د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ .د الذاریات ۴۷ آیت او د ۲۰۱۱ کال د فزیک نوبل جائزه!!!

ahmad bilal
08.10.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة:

د The Royal Swedish Academy of Sciences دا پریکړه وکړه چې د ۲۰۱۱ کال نوبل جائزه باید دریو کسانو ته په فزیک کې ورکړل شي:
اولنې نیمه جائزه
Saul Perlmutter
The Supernova Cosmology Project
Lawrence Berkeley National Laboratory and University of California,
Berkeley, CA, USA ته

او دویمه نیمايي جائزه، دغه لاندینیو دوو فزیک پوهانو ته په شریکه ورکړل شوه:

Brian P. Schmidt
The High-z Supernova Search Team
Australian National University,
Weston Creek, Australia

and

Adam G. Riess
The High-z Supernova Search Team
Johns Hopkins University and Space Telescope Science Institute,
Baltimore, MD, USA

ځکه دوي د سوپر نوا کتنې متطابق دا نوي نظریه ورکړه چې کائناتو کې په ډیره تیزۍ پراخوالې روان ده!!

نور معلومات تاسو د دغې کشف په هکله دلته د نوبل انعام په ویپ پاڼه کې کتلې شئ:

http://www.nobelprize.org/nobel_prizes/physics/laureates/2011/press.html

لاندې لیکنه ، د قرآن اعجازــــ هارون یحیی ، څخه اقباس ده چې تاسو به پری ښه پوه شئ:

خو قرآن څوارلس پیړۍ مخکی د کایناتود پراختیا په هکله داسې فرمایلی و:

...وَالسَّمَاءَ بَنَيْنَاهَا بِأَيْيدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ (47)
اوآسمان مو په خپل قدرت سره ودراوه اوهغه ته پراخوالی ورکوو(الذاريات ۴۷).

څه ډول چې په دې آیت کې لیدل کیږی د سماء کلمه چې آسمان ژباړل شوی دقرآن په ډیر ځای کې راغلی . سماء په فضا اوپراخو کایناتو باندې دلالت کوی. اوپه دی ځای کی هم همدا مانا لری. یعنی چې کاینات پراخوالی مومی د(انا لموسعون) کلمه دا مانالری چې ( موږچې هغه ته مدام پراخوالی ورکوو). موسعون د وسعه له ريښې څخه اخستل شوې یعنی پراختیا ورکول اودله مانا یعنی ډیر دی. بنا پردې دغه جمله وایی چې: موږ آسمان یاکایناتوته ډیرپراخوالی ورکوو. داهغه پایله ده چې اوسنی پوهان پری پوهیدلی.
دشلمې پیړۍ ترپیله پوهان په دې اند ول چې کاینات ثابت طبیعت لری اوتل موجود دی. په داسی حال کی چې نویوڅیړنو ، شواهدو اومحاسبو دمعاصری ټکنالوژی په مټ دا وښوده چې کایناتو پیل درلودلی اوتل به پراخیږی.
دشلمې پیړۍ په پیل کی روسی فزیک پوه الکساندر فریدمن اوبلجیمی ستوری پیژندوکی جورج لمیتر محاسبه وکړه چې کاینات تل دحرکت اوپراخوالی په حال کی دی. دغه خبرونه اومعلومات د۱۹۲۹ کال په لیدنو اوڅیړنو کی تایید شوی. ادوین هوبل امریکایی ستوری پیژندونکی دتلسکوپ له لاری ولیدل چې ستوری اوکهکشانونه تل یوله بل څخه دلرې کیدو په حال کی وی. چې دغه لیدنه اوڅیړنه دستوری پیژندنې په پوهه کی ستره پرمختیا وه. هوبل ومونده چې دستوروپه مینځ کی دفاصلی په زیاتیدو سره دهغو روښنایی سره کیږی. ځکه چې دنوری فزیک له قانون سره سم هغه نور چې دلیدلو دټکی په لور راځی بنفش رنګ نیسی اوکله چې دلیدو له ټکی څخه فاصله نیسی ډیرسور رنګی کیږی. لنډه داچې دهوبل دمشاهداتو سره سم ستوری اوکهکشانونه هره شیبه یو له بله دلری کیدو په حال کې دی . هغه نړی چې هرڅه په هغه کې یو له بل څخه لری کیږی داسی نړۍ وی چې تل پراخوالی مومی. ددې موضوع دلاروښانتیا لپاره فرض وکړۍ چې نړۍ د پوقانې دسطحې په شان ده، هرڅومره چې دغه پوقانه ډېره پو شی په همغې کچې یی دسطحې دمخ ټکی یوله بل څخه لرې کیږی. آسمانې کرې هم کله چې یوله بل نه لری کیږې نو نړۍ پراخوالی مومی. دغه موضوع په نظری توګه دشلمې پیړۍ دوتلی پوه البرت انیشتین له خوا کشف شوه، خو ددې له امله چې دثابتې نړۍ دنظری پلویان ډیر ول انیشتین په خپلې دغې موندنې ډیر ټینګار ونه کړ،چې وروسته ده خپله دغه کړنه دخپل ژوندانه یوه ستره تیروتنه وبلله.
دغه موضوع قرآن هغه وخت ښودلی وه چې تلسکوپ اواوسنۍ ټکنالوژی لا نه وه، داځکه چې قرآن دټول عالم دخالق کلام دی

د قرآن اعجازــــ هارون یحیی


Jirapond
02.09.2015

It is to be full of talk among friends.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more