د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

ځوانان او ستونزۍ - د کتابګوټي ژباړه

ahmad bilal
20.11.2011

ځوانان او ستونزۍ
لیکوال: الشیخ محمد بن صالح العثیمین
پښتو ژباړه : احمد بلال خلیلي

هدیه قبوله کړئ............................. د ژباړن له قلمه!

د محترم شیخ محمد بن صالح بن عثیمین دغه کتاب، ځوانان او ستونزۍ، د ځوانانو لپاره لیکلې شوې ده، زما په اند دغه کتاب د ځوانانو ترڅنګ د سپین ږیرو(مشرانو) لپاره هم هومره ګټور ده څومره چې د ځوانانو لپاره ده، ځکه محترم شیخ صاحب د خپل شفقت او حکمت په پرتله د ځوانانو لپاره د خپل شخصیت سمولو او جوړیدا لپاره معیارونه ورکړې دي - ځوانان هم د خپلو مشرانو سره د هومره مینی او د عنایت تږۍ دي - او که ریښتیا مې پوښتئ نو ځوانان له دغه څخه زیات د عنایت دي، ځکه کوم څیز چې څومره اهم وي د هغه هغومره ساتنه کیږي او ځوانان خو بیا د هر کور، ټولنۍ، قوم او د هر وطن بنیادي او قیمتي شتمني(دولت) وي د هغوي سمول نه یوازې د هغوي د دنیا او آخرت لپاره اړین دي بلکه د هر کورنۍ، ادارې او د ملک لپاره هم اړین دي، کوم سره چې ځوانان تړاو لري.

په دغه سلسله کې همدومره بس دي چې د نن سپین ږیري (مشران) د دوي(ځوانانو) لاسونه نیسي نو سبا به دوي د هغوي نورو لاسونه نیسي، هر ځوان به بلاخره همدغې مرحلې ته رسیږي چیرې چې نن د دوي سپین ږیرې ولاړ دي، نو ځکه هوښیارتیا په هم دغه کې ده چې موږ د خپل سبا (راتلونکۍ) لپاره تیارې ونیسو.

د دغه تیارې لپاره، ستاسو په لاسونو کې دغه کتاب، کوم چې نه یوازې د نصیحت ښوونی ترڅنګ تحقیقي او د مدبرانه ذوق حاوي کتاب دی، ان شاء الله تعالی تاسو ته به ډیر په زړه پورې ثابت شي.

د دارالتقوی د مؤسس ورور عمر فاروق سلمه الله، څوګ چې پخپله ماشاءالله په نیغه لیاره تلونکې ځوان ده، هغه د دغه کتاب د ترجمۍ او د خپریدلو په اهتمام واقعاً د ځوانانو ملګرو لپاره، بلکه د سپین ږیرو مشرانو لپاره هم، یوه غوره هدیه وړاندې کړې ده......... جزاه الله عزوجل أحسن الجزاء
خدای پاک دي هغه ته د قبولیت او مقبولیت شرف ور په نصیب او د هدایت سبب یې ورته وګرځوي.... آمین

--------------------------------------
د لیکوال سریزه

ان الحمد لله نحمده ونستعینه ونستغفره ونتوب الیه ونعوذ به من شرور أنفسنا ومن سیئات أعمالنا من یهده الله فلامضل له ومن یضلل فلا هادي له وأشهد أن لا اله الا الله وحده لا شریک له وأشهد أن محمد أعبده ورسوله صلی الله علیه وعلی آله وأصحابه ومن تبعهم باحسسان وسلم تسلیما.
أما بعد:

زه نن ډیر خوښ یم چې د خپلو ملګرو په وړاندې د یوه داسې ستونزې حل وړاندې کړم، کوم چې نه یوازې په اسلامي ټولنه کې بلکه په هره ټولنه کې شتون لري، او هغه ستونزه نن سبا ځوانانو ته ورپیښ ذهني فشار ستونزه ده!

په اصل کې د ځوانانو په ذهنونو کې ډول ډول نظریاتي، روحي مسائل وي د کوم له مخې چې هغوي هر وخت د سخت تشویش ښکار کیږي، له دغه څخه د ژغورنۍ په خاطر هغوي ډیر سخت زیار باسي، خو پرته له دین او اخلاقي نظام له دغه ستونزې څخه خلاصون څرنګه ممکن دی؟! ځکه په همدې دوو څیزونو باندې د ټولنۍ بقاء او په همدې کې د دنیا او آخرت ښیګڼه ده، د همدې دوو څيزونو له وجهې رحمتونو او برکتونه نازل کیږي او ورسره خبائث او آفتونه هم زائل (لیری) کیږي.

څرنګه چې ټولنۍ د وګړیو څخه جوړیږي همدغه رنګ دین هم د خپلو لارویانو څخه قائمیږي، د خدای بندګانو چې کله هم د دين نافذکولو کوښښ کړې دی ، پرته د ډیرو مخالفتونو، خدای پاک ورسره مرسته کړې، خدای پاک فرمايي:

یایهاالذین آمنو ان تنصروا الله ینصرکم ویثبت أقدامکم.. والذین کفروا فتعسالهم وأضل أعمالهم.... سورة محمد ۷-۸

ترجمه: ای هغه کسانو چی ایمان ئی راوړی دی (یعني ای مؤمنانو) ه مددګاری وکړئ تاسی له (دین د الله او رسول د) الله سره نو مدد به وکړی (الله ) تاسی سره (په غلبه پر دښمن) او ثابت به کړی قدمونه ستاسی (په ځای د جنګ)... او هغه کسان چی کافران شوی دی پس هلاکوالی شرمول دی دوی ته (له الله) او عبث خراب به کړی (الله خامخا نیک) عملونه د هغوی....

اوس چې دا خبره یقیني شوه چې دین د خپلو لارویوانو څخه قائمیږي ،نو اوس موږ د اسلام ټولو خاوندانو او رپنده پورته کوونکیو ته دا اړین دي چې لومړۍ خپلې ملا ګانې وتړو ،ترڅو د قیادت او د هدایت وړ او د خدای پاک د توفیق او تایید اهل وګرځیږو. موږ ته پکار دي چې د خدای پاک کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت په داسې ډول زده کړو چې په موږ کې د قول او عمل او د دعوت او تبلیغ صلاحیت پیدا شي ترڅو د حق پلویانو ته د رڼا مینار او د باطل فریب ورکوونکو ته د حق(سمولو) توره جوړه شو.

او موږ چې څه هم زده کړو پکار ده چې بیا پرې هم هغه رنګ عمل هم وکړو، د چا بنیاد چې ایمان، یقین، اخلاص او پړاویزه اتباع باندې وي.

ځوانانو! باید پوه شئ چې موږ یوازی د وینا غازیان نشو ځکه ترڅو پورې چې موږ په خپل قول عمل ونه کړو تر هغی پورې د هغه دومره مثبته نتیجه نه وي لکه څومره یې چې منفي وي.

په قران شریف کې خدی پاک په همدې هکله داسې فرمايي:

یا أیها الذین آمنوا لم تقولون ما لا تفعلون. کبر مقتا عند الله أن تقولوا ما لا تفعلون.. سورة الصف ۲-۳
ترجمه: ای هغه کسانو چه ایمان مو راوړی (یعنی ای مؤمنانو) ولی وایئ هغه (خبره) چه (عمل پری) نه کوئ لویه ده له جهته د غضبه په نزد د الله (دا خبره) چه تاسی هغه څه وایې چه نه ئ کوئ.

غوره هم همداسې ده چې دغه موضوع موږ د پیل څخه وڅیړو او د خپلو ځوانانو د عادتونو او صفاتو له احوال څخه ځان خبر کړو او ورسره دا پلټنه هم وکړو چې هغوي د کوم رنګ کردار او نظریاتو خاوندان دي ، ترڅو که هغوي صحیح وي نو حوصله ورکړو او نور یې هم وهڅو او که چیری د هغوي کردار او نظریات غلط وي نو اصلاح یې وکړو ځکه د نن ورځ ځوانان د سبا مشران دي، په همدوي د امت راتلونکۍ ولاړه ده او همدغه وجه ده چې په شرعي تعلیماتو کې د ځوانانو غوره روزنه او په سمه توګه تربیت په هکله ، په خاصه توګه تاکید شوې ده.

که ځوانان، کوم چې زموږ د ملت ریښتونۍشتمني (سرمایه) او راتلونکی ده، سم شول نو بیا به نه یوازی، ان شاء الله، د امت راتلونکی روښانه او تابناکه وي بلکه د امت مشرانو ته به هم نیک وارثان په لاس ورشي او دا هله ممکنه ده چې کله د ځوانانو تعلیم او روزنی بنیاد په دین او اخلاقي نظام باندې وي.

محمد بن صالح بن عثیمین

------------------------------------------

پر ځوانانو یو نظر

که موږ د ځوانانو په غور سره جاج واخلو نو ویلې شو چې په عامه توګه ځوانان په درې ډوله وي:
۱- روغ ځوان،۲- خراب شوې ځوان او۳- حیران او پریشان ځوان....

