکم و رحة الله وبرکاته !


پتوال
21.12.2011

د صلحې اسلامي غورځنګ به څومره سپېڅلی ، څومره ښکلی او څومره ژغورنده رغانده او څپانده غورځنګ وي او څومره ژور پرله پسې
بدلونونه به رامنځته کړي ، ځکه چې په نامه کې يې لا درې اساسي شرطونه يې ځای په ځای شوي دي :

١- اول خو دا يو غورځنګ دی ، شکر چې کوم ګوند يا تنظيم نه دی ، چې موخې ، ستراتيژي او ټاکټيک يې يو څو تنه بهرني لاسپوسي
يا نور ځانپاله او ککړ مخي او ککړ موخي کسان وټاکي ، خو د يو آزاد غورځنګ موخه په ټولنه کې مثبت بدلون راوستل وي !
خو له بده مرغه پښتنو چې کله هم يو غورځنګ پيل کړی د مثبت پر ځای يې منفي بدلونونه کرلي او رېبلي دي او عامل ( لامل ؟) يې تل
وسلې ته لاس غورځول وو .

٢- له نېکه مرغه ددې غورځنګ هدف او نوم د سولې دی او هغه لاس چې وسلې ته تيريږي قطع کيږي او د افغان په لاس د افغان وينه څوک نشي بهولوی !
پښتون د لومړي ځل له پاره د يو نوي حالت سره مخ کوي چې ډله جوړه وي ، ډله ييز غورځڼګ رامنځته کوي خو جنګ جګړه او وسله په کې نشته ،
بلکې سوله ددې ټولو بدبختيو پر ضد غورځنګ دی ، نو ځکه پښتانه اړوځي چې دلومړي ځل له پاره له سوچ او فکر عقل او هوښيارتيا څخه
يا په عصري اصطلاح له سياست څخه کار واخلي !
دا رښتيا هم يوه ډېره نوې خبره او نوی بدلون دی د پښتنون له پاره ، ځکه چې :
[color=red:46b6ebfbf2]پښتون او سياست (!!؟؟).[/color:46b6ebfbf2]
[color=blue:46b6ebfbf2]نو د سولې غورځنګ د پښتون له پاره هم روزنتون او هم پوهنتون دی . [/color:46b6ebfbf2]
پښتون په زندان کې فکر کولو ته محبوريږي ، خو هلته هم پښتون د انتقام په لمبو کې سوزي ، فکر سوچ او خيال او خوب يې دا وي چې
له بنده خلاص شي نو کوم او څه ډول انتقامي عمليات به پيل کوي او د بند قصور به هم له خپل دوښمن څخه اخلي ، په دې توګه د ظلم و زياتي
مارپېچي حرکت په لا پراخو آبعادو لوړوي !
خو د سولې په غورځنګ کې زندان بند ، زور زياتی نشته، څوک سزايي شوی هم نه وي،نو غچ او انتقام په کې نه مطرح کيږي، د آزاد فکر او بيان ډګر وي ،
يو له بل سره ملاتړ او پيوستون ورورۍ او ملګر توب ته ژمن وي او د يو مقدس هدف له پاره سره يوموټی کيږي !

٣- د اسلام مبارک دين د صلحې دين دی او تر څو چې صلحې لار کارنه پرېوځي جګړې ته اجازه نه ورکوي ، خو له بده مرغه پښتنو يواځې
جګړې د اسلام په نامه پيژندلي او تر سره کړي دي، له جهادي تنظيمونو نه نيولې
تر طالبانو تر لومړي ځل واکمنۍ پورې ټولې داخلي او بهرنۍ
جګړې ټولې د اسلام تر نامه لاندې تر سره شوي دي . حال داچې د اسلام په لار ښونه هغه خدمت چې اسلام ته د د سولې له لارې ښه تر لاسه کيږي
بايد د جګړې له لارې خراب نشي ، د مسلمان وينه پرې عبث تويول نه دي په کار .
مونږ هم داسلام د سپېڅلي دين له ارشاد سره سم
د سولې په لور درومو او د سولې په لار کې خپلې هلې ځلې خپل سپېڅلې رسالت او عبادت ګرځوو ، ځکه دا اسلامي صلحه مونږ د الله سبحانه وتعالی
د رضا له او له جنګ جګړو څخه دخپل مسلمان ولس د نجات له پاره غواړو ! د ظلم ، زور او زياتي مخه پرې نيسو ، تباهي او مرګ ژوبله پرې ختموو ،
هيواد پرې د پرديو له منګولو آزادوو او د اسلامي او افغاني خاوري خپلواکي
او سرلوړي پرې خوندي کوو !
د حديبې صلحه پر مشرکينو د ستر بري سبب وګرځېده، خو دلته صلحې ته دجنګي اړخونه ملا ماته ده او هغسې سوله نشي کولی،
ولې د سولې اسلامي غورځنګ دمبارزې، مجاهدې او سياسي پاڅون ډګر دی او دا ډګر به د کابل د سياسي قدرت په فتحه کولو سره ګټو [color=blue:46b6ebfbf2]
او لر او بر به يې ګټو د الله تعالی په بريمنه مرسته ،
ځکه کوم زور او ځواک چې د سولې په اسلامي غورځنګ کې شته هغه په هېڅ توپ و راکټ او بمچاودنو او بم غورځونو کې نشته !
د اسلامي صلحې زور د الله زور دی چې مونږ ته يې د مؤمنانو په توګه صرف راخپلول پکار دي [/color:46b6ebfbf2]

