د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د طالبانو په اړه د مبارز قرآني او ملا نوروز خان بحث

م . ق
04.10.2011

[color=white:272abee61e]بسم الله الرحمن الرحیم

وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ.

وَإِنَّ فَرِيقًا مِّنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ .

الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ ۖ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ.

لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ غَيْرَ الْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعُوا أَهْوَاءَ قَوْمٍ قَدْ ضَلُّوا مِن قَبْلُ وَأَضَلُّوا كَثِيرًا وَضَلُّوا عَن سَوَاءِ السَّبِيلِ .

فَوَقَعَ الْحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ.

يُجَادِلُونَكَ فِي الْحَقِّ بَعْدَ مَا تَبَيَّنَ كَأَنَّمَا يُسَاقُونَ إِلَى الْمَوْتِ وَهُمْ يَنظُرُونَ.

لِيُحِقَّ الْحَقَّ وَيُبْطِلَ الْبَاطِلَ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُونَ.

لَقَدِ ابْتَغَوُا الْفِتْنَةَ مِن قَبْلُ وَقَلَّبُوا لَكَ الْأُمُورَ حَتَّىٰ جَاءَ الْحَقُّ وَظَهَرَ أَمْرُ اللَّـهِ وَهُمْ كَارِهُونَ.

وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ ۚ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا.[/color:272abee61e]


نوروز خان
04.10.2011

السلام علیکم
ټولو وروڼو ته ښې هیلې او پیروزینې
ښاغلی مبارز قرآني صیب ، ستا لیکنې مې له پخوا څخه لوستې او دامې حس کړې ده چې تاسو دافغانستان داسلامي امارت دمنسوبینو او افغاني طالب العلمانو په اړه یو ځانګړی فکر او قضاوت لرئ او هڅه کوئ دلته هم خپله همدا مفکوره تبلیغ کړئ .
که تاسو دبحث دادب ساتلو او بې ځایه لفاظۍ څخه دپرهیز تعهد کوئ ، او دفورم مشر وطنمل صیب ، دبحث دسم ساتلوتضمین کوی زه به هڅه وکړم ستاسو اندیښنې او انګیرنې ځواب کړم .


م . ق
04.10.2011

[quote:d2e0eaacb8="نوروزخان"]السلام علیکم
ټولو وروڼو ته ښې هیلې او پیروزینې
ښاغلی مبارز قرآني صیب ، ستا لیکنې مې له پخوا څخه لوستې او دامې حس کړې ده چې تاسو دافغانستان داسلامي امارت دمنسوبینو او افغاني طالب العلمانو په اړه یو ځانګړی فکر او قضاوت لرئ او هڅه کوئ دلته هم خپله همدا مفکوره تبلیغ کړئ .
که تاسو دبحث دادب ساتلو او بې ځایه لفاظۍ څخه دپرهیز تعهد کوئ ، او دفورم مشر وطنمل صیب چې دوهم نوم یې ښایي پتوال وي ، چې ستاسو یوڅه انډیوال هم دی ، دبحث دسم ساتلوتضمین کوی زه به هڅه وکړم ستاسو اندیښنې او انګیرنې ځواب کړم .[/quote:d2e0eaacb8]
وعلیکم السلام،
ښاغلي نوروز خان صاحب پخیر راشې، هرکله راشئ، او د جنوبي والو خبره خداي دې راوله.
محترمه، زه د افغاني طالبعلمانو په اړه ځانګړی فکر نه لرم ځکه افغاني طالبعلمان او د امارت (آمریت) منسوبین سره بیل دي زه فکر نه کوم چې ټول افغاني طالبعلمان دې په امارت کې شامل وي، زه پدې یقین یم چې په امارت کې دجنوبي خلک دي چې اکثره یې بیسواده او کم یې دیني طالبان دي.
زه دلته د کومې مفکورې د تبلیغ هڅه نه کوم بلکه د حقیقت ښکاره کولو لپاره هڅه کوم.
زما یواځینۍ هیله داده چې په امارت کې شاملو خلکو ته زما خبرې ورسي او هغوي خپل ځان ته متوجه شي، په خپلو پالیسیانو بیا کره کتنه وکړي، د افغانیت او اسلامیت معیار وساتي، همدارنګه ملي ارزښتونو او ګټو ته ژمن شي، د پنجاب څخه خپله لکۍ پرې کړي او خپل استقلال اعلان کړي، مونږ به سره دخپلو ملګرو او همفکرانو ددوي په اول صف کې ودریږو.
داښه شوه چې تاسو د سالم علمي بحث بلنه راکړه، زه موافق یم او بحث به په سالمه اسلامي او افغاني فضاء کې پرمخ وړو، خو شرط دادی چې تاسو به د امارت رسمي غړی یاست او یا د هغوي نمایندګي کوﺉ او هم کولاي شئ زمونږ انتقادونه ترهغو ورسوﺉ، دوهم شرط دادي چې زما په حق کې به منفي تبصره نه کوﺉ لکه مخکې مو چې ویلي زه تبلیغات کوم او یانورې مرموزې او یاشومې موخې لرم، داسې نه ده بلکه د یو افغان مسلمان په حیث زما هیله او ارمان دادی چې زمونږ طالبان هم د نورې اسلامي نړۍ د طالبانو غوندې ښه سیاستوال، ښه اسلامپال، ښه وطنپال، ښه پوهنپال او مستقل واوسي.
د محترم مشر وطنمل او ښاغلي پتوال صاحبانو په اړه صرف دومره ویلاي شم چې کیداي شي بعضې نظریات مې د يو يا بل سره موافقت ولري نوره هیڅ پیژندګلو سره نه لرو.
کله چې تاسو شرایط ومنل نو زمونږ بحث به په څو برخو مشتمل وي.
۱. اسلامي نظام ، اسلامي تفکر او تاریخ
۲. سیاست، استقلال او ملي ګټې
۳. کلتور، تعلیم او تهذیب
هیله ده چې زمونږ هیلو او ارزوګانو ته مثبت ځواب ووایاست.