رواغ ځوان په اصل کې هغه ځوان وي:

کوم چې په حقیقي توګه مومن وي یعني هغه ته د اسلام په ریښتنولې پوره او کلک یقین وي، هغه د اسلام د هر حکم سره په مکمل ډول متفق او ورڅخه مطمئن وي، او په خپله مسلمانۍ ویاړمن وي ، هغه په دې ښه پوهیږي چې د ایمان دولت حاصلول تر ټولو زیاته نیک بختي ده او له دې ځخه محرومي تر ټولو ستره بد بختي ده.

روغ ځوان هغه وي، څوګ چې د الله، وحده لا شریک له، عبادات د هغه د مقرر شوي طریقو په مطابق کوي.

روغ ځوان هغه وي، څوګ چې په خپل قول او عمل کې په ریښتونې توګه د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي کوي، ځکه دا د هغه ایمان ده چې هغه د الله ریښتونۍ رسول او هم هغه د تقلید(پیروي) قابل امام دی.

روغ ځوان هغه وي، څوګ چې د زړه له اخلاصه، لمونځ په بهتره توګه د ادا کولو کوښښ کوي، ځکه دا د هغه ایمان ده چې لمونځ کې د دین او دنیا فوائد او کامیابي ده، او د پریښودلو انجام یې د انفرادي او اجتماعي بلکه د هر اعتبار څخه عبرتناک ده.

روغ ځوان هغه وي، څوګ چې د زکواة مستحقینو ته پوره زکواة ورکوي، ځکه د هغه دا ایمان دی چې دا د اسلام او مسلمانانو د اړتیاو پوره کولو ذریعه ده، د همدې وجهې د اسلام په پنځو بناو کې هم شامل کړې شوی ده.

غوره ځوان هغه وي، څوګ چې د روژۍ میاشتې ټولې روژۍ نیسي او خپل ځان د هر رنګه نفساني خواهشاتو او د خولې د لذتونو څخه ژغوري څه یخني وي او یا ګرمي، ځکه د هغه دا ایمان ده چې په همدغه کې د خدای پاک خوشحالي ده نو ځکه هغه خپل خواهشات د خپل رب د احکاماتو په وړاندې قرباني کوي.

سم ځوان هغه وي، څوګ چې په بیت الله شریف کې حج ادا کوي، ځکه کله چې هغه د خدای سره مینه کوي نو د هغه د کور سره یې هم کوي، او د خدای پاک د رحمت او مغفرت ځایونو ته هم ځي او هلته د خپلو مسلمانانو ورونو سره شاملیدل ورته ښه بریښي.

صحیح ځوان هغه وي، څوګ چې په دغه خبر یقین ساتي چې خدای پاک د هغه خالق دی، او هغه د ځمکۍ او آسمانونو خالق هم دی ځکه هغه ته داسې نښې او دلائل ښکاري کوم چې په کتلو او پوهیدلو ئې انسان ته د خدای پاک د وجود او د هغه خالق کل باندې د هیڅ شک ګنجائش نه پاتې کیږي. هغه ته په دغه پراخو او پلنو او د حیرت وړ کائناتو په جوړونه او په نظام کې د خالق جلال، د هغه د ابداع جمال او د دانائی په کمال باندې زړه ته لویدلې دلائل هم په نظر راځي ځکه دا ممکنه نه ده چې دغه کائنات دې پخپله او یو دم جوړ شوې وي، ځکه مخکې له دې څخه یې وجود نه و او څوګ چې خپله موجود نه وي نو هغه نور هم نشي جوړولې.

دا هم ممکنه نده چې دا کائنات دې پخپله یو دم جوړ شوې وي ځکه په دې کې داسې ټاکل شوې نظم او ضبط او خپل منځي اړیکې قائمې دي په کوم کې چې بدلون او لږ خرابوالې هم نه واقع کیږي.

په قران کې خدای پاک په دغه هکله فرمايي:

ولن تجد لسنة الله تبدیلا... سورة الاحزاب ۶۲
ترجمه: او له سره به نه مومی ته په لاری د الله کې هیڅ تبدیل تغییر

ولن تجد لسنة الله تحویلا... سورة فاطر ۴۳
ترجمه: او بیا به له سره نه مومی ته سنت عادت د الله ته هیڅ تحویل (ګرځول).

ماتری في خلق الرحمان من تفاوت فارجع البصر هل تری من فطور * ثم ارجع البصر کرتین ینقلب الیک البصر خاسئا وهو حسیر.... سورة الملک ۳-۴
ترجمه: وبه نه وینی ته (ای کتونکیه) په پیدایښت د رحمان کښی هیڅ تفاوت (خلل عیب فرق) بیا واړوه (خپلی) سترګی چه آیا وینی ته (پکښی) څه چاود (څیروالی نقصان) بیا وګرځوه سترګی خپلی (آسمان ته ای کتونکیه!) دوه دوه ځلی بیرته به راو ګرځی پاتی سترګی (ستا) بیرته ګرځیدونکی او دغه (سترګی به وی) ذلیلی ستړی ستومانه (له نه لیدو د خلل نه).

اوس چې دا ثابته شوه چې د دغه کائناتو نظام حیرتونکې حده پورې مربوط ده او دا هم واضح کړای شوه چې وجود یې هم پخپل سر یو دم منځ ته نشي راتلې ،ځکه د کوم څیز وجود که د کومې ضابطې پر بنیاد نه وي نو دغه نظام به هره لمحه د بدنظمۍ، ګډوډۍ او د خرابوالي ښکار وي.

صحیح ځوان هغه وي، څوګ چې د خدای په فرښتو ایمان لري ځکه خدای پاک په خپل کتاب کې د دي په هکله ویلي او د هغه رسول ،محمد صلی الله علیه وسلم، د فرښتو په هکله پخپلو احادیثو کې خبر ورکړې، داسې په دواړو، کتاب او سنتو، کې د هغوي صفات، عبادات او هغه کارونه چې د خدای پاک د مخلوق د ښیګڼۍ لپاره کوي، په هکله دومره واضح دلائل موجود دي، د کومو بناو د شتون په حقیقت کې هیڅ څوګ هم شک نشي کولې.

صحیح ځوان هغه وي، څوګ چې د الله په هغو ټولو کتابونو یقین ولري کوم چې خدای پاک په خپلو رسولانو، د خلګو د اصلاح لپاره، نازل کړي دي، ځکه انساني عقل د عباداتو او معاملاتو د مصلحتونو ریښو ته نشي رسیدلې.

صحیح ځوان هغه وي، څوګ چې د خدای پاک په رسولانو او په نبیانو ایمان لري، کوم چې خدای د خلګو د ښیګڼي پلو ته د رابللو لپاره رالیږلي دي، هغوي به ورته د نیکۍ حکم ورکو او د بدې څخه به یې منع کول ترڅو څوګ هم د خدای څخه ګیله ونه کړي ( چې هغه ته خو د ګناه او ثوابو متعلق لورې معلوم هم نه و) تر ټولو لومړۍ رسول نوح *او تر ټولو اخري محمد صلی الله علیه وسلم ده.

صحیح ځوان هغه وي، څوګ چې د قیامت په ورځ یقین ساتي، په کومه ورځ به چې خدای پاک ټول خلګ د مرګ نه پس راژوندي کوي ترڅو د هغوي د اعمالو بدله ورکړي، چا به چې لږه نیکي هم کړې وي هغوي به په بدل کې خیر ویني او چا به چې لږه ګناه هم کړې وي هغوي به د هغې سزا ګالي، ځکه د دنیاوي ژوند همدا مقصد دی کنه نیکې کوونکو ته له جزاء او بدی کوونکو ته له سزاء پرته دنیاوي ژوند بی معنی ده.

صحیح ځوان هغه ده، څوګ چې په ښه او بد تقدیر باندې ایمان لري ، چې هر کار د خدای پاک په خوښه او قدرت سره ترسره کیږي او هغه ته دا هم معلومه ده چې د ښه بخت جوړیدونکي لپاره مختلفې طریقۍ او علامات دي همداسې د بد بختۍ وجوهات او حرکات هم وي.

صحیح ځوان هغه وي، څوګ چې د زړه له کومي دا ومني چې نصیحت خیر غوښتنه د الله، د هغه د کتاب او د هغه د رسول او د عام او خاص هر مسلمان لپاره اړین دي، همدغه رنګ هغه د خپلو مسلمانو وروڼو سره پاکه خبره او معامله هم کوي او د نورو څخه په بدل کې دا هم غواړي چې هغوي هم ورسره دغه رنګ چلند وکړي، همدا وجه ده چې د هغه په قول، کردار کې فریب، چل، دوکه نه وي.

