د موضوعګانو سرپاڼه

کمپیوتري مرستې

په email کې تصوير څنګه لېږل کېږي؟

ډاکتر څپاند
29.10.2011

په email کې تصوير څنګه لېږل کېږي؟
سپينګيري ډيييييييرې مرستې او مفصل ځواب ته اړ دي،
له مرستې مو مننه،


پښتون.
29.10.2011

ښاغلې څپاند صیب سلامونه!
له هر ایمیل نه که تاسو غواړۍ ایمیل سره انځور هم ولیږۍ نو لاندې انځورکې په سور رنګ نخه شوی ځای ته ځیر شئ هغلته یې لیکلې دي اټچمنټسattachments.په دې به ټک ورکړﺉ او تاسو ته به ستاسو د انځورونو کړکۍ بیرته شي او هلته به د خپلې خوښې انځور ته ټک ورکړﺉ او یا یې په نخه کړﺉ .ورپسې دبیرته کوله په بټنه باندې ټک ورکړﺉ .او ستاسو نخه شوی انځور به ایمیل ته ننوځي.
وسلام.

[img:83144e576e]http://i2.tagstat.com/image08/0/ea87/008p052YeG7.jpg[/img:83144e576e]
[img:83144e576e]http://i1.tagstat.com/image08/0/ea87/008q052YeG7.jpg[/img:83144e576e] :D
پدې اخره کې دا علامه چې مسکۍ شوی ده په خطا کې راغلې.


ډاکتر څپاند
30.10.2011

پښتون صيب ډيره مننه،
دا يو چم خو مې زده کړ٠

خو اوس که مهرباني وکړئ او دا بل چم رازده کړئ:

فرضا زه غواړم چې ددې دوو غلامانو عکسونه چئ په لاندې ادرس کې ليدل کيږي،دخپل ليک سره ضميمه او يو بل سايټ يا بل دوست ته ولېږم،دا څنګه کېدی شي؟
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=29722

يا داچې لاندنې عکس دنشر لپاره يوه سايټ يا دوست ته لېړل غواړم!
http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/f/f5/Psoriasis_on_back1.jpg/230px-Psoriasis_on_back1.jpg

په درناوی،


پښتون.
30.10.2011

څپاند صیب دا فورم هم د ایمیل پشان دی،ځکه که چیری تاسو چاته ایمیل لیږئ نو هغه به حتمي انټرنټ لرې.دا مې پدې خاطر وویل چې لکه تاسو چې دا ادرسونه کاپی کړی دي او فقط د ټک ورکولو سره دې همغه ویبپاڼې یا انځور ته بیایې نو که دا ادرس په ایمیل کې ولیکئ نو د ایمیل اخیستونکې یې هم په اسانۍ بیرته کولای شي. او په تاند کې د هرې لیکنې په پای کې لیکلې (ملګرو ته ووایاست) که چیرې هغې باندې ټک ورکړئ نو یو چوکاټ بیرته کیږی او د ډکولو نه وروسته لیکنه ملګرو ته رسیږې.
او بل د انځور کاپی کول دی ،په انځور باندې ښئ(راسته)ټک ورکړئ او انځور خپل کمپیوټر ته کښته کړئ او وروسته له کښته کولو یې ایمیل ته جګ کړئ.
هیله لرم د قناعت وړ اوسي.
تر بیا
په درنښت


ډاکتر څپاند
30.10.2011

ګران پښتون صيب،بياهم سلامونه٠

[quote:048920e84a]او بل د انځور کاپی کول دی ،په انځور باندې ښئ(راسته)ټک ورکړئ او انځور خپل کمپیوټر ته کښته کړئ او وروسته له کښته کولو یې ایمیل ته جګ کړئ. [/quote:048920e84a]

دې زوړ بابو مازغو په دې چم کار ونکړی شو :oops: مثال امکان لري؟


پښتون.
30.10.2011

سلامونه او ورځ مو نیکمرغه!
څپاند صیب دا خو ډیر آسانه چم دې چې تاسو خو به ټوکې نکوۍ.
زما کمپیوټر په انګریزی ژبه نه دې نو ځکه مې ونشو کولای چې مثال د انځور په بڼه وړاندې کړم .
لاندې ویډیو وګورئ ،ان شالله دا چم به هم خپل کړئ. :lol:

http://www.youtube.com/watch?v=rAIvOGaN5BI&feature=related
تر بیا.


