د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

د ګناه د خپرولو انجام

ahmad bilal
09.10.2011

د ګناه خپرولو انجام
لیکنه: عادل سهیل ظفر
ژباړه: احمد بلال

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة، زما محترمو ورونو او خویندو، زموږ په چاپیریال کې ډیر داسې خواهشات په نظر راځي، په یقین سره د دغو خواهشاتو د عمل انجام موږ ته هیڅ هم نه وي معلوم، که چیری موږ ته یې د انجام په هکله معلومات هم وي نو شاید زموږ به پری یقین نه وي ، ځکه که چیرې زموږ یقین پرې واې نو بیا به مو په ذهنونو کې د داسې خواهشاتو راتلل ناممکنه وه، په همدې فکر زما د سر ویښته ودریږي، چې موږ چیرې روان یو او موږ ته د خپل آخرت هیڅ هم احساس او پرواه نشته، زه به دلته کومه اوږده خبر نه کوم بلکه یوازې دا ویل غواړم چې موږ باید د خپل قول او فعل حتی د خپل سوچ او خواهشاتو څخه مخکې باید هغه ورځ په خپل یاد کې وساتو په کومه ورځ به چې انسان د خپل عمل پخپله ځواب وایي، او که چا د نیکۍ کارونه کړي وي، خلګ یې نیکۍ ته رابللي وي او په بللو هغوي د نیکۍ کارونه هم کړي وي نو هغوي ته به د دغو ټولو عملونو برابر اجر ورکړل کیږي، او همدغسې د بدی پلو ته د بلونکیو حال به هم دغه رنګ وي، کله خو هم دا فکر کول پکار دي چې موږ د کومو کارونو د تشهیر کوښښ کوو او یا یې خواهش لرو نو د الله په نزد به د هغه څه ځواب وایو او څه به مو انجام وي؟

إِنَّ الَّذِینَ یُحِبُّونَ أَن تَشِیعَ الفَاحِشَۃُ فِی الَّذِینَ آمَنُوا لَہُم عَذَابٌ أَلِیمٌ فِی الدُّنیَا وَالآخِرَۃِ وَاللَّہُ یَعلَمُ وَأَنتُم لَا تَعلَمُونَ ۱۹ سورة النور
بیشکه هغه کسان چه خوښوی دغه (خبره) چه خوره شی فاحشه بدنامی په حق د هغو کسانو کښی چه ایمان ئی راوړی دی شته دغو (کسانو) ته عذاب دردناک په دنیا کښی ( په حد د قذف او په بدنامی سره) او په آخرت کښی (په اور د دوزخ سره) او الله ښه عالم دی او تاسی نه پوهیږئ (پر ضرر د هغی خوری کړی فاحشی)

ماته پوره یقین ده چې تاسو به یو هم دا ونه غواړې چې یو هم د دوي په شان شئ څوګ چې په مسلمانانو کې بی حیايي خپرول خوښوي او د لوی رب العزت د شدید عذاب وړ ګرځول کیږي.

إِنَّ الَّذِینَ فَتَنُوا المُؤمِنِینَ وَالمُؤمِنَاتِ ثُمَّ لَم یَتُوبُوا فَلَہُم عَذَابُ جَہَنَّمَ وَلَہُم عَذَابُ الحَرِیقِ ۱۰ سورة البروج
بیشکه هغه کسان چه په فتنه کښی غورځولی وی ضرر ئی رسولی وی ایمان لرونکیو سړیو ته او ایمان لرونکیو ښځو ته بیا ئی توبه نه وی ایستلی (او نه وی ګرځیدلی له کفره) نو دوی ته دی (په آخرت کښی) عذاب د دوزخ او دی دوی ته عذاب د اور سوځوونکی.

