د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

اختر

Sangar Watan
10.11.2011

اختر

شاعر: عنایت الله پویان

د قیام صیب د هغه شعر په ځواب کې چې وايي

[color=red:21a479183b]داسې ګړۍ نشته چې په مونږ باندې بمبار نشته

راشه که راځې اختره! راشه که دې ډار نشته

مرګ به قبلوې اختره! د لته که راتلل غواړې

ستا خپله مرزی ده که راځې زموږ انکار نشته[/color:21a479183b]
---------------------

واوره اې قیامه!د ټپي زړګي خبرې زما

دا له وینو ډکې په اور سوې ملغلرې زما

نه درځم ستا کورته، ستا کاله کې تباهي وینم

ویر وینم ، ماتم وینم، کړاو وینم، وراني وینم

ستا له ښکلي کور نه اخترونه تښتید لي دي

ستا ماشومان واړه په سرو وینو لمبید لي دي

ستا د کور زلمیان د بم لوګي کې آلوتلي دي

ستا د باغ شنیلي د وچکالۍ ناورین ځبلي دي

ګوره د وسلو په زور د ظلم پاچاهي ګوره

دا د خرو هونګارې وحشتونه تباهي ګوره

دا میراث خواره د انګریزانو دغه سپي ګوره

دغه قاتلان د[آی ایس آی] د څار سړي ګوره

داد مجاهد په نوم د ظلم تور ښامار ګوره

دغه تالي څټی د پنجاب دغه غدار ګوره

اي ګرانه قیامه! ستا د قام ملی رهبر څه شو

ستا د پوهې خلک ملت پال هغه داورڅه شو

ستا د ګران وطن امیرالملک ستا لښکر څه شو

ستا ملي نظام، آزاد ژوندون او ستا سنګرڅه شو

نه درځم ستا کورته ، ترڅو جوړ ملي نظام نه وي

پاکه ورور ګلوي نه وي، د خلکو انتظام نه وي

پریږده په غربت کې د انغري توره ایره شمه

بل مې په سر اور شي، سور انګار او سره لمبه شمه

کور زما ویجاړ دی، ویجاړ کورکې اوسیدای نشم

پښې دي زما ماتې ، ستا درګاه ته رسیدای نشم

په مینه او ادب- د لوی اختر دوهمه ورځ پویان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more