د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

ياالله هر ځاي سرو لمبو کي افغـــــــــــانان وساتي

مساپر
29.10.2011

ياالله هر ځاي سرو لمبو کي افغـــــــــــانان وساتي
ښايسته اومت دمحــــــــــــــــــمد اخرزمان وساتي

ددي بي وسه زوريدلــــــــــــــــــي اولس څه ګنا ده
چي يي هـــــــــرڅوک په کاڼو ولي داده څه سزاده
ستـــــــــــــــــاپه کرم پرورديګاره ټول اسلام وساتي

پاس له هواسه دباروتو ډک بمــــــــــــــــــــونه اوري
خوشحــــــالي نسته هره شپه کروز راکيټونه اوري
په هـــــــرحالت کي يي په روي دپاک قران وساتي

تل داسلام بيــــــــرغ اوچت غـــواړو بل څه نه غواړو
ننګ اوغيرت غواړو هيڅ وخت سرټيـــټيده نه غواړو
ورځ ترقيامته مو داغسي ټينـــــــــګ ايمان وساتي

ياالله هر ځاي سرو لمبو کي افغـــــــــــانان وساتي
ښايسته اومت دمحــــــــــــــــــمد اخرزمان وساتي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more