د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

د ۳۹ مي نمبر خرافه لویې جرګې عملا تصویب کړه !!

رښتینی
17.11.2011

د ۳۹ مي نمبر خرافه لویې جرګې عملا تصویب کړه !!

صفیه صدیقی د لويي جرګي ویانده وايي چي په داسي حال کې چي لویه جرګه ټولي ۴۰ کمیټي لري
خو په دي جرګه ۴۱مه کمیټه هم شته هغه ځکه چي په دي جرګه کې هیڅ څوک هم حاضر نه وو چي په
۳۹ کمیټه کي سره کیني نو له همدي امله يي دغه نمبر پیخي د کمیټو د لیسټ څخه ویستلای دی او
پر ځاي يي ۴۱ نمبر کمیټه جوړه کړي ده....

د ۳۹ نمبر خرافه اصلا له ایران نه زموږ هیواد ته لومړی هرات ولایت ته او بیا کابل او نورو ولایتونو
ته وارد شوي دي، د افسوس خبره ده چې دغو خرافاتو ته لوستي خلک ډېر اهمیت ورکوي، په لویه
جرګه کې یې دغو خرافاتو ته نوره هوا هم ورکړه، اودملت دې دروغژنو استازو په دې ناشولته کړنه
سره ګواکي دا خرافه عملا تصویب کړه ځکه عام خلک دخپلو واکمنو په لاره ځي ( الناس علي دین
ملوکهم )
الله تعالی دې زموږ نورو مقدساتو ته خیر پیښوي، د قرآنکریم له ۳۹ نمبر آیاتونو سره به دوی څه کوي؟


السلام عليکم

مومن مهاجر
18.11.2011

سلامونه او ښې چارې
رښتينی صاحب ! د ( ۳۹ ) شمېرې په اړه اوسنی تازه دود شوې عقيده يوه داسي خرافي ګروهه ده چي په هيڅ ډول هم له اسلام سره سر نه خوري بلکي په بشپړ ډول د پردي کولتور او غير اسلامي افکارو زېږنده ده . د دې تر څنګ زموږ په ټولنه کي هم داسي ګڼ شمېر خرافات شته چي رد او ترديد يې ډېر اړين دی ، علمي څېرې او په دين پوه کسان بايد په پوره کوښښ سره چي دا ډول افکارو ته په ټولنه کي ځای ورنه کړي او په پوره توان سره د داسي فاسدو عقايدو ، نا ثابتو ګروهو او غير شرعي چارو پر ضد مقابله وکړي .


پتوال
22.11.2011

له خرافاتو نه به تير شو او د بحث وړ هم نه دي، زيات يې د ماقبل قبيلوي ټولنو پورې تړلي ځلځلنې (Phaenomens يا پديدې) دي چې غړويې غوښتل
د طبيعت له تسلط څخه ځانونه په جادو او خرافاتي کف و توف خلاص کړي .
خو په (( علمِ )) نجوم کې څه وايئ ؟؟؟؟ آيا نجومي احکام حقيقت لرلای شي ؟؟؟؟
که يې نه شي لرلای، نو د پيغمبرانو لکه موسی ، عيسی او محمد عليهم السلام د تولد په اړه يې څنګه سمې وړاندوينې کولای شوې؟؟؟؟؟
او که حقيقت له پيښ ې وړاندې ويلی شي نو دا حقيقت په څه ډول درک کوي او ايا باور يې په وړاند وينې ګناه نه لري ؟؟؟؟؟؟


Sxandy
13.11.2014

سړيه ته خو داسې خبرې کوې چې دسړي مازغه درته ګنګس شي !
برياليتوب نونور څرنګه وي ! دشمال متحده جبهه او دشمال لنډغر دپښتنو قاتلان
دKGB دلاس نيالګي ندي چې له پرونه تر نن پورې حمايت ترې کو ي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more