د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

معزالله خان مومند له لرغونی دیوان څخه

الفاروق
10.10.2011

چه په سپینه ږیره نه کړی تاسف
په دا هسی سپینه ږیره باندی تف
هر نفس د بل په لار کښی کوهی کنی
ځان و خلکو ته ښه کړی په چف چف
و کفن ته به سبا محتاجه پروت یی
نن چه آغوندی لباس په تکلف
ډکه ښه ده هغه خوله له نجاسته
چه له کړیه عهده و که تخلف
شپه او ورځ په میخانه کښی اوده پروت یی
د مسجد په لوری ځی په توقف
څوک به څخ لره مانه که له پردو نه
چه مخ شین که خپلو ورونړو د یوسف
خدای به لطف (معزالله) په هغو وکا
هر چه کا په شکسته و تلطف


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more