د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د بندیانو د شکنجې په هکله د اسلامې امارت څرګندونې (الاماره)

طالب ISI
12.10.2011

له بنديانو سره د ناوړه چلند په اړه دملګروملتونود راپور په رابطه دذبیح الله مجاهدڅرګندونې :
سه شنبه, 11 October 2011 18:18 -
برېښناليک Print PDF

.داچې داډيره موده وشوه دکابل ادارې په مختلفو هغو امنيتي څانګوکې چې سياسي بنديان پکې ساتل کيږي اويا هم ترې تحقيقات کیږې ، له بنديانو سره په پوره قساوت انساني ضد او ناوړه چلند دوام لري چې دا ده تيره ورځ دملګروملتونو په يوه راپورکې هم بعضو مواردوته يي اشاره وشوه ، دافغانستان اسلامی امارت په دې اړه خپله جدي انديښنه دملګروملتونو سازمان ،دبشر دحقوقو دڅار او مراقبت ډلو او نورو نړيوالومؤثروحلقوته څرګندوي او دمخنيوي لپاره يي له يادو نهادونو څخه دجدی توجه اوپام لرنې غوښتنه کوي .

داچې ملګروملتونو په دي موضوع کې خپله انديښنه وښوده او په اړه يي راپور خپورکړ دقدر وړده خو داسې ګام بايد لاډير پخوااخيستل شوی وای ځکه دغه ډول شکنجې چې زموږ په هيواد کې دبهرنيو يرغلګروځواکونو په پټو زندانونو او هم دکابل ادارې په داخله وزارت او استخباراتي دستګاه کې دپخوانيو کمونيستانو دبقایاوواوهم نوروظالموحلقولخوا په پوره مهارت او تجربه سره ورکول کيږی په زرګونوافغان بنديان يي په روزمره ډول ګالي او دالړۍ لاهم په خپل زور کې روانه ده .

دکابل ادارې په استخباراتې دستګاه کې چې دملګروملتوپه راپورکې د۳۶سلنې ناوړه چلندمسئوله بلل شوې دتحقيقاتو په مهال له متهم نه ،نوکان ايستل ،برقي شاټ ورکول ، په اوبوکې دسابندول ، بيخوبه کول ، په مرګ ګواښل ،جنسې آلوته برق ورکول ، بربنډول اوداسې نور ې جزاګانې اوس ډيرې عادې ګرځيدلی چې هلته ورغلی هربندې ورسره مخ کیږې هغه که په هرتورنيول شوی وي خو مجبور ده چې ځان مجرم وبولي ترڅو له داډول ډارونکې شکنجې څخه ځان خلاص کړې ،کله چې د داسې شکنجو په نتيجه کې کوم اعترافات داستخباراتي ادارې لاس ته ورځي نو په ډير افتخارسره بيا دميډيا په مخ يي وياند راڅرګنديږي او هغه په زور اخيستل شوي اعترافات خپله لاسته راوړنه بولي ، چې داپخپله ددوی لپاره دشرم نه ډک يو عمل ده چې موږ يي په کلکه غندو .

بلخوادکابل ادراې دکورنیوچاروپه وزارت پورې په اړوندو زندانونو کې چې کوم چلند له سياسې بنديانو سره روان ده موږ په هغه اړه هم خپله جدی انديښنه دملګروملتونو سازمان اونورو حقوقي اداروته څرګندوو، دپلچرخي زندان په عمومي توګه او ددې زندان دګوانتانامو بلاک بيا په خاص ډول دداسې ناوړه چلندونو شاهد دې چې هلته دااوس په سلهاوو بنديان په هميشه ني ډول په وړو وړو اطاقونو کې کوټه قلفي دي چې خوراک يي ډير خراب ده ، دلمر وړانګې او رڼا نه ورته پريښودل کيږي ، په مداوم شکل بې خوبه ساتل کيږي ، خپل خپلوان يي دپيوازې لپاره نه ورته پريښودل کيږي ،په خپلو دوسيو او دبند په مودې نه خبريږي ،دافغاني او اسلامي دود خلاف جامې په زور پرې اغوستل کيږي ، دويښتانو داصلاح لپاره وسائل نه ورته ورکول کيږي ،په داتير اختر کې دجنوب لوديزوسيمو په اوسيدونکو بنديانو باندې بريتونه په زور سره ورخيل شول ترڅو هغوته چې په ددويز ډول داسې عمل نه خوښوي يوه روحې فشار وګرځي ،په ولاياتو کې خصوصا دکندهاراو دهلمند په ولايتونو کې په کراتودبنديانو مرموزه وژنه ،همداراز د اعتراف کولو لپاره دبندي دموټر پسې تړل ، ځغلول او بيا په همدې ډول په شهادت رسول ،دبنديانو داقرار داخيستلو لپاره اور ورته نيزدې کول او سوزل يي او هم په سپوباندې يي ډاړل اوداسې نورې فجيع پيښې چې له موږ سره په کندهار ، هلمند او بعضو نورو ولایاتو کې دداسې مکرر پيښو اسناد او شواهدهم موجود دي او داړتيا په صورت کې يي له هرچا سره شریکولای شو، په نهايه کې په داسې اعمالو لاتر اوسه هيڅ يو حقوقوي او بشرې نهاد يا خپلواکه اداره هم نه ده خبره .