په درنښت
مبارز قرآني


نوروز خان
04.10.2011

السلام علیکم
ښاغلی قرآني صیب
باور وکړه هسې بې ځایه او وخت وژونکو بحثونو ته نه یم ورخلاص مګر له ټول مصروفیت او عدم نشاط سره سره دا پرځان لازمه بولم ، چې دطالبانو داسلامي تحریک په نامه دخپل هغه محسن جریان په پت ننګه وکړم ، چې شخصا زمادژوند او فکر په ژغور سربیره یې درست افغان اولس ته په سخته مرحله کې لاس ورکړی ، افغانستان یې له ټوټه کیدو ژغورلی ، او دخدای په دې شهیدپاله خاوره یې څوارلس سوه کاله وروسته دسپیڅلي اسلام نظام مراندې ټینګې کړي دي .
قرآني صیب
دځان په اړه به دومره درته ووایم چې بلې زه له تیرو شپږ اوو کلونو راهیسې دطالبانو داسلامي تحریک غړی یم ، اودهیواد په بیلابیلو سیمو کې مې په پوځي جهاد سربیره داسلامي امارت په ملکي اداراتو کې هم کار کړی دی ، او همدا اوس هم په کې مصروف یم .
زه چې دې بهیر ته راغلی یم باور وکړه چې یوازې په دې خاطر ورسره دنده اجراء کوم چې دافغانستان په سطحه داسلامي نظام داعادې او دهیواد داستقلال ګټلودیوازینی ضامن او مخلص جریان په سترګه ورته ګورم ، دهمدې لپاره مې دخپل عمر او دزدکړو دمهال ډیر ایډیال ارمانونه او هیلې رژولې دي ، او خپل دنیایي او اخروي برخلیک مې دطالبانو تراسلامي تحریک پورې غوټه کړی دی .
ماتل ملګرو ته ویلي دي چې که څوک ما دطالبانو داسلامي تحریک په عدم مشروعیت او جعلیت باندې پوه کړي نو دا به یې راسره لوی احسان وي ، ځکه په دې تحریک کې زما په شمول په زرګونو ځوانان بوخت دي او په ننګه یې ترسرپورته لوبې کوي .
نو راځم مطلب ته
تاسو چې دطالبانو داسلامی افغاني تحریک په اړه په زړه کې کومې پوښتنې او انګیرنې لرئ هیله کوم چې رامیدان ته یې کړئ ، انشاءالله زه به کوښښ وکړم چې په نوبت سره هره ورځ دامهال ( ماخستن ) یې په څيړلو او سپیناوي کې همکاري درسره وکړم


م . ق
04.10.2011

وعلیکم السلام ورحمة الله،
ډیره مننه ښاغلی نوروز خان صاحب چې مثبت ځواب مو راکړو او کم از کم زمونږ یوه هیله مو پوره کړه چې د امارت منسوبین دخلکو ملاحظاتو ته غوږ نیسي او د انتقاد زغم لري.
راځو اول او اهم اصل ته چې هغه د اسلام په مبارک نظام کې د واک ته رسیدلو، امیر ټاکلو او حکومت کولو طریقه ده.
په اسلام کې یو سیاسي نظام دی چې هغه اسلامي خلافت دی چې په هغې کې د درې طریقو څخه په یوه طریقه خلیفه ټاکل کیږي.
دا راته ووایاست چې اسلامي امارت د اسلام په نظام کې کوم اصل او اساس لري؟ د قران او سنتو په رڼا کې او یا د خلفاء راشدینو په تاریخ کې ځکه چې: علیکم بسنتي وسنة خلفائی الراشدین المهدیین.....الخ ( الحدیث).
پدې اړه ما مخکې هم بحث کړی وو چې سالم علمي ځواب یې مالا تراوسه نه دی ترلاسه کړی، تاسو په لاندې لنک کې دغه بحث وګورﺉ.

[url]http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6944[/url]