صحیح ځوان هغه وي، څوګ چې د دین تبلیغ په دغه حکمت سره کوي، کوم چې خدای پاک په خپل کتاب کې ذکر کړی دی:

ادع الی سبیل ربک بالحکمة والموعظة الحسنة و جادلهم بالتي هي احسن.... سورة النحل ۱۲۵
ترجمه: بلنه کوه (ای محمده! خلقو ته) لیاری د رب خپل ته ( چه توحید او اسلام دی) په حکمت (محکمی خبری د قرآن) سره او په موعظه (پند) نیک سره په ښه ډول (طریقه) او مباحثه کوه له دوی سره په هغی (طریقی سره) چه هغه ډیره شه وی

.
صحیح ځوان هغه وي، څوګ چې د نیکۍ حکم ورکوي او د بدې څخه خلګ منع کوي، ځکه دا د هغه ایمان ده چې د قوم او ملت کامیابي او نیک بختي په همدغه کې ده، خدای پاک فرمايي:

کنتم خیر أمة أخرجت للناس تامرون بالمعروف وتنهون عن المنکر وتومنون بالله.... سورة آل عمران ۱۱۰
ترجمه: یئ تاسی (ای محمدی امته!) خیر (بهتر د هر هغه) امت چه ایستلی شوی دی د پاره د خلقو چه حکم کوئ تاسی ( هر چاته) په معروف (نیکئ) سره. او منع کوئ تاسی (هر څوګ) له منکر (بدئ) ځنی او ایمان لری په الله باندی (په دوام او ثبات سره)

صحیح ځوان هغه وي، څوګ چې بدي په هغه توګه د ختمولو کوښښ کوي څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابته ده، نبوي فرمان ده:

که چیری ستاسو څخه څوګ بدي وویني نو هغه ته پکار دي چې پخپله یې مخه ونیسئ، که دا یې په وسه کې نه وي نو په خوله دی هغه منعه کړي ، که داسې يې هم ونشو کړی نو کم از کم د هغه څخه دي لیری شي.

صحیح ځوان هغه وي، څوګ چې ریښتیا وايي او ریښتیا خبره مني، ځکه ریښتیا نیکي او نیکي بیا جنت ته ځي، که څوګ ریښتیا وايي او د ریښتیاو په تکل کې وي نو د خدای پاک په نزد هغه د صدیق (په نورو الفاظو کې جنتي) لیکل کیږي.

صحیح ځوان هغه وي، څوګ چې د هر مسلمان فائده غواړي، ځکه هغه د نبي صلی الله علیه وسلم په دې فرمان یقین لري چې:

هغه شخص تر هغې پورې د ایمان خاوند نشي کیدی تر کومه پورې چې خپل ورور ته هغه څه خوښ نه کړي کوم چې ځانته خوښوي.

صحیح ځوان هغه وي، څوګ چې په دې پوهیږي چې هغه د خدای په نزد او د خپل قوم او وطن ته ځواب ویونکې ده، د همدې له وجهې هغه خپلی ذاتي ګټې شاته اچوي او د هغو کارونو په تکل کې روانیږي په کوم کې چې د دین، د اسلامي امت او د وطن خیر او فائده وي.

صحیح ځوان هغه وي، څوګ چې یوازې او یوازې د خدای پاک د خوښې او خوشنودي مطابق په پوره اخلاص سره داسې جهاد کوي په کوم کې چې نوم او نمود هیڅ هم نه وي، هغه په خپل ذات او قوت باندې د اعتماد کولو په ځاې په خدای باندې توکل کوي، او هغه د خدای پاک قائم کړی شوي حدودو کې دننه جهاد کوي، او نور چې څومره څومره د اسلام او مسلمانانو د حالاتو او ضروریاتو مطابق څه تقاضا وي هغه د خپل مال، ځان او ژبۍ باندې د جهاد لپاره تیار وي.

صحیح ځوان هغه وي، څوګ چې د ښه اخلاقو او کردار خاوند وي او څوګ چې دینداره، نرم طبیعته، د پراخ زړه، خلاص ذهن او د صبر او تحمل خاوند وي خو هغه د اصلاح په معامله کې د جذباتو په څپه کې نه لاهو کیږي او نه کومه موقع ضایع کوي.

صحیح ځوان هغه وي، څوګ چې معتدله او منظم ژوند تیروي او هغه په خپل پروګرام باندې په خاموشې سره مستعدي او په عمدګې روان وي، هغه د خپل ژوند هره شیبه د اسلامي امت د بهترې لپاره تیروي.

صحیح ځوان هغه وي، څوګ چې د خپل د دین د اخلاقو او کردار د حفاظت ترڅنګ د کفر او الحاد، فسق او فجور، بیهوده حرکاتو او د غلطو معاملو څخه ځان ژغوري.

د ځوانانو دغه رنګ ډول د امت لپاره د فخر باعث او د هغوي د ژوند نیک بختي او د دیندارې علامت وي، همدا هغه ځوانان وي چې د خدای په فضل او کرم سره د دوي طفیل د اسلامیانو د خراب شوي حالاتو د ښه والي لپاره یوه هیله ده او د نورو لپاره د رڼا مشعال دي او همدا هغه ځوانان دي کوم چې په دواړو جهانونو کې کامیابیږي.

د ځوانانو دویم ډول د بی لیارې یا خراب شویو ځوانانو ده، دغه ځوانان په دغه رنګه وي:

بی لیاره شوي یا خراب شوي ځوانان هغه وي، څوګ چې د غلطو نظریاتو، خرابو عاداتو، د تکبر څخه د ډکو خیالونو او د اخلاقو څخه د ولیدلي حرکاتو او د خود غرضۍ پیکر وي، نه د چا حقه خبره مني او نه ځان د بدیو څخه ژغوري ، او هر وخت په هره معامله کې په خپل سر زورۍ کې نښتې وي.

بی لیاره شوي یا خراب شوي ځوانان هغه وي، څوګ چې د داسې مزاج خاوند وي، کوم چې نه د حق پلوي کوي او نه د باطل څخه لیری کیږي.

بی لیاره شوي یا خراب شوي ځوانان هغه وي، څوګ چې د خدای د بندګانو حق خوري.

بی لیاره شوي یا خراب شوي ځوانان هغه وي، څوګ چې اسویلې والا وي، نه یې سوچ او فکر صحیح وي او نه یې طریقې سمې وي، د هغه ټول کارونه د اعتدال څخه ډیر لیري وي.

بی لیاره شوي یا خراب شوي ځوانان هغه وي، څوګ چې د بل هیڅ هم نه اوري او هغه داسی انګیري چې د هغه د خولی څخه وتلی هر لفظ بلکل صحیح دی، هغه پخپل نظر کې د هری غلطۍ څخه پاک او مخالف یې تل غلط او لار ورکې دي.

بی لیاره شوي یا خراب شوي ځوانان هغه وي، کوم چې په دیني اعتبار د نیغې لیاری(صراط مستقیم) څخه لیری او د ټولنیز اعتبار له رویه د لار ورکی ښکار وي خو هغه ته خپله بده خبره هم ښه ښکاري او دغه رنګ هغه په دنیا کې ناکام کیږي خو خپله هغه دا ګڼي چې هغه بلکل صحیح روان دی.

بی لیاره شوي یا خراب شوي ځوانان هغه وي، څوګ چې د ځان لپاره شوم او د خپلی ټولنې لپاره آفت وي همدا وجه ده چې دغه رنګه ځوانان خپل امت د تباهې کندۍ په لور بیایي او په عزت او وقار یې خاوری شیندي، په اصل کې همدا هغه زهرجن وائرس دي ، د چا علاج چې ډیر سخت یي تر دې پورې چې خدای یې سم نه کړي ځکه خدای پاک پر هر څیز قادر دی.

د ځوانانو دریم ډول هغه وي کوم چې په مختلفو لارو کې پریشان او حیران ولاړ وي، هغه خو حق وپیژنده او ویې مانه هم او په یو ښه ماحول کې یې روزنه هم وشوه خو د دغه ترڅنګ هغه ته د بی لیاریې توب دروازی هم پرانستل شوی دي، چیری يې په عقائدو کې شبهات دي او چیری یې په کردار کې خرابوالی، چیری یې په اعمالو کې خرابي ده او چیری خرافات، خراب رسم او رواجونه او باطل نظریات. له همدی وجهی هغه تل په ذهني او نفسیاتي کشمکش کې مبتلاء وي،هغه د رواج شويو نظریاتو مخکښې ولاړ وي‏ او دا پریکړه هم نشي کولی چې آیا حق همدا دی ،کوم چې په نویو نظریاتو او عصري عاداتو او افکارو په بڼه کې راځي؟ یا هغه دی کوم چې د مخکښې څخه معلوم او معروف دي او ښه او صحیح خلګ ورباندې روان دي همداسی هغه په دغه عالم کې ولاړ وي، کله یو صحیح ګڼي او کله بیا بل، مطلب کله چې د کوم یو پلویان زیات شي هغه بیا حق یا صحیح ګڼي.

د ځوانانو دغه ډول په ژوند کې د منفي رجهان خاوندان وي هغوي ته د یو داسې طاقتور کشش اړتیا ده چې هغوي د حق په لمن کې راټول او د ښیګڼۍ په لیار روان کړي. دا هرڅه دومره ګران هم نه دي که د الله تعالی په حکم سره دغوي ته کوم هوښیار، د علم خاوند او نیک نیتې ملګری پيدا شي!

