د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

بل مي اوورنه په بدن شول

tandar
16.10.2011

........ربه بيامي بل اوورنه په بدن شول
......چه راپه ياد راته يادونه دوطن شول
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
هري خواته هديري شوي شهيدان پراته دي
..............................دوژلو لايق نه وه انسانان پراته دي
...........بي کفن خپلو جامو سره مدفن شول
...........چه راپه ياد راته يادونه دوطن شول
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ميندي ناستي په قبرونو ژړاګاني کوي
........................ بچي ورنه تاويږي غوغاګاني کوي
.........پلارونه ې مسافر دبل مسکن شول
.........چه راپه ياد راته يادونه دوطن شول
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ډير روان يورپ ته غرق شول په بحرونو کي
...........................بعضي ې ورک په غرونو او ځنګلونو کي
.............ځني بنديوان په کمپوکي دلندن شول
.............چه راپه ياد راته يادونه دوطن شول
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
امنيت درځني غواړو لويه خدايه
...........................بي وطني ځغملي نه شو نور تر پايه
.........باوري هم تير کلونه په جرمن شول
........چه راپه ياد راته يادونه دوطن شول


پښتون:
23.04.2012

د دې شنه اسمان د لاندې خدایه بیا ولې لوګی دی
د دې شنه اسمان د لاندې خدایه بیا ولې لوګی دی
سرې لمبې ترې پورته کیږي د افغان بچو ښونځی دی
د مکتب زنګ یې مړ شوی په ګولېو سوری، سوری دی
د افغان بچو ښونځی دی
د افغان بچو ښونځی دی
٭٭٭
ماشومان وايي سلګو کې مونږ ته چا نه دي خندلي
په سرو مو لاس راکاږﺉ مونږ هر چا ېو ژړولي
څوک د اور جامو کې راشي کتابونه رانه اخلي
بس د دې وطن کمی دی
د افغان بچو ښونځی دی
٭٭٭
مور به چا ته دعا وکړي مور به چا ته اوښکې توی کړي

د خپل پلار په شمله خاندي چې نا اهله بچیان لوی کړي
ناپوهي توره بلا شي د مور غېږ د زدکړې ځای دی
هم زانګو د زدکړې ځای دی
د افغان بچو ښونځی دی
٭٭٭
چې مکتب کوم ځای کې نه وي هغه کور کلی بدرنګ دی
د معارف رڼا مې وژني د افغان ناپایه جنګ دی
بابرزی ورته حېران دی په قلم مې ځوان شرمېږي
خو ټوپک ته مېړنی دی
د افغان بچو ښونځی دی
٭٭٭
شاعر : شفیع الله بابرزی


عنوان

tandar
29.04.2012

پښتونه ياره غوږ شه
مه مي خوره غوږونه جنګ درسره کړم ملا
.........................................ستا خبري ښي دي که زما درباب شرنګ ملا
دا غزل ده ،نوره مي زده نه ده :oops:
تربيا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more