په درنښت او احترام.
مبارز قرآني


نوروز خان
05.10.2011

ښاغلي ورور قرآني صیب
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
نن بحث فورم ته راغلم ، او غوښتل مې له تاسو سره کړې وعده پرځای او داسلامي امارت دمشروعیت او نامشروعیت په اړه درسره دلائل تبادله وکړم ، خوکله مې چې دعادت له مخې د وروستي راتګ نه وروسته لیکنو باندې کلیک وکړ او ستاسو محترم ځینې لیکنې مې ولوستې باور وکړه سخت وویریدم .
دطالبانو دیوه پخواني خارجه وزیر ( ملامحمد غوث اخوند ) یوهخبره طالبان ترخپل منځ ډیره سره کوي ، چې ویلي یې وه ( په موږ باندې دالازمه ده چې په هروخت کې داسلامي تحریک عزت او درنښت وغواړو او دهمدې لپاره کار وکړو ، مګر دا هم نه شو قبلولای چې په تحریک کې بې عزته شو)
تاسو محترم لیکلي دي
[quote:4c71501e98]ښاغلی قصه خوان خانداني میرزا صیب،
ماخو ستاسو دټول تخریک نوم په اسلام کې چیلنج کړی دی ستاسو یې د ټولو مرتتانو لاس خلاص، راشئ او په دلایلو او علمیت یې راڅخه ثابت کړﺉ، بیابه معلومه شي چې غبی څوک دی، دلته د خپلې بې حیایې قیصې په فخر او شدومد سره کوې څه بلا وهلی یې چې هلته یو څوعلمي دلایل وړاندې کړی او کنه رښتیادې هم ټولې شپې یواځې د هلمندیانو سره تیرې کړې دي.
او هو، زما لیکنې بې اودسه کوونکي دی چې ستاغوندې دیوقصه خوان میرزا په شمول یې د ټولو تالي بانو اودس مات کړی دی.
ما ستاغوندې په مدرسه کې شپه نه ده کړې بلکه کور ته تلم راتلم، او هو زمونږ پیښوریانو به ستاسو دجوماتو هلمندي او کندهاري چڼي خپلو حجرو ته دعوت کول او هلته به یې پرې سپیمه او غویمنډ کولو.
هغه څوک چې زه ورته په هیڅ انسانیت نه یم قایل، او د هغه د ټکولو لپاره دسر نه هم تیر یم زما خوړل خو لاڅه کوې چې یو ویښته به مې هم کوږ نه کړي، البته ما به هغوي ډیر خوړلي وي ځکه خو یې پیژنم چې ډیر بېغرته ،سپک او کم اصل خلک دي.
داچې په تصویر کې څنګه ښکاري همدغسې بې حیا، بې تهذیبه او کونیتوب څخه ډک خلک دي.
نوره مې خله مه خلاصوه په همدې کې به دې خیر وي.
پنجشیریان خو شیران دي چې د یوې وړې درې خلک راپاڅیدل او د جنوب په لویو لویو قومونو حکومت کوي.[/quote:4c71501e98]
مه لتاسوسره وعده کړې وه ، چې دبحث شرطونه اداب به ساتو ، مګر ستاسو همدا وروستۍ لیکنې یقینا زه له بحث څخه پښیمانه کړم ، دغه راز ښاغلی پتوال ( ډاکټر وطنمل ) صیب هم تراوسه زما په خبره غوږ نه دی ګرولی ، نوځکه نه شم کولای ستاسو مهمه او لومړنۍ پوښتنه ځواب کړم
هغه دلوټ شوي ملاصیب په چم
څې کوې څې کوې برحمتک یا ارحم الراحمین


م . ق
05.10.2011

بسم الله الرحمن الرحیم
محترم ښاغلي نوروز خان صاحب،
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
وروره، دا بهانې اوس نه منم، دعوت هم تاسو راکړی وو او ماستاسو ټول شرایط منلي دي،همدې لپاره مې داموضوع د نورو څخه بیله او په ځانګړی عنوان پرانستله، زه د خپلې وعدې مطابق بحث په پوره ادب او متقابل احترام پرمخ وړم، تراوسه مې ستاسو په حق کې کومه بې ادبي نه ده کړې، زه سړي سړي ته ګورم او بیا ورسره هماغسې برخورد کوم، د نورو سره زما بحث په انتقامي غبرګون ولاړ وو چې هغه د هغوي د غلطو او منفي څرګندونو عکس العمل وو، هغه تاسو خپل ځان ته په متوجه کولو سره د وتلو لار مه وباسئ ځکه په هغې کې تاسو نه یاست مخاطب شوي بلکه مخاطب صرف هماغه متقابل لورې وو.
پدې موضوع کې ستاسو بحث د خپل یو سیاسي مخالف سره دی، اوس د سیاست تقاضی داده چې تاسو دلته خپل اسلامي دریځ، اسلامي حیثیت او تشخص ثابت او جوت کړﺉ ځکه تاسو د امارت رسمي غړی یاست او بیا دهغوي نمایندګي کوﺉ نو د بحث څخه پخې سپکول او په پلمو ځان ویستل به ستاسې سیاسي او علمي ماتې وي.
تراوسه خو مونږ د امارت په بنیادي اساس باندې خبرې لا نه دي شروع کړي، نورې ډیرې پوښتنې او ملاحظات خو لاپاتې دي کومې چې په اسلامي نظام کې اساسي رول لري خو امارت دپخو لاندې کړې دي. نو تاسو چې د اسلامي امارت اسلامي اساس او اصل نه شئ ثابتولاي نو بیا خو جوته ده چې اسلامي امارت د اسلام په نظام کې کوم اصل او اساس نه لري، کله یې چې اصل او اساس اسلامي نه وي نو نور نظامونه به یې څه اسلامي شي.
که د قران او سنتو په رڼا او د خلفاء راشدینو په تاریخ کې ددې مخترع امارت اساس نه شئ ثابتولاي بیا نو خپله ملامتیا او پړه ومنئ او په ښه جرات سره اقرار وکړﺉ چې هو زمونږ امارت یو اسلامي نه خو یو افغاني امارت دی او دا د اسلامي ټکی ورڅخه لرې کړﺉ، او که داسې هم نه کوﺉ نو ستاسې زبان حال او سکوت به ددې خبرې اقرار وي.
او دښاغلي ډاکټر صاحب وطنمل او یا محترم پتوال صاحب د رائ یا څرګندونې نه بغیر خو هم تاسو مخکې بحث ته تیار شوې وﺉ او ما څخه مو د پوښتنو غوښتنه کړې وه، لاندې وګورﺉ:
[quote:4b7fa7152a]تاسو چې دطالبانو داسلامی افغاني تحریک په اړه په زړه کې کومې پوښتنې او انګیرنې لرئ هیله کوم چې رامیدان ته یې کړئ ، انشاءالله زه به کوښښ وکړم چې په نوبت سره هره ورځ دامهال ( ماخستن ) یې په څيړلو او سپیناوي کې همکاري درسره وکړم[/quote:4b7fa7152a]
اوس چې ما ستاسې د غوښتنې او بلنې مطابق صرف یوه پوښتنه وکړه نو تاسې څرنګه پر شا ځئ؟ ایا همدا د بحث پاي او نتیجه شوه؟