ماته د دي خبری هم یقین ده چې تاسو به د قیامت په ورځ په هغه صف کې پورته کیدل نه خوښوئ څوګ چې ایمان لرونکي په امتحان کې اچوي. زما محترمو، خوږو ورونو او خویندو چاته هم دا معلومه نده چې څوګ به کله او څرنګه له دي نړۍ څخه سترګۍ پټې کوي، او د سترګو پټیدلو په وخت او وروسته به یې څه حال وي؟ د دغه اندازه هر څوګ په خپلو اعمالو سره کولې شي، نو آیا موږ اوس د خپلو اعمالو خبر اخستنه هم ونه کړو او هلته ،چیری به چې پرته زموږ د اعمالو هیڅ څیز هم زموږ په کار نه راځي، آیا د هغه ځای لپاره تیاري کول ندي پکار؟ هلته، به هغه وخت کې، په چا به چې موږ تر دې حده پورې د حلال او حرامو ترمنځ توپیر، شرم او غیرت، حیا او عزت هر څه تباه کول، هیڅ پکار رانشي بلکه خپل خپلوان او اقربا به هم هیڅ پکار رانشي.

یَومَ یَفِرُّ المَرء ُ مِن أَخِیہِ (34) وَأُمِّہِ وَأَبِیہِ (35) وَصَاحِبَتِہِ وَبَنِیہِ (36) لِکُلِّ امرِءٍ مِّنہُم یَومَئِذٍ شَأنٌ یُغنِیہِ (37)
سورة عبس
هغه ورځ چه تښتی به سړی له خپله وروره او له خپلی مور او له پلاره او له خپلی ملګری (ښځی) او له خپلو ځامنو. هر سړی لره له هغو څخه په دغی ورځی کښی به یو حال وی چه بی پروا کوی ئی ( له نورو له احوالو نه)

دغه خبری کوم لیکچر نده، بلکه دا د یو دردمند ورور خواست وګڼۍ او پرې غور وکړئ، الله دی موږ ټول د الله، د هغه د خوږ نبي رسول صلی الله علیه وعلی آله وسلم ریښتوني تابعین وګرځوي، پر همدې حالت کې دي زموږ خاتمه وشي او کله چې موږ د لوی لایزال په وړاندې حاضر کړای شو نو هغه زموږ څخه راضي وي او موږ د نیکي خپرونکو څخه و اوسو نه د بدی او شر پلو ته د خپرونکو له پلوه، چیری به چې هیڅ څوګ هم خپل عمل، قول یا فعل نشي پټولۍ.

فَمَن یَعمَل مِثقَالَ ذَرَّۃٍ خَیراً یَرَہُ ( 7 ) وَمَن یَعمَل مِثقَالَ ذَرَّۃٍ شَرّاً یَرَہُ ( 8 )
سورة الزلزال
پس هغه څوګ چه عمل کوی په اندازه د یوی ذری د خیر نیکی نو وبه وینی (جزاء د هغه) او هر هغه څوګ چه عمل کوی په اندازه د یوی ذری د شر بدی نو وبه وینی (سزاء د هغه)

او هر چاته به د هغه کړه وړه د لیکل شوي کتاب په رنګ ورکړل کیږي او کوم کې به چې هیڅ هم نه وي پاتې، نیکي کوونکیو ته به دغه کتاب په راسته لاس ورکول کیږي او دغه خوش نصیبه به خپل د جنت کور او اوسیدونکو پلو ته روانیږي.

فَأَمَّا مَن أُوتِیَ کِتَابَہُ بِیَمِینِہِ ۷ فَسَوفَ یُحَاسَبُ حِسَاباً یَسِیراً ۸ سورة الانشقاق
پس هر هغه څوګ چه ورکړه شی کتاب عملنامه د ده په ښی لاس د ده کښی نو ژر ده چه حساب به وکړ شی له ده سره حساب آسان
وَ یَنقَلِبُ إِلَی أَہلِہِ مَسرُوراً ۹ سورة الانشقاق
او وبه ګرځی اهل خپل ته (په جنت کښی) خوشاله کړی شوی.

او که د بدی پلو ته غوښتونکې وي نو هغوي به د جهنم د اور پلو ته روانیږي.