دغه رنګه ځوانان په اکثره توګه هغه وي چا چې لږ زیات د اسلامي تهذیب او اسلامي تعلیم حاصل کړې وي او زیات تعلیم یې بیا د عصري علومو ،کوم چې د هغوي په خیال کې د دین سره متصادم وي،حاصل کړې وي. او داسې هغوي د دواړو تهذیبونو ترمنځ پریشانه او متردد ولاړ وي.

دغه ځوانان که اسلامي تعلیماتو ته خپله توجه واړوي نو هغوي به له دغې حیرانتیاوی څخه ځان وژغوري خو یوازی په دغه شرط چې هغوي په اصل کې د قرآن او حدیث سره مخلصه او د جیدو علماء څخه خپله زده کړه حاصله کړي او دا هرڅه دومره ګران هم ندي!

-------------------------------

د ځوانانو د بی لیارې توب اسباب او مسائل

د ځوانانو د بی لیارۍ اسباب او مسائل ډیر زیات او مختلف دي ځکه انسان د ځوانۍ په مرحله کې د ډیرو مرحلو څخه لکه : جسماني، نفسیاتي او د ذهني ودې مرحلو څخه تیریږي نو ځکه په هغوي کې په تیزۍ بدلونونه راځي، همدغه هغه مرحله وي په کوم کې چې دا اړینه ده چې باید هغوي ته د خپلو خواهشاتو د راقابو کولو او د مزاج صحیح کولو لپاره د حکمت عملې سره رهنمايي ورکړل شي، داسې رهنمايي چې هغوي په نیغه لیاره روان کړي.

د بی لیارۍ یو څو وجوهات:

۱- فراغت....
فراغت او بیکاري د زړه ، دماغو او د انساني صلاحیتونو لپاره یو مضره ناروغۍ ده، د انساني طبیعت تقاضا دا ده چې هغه دي په یو، نه یو کار او مقصد کې مصروف شي، او که هغوي همداسې پریښودلې شي نو فکر خراب، ذهن زنګ وهلۍ، او همت پاتې راځي، زړه کې ډول ډول اندیښنۍ، او فرسوده خیالات خپلې ځالې جوړوي، او داسې هم کیدای شي چې یو وخت هغه د بیکارۍ څخه په تنګ شي او د بدو کارونو لپاره آماده شي.

د دغه مسئلې علاج خو دا دی چې دغه ځوان باید کوم مناسب مصروفیت پیدا کړي د مثال په توګه مطالعه، تجارت، او یا لیکل وغیره کوم چې هغه به نه یوازې د بیکارۍ څخه وژغوري بلکه هغه به د ټولنۍ یو متحرک او ګټور غړۍ جوړ کړي.

۲- تناؤ او لیری والۍ....
کله چې د کور کشرانو او د مشرانو منځ کې د بی رخي او سنګ دلي کیفیات وی او مشران د ځوانانو د بی لیاری توب څخه پریشانه، د هغوي په اصلاح کې ناکام ،او د سمولو څخه ناهیلۍ، هغوي په خپل حال پریږدي او د هغوي په نظر کې بیا هر ځوان بی لیارۍ شي نو صورت حال بیا د قابو څخه وځي او بلاخره ټولنه د ماتیدلو په لور روانه شي (کوم ته چې په عامه توګه د
)Generation gap هم وايي
او دواړه طبقۍ یو بل ته د نفرت او حقارت په سترګو ګوري. د ټولنو په تباه کیدلو کې دغه تر ټولو ستر د خطر نښه ده.

د دغې مسئلې حل دا دی چې د ځوانانو او د مشرانو په منځ کې چې کوم تناو دی د هغه د ختم کولو کوښښ وکړای شي او دواړه باید په دې پوه شي چې ټول د یو جسم په ډول دي که د جسم یوه برخه هم خرابه وي نو ټول جسم ناکاره کیږي.

همداسې د مشرانو په اوږو چې د ځوانانو په سلسله کې کوم مسئولیت دی د هغې څخه باید مشران ځان خبر کړي او د هغوي د اصلاح په خاطر چې ورته کومه ناهیلیتوب وي د هغه سره باید هغوي خدای پاماني وکړي، د دي لپاره چې خدای پر هر څه قادر دی. څومره ګمراهو ته خدای پاک هدایت کړې او هغوي بیا خپله د هدایت مشعال او مصلح جوړ شوې دي.

ځوانانو ته هم پکار ده چې هغوي د مشرانو عزت او د هغوي د رایئ احترام وکړي، د هغوي نصیحتونه قبول کړي ځکه هغوي د خپل د ژوند د تجربو او واقعاتو څخه هغه څه حاصل کړې وي کوم چې دغه ځوانانو ته معلوم نه وي. د همدې لپاره که د مشرانو حکمت او د ځوانانو قوت دواړه یو بل سره یوځای شي نو ټولنه، د الله په حکم سره، په یقیني توګه د کامیابۍ خوا ته ځي.

۳- خرابو خلګو سره اړیکۍ.....

د خرابو او بی لیارو خلګو رفاقت د ځوانانو په عقل او فکر باندې خپلې منفي اغیزې خپروي، د همدې ځایه نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: انسان د خپل ملګري طریقۍ خپلوي، ځکه هر چاته پکار دي چې څوک ملګري جوړول غواړي باید هغه تول کړي.

د دغه مسئلې حل خو دا رنګه ده چې ځوانان باید د ښو او هوښیارو خلګو صحبت اختیار کړي ترڅو ورڅخه غوره او د حکمت څخه ډکۍ خبری زده کړي نو ځکه د اړیکو ساتلو څخه مخکې باید د هغه شخص کردار او شهرت په هکله ښه معلومات حاصل کړو، که هغه دیندار وي او ورسره د غورو اخلاقو خاوند او ښه شهرت خاوند هم وي نو همدغه هغه شخص دی چې د دغه ځوان ورته اړتیا ده او د هغه سره ملګرې واوسي ، که چیری هغه د پورتنیو خوبیانو حامل نه وي نو هغه ته پکار ده چې هغه نور هوښیار واوسي او د هغوي څخه لیری اوسیدل غوره کړي او د هغه د خبرو اود ایسارولو په جال کې ګیر رانه شي ځکه خراب خلګ همدغه رنګ ساده خلګو ته دهوکه ورکوي، په یاد دې وي چې د دوستۍ سره لومړۍ آزمائښت شرط ده.

۴- د خرابو کتابونو (لټریچر) مطالعه....

د اخلاقو سپخونکیو رسائلو، او د غلطو نظریاتي کتابونو او د ناوړو اخباراتو په مطالعه د ځوانانو ذهني او دیني فکر د زنګ الود کیدلو سبب جوړیږي او هغه بیا په مردارو اخلاقو، بیهوده کردار او کافرانه طریقو په ژوره کې غورځوي، په خاصه توګه په هغه وخت کې، کله چې ورسره په ذاتي توګه په صحیح معنی اسلامي، روحاني او فکري قوت مدافعت نه وي او د ښه او بدو ترمنځ د توپیر کولو صلاحیت هم ونه لري.

دغه رنګه مطالعه پر ځوانانو منفي اغیزې خپروي ځکه د ځوانانو زړه او دماغ خام کاغذ ته ورته وي نو کوم رنګ مطالعه چې هغه کوي هغه بیا ډیر ژر خپلې ریښۍ پکې غزوي او بیا یې په عاداتو، طریقو او په افکارو کې دا څرګندیږي.

د دغې مسئلې علاج دا دی چې هغه باید د داسې مطالعۍ پر ځاې د داسې کتابونو مطالعه وکړي، کوم چې د هغه په زړه کې د الله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم لپاره مینه محبت پيدا کړي او بلاخره ایمان او د نیکو اعمالو پلو ته یې رغبت پيدا شي. د دغه مقصد لپاره به هغه په خپل نفس جبر کوي ځکه د مخکیني مطالعې مقابل کې به ورته دا مطالعه په ظاهره زړه تنګیدونکۍ ښکاري. دا به هم هغه رنګه کیفیت وي کله چې یو څوګ کوم خراب عمل د پریښودلو کوښښ وکړي او د هغه زړه د هم هغه خراب عمل لور ته ډول ډول بهانې او عذر وړاندې کوي.

تر ټولو فائده مند کتاب قرآن کریم دی او هغه تفسیرونه چې د صحیح احادیثو او واضح دلائلو په رڼا کې مرتب کړل شوې وي، همدغه رنګه هغه کتابونه کومو کې چې صحیح احادیث جمع کړل شوې وي. یا هغه کتابونه کوم چې د خدای کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت په رڼا کې اخذ کړل شويو احکامو او مسائلو په بنسټ وي.

۵- د اسلام متعلق بدګماني...

بعضې ځوانان اسلام د ازادۍ ختمولو او د صلاحیتونو شنډ کولو په دین توروي او دا ګمان کوي چې اسلام یو داسې فرسوده دین دی کوم چې خپلو لارویان وروسته بیايي او د هغوي د پرمختګ او عروج په لاره کې خنډ واقع کیږي..