په درنښت.


pattang
05.10.2011

[color=white:aa6269bca8]دلته هیچا ته اجازه نشته چې زمونږ دبحث ورانولو کوښښ وکړي، پتنګ چې همدغسې یوه ناکامه هڅه یې وکړله خو هڅه یې شنډه شوه، هغه غوښتل چې بحث وران شي او سالم علمي بحث ونشي ترڅو حقیقت واضح نه شي او خلک همداسې په تیارو کې پاتې شي ترڅو پنجاب چې څرنګه غواړي هماغسې استفاده ترینه وکړي.
البته که څوک سمې رغنده، علمي، مدللې او تحقیقي لیکنې کولاي شي نو ښه راغلاست[/color:aa6269bca8]


نوروز خان
05.10.2011

قرآني صیب لیکلي دي
[quote:79d11a8221]که د قران او سنتو په رڼا او د خلفاء راشدینو په تاریخ کې ددې مخترع امارت اساس نه شئ ثابتولاي بیا نو خپله ملامتیا او پړه ومنئ او په ښه جرات سره اقرار وکړﺉ چې هو زمونږ امارت یو اسلامي نه خو یو افغاني امارت دی او دا د اسلامي ټکی ورڅخه لرې کړﺉ، او که داسې هم نه کوﺉ نو ستاسې زبان حال او سکوت به ددې خبرې اقرار وي[/quote:79d11a8221]
ښاغلی قرآني یوه ټوکه لا درسره کوم هیله ده په ټوکه یې واخلئ
کله چې دطالبانو پاچاهي په زوال شوه ، نو په هره سیمه کې پخواني جګړماران راپورته شول ، په دې مابین کې په زابل کې دحزب اسلامي تښتیدلی قومندان حمیدالله توخی هم په امریکایي ګزمه کې په خورا درب راغی ، او دقلات بالاحصار ( غونډ ) یې اشغال کړ ،څنګه چې توخي ډیر قوم پال خلک دي نو ډیرو خپلو قومیانو ته یې په همدې غونډ کې میلمستیا وکړه ، په دې میلمستیا کې دطالبانو وتلی قومندان په زابل کې دجهاد مجدد ( شهید ملا روزي خان عاکف توخی ) هم ورغلی وه ، وایي دمیلمستیا په مهال حمیدالله توخي په ملا روزي خان باندې پټکې کولې او دنوموړي دزهیرولو هڅه یې کوله ، ملا روزي خان چې دحمیدالله دا ناځواني کشف کړه نو په ډک مجلس یې کې ورته وویل چې دغه پټې بلاوې ( امریکایان ) دې پرده دي کنه بیا زه ستا په چاره پوهیدلم !!! ( البته داخبره یې په نورو عامیانه الفاظو ورته کړې وه چې دلته راوړل یې مناسب نه بولم )
نو قرآني صیب تاسو هم دخپل قلم هغې بلې خواته دعاوې کوئ ، چې داسې هوسا مو په فتوحاتو !!؟؟ نازوي ،که ستاسوسره له یوه آبرومن بحث څخه زه ډاډه وای باور وکړه یاد مسائل مې درسره څیړل ، ځکه ستاسو سوالونه لومړني نه دي بلکې دلته بیا بیا خبرې پرې شوي دي .
ماچې له تاسو سره دبحث وعده کړې ده ، دهمدې فورم ډیر مشرانو او هوښیارو ملګرو راته شخصي پیغامونه لیږلي دي او له دې خوارۍ یې راګرځولی یم ، له دې څخه معلومیږي چې ترڅو تاسوپه چلند کې یوڅه بنیادي تساهلات نه وي کړي له تاسو محترم سره بحث کول یانه کول خپل ددې وړ موضوع ده چې په ټول افغان کې کې بحث پرې وشي .
نور په دې بحثونو کې دناکامۍ او بریالیتوب خبرې نشته ، زما دمعلوماتو له مخې ټول افغان په تیرلس کلن سفر کې هيڅ ګټونکی نلري ، مګر هغه ګټونکي چې په وړاندې یې توره غورځول او میدان پريښودل ترڅوستره دنیوي او اخروي ګټنه وي .
په درنښت


م . ق
05.10.2011

بسم الله الرحمن الرحیم،
ښاغلي نوروز خان صاحب، ډیره د افسوس خبره ده چې تاسو د علم او اسلام د سترو دعوو سره بیاهم نشئ کولاي علمي او مدلل بحث وکړﺉ او همیشه د خپل عادت له مخې په تشو قیصو، ټوکو، متلونو او دبل په استهزاء ځان تیرباسئ.
دلته تاسو په زوره دا هڅه کوﺉ چې بحث بیخي شروع نه شي او یا کم از کم وران کړل شي ترڅو خبره دلایلو ته لاړه نه شي.
تاسو په خپلې وعدې هم ایفاء ونه کړله او بیامو هم منفي تبصره وکړله چې دا د حقیقت په اثبات کې ستاسو دخلوص د څرنګوالي وضاحت کوي.
د یو مسلمان او پښتون په حیث ما درته پوره تعهد او ژمنه درکړې ده چې بحث به د ادابو او احترام په چوکاټ کې په مخ ځي، پریږده چې زما پښتونولي او ژمنتیا هم جوته شي.
زه د قلم په بل لورې هیڅوک هم نه لرم، والله اعلم چې ستاسو څه مراد دی، یعنې د زور خبره کوﺉ که څنګه؟ زه خو په زور باور نه لرم بلکه په علمي او مستندو دلایلو او حقیقتونو باور لرم.
په هر صورت تاسو وایاست چې زما سوالونه لومړني نه دي نو تراوسه خو زما دسوالونو پیل هم نه دی شوی په دغه یوسوال کې هم ډیر نور سوالونه ځاي پرځاي دي خو هغه به ستاسو د ځواب نه وروسته روښانه شي.
او داچې هوښیاران مو د بحث څخه منع کوي نو هغوي پوهیږي چې دا مباحثه د چا په ګټه او دچا په زیان تمامیږي، هغوي اصلا نه غواړي چې حقیقت روښانه شي.
که ددې سوال مدلل او معقول ځواب ونه کړﺉ نو نتیجه واضحه ده چې امارت یوه غیراسلامي طریقه ده چې په اسلامي نظام کې اساس نه لري.

