د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

جنون

ډاکتر څپاند
07.10.2011

جنون
سکيزوفرينيا (Schizophrenia)

دا نارغې چې په روسته پاتو ټولنو کې لاهم دليونتوب،پيرياني او کله ناکله رسيدلي،بيخوده،په خدای مين او ورته نومونو ياديږي يوه رواني ناروغي ده چې دانسان ماغزه پرې مبتلا شي٠

قريب ١% وګړي پدې ناروغۍ اخته کيږي٠دناروغانو ستر اکثريت د ١٥ نه تر
٢٥ کلنئ پورې پدې ناروغئ کرفتار او يوګڼ شمير ئي دژوند تر پايه درملنې ته اړتيا پيداکوي٠

پدې ناروغې د اخته کسانو ماغزه يا دماغ(brain) خپل نارمل وظايف سرته نشي رسولی،پايله ئي د تفکر،احساس او عمل اختلال يا بينظمي ده٠
داناروغان دواقعيتونو د درک او يا بيان ځواک له لاسه ورکوي٠
فکر ئي مختل وي او د مختلفو افکارو تر منځ منطقي ارتباط نشي تعقيبولی٠
دناروغ فکر او وينا په چټکې او غير منطقي توګه ديوې موضوع نه بلې ته ټوپ کوي٠
ناروغ دخبرو او دکلماتو دپرځای استعمال او تسلسل له لاسه ورکوي او په پيشرفته حالت کې مفهوم بايلي٠ دناروغ دوينا او کړنې ترمنځ منطقي اړيکې له منځه ځي،ناروغ ګوشه ګير او منزوي شي،له ځان سره ګړیږي٠
ناروغ داسې يو غږ اوري چې بل څوک ئي اوريدلی نشي،داسې موجودات ويني چې نور خلک ئي ليدلی نشي،دهغو څيره ويني،دهغو سره غږيږي،هغو ته اوامر ورکوي او يا هم دهغو اوامر اجرا کي٠
کيدی شي دا هدايات او اوامر ډير خطرناک وي٠مثلا ناروغ ته ويل کيږي چې
ځان مړ که،يا خپل ماشومان يا ماندينه مړه که او همدا رنګه نور هدايات٠
دبيلګې په توګه يوه ناروغ ته يوه شخص چه ګواکې دخدای له خوا را ليږل شوی هدايت ورکړ چې خپل ټول ماشومان،ميرمن،ورونه او خويندې په ټوپک و وژنه،ځکه چې که هغوئ ژوندي پاته شي،ټول به دوذخ ته ولاړ شي٠
دغه رازناروغ دبوي،خوند او لمس کاذب احساس کولی شي٠
دا ډول غير واقعي احساسونه چې پورته يادشول ،ناروغ ته دهغه د ناروغئ په وجه واقعيت بريښي٠دې ډول احساس ته په طبي ژبه برسام يا hallucination ويل کيږي٠
دسکيزوفريني دناروغئ بل عرض delusion يا واهمه ده،ناروغ غير حقيقي
باور او عقايد لري٠
دبيلګې په توګه ناروغ پدې عقيده دی چې فلانی شخص ماتعقيبوي،د راډيو يا
تلويزيون نطاق زما په هکله خبرونه خپروي،يا داچې دتلويزون له لارې ماته
اشارې کوي يا مخصوص پيغامونه راليږي٠
ځينې ناروغان عقيده لري چې ددوئ ماغزه،تفکر او کړه د يوه بل شخص يا ځواک تر کنترول او ادارې لاندي دي(دا عقايد دمذهبي او کلتوري عقايدو سره
کاملا متفا وت دي٠)
ځينې ناروغان خپل ځان پيغمبر،پادشاه،جمهور رئيس او يا بل کم مهم او دخاص
ماموريت لرونکی ګڼي او کله هم هماغه شان عمل کوي٠

داناروغان ځينې دتعجب وړ حرکات هم لرلی شي٠مثلا ټوله ورځ په يوه پښه
دريږي يا ټوله شپه په سر ولاړ وي!
دناروغ د وينا او کړنې تر منځ منطقي تړاو شتون نلري، منزوي او ګوشه ګير شي٠
دناروغ عواطف له منځه ځي ،مثلا ديوه نږدې خپلوان په غم يا خوښۍ کې برخه نه اخلي او دژوند نه هيڅ خوند نه وړي٠
که د ناروغ درملنه ونشي په تدريج سره دټولنې نه منزوي شي،تولنيز دودونه نه مراعاتوي،خپل روغتيا،نظافت او خوړو ته توجه له لاسه ورکوي اوپه چور "ليوني" تبديل شي٠
پدې ناروغانو کې ډپريشن يا ژورخفګان هم ډير ليدی شي٠
تقيريبا ټول اخته کسان د چلم يا سګرټو دڅکولو عمل لري٠