د دغه مسئلې علاج دا دی چې خلګ د اسلام د حقیقت څخه خبر کړای شي ځکه د دغه فکر سبب د هغوي ناوړه اعمال او غلط تصورات دي څرنګه چې چا ویلې دي: که د چا خوله تروشه وي نو په هغه خوږۍ اوبه هم تروۍ لګیږي.

اسلام خو هیڅ کله هم آزادۍ اخستونکې دین نده بلکه دا خو خپله یو داسې تعلیم ورکوي چې خلګ د نورو په آزادیو کې دخل ونه کړي که څوګ د هر رنګه پابندیو څخه د آزادۍ مطالبه وکړي نو ګویا په لازمي توګه هغه به د نورو د آزادۍ یو څه برخه هم قبضه کوي او بیا به داسې په انساني ټولنه کې د ځنګل قانون رواجیږي او د آزادیو منځ کې تاو تریخوالۍ به پیل کیږي او هری خواته فتنی، فساد او د لوټمارې بازار ګرمیږي.

په دغه وجه خدای پاک دیني احکامو ته حدود ویلي د مثال په ډول کله چې د حرامو متعلق بیان کړل شول چې ( دا د الله حدود دي د هغو نیزدو مه ځئ) سورة البقرة ۱۸۷، او کله چې یې د کوم کار په کولو حکم ورکړې نو فرمایلې یې دي: دا د الله حدود دي له دغو څخه سرغړونه مه کوئ (سورة البقرة ۲۲۹)

په داسې حال کې چې بعضې خلګ یې پابندي ګڼي او خدای پاک چې کومه رهنمايي د خپلو بنده ګانو لپاره د شریعت په توګه د ژوند تګلارې لپاره نازل کړې ده،د دوي ترمنځ ډير فرق ده

په داسې حال کې چې نظم او ضبط په هره خبر کې لازمي امر دی او درست کائنات او خپله انساني طبعیت په فطري توګه د نظم او ضبط پابند دي.

د مثال په ډول خلګ د لوږۍ تندۍ څخه مجبوراُ د خوراک څښاک پابند دي ترڅو د خپل صحت او بدن د حفاظت لپاره د مقدار او معیار ته خاص پاملرنه او د خپل خوراکي نظام پابندي وکړي. همدغه رنګه هغوي د ټولنۍ او د ټولنیز نظام هم باید پابند وي، هغوي د خپل وطن د اوسیدلو لارې چارې، لباس، رسم او رواج او د نورو ادابو پابند وي او که خلاف ورزي یې وکړي نو بیا غیر مهذب او لوفر ګڼل کیږي او ورسره بیا هغه چلند کیږي کوم چې د دغه رنګو خلګو سره پکار وي.
لهاذا ټول ژوند د پابندۍ نوم دی ترڅو ټول کارونه په ټاکل شوي طریقو روان شي. اوس که په دې وپوهیږئ چې د ټولنیز نظام د صحیح والۍ لپاره او هغه د انارشیزم او ابتري نه د ژغورلو په خاطرباید یو څه پابندي ومنل شي او نور خلګ هم له دغو پابندیو څخه آزاد نشو ګڼلۍ او دا هم واضح شوه چې د درست امت د فلاح لپاره د شرعي نظام پابندي اړینه ده او څوګ له دغو پابندیو څخه مبراء کول صحیح ندي. که اوس هم څوګ دا نیوکه وکړي چې اسلام د خلګو آزادي اخلي نو په یقین سره ویلې شو چې هغوي پاک درواغ وايي.

همدا رنګه اسلام هیڅ کله هم صلاحیتونه نه شنډوي بلکه هغه خو په خاص ډول د هر رنګه فکري، عقلي، او بدني صلاحیتونو د ودې لپاره یو پراخ ډګر ده.

اسلام د غور او فکر پلو ته دعوت ورکوي ترڅو انسان فکر وکړي او ځان پوه کړي او خپل عقل او فکر ته وده ورکړي، خدای پاک فرمايي:
قل انما أعظکم بواحدة أن تقوموا لله مثنی وفرادی ثم تتکفروا... سورة سبا: ۴۶
ووایه (ای محمده! منکرینو ته) بیشکه هم دا خبره ده چه پند درکوم تاسی ته په یوی خبری سره چی ودریږئ تاسی خاص الله ته دوه دوه او یو یو بیا ښه فکر (او غور) وکړئ.

د پورته آیت څخه دا مطلب شو: چې زه تاسو ته د یوې خبرې نصیحت کوم چې تاسو د خدای پاک رضا لپاره تیار شئ او یوځاې یا په انفرادي ډول فکر وکړئ.

بل ځاې کې خدای پاک فرمايي:

قل انظروا ماذا في السموات والارض.. سورة یونس: ۱۰۱
ترجمه: ووایه (ای محمده! دی مشرکانو ته) چه وګورئ چه څه ( قسم عجیبه عجیبه دلائل د وحدانیت) دی په آسمانونو او ځمکه کښی.
یعني: ووایئ، او وګورئ چې اسمانونو او ځمکو کې څه شې دي.

اسلام یوازې د فکر او نظر د کارولو دعوت نه ورکوي بلکه هر هغه څوګ چې غور او فکر او د عقل استعمال نه کوي، هغوي رټي، خدای پاک قرآن کې فرمايي:
أو لم ینظروا في ملکوت السموات والارض وما خلق الله من شیء... سورة الاعراف: ۱۸۵
ترجمه: آیا نظر نه کاوه دوی ( د استدلال په طریقی سره) په سلطنت د آسمانونو او د ځمکی کښی او په هغه کښی چه پیدا کړی دی الله له هر شی څخه.
یعني: آیا هغه خلګو په ځمکه او آسمان کې کوم چې خدای پاک پیدا کړې دي د هغه په ساخت او جوړښت باندې یې غور نده کړې.

أو لم یتفکروا في أنفسهم، ما خلق الله السموات والارض وما بینهما الا بالحق... سورة الروم:۸
ترجمه: آیا فکر نه کوی دوی په نفسونو خپلو کښی (چه عالم صضیر دی) چه نه دی پیدا کړی الله دغه آسمانونه او ځمکه او هر هغه چه په منځ د دغو دواړو کښی دی مګر په حقه سره

و من نعمره ننکسه في الخلق أفلا یعقلون... سورة یس: ۶۸
ترجمه: او هر چاته چی اوږد عمر ورکړو مونږ هغه ته نو نسکور به کړو هغه په پيدایښت کښی، آیا پس نه کوی دوی عقل (چی نه یواځی الله په معمروالی او تنکیس بلکه په بعث هم قادر دی.)

د فکر او نظر هدایت پرته د عقلي او فکري صلاحیت د ودی بل څه کیدای شي! نو آیا اوس هم څوګ ویلې شي چې اسلام د صلاحیتونو په مرۍ زور کوي؟؟؟ دا خو یوازې ژبه چلونه ده، یقیناً دا یوازې د درواغو تور دی.

اسلام هر رنګه تفریح، چې پکې کوم جسماني، دیني او نظریاتي نقصان نه وي، جائز ګڼلې ده. او ورسره د خوراک څښاک ټول پاک څیزونه هم حلال کړې دي:.

یا أیها الذین امنوا کلو من طیبات ما رزقناکم واشکروا لله... سورة البقرة: ۱۷۲
ترجمه: ای هغه کسانو چه ایمان ئی راوړې دی (یعنی ای مؤمنانو) خورئ تاسی! له پاکو حلالو هغه شیانو چه درکړی دی مونږ تاسی ته، او شکر وباسئ! الله لره (په دغو حلالو شیانو) که چیری یئ تاسی چه خاص ده لره عبادت کوئ!

وکلوا واشربوا ولا تسرفوا انه لا یحب المسرفین.... سورة الاعراف: ۳۱

ترجمه: خورئ او څښئ او اسراف ((بی ځایه خرڅ)) مه کوئ تاسی، بیشکه چه الله نه خوښوی مسرفان (بی ځایه خرڅ کوونکی)

همدغه رنګه اسلام هر هغه لباس جائز ګڼلې کوم چې د انساني فطرت او ضرویاتو مطابق وي، الهي فرمان دی:

یابني آدم قد أنزلنا علیکم لباسا یواري سوء اتکم وریشا ولباس التقوی ذلک خیر.. سورة الاعراف: ۲۶

ترجمه: ای ځامنو د آدم! په تحقیق نازل کړی (لیږلی) دی مونږ پر تاسی لباس ((کالی)) چه پټوی عورتونه ستاسی او ((درلیږلی مو دی لباس د ښایست او)) د زینت کالی، او لباس (کالی) د تقوی (چه خلاصی پری راځی له عذابه) دغه ((لباس د تقوی)) خیر ((بهتر ډیر غوره)) دی.

