د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

مونږ باید د ریښتینې افغان مشرانو په لټه کې شو

شاه ولي
17.10.2011

ټولو ګرانو هیوادوالو ته سلامونه او نیکې هیلې
زمونږ په ګران هیواد (افغانستان) كې د درې لسيزو جګړو او د بی قانونه او تحميلي حاکمانو له کبله زمونږ ولس او هيواد د تباهي او بدبختۍ كنډې ته ټېله شوى دي او كه اوس هم د سياسي مشرانو په غوره كولو كې تېروتنه كيږي، نو پايله به هم د اوس په شان جوته او روښانه به وي.
او د ټولو نه مهمه خبره خو دا دي چې د بهرنيو لاسوهنو له امله په هيواد كې اکثریت سياسي او قومي مشرانو له يوې خوا زياتره يې تحميلي بڼه لري، له بلې خوا دوى ثابته كړې دي چې نه زمونږ د ننګیالې ولس د ستونزو د هوارولو وړتيا لري او نه هم كومه انساني او دیني پرهېزګاري.

تر هر څه نه ګټور او ښه لاره دا ده چې نور زمونږ ولس له یوه شرعي او اسلامي لاره خپل ملي او واقعي مشران وټاكي، لكه څنګه چې اوس په هيواد كې د ګوندونو جوړول او سياسي فعاليتونه یوه آزاده او دیموکراتیکه پروسه شوي دي نو افغانان ټول بايد له همدې وخت څخه ګټه واخلي، او د ښوو اسلامي ګوندونو او مومنو سياسي مشرانو ته دې د بي قانونه، تحمیلي او ناكامو مشرانو په وړاندې لومړيتوب وركړي او دوی څخه ملاتړ وكړي.
په درنښت
شاه ولي


پتوال
18.10.2011

شاوليخانه پخير راغلی او هرکله راشې !
سالسې وړانديز هم ښه دی، خو وړاندېز او هدف دې وړاندې کړی، دې ته د رسيدو لاره او امکانات دې نه دي ښودلي ،
چې څنګه کولی شو لومړی سم او ښه لايق مشران ومندو، بيا يې څنګه شورا ته ورسوو او په دې لاره کې کومې کومې ستونزې شته
او هغه څنګه ليرې کېدلای شي ! همدارنګه آيا د همدې هدف په ټاکلو کې هم ستونزې او نيمګړتيا وې شته او که نه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
هيله ده دوستان يې په دې خواو بحثونه وکړي او خپل نظر و نه سپموي !
نور مو بری غواړم ،
[color=blue:1331bdcd4c] په درَ ناوي او سلامونو! [/color:1331bdcd4c]
يادونه :
د (ی ) پنځه ډولونو او د ښځينه او نارينه نومونو ضمايرو ته مو پامځيرنه (توجه) کوئ !


shona123
14.12.2014

تر هر څه نه ګټور او ښه لاره دا ده چې نور زمونږ ولس له یوه شرعي او اسلامي لاره خپل ملي او واقعي مشران وټاكي، لكه څنګه چې اوس په هيواد كې د ګوندونو جوړول او سياسي فعاليتونه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more