وَأَمَّا مَن أُوتِیَ کِتَابَہُ وَرَاء ظَہرِہِ ۱۰ سورة الانشقاق
او هر هغه څوګ چه ورکړ شی کتاب عملنامه د ده وروسته تر شا د ده (په کیڼ لاس ئی).
فَسَوفَ یَدعُو ثُبُوراً ۱۱ سورة الانشقاق
پس ژر به ناری کړی دی ای هلاکه ای هلاکه (ځما راحاضر شه! دا دی وقت دی).
وَیَصلَی سَعِیراً ۱۲ إِنَّہُ کَانَ فِی أَہلِہِ مَسرُوراً ۱۳ سورة الانشقاق
او ننه به وځی دی بل اور ( د دوزخ) ته چه بیشکه ؤ دی په (دنیائی) اهل خپل کښی خوشاله (په کفر او معاصی غافل له آخرته).

إِنَّہُ ظَنَّ أَن لَّن یَحُورَ ۱۴ سورة الانشقاق
بیشکه ده به یقین کاوه به دنیا کښی داسی چه دی به له سره بیرته نه ګرځی (الله ته او منکر ؤ له بعثه)
بَلَی إِنَّ رَبَّہُ کَانَ بِہِ بَصِیراً ۱۵ سورة الانشقاق
هو! دی رجوع کوی (هرومرو (خامخا) الله ته) بیشکه رب د ده دی په ده شه پوه لیدونکی بینا.

او دغه کتابونه (اعمال نامۍ) به څه دا رنګه وي چې له دوي څخه به وړوکۍ نه وړوکۍ کار هم مخفي نه وي او دا هر څه به پکې شامل وي.

وُضِعَ الکِتَابُ فَتَرَی المُجرِمِینَ مُشفِقِینَ مِمَّا فِیہِ وَیَقُولُونَ یَا وَیلَتَنَا مَالِ ہَذَا الکِتَابِ لَا یُغَادِرُ صَغِیرَۃً وَلَا کَبِیرَۃً إِلَّا أَحصَاہَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِراً وَلَا یَظلِمُ رَبُّکَ أَحَداً
سورة الکهف ۴۹
او کیښودلی به شی کتاب (اعمالنامی په لاسونو د خلقو) پس ګوری به ته ګناهګاران ویریدونکی له هغه نه چه پکښی (لیکلی) دی (له ګناهونو). او وائی به ای هلاکه زمونږ (راشه دغه دی وقت دی) څه حال دی د دی اعمالنامی (ځمونږ) چه نه پریږدی (ګناه) وړه او نه لویه (ګناه ځمونږ) مګر چه حساب کړی ئی دی هغه (ټولی)، او وبه مومی دوی هغه څیز چه کړی وی (په دنیا کښی په خپل مخ کښی) حاضر (لیکلی په اعمالنامه کښی)، او نه کوی ظلم رب ستا پر هیچا (چه کومه ګناه ئی نه وی کړی او وئی لیکی)

کوم مسلمان به دا رنګه وي چې د ګناه په ترسره کولو د هغه تشهیر وکړي یا د کولو نه پس مړه کیدل خوښ کړي او بیا خپله عمل نامه د شا پلو څخه په چپ لاس واخلي او د همیشه او یا د ډیر زیات وخت لپاره په ډیر زیات بلیدونکي او شغلۍ پورته کیدونکۍ اور ته ځان واچوي.
زما په دي خبرو که هر څوګ خفه شوې وي نو د خدای لپاره به یې معاف کړي او د همدغه الله لپاره به یې تحمل کړي او د ایمان سره به مسلسل پری غور وکړي.
الله دي زما سره ټولو مسلمانانو ته هم د نیکۍ هدایت وکړي. امین

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاة

------------------------------------------------
گرچہ مکتب کا جواں زندہ نظر آتا ہے
مردہ ہے مانگ لایا ہے فرنگی سے کفن

ہم سمجھتے تھے کہ لائے گی فراغت تعلیم
کیا خبر تھی چلا آئے گا الحاد بھی ساتھ
ډاکټر علامه محمد اقبال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more