قل من حرم زینة الله التي أخرج لعباده والطیبات من الرزق قل هي للذین آمنوا في الحیاة الدنیا خالصة یوم القیامة.... سورة الاعراف:۳۲

ترجمه: ووایه (ای محمده! دوی ته) چه چا حرامی کړی دی زینت د الله هغه چه ایستلی ئی دی دپاره د بندګانو خپلو؟ او (چا حرام کړی دی) پاک لذیذ شیان له رزقه ځنی (چه د خوړلو او څښلو دی؟ یعنی دا یو هم نه دی حرام)، ووایه (ای محمده! دوی ته) چه دغه (زینت او طیبات او نور نعمتونه اصلاُ) لپاره د هغو کسانو دی چه ایمان یی راوړی دی (او تبعاً دی کفارو ته) په دی خسیس ژوندون کښی حال دا چه خاص (مؤمنانو لره) دی په ورځ د قیامت کښی هم دا رنګه (لکه دا پاس تفصیل)

په شرعي نکاح د ښځو څخه لطف اخستل یې جائز ګڼلې دي:
فانکحوا ماطاب لکم من النساء مثنی وثلات ورباع فان خفتم ألا تعدلوا فواحدة... سورة النساء ۳
په نکاح سره واخلئ تاسی (نوری) هغی ښځی چه خوښی (حلالی) وی تاسو ته له ښځو دوه دوه او دری دری او څلور څلور، نو (بیا که) وویریږئ تاسی چه عدل (انصاف برابری) به ونه کړئ شئ (د ښځو په منځ کښی په نفقه، نوبت، او نورو کښی) نو یوه (اصیله کوئ)

د کاروبار په ډګر کې هم اسلام خپل منونکي د فائده اخستلو څخه نه دي منعه کړي او د خپل منځي خوښوالۍ باندې یې هر جائز کاروبار ته اجازت ورکړې ده:

وأحل الله البیع وحرم الربا... سورة البقرة ۲۷۵
ترجمه: حال دا چه حلال کړی دی الله تجارت او حرام کړی ئی دی سود

هو الذی جعل لکم الارض ذلولا فامشوا في مناکبها وکلوا من رزقه والیه النشور... سورة الملک ۱۵
ترجمه: دغه (الله) همهغه ذات دی چه ګرځولی ئی ده تاسی ته ځمکه پسته تابعداره نو ځئ ګرځئ تاسی په اوږو اطرافو لارو د دی ځمکی او خورئ تاسی له (حلال) رزق د دغه (الله) او خاص دغه (الله) ته بیا ژوندی راپورته کیدل ستاسو دی.

فاذا قضیت الصلاة فانتشروا في الارض وابتغوا من فضل الله.... سورة الجمعة:۱۰
نو هر کله چه اداء کړی شي لمونځ (د جمعی) پس خواره شئ تاسی په ځمکه کښی (خپلو حوائجو ته که ئی لرئ) او ولټوئ تاسی له فضله د الله او یادوئ تاسی الله

نو آیا اوس دا فکر کول صحیح دي چې اسلام صلاحیتونه مفلوج او یا شنډوي؟!

----------------------------------

د ځوانانو په زړونو کې پیدا کیدونکې وسوسې

د اسلام خلاف ناوړه خیالات او منافي وسوسې په مړو زړونو کې نه پيدا کیږي ځکه هغه د مخکې څخه یو بیکاره او مړ شوې زړه وي شیطان ته لا نور څه پکار وي همداسې کله چې ابن مسعود یا ابن عباس څخه وپوښتل شول چې یهود خو دا دعوه کوي چې هغوي ته پخپلو لمونځونو کې هیڅ رنګه وسوسې او په زړه کې پریشانه کوونکي خیالات نه راځی نو هغه ورته وویل چې تاسو صحیح وایئ، د شیطان په یو وران شوي زړه کې څه کار!

البته کوم زړه چې ژوندې وي یعني په کوم کې چې لږ غوندې ایمان هم وي نو شیطان بیا په داسې زړه باندې خپلې مسلسلې حملې کوي او د هغه په زړه کې به د هغه د دین مخالف خیالات او دومره خطرناکې وسوسې اچوي او که څوګ یې په دغه جال کې ونښلي نو د یو ځای به هم پاتې نشي، تر دې حده پورې شیطان د هغه په زړه کې د خدای، دین او ایمان په هکله شکونه او د شبهاتو اچولو کوښښ کوي. که چیرې هغه ته په زړه کې کمزوري ،شاتګ او یا ماته خوړنه محسوس شي نو پر هغه بیا شیطان قبضه کوي حتې که هغه شخص هغه څه ونه کړي کوم چې د شیطان خوا ورته ویل شوې وي او په خپل ایمان قائم واوسي نو همدا بیا د ریښتوني او پیاوړي مومن نښه ده او له دغو وسوسو څخه بیا په آیمان کې هیڅ فرق هم نه راځي.

نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: شیطان د یو چا خوا ته راځي او ورته وایي چې هغه (ته) چا پیدا کړې يې، او هغه چا پیدا کړې ده او حتی بیا درته دا ووايي چې ستا رب چا پیدا کړې ده، که هغه تر دې حده پورې تاسو تنګ کړي نو د خدای پاک پناه وغواړې او د هغه د وسوسو پروا مه ساتئ (بخاري، مسلم)

په یو بل حدیث کې راغلې دي چې هغه دې داسې ووايي: امنت بالله ورسله، یعني زه په الله او د هغه په رسولانو ایمان لرم.

نیز د ابو داود په یو حدیث کې څه داسې لیکل شوې دي : الله احد الله الصمد لم یلد ولم یولد ولم یکن له کفوا احد. (یعنی الله یو ده، الله بی نیازه ده، نه ئی دي زیږولي او نه هغه زیږولې شوې دې. او نشته د هغه څوګ سیال) او بیا دې دغه خپل چپ لاس ته لاړې تو کړي او د مردود شیطان د شر څخه دې پناه وغواړي.

څرنګه چې له دغو پورته حدیثو څخه معلومه شوه چې اصحابو، رضوان الله علیهم اجمعین، کله هم نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته خپله مسئله ذکر کړه نو رحمت العالیمن صلی الله علیه وسلم ورته د څلورو خبرو په ذریعه یو علاج تجویز کړ:

لومړۍ: د دغو وسوسو دي بیخي پروا ونه کړي ګویا چې ستا د هغو سره هیڅ هم اړیکه نشته او د هغو پر ځای د نیکۍ سوچ وکړئ.
دویم: له دغه وسوسو او د مردود شیطان له شره څخه د خدای څخه پناه وغواړئ.
دریم: دا ووایئ: امنت بالله ورسله، یعني زه په الله او د هغه په رسولانو ایمان لرم.
څلورم: دا ووایئ: الله احد الله الصمد لم یلد ولم یولد ولم یکن له کفوا احد. (یعنی الله یو دی، الله بی نیازه دی، نه دي له چا زیږیدلي او نه هغه زیږول شوې دې. او نشته د هغه څوګ سیال) او بیا دې خپل چپ لاس لاړې تو کړي او د مردود شیطان د شر څخه دې پناه وغواړي.

ادامه لري.


د تقدیر په مسئله کې حېرانه پاتې کېدل

ahmad bilal
13.06.2012

د تقدیر په مسئله کې حیرانه پاتې کیدل

د تقدیر مسئله، یو د هغو مسائلو څخه ده کوم چې ځوانان پریشانه کوي ځکه په تقدیر ایمان راوړل د مکمل ایمان یوه لازمي برخه ده ،او هغه څه دا رنګه چې هغه دې په دې ایمان ولري چې خدای پاک د هر هغه څیزونو څخه، کوم چې په ځمکه او آسمانونو کې کیږي، نه یوازې خبر دی بلکه هم هغه واقع کیږي کوم چې خدای د مخکې څخه مقرر کړې وي، خدای پاک فرمايي:

ألم تعلم أن الله یعلم مافی السماء والارض ان ذالک فی کتاب ان ذالک علی الله یسیر .. سورة الحج ۷۰
ترجمه : آیا نه پوهیږی ته (ای مخاطبه بلکه پوهیږی) چه بیشکه الله پوهیږی په هر هغه څه چه دی په آسمان کښی او (هر هغه څه چه دی په) ځمکه کښی بیشکه دا (مذکوره شیان لیکل شوی دی) په کتاب (لوح محفوظ) کښی بیشکه دا (علم، لیکل د لوح محفوظ، فیصله د قیامت) په الله آسان دی.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم موږ د تقدیر په مسئله د بحث او مباحثې څخه منع کړې یو:

د ابوهریره څخه روایت دی چې یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ خوا ته تشریف راوړ کله چې موږ د تقدیر پر مسئله په بحث کې بوخت و نو نبی کریم صلی الله علیه وسلم دومره په قهر شو چې د هغه مخ د غصې له وجهې تک سور شو، او ویې فرمایل: آیا د همدې څيز په متعلق تاسو ته ویل شوې دي، آیا زه ستاسو طرف ته د همدې لپاره مبعوث کړل شوې یم، ستاسو څخه مخکینو امتونو خلګ په همدغو مسئلو کې په جګړې کولو کې تباه کړل ، زه هیڅ کله هم تاسو ته په دغه مسئله کې د بحث او چیړ اجازت نه درکوم. (ترمذی)