که دولاياتو په کچه محاسبه وکړو نو داسې دشرم او ظلم نه ډک دشکنجوموارد سلهاوو ته رسيږې چې زموږ دبيچاره ولس بنديان او بې دفاع خلک ورسره لاس او ګريوان دې ، خو په دغه کړنو باندې بايد دملګروملتونو سازمان او نور دبشردحقوقو مدعيان لاډير پخواخبر واي او په اړه يي عملي او ژغورونکي ګامونه اخيستل شوي وای ، داچې اوس هم دغه اداره ورته توجه وکړې ممکن دبنديانو په وضعيت کې مثبت بدلون راشې ، دوي بايديو ټکې ته جداً متوجه وي چې هغه ارقام ياموارد چې دوي يي په خپل راپورکې يادونه کړې ده په مراتبو له واقعيتونو څخه کم دې هيله ده په دې مور د په هيوادکې ټول شته زندانونه هغه که دبهرنيو پورې په نظامي اډوکې تړاو ولرې او که دکابل ادارې پورې او هغه که دلته په مرکزکې وي او که په ولاياتوکې ټول بايد په بې پرې توګه وڅيړل شې ،ليدنه ترې وشي او په اړه يې له هرې لارې چې ممکنه وي بايد تضمين ترلاسه شې چې نوربه يی انسانې حقوق ترپښونه لاندې کيږي .

دافغانستان داسلامی امارت ويندوی ذبیح الله مجاهد

۱۴۳۲/۱۱/۱۳ هــق

2011/10/11 م

لاندې یې هم ثبوت:

http://www.liveleak.com/view?i=4d1_1314104227


پتوال
12.10.2011

[color=blue:049d755163]شهير صيب د ذبيح الله مجاهد د اعلاميې وروسته د ٍثبوت لېنک په ورکولو سره د سيکې دواړه مخونه ښودلي دي،
يو مخ يې د CIA - د لاسپوڅواوبل د ISI د لاسپوڅو يا اشې او ګلې مخ دی ، خود متل د پوهيزتاړي (معنی) له مخې
نه اشه ښه ده نه ګله دوی دې وخوري يوتر بله !
افغانستان يو غښتلي ملي ولسواک حکومت ته اړتيا لري نه اشغالواکه يا دوښمنواکه لاسپوڅو حکومتونو ته ![/color:049d755163]


م . ق
12.10.2011

[quote:346b20c9ad]،په داتير اختر کې دجنوب لوديزوسيمو په اوسيدونکو بنديانو باندې بريتونه په زور سره ورخيل شول ترڅو هغوته چې په ددويز ډول داسې عمل نه خوښوي يوه روحې فشار وګرځي[/quote:346b20c9ad]
دا خو یې ورسره ډیر اسلامي کار کړی دی، ددې څخه ښکاري چې په اسلامي ؟ امارت کې دغیر اسلامي کارونو پوره اجازه شته دی، او اسلامي کارونه کول بد ګڼل کیږي، دومره بد چې حتی د روحي فشار سبب ګرځي.
دلته خپله اسلامي؟ امارت پدې اعتراف کړی دی چې د دوي منسوبین اکثره د جنوب غرب بېسواده خلک دي او یا هماغه پایلوچان دي چې غټ غټ بریتونه یې پریښې وي او د ډیر جهالت څخه ورته محمدي او ابراهیمي سنت هم دومره ناوړه کار ښکاري چې روحیات او فشار یې پرې متضرر کیږي، والعیاذباالله.