په درنښت.


م . ق
06.10.2011

بسم الله الرحمن الرحیم

ښه ملا صیب عبدالستار نوروز خان، بالاخره چې تاسو ترنن ماسخوتن پورې د اولني سوال ځواب ونه کړو نو په زبان حال سره مو پدې اقرار وکړو چې امارت یو غیراسلامي طریقه ده لکه د سلطنت او جمهوریت غوندې او په اسلامي نظام کې هیڅ اصل او اساس نه لري.
اوس ستاسې د بلنې او غوښتنې مطابق چې ویلي مو وو:
[quote:2196fe2596]تاسو چې دطالبانو داسلامی افغاني تحریک په اړه په زړه کې کومې پوښتنې او انګیرنې لرئ هیله کوم چې رامیدان ته یې کړئ[/quote:2196fe2596]
دغه ده بله پوښتنه درمیدان ته کوم وبه ګورم چې د حقیقت او حقانیت په آینه کې او د قرآن او سنتو په رڼا کې یې څرنګه ځوابوﺉ، هیله ده چې ددې پوښتنې ځواب به ولرﺉ.

د خلفاء راشدینو او اسلامي تاریخ له مخې امیرالمؤمنین خلیفه ته ویل کیدل، هغه خلیفه چې د ټولو مؤمنانو امیر به وو، د ټولې اسلامي نړۍ امارت به یې کولو او دټولو مؤمنینو د شوری او یا مخکیني خلیفه لخوا به ټاکل شوی وو.
اوس چې تاسو خپل امیر المؤمنین ټاکلی ایا دا خلیفه دی؟ ایا هغه د ټولو مؤمنانو امیر دی؟ ایاهغه د ټولو مؤمنانو د شوری لخوا ټاکل شوی دی؟ اویا داچې هغه د مخکیني خلیفه لخوا ټاکل شوی دی؟
که داسې نه وي نو بیا څرنګه امیر المؤمنین شو؟؟ ایا مناسبه نه وه چې د افغاني امارت امیر مو بللاي واي ځکه د اسلام په تاریخ کې هم هغه امراء او حاکمان چې د مختلفو اسلامي بلدونو لپاره به ټاکل کیدل امیر به بلل کیدو.
هیله ده چې ددې پوښتنې به درسره مدلل او اطمینان بخش ځواب وي ترڅو زمونږ انګیرنې هم ورکې شي او کنه نو بیا به هم زبان حال فیصله کوي.

ډیره مننه او درنښت


طالب ISI
09.10.2011

مبارز قرآنې صاحب ، هیله ده چې نوروز خان ورور سره مو بحث کومې پایلې ته ورسیږي. خو زه یې بنده بولم! چې کومه پایله به ولري. ځکه دوی دلایل نه لري، نو څنګه به تا سره بحث وکړي. پاکستانې سیاسې څیرې چیغې وهي، چې دوی د پنځمې صوبې په نامه بودیجه لرله، نو مطلب دا د پنجاب له طرفه د افغانستان لپاره امارت وو، نو امیر د مومنانو خو به خود په خوده په جعلي توګه ټاکل کیدو.

اصلآ اسلام د افغانانو د سطحې څخه یو ډیر لوړ دین دی، زمونږ ملانو اصلآ د دین ځینې برخې ، کلتور او خپل سوچ سره یوځای کړی بیا ورته اسلام وایې.دوی ته د دین ستنې نه بلکې ددین واینه ویلی شو ،چې په خلکو چتونه را غورځوي.
نو چې ملان مو اسلامې نظریه نه لرې، بلکې د اسلامې سلاټې نظریه ورسره وي، د هغه سره به څه بحث وکړې. دوی چې لکه ملا صاحب ضعیف د پاکستانې چارواکو پو سیله بې عزته شي، ورټل شي، بیا یې ماغزه سرته ورځې.

په مونږ افغانانو کې یو فکري غربت موجود دی، چې دغه غربت بیا په ملا او عامې ، تعلیم یافته ټولو کې شته. د مثال په توګه نن خلک ربانې ته د صلحې شهید وایې، شاید ریښتیا به یې هم په دغه عمر کې د صلحې لپاره کار کاوه. خو دیرش ، پنځه دیرش کاله مخکې همدغه ربانې ، پاکستان ته لاړ ، او د یو فعال دولت په ضد یې کار پیل کړ، مطلب مې د داودخان دولت دی، مطلب طالب چې نن کوم کار له ده سره وکړ، البته د پنجاب په مشوره، یا امر، ربانې دغه کارونه ډیر پخوا کول، خو زمونږد یوه پروفیسر عالم چې دیرش کاله وروسته ماغزه کار کوي، او دوست او دښمن پیژنې، یو ساده عام وګړی، چې د طالبانو د دوه، دریو ترانو په آوریدو، د جنسې شوق په مقصد له حورو سره د یوځای کیدو، د کوم پولیس له خوا له ځوریدو، یا اقتصادي مشکلاتو په سبب په جنګې طالب بدل شي، نو هغه لپاره خو بیا شپیته کاله پکار دي، تر څو په خبره پوه شي.