د تقدیر په مسئله کې په لویدلو او د یو بل سره په جګړه کې انسان په داسې کنده کې لویږي د کوم ځایه څخه يې چې بیا راوتل ناممکنه وي، د سلامتې لیاره پکې هم همدا ده چې د نیکۍ کوښښ وکړو او د الله تعالی احکامونه پرځای راولو ځکه خدای پاک تاسو ته عقل او فهم درکړئ او رسولانو ته یې کتابونه ستاسو د هدایت لپاره ورکړې دي:

لئلا یکون للناس علی الله حجة بعد الرسل وکان الله عزیزا حکیما... سورة النساء ۱۶۵
ترجمه: او ویرونکی دی (د کفارو په جحیم ) له پاره د دی چه پاتی نشی خلقو ته پر الله باندی هیڅ حجت (دلیل، عذر، بهانه) وروسته له (لیږلو) د رسولانو، او دی الله ښه غالب قوی (په انفاذ د احکامو)ښه حکمت والا چه هر کار په تدبیر او مصلحت سره کوی)

کله چې رسول کریم صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو ته وفرمایل چې آیا داسې څوګ شته چې د هغه ځای دوزخ او جنت نه وي ټاکل شوې، نو صحابو وویل: ای رسول الله صلی الله علیه وسلم ولې موږ په خپل تقدیر تکیه ونکړو او عمل پریږدؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: عمل کوئ ځکه د هر یو شخص لپاره د هغه د انجام مطابق عمل کول آسان کړل شوې دي، د خوش نصیبه لپاره د ښو خلګو کارونه او د بد نصیبه خلګو لپاره د بدو خلګو کارونه آسانیږي، له دې نه پس رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه آیت ولوست:

فاما من أعطی واتقی()وصدق بالحسنی() فسنیسره للیسری() واما من بخل واستغنی ()وکذب بالحسنی() فسنیسره للعسری... سورة اللیل ۵-۱۰
نو هر څه هغه چه ورکړه ئی کوله (د مال) او ویریده (له الله) او یقین ئی کړی و په ښه کلمه (د ایمان) نور ژر ده چه تیار به ئی کړو دپاره د لاری آسانی (د شریعت). او هر څه هغه چه بخیلی ئی وکړله (په اداء د حقوقو) او بی پروائی ئی وکړله (له الله ) او دروغ ئی وګڼله ښه کلمه (د ایمان) نو ژر ده چه تیار به ئی کړو د پاره د لاری سختی (د بد عملی)
(د بخاری په روایت)

وګورئ نبی کریم صلی الله علیه وسلم هم هغوي ته د عمل کولو حکم ورکړې ده او یوازې تقدیر باندې تکیه لګول جائز نه دي ځکه جنتیان به هم جنت ته د جنت د خاوندانو په شان عمل سره داخلیږي او همدغه رنګه څوګ چې د دوزخ مستحق ګرځول شوې دي هغه به هم د هغوي د اعمالو له وجهې دوزخ ته داخلیږي ، او عمل د هر یو شخص د خوښۍ مطابق وي ځکه هغه په دې ښه پوهیږي چې خدای پاک ورته د عمل اختیار وکړې اوس د هغه خوښه ده چې کوي يې او که پریږدي يې.

د مثال په توګه یو شخص سفر کول غواړي نو سفر کوي، کوم ځاې ودریدل غواړي نو هلته ودریږي، او همداسې چیرته چې اور ویني له هغه ځای څخه تښتي، د خپلې خوښۍ کوم څیز ویني نو د هغه پلو ته روانیږي، همداسې د ګناه او ثواب کارونه هم انسان پخپله خوښه کوي یا یې نه کوي!

بعضو خلګو ته د تقدیر د مسئلې په هکله دوه رنګه مشکلات وي:

لومړۍ مشکل: یو شخص دا خبره نوټ کوي چې کله هغه د کوم کار په کولو نه مجبوره کوي، بلکه د هغه چې څه په خپله خوښه وي هغه کوي نو بیا په تقدیر دا ایمان ، چې هر کار د الله تعالی په نزد د مخکې څخه په مقرر شوي حساب کتاب وي، نو آخر د دغو دوو خبرو منځ کې، یعني د خوښۍ او د مقدر، خپل منځ کې څه تړاو جوړیږي؟

د دې ځواب خو څه داسې ده که موږ په دې خبرې غور وکړو چې یو کار باید د کوم وخت څخه شروع کړو؟ نو دوه خبرې مخ ته راځي، یانې لومړۍ: د عمل کولو اراده، بیا: د عمل کولو صلاحیت او قدرت. هر کار هم هغه وخت واقع کیږي کله چې څوک کوم کار کول وغواړي او تر آخره پورې یې د کولو قدرت ولري، کنه په بل صورت کې بیا عمل نه واقع کیږي. په اصل کې اراده او قوت دواړه الله تعالی پیدا کړې دي ځکه اراده د ذهني قوت څخه او قدرت بیا د جسماني قوت څخه ده، که چیری خداې وغواړي نو هغه د انسان عقل سلب کولې شي نو هغه به بیا چیری هم اراده ونشي کړای او که چیرې خدای يې قدرت سلب کړي نو هغه بیا د هیڅ وړ هم نه پاتې کیږي. اوس که انسان د څه کولو اراده وکړي او بیا یې وکړي نو یقیناً همدا دا خبره ده کوم چې خدای غوښتل او د هغې کولو ته پریښود کنه بیا به یې د هغه اراده بدله کړې وه یا د هغه په عمل کې به یې کوم خنډ راوستلې و او هغه به دغه کار نه و ترسره کړې، د کوم کلیوال څخه چا وپوښتل: چې تا خدای څنګه وپیژاند؟ هغه ځواب ورکړ: همتونه ماتیدل او ارادی بدلیدلو ته په کتو سره!

دویم مشکل: انسان ته په ګناه ولې سزا ورکول کیږي ځکه څه چې هغه کړې وي هغه خو د مخکې څخه لیکل شوې وي او د دغه مقدر څخه خلاصون هغه ته ممکنه نه ده.؟

د دغه ځواب خو دا ده چې کله هغه دا وايي ولې دا نه وايي چې د ښو اعمالو له وجهې هغه ته جنت ولې په نصیب کیږي، هغه خو هم د مقدر برخه وي! دا خو د انصاف خبره نده چې د غلطو اعمالو لپاره مقدر خپله دفاع وګرځوئ او ښه اعمال بیا خپل کمال وګڼئ!

دویم ځواب یې دا ده چې خدای پاک دغه اعتراض د سره غلط ښودلې او دي ته یې د جهالت خبری ویلي:

سیقول الذین أشرکوا لوشاء الله ماأشرکنا ولا آباونا ولا حرمنا من شیء کذلک کذب الذین من قبلهم حتی ذاقو یأسناقل هل عندکم من علم فتخرجوه لنا ان تتبعون الا الظن وان أنتم الا تخرصون... سورة الانعام ۱۴۸

ترجمه : ژر به ووائی هغه کسان چه شرک یی کړی دی که اراده فرمائلی وی الله (په طریقه د رضا سره د دوی د شرک په عدم) نو شرک به نه ؤ غوره کړی مونږ او نه پلرونو زمونږ او نه به حرام کړی ؤ مونږ هیڅ شی، لکه هم دغه (مکذبان) نسبت د دروغو کړی ؤ هغه کسانو چه پخوا له دوی ځنی وو تر هغه پوری چه وڅاکه دوی عذاب زمونږ، ووایه (ای محمده! دوی ته) آیا شته تاسی سره څه علمی سند چه راوباسئ تاسی هغه مونږ ته، پیروی نه کوئ تاسی (د هیڅ شی)! مګر د تش ګمان (اټکل خپل، نه له علمه) او نه يئ تاسی مګر خو دروغ وایئ (په الله)

الله تعالی د هغه خلګو په هکله صاف ویلي څوګ چې تقدیر خپل شرک لپاره بهانه ګرځوي او د پخوانیو خلګو په شان دوي هم د خپلو غلطیو پټولو لپاره د درواغو څخه کار اخلي، که چیرې د هغوي دا عذر صحیح وای نو الله تعالی به هغوي په عذاب کې نه مبتلاء کول، خدای پاک بیا خپل نبي ته هدایت وکړ چې د هغوي څخه ثبوت وغواړه او بیا یې ورته دا هم وویل چې هغوي سره هیڅ ډول ثبوت نشته.

دریم ځواب یې دا ده چې تقدیر خو یو پټ راز دی ترڅو پورې چې عمل نه وي واقع شوې تر دې وخته پورې پرته د الله نه هیڅ چاته هم د دې خبری علم نه وي نو بیا هغه شخص څرنګه ویلې شي چې زه فلانکې ګناه کوم د دې لپاره چې دا ماته خدای لیکلې؟ هغه دا ولې نه وايي چې خدای پاک ماته نیک عمل لیکلې نو ځکه د ګناه پرځاې به زه نیک عمل کوم!