پښتون.
02.11.2011

سلامونه!
څپاند صیب لږ څه مصروفه وم هیله لرم چې ستونځه مو حل شوي وي.
هیله لرم چې لاندې شرحه د انځور کاپي کولو لپاره واضع اوسي.
د انټرنیټ څخه د انځورونو کاپي کولو طریقه په انځوریزه بڼه:

[img:c365f8d122]http://i2.tagstat.com/image08/0/ea87/008H052YeG7.jpg[/img:c365f8d122]

کوم انځور چې تاسو یې د کاپي کولو هوډ لرۍ په هغه د موږک په ښئ اړخ بټنه باندې انځور ته ټک ورکړئ او د پورته انځور پشان به تاسو ته یو اوږده کړکۍ د انځور په سر بیرته شي،او هلته به تاسو د انځور د ساتلو(Save Image As)په آپشن باندې ټک ورکړئ، اوس به تاسو ته د لاندیني انځور په بڼه بله کړکۍبیرته شي.

[img:c365f8d122]http://i2.tagstat.com/image07/0/ea87/008I052YeG7.jpg[/img:c365f8d122]

د سور رنګ غشۍ ته وګورئ ،له هغه ځایه تاسو کولاي شئ چې د انځور د ساتلو لپاره د خپلې خوښې ځاي وټاکۍ.
اوس نو راځو اخری مرحلې ته او انځور په یو ټک سره په خپل کمپیوټر کې سېف Saveکوو.

[img:c365f8d122]http://i7.tagstat.com/image07/0/ea87/008J052YeG7.jpg[/img:c365f8d122]

اوس نو ستاسو انځور ستاسو په کمپیوټر کې ثبت شو ،او هرځای چې مو ساتلې وي له هماغه ځایه یې اوس بیرته کړئ.
مننه


ډاکتر څپاند
03.11.2011

ډيره مننه پښتون صيب،
دې downlaod او save چل مې زده شو،اوس راته دې uplaod چل راوښياست٠البته دې attachment چم مې هم زده شوی ،مګر که وغواړم چې عکس چاته ولېږم نو بايد حتما دې attachment په شکل وليږل شي يا بل چم هم شته دی؟
په درناوي،


پښتون.
08.11.2011

څپاند صاحب السلام علیکم! د ایمیل له لارې د انځور لیږلو لپاره همدا یوه لاره ده.
او بیا د هر ایمیل شبکه د انځورونو لیږلو لپاره بعضې یې ځانته بیل آپشنونه لری .نور ټول یو شان دی.
او بله د انځور لیږلو طریقه ،چې د هر میسینجر پروګرام څخه تاسو کولاي شئ انځورونه ولیږۍ.البته هغه چاته چې انځور لیږئ هغه کس باید ستاسو په میسینجر کې ثبت وي.
څپاند صاحب زه پوه نشوم چې د اټچمنټ له لارې د انځورونو لیږل کوم مشکل لري.؟؟؟؟
او یا ډیر وخت مو ضایع کوي؟؟؟؟ که څنګه خبره ده.؟
مننه
په درنښت

[quote:9b0e038c95="ډاکتر څپاند"]ډيره مننه پښتون صيب،
دې downlaod او save چل مې زده شو،اوس راته دې uplaod چل راوښياست٠البته دې attachment چم مې هم زده شوی ،مګر که وغواړم چې عکس چاته ولېږم نو بايد حتما دې attachment په شکل وليږل شي يا بل چم هم شته دی؟
په درناوي،[/quote:9b0e038c95]


ډاکتر څپاند
08.11.2011

پښتون صيب ډېرې مننې،
خوشحالتيا او هوساينه مو نصيب شه :D


پښتون.
11.11.2011

څپاند صیب ستاسو نه هم مننه چې په ځواب مو پوه کړم چې نوره ستونځه نشته. :lol: :lol: :lol: :lol:
او همداسې ستاسو خوشحالی او هوساینه غواړم. :D


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more