نوروز خان
09.10.2011

مبارز صیب
زما دریځ مو ښایي فهمولی وي ، یوځل بیا هم وایم ترڅو مو چې خپلې لیکنې داسې http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6608
نه وې کړې ، دځواب تمه رانه مه لرئ .
ددې بحث له پیل څخه زما یوه موخه دا وه چې ستاسو کردار چې ټول افغان یې له سقوط سره مخ کړی دی ، بدل کړم ترڅو مو چې دتېر غوندې یوځل بیا توبه نه وي ایستلي او له جهر بالسوء نه مو عملا پښیماني نه وي ښکاره کړې .
تاسو دبحث وړ نه یاست
په پوره درنښت


حلیم
09.10.2011

وروڼو سلام،
د بحث دوام ته ډیر په تلوسه کې وم، او هر ځل به مې یې په عنوان کلیک کړل چې یو ځأ وګورم دې دواړو څه ګلان وکرل.
خو،
داسې راته ښکاري چې مبارز صیب په هیڅ کې ترې وګتله!،- پدې تمه چې نوروز خان د خپلو عالمانو څخه هغه که پنجابی دي یا افغاني او یا هم سعودي (ځکه دوی د اسلام سرحد نلري په نامه زموږ وطن برباد هم کړ) - زر تر زره کمک ترلاسه کړي او ځانته یوه پوزه کیږدي.

او شهیر وروره، ستاسو خبرې تر ډیره پرځای دي، خو د ملا ضعیف مثال نه درسره منم.
هغه تر اوسه هم پوره ندی سم شوی، که څه هم مخکې یې د ( بنسټیزو ستونزو حل لارې -http://www.tolafghan.com/posts/22526) په نوم کتاب کې یې د تعلیم یادونه هم کړیده، خاصتا د نجونو؛ چې دا یو نوی فکر دی چې پدې کوهنه پیخانو کې را ټوکیږي، خو لاهم وخت په کار دی چې پنجاب لدینه زیات زیاتی راسره وکړي کوم چې ملاضعیف د قدرمن اسلام برباد لخوا سپک او خرڅ شو.
خدایه! د هغه قربانۍ نه مې وساتې چې ستا د رضا لپاره ستا خلکو ته دوزخ شم، او ستا د دین د خدمت په نیت ستا دین تباه او برباد کړم!، او خدایه په هغه ګناه مې مه نیسه چې ستا د جاهل بنده له ظلمه کافر ته پناه یوسم - آمین ثم امین!!!


عادل عادل
09.10.2011

السلام علیکم

[quote:ba240907bf]او خدایه په هغه ګناه مې مه نیسه چې ستا د جاهل بنده له ظلمه کافر ته پناه یوسم - آمین ثم امین!!![/quote:ba240907bf]

پوهېژې خو چې ګناه ده،،،، :)

بیا هم د قدر وړ یاست ځکه چې ،،، که مو خدای مکړه داسې ویلی چې خدایه په دې عمل چې د جاهل؟ بنده له ظلمه؟ کافر ته پناه وړم،،، اجرونه راکړې:)


هوتک
09.10.2011

[quote:513a6d36a6="حلیم"]
داسې راته ښکاري چې مبارز صیب په هیڅ کې ترې وګتله![/quote:513a6d36a6]‎‏ خدای ج دې در روزې کړې ،


پتوال
10.10.2011

درنو ورونو !
نظر ، موقف او عمل هغه وړونکی او معقول وي چې تکاملي وي، نه شنډ او نامعقوله نظر يا عمل . تاسو وګورئ د هر پيغامبر نظر تر هر بل نظر
تکاملي، معقول ، آزادي بخښونکی او ژغورنده نظر و، نو ځکه يې ټولنې ته تغير ورکولای شو . الهي احکام خو يې بالکل اصول او معيارونه وو .
په اسلام کې شنډ او بې ثمره نظر نشته، نو هغه څوک چې شنډ او غير تکاملي نظر لري او هغه پر اسلام ورتپي ، معلومدار چې د اسلام په نامه يې دفاع
نشي کولی . کاش چې طالبان ورونه په خپل طالبيت ، په تيره په خپل سياسي طالبيت له سره غور وکړي ، شنډاو شنډونکې افکار ترې وباسي
انشا الله هدايت به يې په برخه او اسلام ، وطن او افغان ملت ته به د سترو خدمتونو جوګه شي ، خو که په پټو سترګو
همدغسې د دوښمن په مشرۍ خپلو هڅو ته دوام ورکړي قدرت ته د رسېدو په صورت کې به هم آزادي نيمګړې ، وطن به وران، ملت به برباد
او اسلام به هم شنډ کاندي ! دوی بايد هر اړخيزه جهاد او سياسي مبارزه وکړي او په هر اړخ کې تکاملي اسلامي ، ملي او ټولنيز نظر وړاندي
متاسفانه چې تر اوسه په دې ځنډ نه منونکي هدف نه دي بريالي شوي ، بلکې ترې محروم او بي برخې پاتې شوي دي ! والسلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !


م . ق
11.10.2011

[quote:b2f7897f4e="نوروزخان"]مبارز صیب
زما دریځ مو ښایي فهمولی وي ، یوځل بیا هم وایم ترڅو مو چې خپلې لیکنې داسې http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6608
نه وې کړې ، دځواب تمه رانه مه لرئ .
ددې بحث له پیل څخه زما یوه موخه دا وه چې ستاسو کردار چې ټول افغان یې له سقوط سره مخ کړی دی ، بدل کړم ترڅو مو چې دتېر غوندې یوځل بیا توبه نه وي ایستلي او له جهر بالسوء نه مو عملا پښیماني نه وي ښکاره کړې .
تاسو دبحث وړ نه یاست
په پوره درنښت[/quote:b2f7897f4e]
ملاصیب نوروز خان السلام علیکم،
جنابه، تاسو خو خپل دغه دریځ مخکې په خپلو لومړني شرايطو کې نه وو وړاندې کړی، اوس موڅنګه دریځ دومره زر تغیر وموند؟ ستاد لومړنی بلنې او غوښتنو په وخت کې خو هم زما هغه لیکنې پر لیکه وې ولې مو په لومړی ځل چې ماته مو د بحث بلنه راکوله دغه خبره نه کوله؟ تاچې کوم شرایط وړاندې کړي وو هغه ټول مامنلي دي او دهیڅ یو څخه مې هم سرغړونه نه ده کړې، اوس دا بهانې او پلمې دڅه لپاره؟
هو ښکاره ده چې تابه غوښتل په خپلو څو تشو بې دلیله، غیرمستندو قیصو، متلونو او ټوکو زما مدلل، اسلامي، علمي اوسیاسي دریځ بدل کړې خو د خوړ کاڼي پاسته نه دي ګنې ګیدړانو به یوهم نه وو پریښی، خو ستاد موخو برعکس ستاسو علمي او اسلامي تشخص او حیثیت د سوال لاندې راغلو ځکه پرشاشوې، اول دې یو قسم او بیا دې بل قسم پلموته لاس واچولو، ددې ټولو څخه دا په څرګنده جوتیږي چې ستاسې موخې نه اسلامي دي او نه افغاني او نو مو هدف حق او حقانیت ته تسلیمیدل دي بلکه موخې مو دپنجاب او انګلیس منطقوي شومو سیاسي موخو ته رسیدل دي، د اسلام نوم هماغسې یوه دوکه او فریب دی لکه په بچه سقاو باندې چې انګریزانو د خادم دین رسول الله نوم ایښی وو.
کچیرته تاسو خپلې ډلې ته د یوسیاسي او اسلامي حزب غوندې نوم وړکړی وو نو بیا هیڅ مشکل نه وو خو افسوس دادی چی نه علم درسره شته او نه سیاسي بصیرت او نه حق ته د تسلمیدلو ظرفیت.
په هرصورت اخر دې هم داثابته نه کړله چې اسلامي امارت کوم اسلامي شی دی او نه دې د امیرالمؤمنین اسلامي حیثیت ثابت کړلو بس د بوسو لاندې اوبه تیروﺉ، آفرین روزي مو شه دغه اسلامیت چې خپله اسلام ورته حیران دی.

زما کردار ټول افغان او دټولو افغانانو مسلمانانو ذهنونه د حقیقت او حقانیت په رڼا ځلولي دي، تاسو دې اړ یاست چې خپل عملي کردار مو بدل کړﺉ او داسلام په حقیقي تعالیمو، اصولو او اساساتو عمل وکړﺉ، او هغه انحراف چې داسلام دمبانیو څخه مو کړی توبه نصوحه وباسئ.
ټول افغان د سقوط سره نه دی مخامخ بلکه په علمي ډګر کې تاسو او ستاسی ناروا استدلال د سقوط سره مخامخ دی.

راځم بل سوال ته: (زه او ټول لیدونکي پدې پوهیږي چې هیڅ معقول او مدلل ځواب یې نه لرﺉ خو زه درباندې خپل دلیل او حجت قایموم لکه څرنګه چې د قیامت په ورځ به یې هم درباندې همدا قرآن مجید قایم کړي انشاء الله).

د عامو مسلمانانو وژنه یوه ګناه کبیره ده او د دوزخ په اور کې د خالد او مؤبد عقاب موجب ګرځي لکه عظیم الشان قرآن مجید فرمایي:
وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّـهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا.
ترجمه: او چاچې ووژلو یو مؤمن په قصد سره پس د هغه جزا جنهم دی چې همیشه به پکې وي او د الله غضب به ورباندی وي او الله پرې لعنت وايي او ډیر غټ عذاب یې ورته تیار کړی دی.
تر دې پورته سزا به نوره څه وي او تر دې پورته وعید به نور څومره وي.
کله چې د الله په نزد یو مؤمن دومره قدر او منزلت لري نو بیا تاسو چې کله په ړندو بمونو او راکټونو او یا هم په فدایي حملو کې عام مسلمانان وژنئ سره ددې نه چې ښه پوهیږﺉ او یقین لرﺉ چې یو پولیس به ووژل شي یانه خو د عامو مسلمانانو شهادت پکې یقیني دی نو ایا ستاسو دغه قتل قصدا نه دي؟؟ او پدې څه دلیل او کوم جواز لرﺉ چې د یو حربي لپاره په لسګونو نور مسلمانان وژل روا دي؟؟ او دا که قتل عمدي نه وي بلکه قتل خطاء یا شبیه باالعمد وي نو بیا تاسو کوم مقتول ته دیت ورکړی دی او ورکوي یې؟؟
که د حربي وژلوپه مقصد د نورو مسلمانانو د وژنې د جواز لپاره د تاتاریانو د وخت فتوي ورکوﺉ نو هغه بیل صورت وو او دا بیل صورت دی، دا او هغه صورت سره هیڅ مشابهت نه لري.
الله دې درته د اسلام د حقیقي ماهیت او اصلیت پیژندلو هدایت وکړي.
وما علینا الا البلاغ المبین.