څلورم ځواب یې دا دی چې خدای پاک انسان ته عقل او پوهه ورکړې او د هغه د هدایت لپاره یې انبیاء او آسماني کتابونه رالیږدولي، بیا یې ورته د ښه او بد تمیز ښودلې او هغه یې د ارادی او قدرت په ورکولو د دي وړ وګرځولو چې هغه د نیکۍ او بدۍ د لیارې په منځ کې چې کومه وغواړي هغه خوښولې شي، نو بیا دغه ګناهګار ولې نیکه لیار پریږدي او د بدۍ لیار په تعقیبولو ضد کوي؟؟؟

لږ فکر وکړئ! د مثال په توګه که دغه ګناګار چیرته تلل وغواړي او ته يې دوه داسې لیارې راشي، یوه آسانه او د امن څخه ډکه او دویمه بیا مشکله او خطرناکه وي، نو په یقین سره به هغه د لومړۍ لیارې انتخاب کوي او دویمه لیار به په دې ویلو پریږدي چې الله تعالی هم داسې لیکلې ده، او که هغه داسې وکړل نو بیا به خلګ ورته کم عقل او لیونۍ وايي.
همدغه رنګ ښه او بده لیار هم ده.
انسان ته پکار ده چې هغه په نېکه لیاره لاړ شي او په بده لیار تللو د مقدر په بهانه خپل ځان ته دوکه ور نه کړي.
موږ پوهیږو چې انسان د روزي حاصلولو لپاره ټولې طریقۍ لاګو کوي او په تقدیر باندې تکیه کولو له وجهې خالي لاس کور کې نه کیښني.

نو بیا د دنیا لپاره د کوښښ او د الله تعالی د اطاعت په کوښښ کې څه فرق دی؟ نیکي په پریښودلو د تقدیر بهانه جوړوئ خو بیا د دنیاوي ګټۍ لپاره په تقدیر اعتبار نه کوې؟!

مسئله خو ډیره واضحه ده ولې په اصل کې منفي رجحانونه او ناوړه خواهشات دی چې انسان ړوند او کوڼ کوي!!!


د ځوانانو متعلق احادیث

ahmad bilal
13.06.2012

د ځوانانو متعلق احادیث

څرنګه چې زموږ د خبرو موضوع هم د ځوانانو او د هغوي د مشکلاتو او ستونزو په هکله ده نو زه هم اوس داسې یو څو احادیث وړاندې کول مناسب ګڼم په کومو کې چې د ځوانانو ذکر راغلې ده:

۱- ستا د رب داسې ځوانان خوښ دي د چا چې خرابې مشغلې نه وي (احمد)

۲- اوه داسې کسان دي چې خدای پاک به په هغه ورځ ورته د خپل سیوري لاندې ځای ورکوي، په کومه ورځ به چې د هغه د سیوري پرته بل سیوری نه وي: منصف حکمران، داسې ځوان چې د خپل رب په اطاعت کې لوې شوې وي، داسې شخص د چا چې زړه په مسجد کې لګیږي، داسې دوه افراد چې د خدای پاک په مینه کې سره یوځاې شي او په همدې بنیاد بیا د یو بل څخه جدا شي، داسې شخص چاته چې د جګی رتبې او ښایسته ښځۍ د ګناه دعوت ورکړل شي او هغه دا په دې خبره رد کړي چې زه د الله څخه ډاریږم، داسې شخص چې په داسې رازدارې صدقه ورکړي چې د یو لاس څخه یې بل لاس هم خبر نشي، او داسې شخص څوګ چې په تنهائ کې الله یاد کړي او وژاړي.
(بخاري، مسلم)

۳-حسن رضی الله عنه او حسین رضی الله عنه د جنتي ځوانانو سرداران دي (ترمذی)

۴- د جنت خاوندانو ته به وویل شي چې په تاسو دې داسې ځواني راشي چې کله هم سپین ږیرې نشئ.

۵- کله چې هم کوم ځوان د کوم سپین ږیري د عمر په لحاظ د هغه عزت وکړي نو خدای پاک به هم د هغه سپین ږیرتوب لپاره څوګ مقرر کړي (ترمذی، خو ددغې روایت سند کمزورې ده)

۶- ابوبکر رضی الله عنه د زید بن حارث رضی الله عنه څخه وپوښتل، د هغه نیزدې حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه هم و: ته یو هوښیار او با کرداره ځوان یې، څنګه چې تاسو پر محمد صلی الله علیه وسلم باندې نازل شوې وحی لیکلې نو ځکه اوس تاسو قران یوځای راټول کړئ. (بخاری)

۷-محمد صلی الله علیه وسلم د یو ځوان خوا ته راغې کله چې د هغه آخري وخت رانیزدو شوې و، ویې پوښتل: څرنګه درته ښکاري؟ ویې فرمایل: یا رسول الله د الله تعالی سره مې د ملاقات شوق هم ده او د خپلو ګناهونو ډار هم، نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
کله چې د یو انسان په زړه کې دوه شیان یوځای شي نو خدای پاک بالضرور ورته هغه څیز عطا کوي کوم چې د هغه شوق وي او د هغه څیز څخه یې ژغوري د کومې خبرې چې ورته ویره وي. (ابن ماجه)

۸- براء بن عازب رضی الله عنه د حنین غزوه په هکله وویل:
والله نبی کریم صلی الله علیه وسلم هیڅ کله هم په شا لاړ نشو ځکه تکړه، چالاکه او بغیر د اسلحې ځوانان ودریدل.

۹- ابن مسعود رضی الله عنه فرمايي:
موږ به هغه وخت د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د جنګ په تکل کې روانیدلو چې کله به موږ ځوانان و (احمد)

۱۰- انس بن مالک رضی الله عنه وفرمایل:
په انصارو کې اویا (۷۰)ځوانان ول چاته به چې قاري ویل کیده، هغوي به په مسجدونو کې ول کله به چې ماښام کیده نو هغوي به د مدینۍ کوم ځاې ته ولاړل هلته به یې ښوونه، او زده کړه او عبادتونه به یې کول، د هغوي د کور خاوندانو به دا ګڼله چې هغوي په مسجد کې دي او د مسجد خلګو به بیا دا ګڼله چې هغوي په کورونو کې دي او کله به چې سحر شو نو هغوي به د خوږو اوبو لټون کوه او لرګي به یې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د کور په خوا کې کیښودل. (احمد)

او له دي څخه به هغوي د صفه خاوندانو ته د خوراک لپاره څه اخستل، اهل صفه مدینۍ ته راغلي مفلس مهاجرین ول او د هغوي کور مور نه و نو ځکه هغوي د مسجد په یوه برخه کې او یا نیزدو اوسیدل.

۱۱- د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه یو ملګرۍ علقمه وايي چې یو ځل زه د عبدالله سره منی ته روان وم نو هغه د عثمان رضی الله عنه سره وکتل هغوي هملته په ولاړه خبری کولې، عثمان رضی الله عنه عبدالله ته وویل: ابو عبدالرحمان! ولې تا د کومې انجلې سره واده ونکړو ترڅو تاته تیره شوي زمانه رایاده شي، عبدالله وفرمایل: چې تا خو هم هغه خبر وکړه کومه چې موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم کړې وه: ای ځوانانو! څوګ چې واده کولې شي هغوي دي خامخا واده وکړي ځکه همدا د نظر په لاندې ساتلو، او د شرمګاهو د حفاظت تر ټولو غوره ذریعه ده او که څوګ بیا واده نشي کولې نو بیا دې هغوي روژۍ ونیسي ځکه همدا یې ډهال ده. (بخاري، مسلم)

۱۲- د دجال په حدیث کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې دجال به د ځوانۍ څخه ډک یو شخص رابلي او د تورې په وهلو سره به یې د تیر په برابر دوه ځایه کړي، بیا به ورته آواز وکړي نو هغه به په خوشحالۍ او د تر او تازه څهرې سره د هغه پلو ته راشي. (مسلم)

۱۳- مالک بن حویرث رضی الله عنه وايي: موږ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خدمت کې هغه وخت حاضر شو کله چې موږ لا ځوانان و، موږ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره شل ورځۍ ایسار شو، نبي کریم صلی الله علیه وسلم ډیر زیات شفیق او مهربانه وه، کله چې ورته دا اندازه ولګیدله چې موږ ته اوس خپل کوروالا راپه یاد شوې دي نو زموږ څخه یې د هغوي په متعلق وپوښتل، نو موږ ورته خپل حال بیان کړ، هغه وفرمایل: خپلو کوروالاو پلو ته لاړ شئ او هملته پاتې شئ، هغوي ته تعلیم ورکړئ او عمل پرې وکړئ، بیا یې د یو څو څیزونو ذکر وکړ او ویې فرمایل: او لمونځ همدغه رنګ کوئ په کوم ډول چې تاسو زه کتلې یم او کله چې د لمونځ وخت راشي نو ستاسو څخه دې یو د آذان لپاره ودریږي بیا دې کوم بل یو مشر لمونځ ورکړي. (بخاری)

بس همدغه څه موږ ویل غوښتل.... د رب څخه دعا ده چې د همدې په ذریعه موږ ته اصلاح وکړي... آمین

پای


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more