الحمدلله الذي عافنا مما ابتلاهم به وفضلنا على كثير ممن خلق تفضيلا.


Re: د بندیانو د شکنجې په هکله د اسلامې امارت څرګندونې (الاماره)

خان آغا
12.10.2011

[quote:3db3a1c213="shaheer"]دتحقيقاتو په مهال له متهم نه ،نوکان ايستل ،برقي شاټ ورکول ، په اوبوکې دسابندول ، بيخوبه کول ، په مرګ ګواښل ،جنسې آلوته برق ورکول ، بربنډول [/quote:3db3a1c213]‎دانو ولا دبیغیرته دښمن کار دی ، الله تعالی دی پر مظلومو بندیانو باندې ظلم کوونکو ته پر دنیا او عقبا سخته سزا ورکړې آمینننننننننننننننننننننننننننننن ‏


عنوان

tandar
12.10.2011

په عراق کې خو يو نر پيدا شو چه عکسونه ې پيدا او ټول جهان ته ښکاره کړل
دلته هم څوک شته ؟
نن داسي جنايات په افغان اولس روان دي چه انسان ګفته ورته بي هوشه کيږي
او که ملت دا جنايات په خپلو سترګو وليدل نو بيا به دخلکو ،ښځو او نرو وينه په جوش راځي او کوڅه په کوڅه ،کلي په کلي ښار په ښار به ملي قيام روان وي،چه اشغالګر ته سره له دشاه شجاع بچيانو،، ګوډاګيان او لاسپوڅي،، ته خپلي اسلحي په کونه ورننباسي او که نه٠
ملت اراده او غيرت لري
دبي ناموسانو او وطن فروشانو په سر تندر


طالب ISI
13.10.2011

تندر صاحب د بندیانو سره ظلم د هیڅ نظام سره نه ښایې، مونږ په اسلام کې داسې کوم حدیث نه لیدلی چې د بندیانو سره داسې، یا هسې ظلم وکړی، حلال یې کړی، په اشتاد دو توپ یې وولی، او یا هغه ظلمونه چې دغه راپور کې راغلي، کومه ویډیو چې ما آپلوډ کړې خامخا به طالبانو هم لیدلې وي، آیادوی کوم بیان خپور کړ، کو تحقیق یې وکړ، کوم څوک یې ونیول، کوم ندامت یې ښکاره کړ، نو چې طالبان ځان ته د الله د لارې عسکر وایې او چورت یې نه دی خراب، نو افغان دولت مربوط پولیس چې ستاسې په اند کفار دي، څه ندامت به ښکاره کړي، څه به پښیمانه شي.

مجاهدینو هم خپل وقت کې داسې ظلمونه کول، حتی خلک به یې لوڅ کړل، بیا به یې په غوړو او بوره ولړل تر څو مچی یې وچیچي.

خلقیانو او پرچمیانو خو د ظلم هغه کتلاکونه او کتابونه استعمالول چې یهودو به ورته را لیږل.


larghonay laraway
13.10.2011

لکه چې وطن جوړېږي!
دا چې د لومړي ځل لپاره طالبانو هم د بشر د حقونو او بنديانو د نه ځورولو خبره وکړه نو کيدای شي چې وطن جوړ شي.
ځکه چې تر دې دمه د کرزي حکومت د ډيموکراسۍ په نامه افغانان ځورول او د ملاعمر ډلې د شرعيت په نامه د مرۍ پر ځای بنديان په خېټه کې حلالول او د چړې پر ځای يې د موچي په تار حلالول چې د وحشت او دهشت ورستي اوج ته رسيدلي وو.
لږه موده وړاندې يې يو پوليس په هشتادو دو ثقيله وسلې وويشتو چې نه په اسلامي شرعيت کې داسې وحشت شته، نه د بشر په حقونو کې او نه هم د ځناورو په حقونو کې!
په اسلام کې حتی خپل چرګ هم څوک په ډز نه ولي بلکې د حلالولو خپله طريقه لري.


سلامونه

tandar
13.10.2011

شاهير صيب سلام
زه ستاسو سپينو خبرو ته سخت احترام لرم مګر ستاسو لانديني کرښي او حکم ته مي خندا راغله،زه دغه لاندي متل يادوم
ستاترخي خبري په ما خوږي لګيږي
مننه
شاهير صيب ليکي٠
[color=red:de02fa5b20]نو افغان دولت مربوط پولیس چې ستاسې په اند کفار دي، [/color:de02fa5b20]هههها


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more