[color=red:46b6ebfbf2]نو آيا تاسې خدای مکړه ددغسې يو سپېڅلي غورځنګ له بهير سره هم يوځای کېدل نه غواړئ ؟؟؟ ستاسې ځواب څه دی [/color:46b6ebfbf2]

[color=blue:46b6ebfbf2]والسلام ![/color:46b6ebfbf2]


م . ق
23.12.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
ډیرو درنو او د خورا قدر وړ مشرانو هریو ښاغلی ډاکټر وطنمل صاحب او ښاغلی پتوال صاحب، تاسو په یوه ډیره ارزښتناکه موضوع باندې خپل د اخلاص، خواخوږۍ او پوهې څخه ډک نظرونه وړاندې کړي دي، الله جل جلاله دې درته ددغې نیک نیت، اخلاص او خواخوږۍ اجرونه په نصیب کړي.
بې له شکه چې دغه موضوع په اسلام او داسلام په تاریخ کې دخورا اهمیت وړ موضوع ده، او په اړه یې ډیر نصوص او اثار وارد دي، چې په لنډه ټوګه د تاریخي صلح حدیبې ذکر کولاي شو.
صلح که د مشرکینو او کفارو محاربینو سره وي او که د خپل مینځي مسلمانانو ترمینځ وي په اسلام کې یو مهم اصل دی چې سترګې پرې نشي پټیدلاي.
خو زه غواړم پدې اړه دلته سیاسي تبصره وکړم، طبعا سوله همیشه د دوه محاربو او په جنګ کې د ښکیلو اړخونو ترمینځ کیږي،د اوسني جنګ ظاهري اړخونه خو امریکا، القاعده او طالبان دي، خو په حقیقت کې دا یواځې ددې دوه اړخونو جنګ نه دی بلکه پدې کې ډیر زیات نړیوال قدرتونه ښکیل دي.
زما په اند یو طرف ته پاکستان، عربان، چین او برطانیه ده(ښايي نور پټ متحدین هم ولري) او بل طرف ته امریکا، هند،او نور اروپایي هیوادونه دي.
روس او ایران ډبل ګیم لوبوي، د یوخوا نه د امریکا ماتې غواړي خو دبل طرف نه طالبان او پاکستان نشي زغملی او په افغانستان خپله سلطه غواړي.
نو اوس مشکل دادی چې افغانان باالخصوص پښتانه څنګه کولاي شي دغه نړیوال جنګ دخپلې سیمې څخه وباسي، ددې لپاره د ټولو نه مخکې پکار ده چې په دې پردي جنګ کې ښکیلو افغانانو ترمینځ د خپل مینځي سولې او تفاهم زمینه مساعده شي.
ترڅو داسې یومتفق نقطه نظر ته ورسي چې په ګډه وکړاي شي ددغې جنګ نه خپله لمن راټوله کړي او د خپلې سیمې څخه یې په شاکړي.
له بده مرغه چې په جنګ کې ښکیل افغانان دواړه اړخونه یعنې طالبان او د کرزي اداره خودمختار او خپلواک نه دي بلکه د نړیوالو ښکرورو د شطرنج ګټکي دي.
اوس داسې دریم افغاني قوت پکار دی چې دا دواړه غلام قوتونه له صحنې څخه وباسي او یا لږ ترلږه یې تضعیف او بې اثره کړي، نو زما په اند دغه قوت یواځې قومي غورځنګ کیدلاي شي، داسې قومي غورځنګ چې روحانیان، مشایخ او بانفوذه قومي مشران یې رهبري کوي لکه د بایزید روښان روښاني غورځنګ اویا لکه د انګریزانو په ضد د افغان ولس اسلامي او قومي جګړه چې روحانیانو، مشایخو او بانفوذه قومي مشرانو رهبري کوله.
ددې روښاني قومي غورځنګ راپورته کولو لپاره باید لومړی یوه خپلواکه پښتني قومي جرګه راوبلل شي چې د ټولې سیمې بې اړخه مشران، عالمان او پوهان پکې شمولیت ولري، او بیا منتخبه شوری جوړه کړي او شوری دا غورځنګ رهبري کړي، او غورځنګ خپل فعالیتونه داسې ترتیب او تنظیم کړي چې وکړاي شي د خپلو ولسي او ملي لښکرو پواسطه وتوانیږي په مرحله واره ټوګه او ګام په ګام د خپلې سیمې څخه اول د بهرني یرغلګرو او بیا د داخلي غلامانو چې د جنګ په دواړو اړخونو کې قرار لري تصفیه وکړي او پدې توګه د خپلو سیمو واک په خپل لاس کې واخلي.
ددې نه اخوا یې بل عملي حل زما په نظر نه راځي او کنه بل عملي او موثرترین حل یې شته؟؟؟

