د موضوعګانو سرپاڼه

تاریخ او تاریخپوهنه

ابن بطوطه په افغانستان کې !

رښتینی
15.10.2011

ابن بطوطه په افغانستان کې !

ابن بطوطه د نړۍ له وتلیو سیاحانو نه شمیرل کیږې دی په رجب 703 ه/1304م.
کې پیدا اوپه 779ه/1378م کې وفات شوی دی دی د المغرب د طنجي نومي ځای اوسیدونکی او د همدې المغرب په علمي پلازمینه فاس نومي ښار کی له دې نړۍ نه کوچیدلی دی دی اصلا دحج په نیت را روان شوی خو دا سفر یې تقریبا څلرویشت کاله اوږد شو او په دې موده کې یې شاوخوا پنځه اویا زره میله ځمکه یې ووهله د دهغه وخت تقریبا ټوله اسلامی نړۍ لیدلې ده او افغانستان ته هم راغلی دی په افغانستان کې یې هم یوڅه وخت تیر کړی دی یوپه بغلاه کی یی څلویښت شپې کړی دی ،

اصلا د ی له ترمذ نه هرات ته راغلی دی او بیا قندوز او بغلان ته تللی دی بیا غزنی او
کابل ته تللی دی او له دې وروسته هند ته تللی دی ابن بطوطه صوفی مزاجه سړی دی اوپه
مذهب مالکي دی لکه اوس هم دالمغرب ډیر اوسیدونکي مالکی مذهبه دې دی چې کومي
سیمی ته تللی دی هلته یې دهغي سیمې له علماو سره لیدلې دې خانقاته ورغلی وې چې دی
یې په الزاویه سره یادوې او داراز ده په ټول سفر کې یوه بله مهمه یادونه هم کړې وې او هغه دا
چې کومې سیمې ته ورغلی وې نو دهغه ځای له واکمن سره یې اړیکه ټینګه کړې وې او له هغه
نه یې یوڅه مادیات ترلاسه کړې وې او خپل سفر یې هم ټول دامیرانو په ورکړو پر مخ بیولی دی
ویل کیږی چې ده په دې سفر کې ډیر ودونه هم کړې دې او زامن یې هم زیږولې دې او ځینی
یارانې یې هم ټینګې کړې دې .

راځو دافغانستان په اړه دده یوې داسي څرګندونې ته
چې کاش نه یې وی کړې ده کابل ته دتګ په مهال دافغانانو او دسلیمان دغره یادونه هم کړې ده
دی وایې چې دلته یوپیاوړې قوم اوسې چې افغانان یې بولی اودوی اکثره لارې وهونکې او
داړه ماران دې دکرماش په نامه دی یوه سیمه یادوې چې هلته یې له دې خلکو سره په خپله
جګړه هم وکړه او په دې توګه یې له هغوی نه ځان خلاص کړ .

په هر صورت افغانان دیوه داړه مار قوم په نوم یې یادول یې بیخوند یادونه ده اصلا د ابن بطوطه
د یونلیک په اړه ډیرو محققینو ویلې دې چې په دې کتاب کې دنساخو له خوا زیاتونې هم شوې
دې او بل دا یونلیک ده په خپله ندی لیکلی بلکې دابن جزی په نامه یوکس لیکلی دی او هغه په
خپله ویلې دې چې ما د ابن بطوطه مقصدپه خپلو الفاظوکی بیان کړی دی .

که چا دابن بطوطه یونلیک کتلی وې دهغه نظر به ددې موضوع په اړه ډیر خوندور وې
اودا لیکنه مې په منډه منډه کړې ده شاید تیروتنې ولری


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more