په سکيزوفرينا اخته ناروغان اکثرا دچرس او بنګ دڅکولو تاريخچه لري٠
ځينې عالمان پدې عقيده دي چې ددې ناروغتيا او دچرسو دڅکولو ترمنځ تړاو شتون لري٠
(دلته دپښتو ژبې يو ډير خوږ ژبی او پياوړی هنرمند را ياد شو،کوم چې په
ځوانئ کې ددې ناروغې په وجه معلول شو٠دده ناروغي دپښتو ژبې د غزل موسيقي په نړۍ کې داسې يوه تشه رامنځ ته کړه چې لا تراوسه احساسېږي٠
نوموړی هنرمند دمرحوم ملنګ جان داشعارو لمړني سرودونه دافغانستان په
راډيو کې زمزمه کړي دي٠)

داخته ناروغانو په کورنۍ او نږدې خپلوانو کې ددې ناروغې تاريخچه ليدل کيدی شي٠داسې برېښي چې د سکيزوفريني ناروغئ په رامنځ ته کيدو کې ارثي
او محيطي عوامل نقش لوبوي٠

سره ددې چې بشر ددې ناروغې سره په زرګونو کلونو اشنائي لرله خو د ١٩
زيږديزې پيړۍ تر نيمائي پورې ئي دهغې په هکله صحيح او درست معلومات
نلرل٠(زموږ په ټولنه کې لا اوس هم چې دسکيزوفرينيا دنارغې د پيژندګلوئ راهيسې قريب ٢٠٠ کاله تير شوي دي،پدې ناروغې اخته وګړي د ليوني او پيرياني په نامه "ميالي صيب"ته وړل کيږي چې هلته د٤٠ ورځو لپاره په
ځنځيرونو تړل او د وچ جواري او مرچکو سره تغذي کيږي٠اويا هم دتعويذ او تومار په مرسته ئي د تداوئ تلاش کيږي٠ځينو ته د مين په نامه واده
هم وشي!)

تشخيص

تشخيص دډاکتر ياهغه څانګپوپه مرسته چې د رواني ناروغيو په هکله کره معلومات لري،وضع کيږي٠دناروغ تاريخچه چې اکثرا دهغه دکورنۍ په مرسته ترلاسه کيږي،دناروغ سره مصاحبه او هغه کتنه،ډاکتر ته موقع
ورکوي چې ناروغتيا او دهغه شدت تشخيص کړي٠
کله ناکله اړتيا پيښيږي چې ناروغ د تشخيص او يا تداوئ لپاره په مخصوص روغتون کې بستري شي٠

دتشخيص لپاره لابراتوري معاينات يا دماغزو عکسونه،د CT او MRI پشمول
داستعمال مورد نلري٠
دعصري طبابت او دارو درملو په مرسته په دې ناروغئ اخته کسان دتداوئ وړ دي٠ځيني کامله او ځيني نور قسمي بهبودي تر لاسه کوي٠ بايد پياد ولرو چې يو ګڼ شمير ناروغان دتل لپاره دوا او مراقبت ته اړ پاته کيږي٠

درملنه

خلک بايد پدې وپوهول شي چې سکيزوفرينيا په دماغ کې د مشخصو کيمياوي موادو دتعادل دنشتوالې په وجه رامنځ ته کيږي٠دا تعادل د دواګانو په مرسته
ممکن دی٠اخته وګړي ليونيان،پيرياني،جندي يا د "نبوغ اورسالت" لرونکي نه
بلکه هغه ناروغان دي چې پيژندنې او مرستې ته اړتيا لري٠
(څوک به ټولنه پدې وپوهوي؟)

Antipsychotics دهغو دواګانو نوم دی چې ددې ناروغې د درملنې لپاره استعماليږي٠هر ناروغ يوې خاصې دوا ته اړتيا لري،ټول ناروغان په يوه دوا
بهبودي حاصلولی نشي٠

دغه راز که امکان ولري،داډول ناروغان بايد ددې ناروغيو دمتخصص يعنې
Psychiatrist په مرسته معالجه شي٠


Tofan Khan
07.10.2011

خیریوسی ډاکټرصاب
د فورم د مزمن مرضی دی سم تشخیص کړای ده خدای مکړه دارو څخه په تنګ نه سی
[quote:a7c1b716d9]په سکيزوفرينا اخته ناروغان اکثرا دچرس او بنګ دڅکولو تاريخچه لري٠ [/quote:a7c1b716d9]


عبد السلام
08.10.2011

دروند ډاکتر څپاند صاحب، سلامونه !
په کوتو او زیار مو برکت شه چې خپله پوه او علم په پوره تواضع د دمحترمو ګډونوال سره شریکوي٠

ډیره مننه


ډاکتر څپاند
12.10.2011

دروند عبدالسلام صيب زما سلامونه هم ومنئ،
ستاسو دنيک نظر نه ډيره مننه٠

زه دطبي مضامينو دليکلو شوق ډير لرم،ځکه چې يو خو زموږ هېواد وال ورته
ډيره اړتيا لري او دويم داچې زه دهمدې هيوادوالو په سيخه مرسته روزل
شوې يم،نو دا يوحق دی چې بايد ادا شي،انشاالله٠


خیریوسی
17.10.2011

Tofan Khanخان صاحب خبره دی بیخی سمه ده په سل کي 70 ګټوره ده
کوردی ودان
خیریوسی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more