په درنښت


پتوال
25.12.2011

محترم ورور قرقاني صيب او درنو لوستونکو السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
[quote:a668eff77b]
له بده مرغه چې په جنګ کې ښکیل افغانان دواړه اړخونه
یعنې طالبان او د کرزي اداره خودمختار او خپلواک نه دي بلکه د نړیوالو ښکرورو د شطرنج ګټکي دي. اوس داسې دریم افغاني قوت پکار دی
چې دا دواړه غلام قوتونه له صحنې څخه وباسي او یا لږ ترلږه یې تضعیف او بې اثره کړي، نو زما په اند دغه قوت یواځې قومي غورځنګ کیدلاي شي،
داسې قومي غورځنګ چې روحانیان، مشایخ او بانفوذه قومي مشران یې رهبري کوي لکه د بایزید روښان روښاني غورځنګ اویا لکه
د انګریزانو په ضد د افغان ولس اسلامي او قومي جګړه چې روحانیانو، مشایخو او بانفوذه قومي مشرانو رهبري کوله.
ددې روښاني قومي غورځنګ راپورته کولو لپاره باید لومړی یوه خپلواکه پښتني قومي جرګه راوبلل شي چې د ټولې سیمې بې اړخه مشران،
عالمان او پوهان پکې شمولیت ولري، او بیا منتخبه شوری جوړه کړي او شوری دا غورځنګ رهبري کړي، او غورځنګ خپل فعالیتونه داسې
ترتیب او تنظیم کړي چې وکړاي شي د خپلو ولسي او ملي لښکرو پواسطه وتوانیږي په مرحله واره ټوګه او ګام په ګام د خپلې سیمې څخه اول
د بهرني یرغلګرو او بیا د داخلي غلامانو چې د جنګ په دواړو اړخونو کې قرار لري تصفیه وکړي او پدې توګه د خپلو سیمو واک په خپل لاس کې واخلي.
ددې نه اخوا یې بل عملي حل زما په نظر نه راځي او کنه بل عملي او موثرترین حل یې شته؟؟؟ [/quote:a668eff77b]
[color=blue:a668eff77b]
تره ډېره ستاسې له اند توګې سره موافق يم ، که نچوړ يې کړو نوويلی شو چې :

- د سولې غورځنګ به د سولې اسلامي غورځنک وي او په رهبري شورا کې به يې يو يو ثلث دهېواد بېطرفه او وتلي ديني، ملي او
جمهوري شخصيتونه ځای په ځای شوي وي

- او يواځې سوله ييزو ځواکونو ته به د واک او واکمنۍ حق ورکوي

- غورځنګ به دجګړې بيلابيل اړخونه د ملت له خوا د يوې انتقالي دورې له پاره صلب اعتماد او صلب صلاحيت کاندي !

- خو تر کومه چې د جګړه مارو ډلو ټپلو غړي په فردي توګه د سولې د غورځنګ سره ملۀ کيږي او له جګړې څخه لاس اخلي د خپل نوي نقش
سره سم به په سولييز انتقالي حکومت کې ونډه واخيستلای شي .

- دسولې د اسلامي غورځنګ سياسي هدف به د جګړې درول، د بهرنيانو ويستل ،
انتقالي حکومت جوړول، اوسنی اساسي قانون
د ملي اسلامي جمهوري نظآم په اساسي قانون تعديلول اواصلاح کول، ټول ټاکنې اماده کول او په شفافترين شکل تر سره کول وي او بس!

-د سوله ييز ٣کلن انتقالي حکومت برخه وال به په ټولټاکنوکې نه کانديديږي اوپه منتخب حکومت کې برخه نه اخلي !

هو، الهي نصرت او د سولې د اسلامي غورځنګ ستروالی او عظمت به په جګړه او جګړه مارو باندې د سولې او څوله ييزو ځواکونو
د سياسي برياليتوبونو ژمندوی وي او بس ! ومن الله التوفيق[/color:a668eff77b]


محمود سعيد
26.12.2011

زما نېکې هيلې او سلامونه هم ومنئ.
ستاسو درېواړو ښاغلو نظرونه ارزښتمن او په زړه پورې دي. هیله ده زموږ مشران او سياستوال دې ټکي ته په پام سره چې مونږ يو ملي او اسلامي غورځنګ ته څومره اړتيا لرو، دا درک کړي چې نور د شخصيت پرستيو او تشو شعارونو وخت تير شوی دی. نور بايد په يوه ولسي او سراسري داسې خوځښت کار وشي چې نه يوازې د اوسنيو ستونزو لپاره له ځان سره وړ د حل کړنلار ولري، بلکې زموږ د راتلونکې لپاره هم پوره په پوره تدبير او غور په ګام پورته کولو ګټور ثابت شي.
زمونږ د هيواد تاريخي لرليد ته په کتو سره په پوره ډاډ ويلای شو چې په پخوانيو سوبو کې زموږ د بريا ستر راز زموږ په ملي+ اسلامي پيوستون کې پروت وو. اوسنيو حالاتو ته په کتو دا هم جوتيږي چې که چيرې زمونږ خلک دې دواړو اصولو ته په ژمنتوب د يوه بدلون په فکر کې شي نو ښکاره ده چې بريا او سرلوړتوب ېې په برخه دی.
د سولې اسلامي غورځنګ ته که د ملي ټکی هم ورزيات کړو نو کېدای شي د هغه ترکيب چې وطنمل صيب ېې يادونه کړې ده، لپاره وړ وي.


پتوال
26.12.2011

[color=red:79ed45c835]دروند ورور محمد سعيد سعيد صيب او درنو لوستونکو ته سلامونه او نېکې هيلې ![/color:79ed45c835][color=blue:79ed45c835]

د ملي سولې دروغجن غږونه هر ديکتاتور او لاسپوڅي د اړتيا په وخت کې پورته کړي دي لکه نجيب او کرزي ، خو د اسلامي سولې غږ
اسلامستي ديکتاتوران هم نشي پورته کولای!
د ملي سولې هدف به دا و او دا به وي چې جګړه مار اړخونه دې پخپلو کې په قدرت سره جوړ شي، څو يو هم له قدرت څخه محروم نشي .
خو د اسلامي سولې هدف دا نه دی چې جګړه ماران دې لکه داړه ماران له ولس څخه د قدرت د غلا شوې خزانې په ويشلو سره جوړ شي ،
بلکې جګړه مارې ډلې دې که اسلامي وي که کمونستي او که سيکولري وي بايد په انتقالي دوره کې له قدرت څخه ليرې وساتل شي او
ولس د غورځنګ په زور دانتقالي دورې حاکميت په خپل لاس کې ونيسي !
وروسته يې په مشروطه توګه د ولس (درايو) د کنترول لاندې بيرته د قدرت ګديو ته ور پرېږدي او په دې ډول هغه لاس ماتيږي
چې يو افغان يې په بل افغان د زور زياتي له پاره پورته کوي د کوتک سره پورته کيږي او که د ټوپک سره مخه يې نيول کيږي !.

نو اسلامي سوله د ولس ابتکار او د ولس د عمل نتيجه ده ، نه د سياسي او وسله والو ډلو ټپلو !
د سولې په غورځنګ کې هېڅ ګوند او هېڅ تنظيم د ګوند يا تنظيم په نامه ګډون نشي کولای ، خو د افرادو په توګه يې ټول غړي
په کې ګډون کولای شي او که خپل ګوند او تنظيم ته شا کړي او په مخه ښه ورسره وکړي په انتقالي
حکومت کې د خپل رول سره سمه څوکۍ هم اشغالولی شي ، ځکه چې د انتقالي دورې حکومت د مطلق بېطرفو او سوله پالونکو
شخصيتونو څخه جوړيږي ! په دې توګه به د سولې غورځنګ له خپل لومړي ګام څخه نيولې تر پايه پورې د جګړه مارو له جګړو نه،
د ټوپک سالارانو له ټوپکونو نه، د تنظيمونو له ديکتاتورانو نه، د کومنستانو له دسيسواو جنايتونو نه، د پردي پالو له خيانتونو نه
، د ISI ،او CIA او KGB او ايراني استخباراتو اونورو سياسي مداريانو له مداريتوب نه پاک او منزه وي او ژور انقلابي بدلونونه به پرځای کړي![/color:79ed45c835]

[color=red:79ed45c835]د ګڼ شمير قلموالو د ګډون په تږې هيله !
........................................................ د ټولو هېواد والو د ګډ يون په تږې هيله[/color:79ed45c835]

[color=blue:79ed45c835]ومن الله التوفيق ![/color:79ed45c835]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more