ع کريم حليمي
14.10.2011

د حق د لاري مبارزینو ته سلام او احترام په عرض رسوم

عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ إِذَا رَأَيْتَ أُمَّتِي لَا يَقُولُونَ لِلظَّالِمِ مِنْهُمْ أَنْتَ ظَالِمٌ فَقَدْ تُوُدِّعَ مِنْهُمْ

د پرون ورځي‌ خانان ظالمان وه ،‌ د نوي ورځي‌ خان ئې ظالم دی
الله دي رحم وکړي‌ ، ډیر ژیر ده چه توده اسلحه او د مړژوانده سیاسي دین رهبري به ئې له لاسه ولوېږي ، ولي چه د ظلم او ظالم عمر لنډ وي‌

د ريـــــــــا د زاهــــــــــدۍ زمـــــــــا تـــــــوبه ده
چـــــــــی یـــــې کاندي څوک په رســـــــم ؤ په عـــــادات

پـــــه ورځ پــــند او نصيحت وايي و بــــــل ته
پــــــه شـــــپه نـــــاست وي د مـــــــــغان په خرابـــات

ديــــن يې دام وي د دنيــا په لار کښي ايښئ

پــــــرې را اړوي وحشـــــــــيان د مـــــخلوقــــــــــات

د نن ورځي د طالب ، سیاسي حرکت ، دا ظلم دئ پور قوم


..Ahmadzai
14.10.2011

قَالَ أَحْمَدُ :

[color=indigo:7f0f0ea74f] وَالْمَعْنَى فِي هَذَا : أَنَّهُمْ إِذَا خَافُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ مِنْ هَذَا الْقَوْلِ فَتَرَكُوهُ كَانُوا مِمَّا هُوَ أَشَدُّ مِنْهُ ، وَأَعْظَمُ مِنَ الْقَوْلِ ، وَالْعَمَلِ أَخْوَفَ ، وَكَانُوا إِلَى أَنْ يَدَعُوا جِهَادَ الْمُشْرِكِينَ خَوْفًا عَلَى أَنْفُسِهِمْ ، وَأَمْوَالِهِمْ أَقْرَبَ ، وَإِذَا صَارُوا كَذَلِكَ فَقَدْ تُوُدِّعَ مِنْهُمْ ، وَاسْتَوَى وُجُودُهُمْ وَعَدَمُهُمْ . [/color:7f0f0ea74f]

رقم الحديث 7036
شعب الإيمان للبيهقي


م . ق
27.10.2011

[quote:ae182e7be0="ع کريم حليمي"]د حق د لاري مبارزینو ته سلام او احترام په عرض رسوم

عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ إِذَا رَأَيْتَ أُمَّتِي لَا يَقُولُونَ لِلظَّالِمِ مِنْهُمْ أَنْتَ ظَالِمٌ فَقَدْ تُوُدِّعَ مِنْهُمْ

د پرون ورځي‌ خانان ظالمان وه ،‌ د نوي ورځي‌ خان ئې ظالم دی
الله دي رحم وکړي‌ ، ډیر ژیر ده چه توده اسلحه او د مړژوانده سیاسي دین رهبري به ئې له لاسه ولوېږي ، ولي چه د ظلم او ظالم عمر لنډ وي‌

د ريـــــــــا د زاهــــــــــدۍ زمـــــــــا تـــــــوبه ده
چـــــــــی یـــــې کاندي څوک په رســـــــم ؤ په عـــــادات

پـــــه ورځ پــــند او نصيحت وايي و بــــــل ته
پــــــه شـــــپه نـــــاست وي د مـــــــــغان په خرابـــات

ديــــن يې دام وي د دنيــا په لار کښي ايښئ

پــــــرې را اړوي وحشـــــــــيان د مـــــخلوقــــــــــات

د نن ورځي د طالب ، سیاسي حرکت ، دا ظلم دئ پور قوم[/quote:ae182e7be0]

ډیر دروند او محترم مشر عالم حلیمي صاحب،
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
زما سلامونه، احترامونه او نیکې هیلې هم ومنئ اګرچې ځواب مې ډیر وروسته درکړو هیله ده چې ومې بخښئ.
تاسو ډیر ښه او د موضوع مناسب حدیث رانقل کړی الله دې اجر درکړي.

د نورو ورونو د معلوماتو لپاره د حدیث معنی داده چې: کله چې تاسو زما امت ولیدو چې ددوي ترمینځ ظالم ته یې داسې نه ویل چې ته ظالم یې نودوي به همدې ظالمانو ته وروسپارل شی، یعنې د الله مرسته او اعانت به ورڅخه پرې شي.
پدې اړه نور احادیث هم راغلي لکه دا حدیث چې انصر اخاک ظالما او مظلوما......الخ یعنې د خپل ورور ظالم یا مظلوم سره مرسته وکړه، د ظالم سره مرسته داده چې دهغه لاس ونیسه ترڅو نور ظلم ونه کړي او همدا دهغه حدیث معنی ده چې کچیرته تاسو یو منکر کار ولیدو نو په خپل لاس یې منع کړﺉ او که په لاس مو وس نه وي نو په ژبه یې منع کړﺉ.............

الغرض حق خبره داده که هدف چیرته واقعا اسلامي جهاد وی نو باید په اسلامي طریقه وشي ،کچیرته هدف واقعا اسلامي خلافت قایمول وی ( امارت خو کوم اسلامي شی نه دی) نو باید په اسلامي طریقه وشي، اسلام یو مکمل دین دی او دهر شي لپاره اساسات، اصول، ظوابط او شرایط لري.
یو کار چې په اسلامي طریقه نه وي نو هغه مردود دی لکه څوک چې حج کوي خو د شیطان په ځاي کعبه په کاڼو ولي او یا دکعبې نه د طواف په ځاي دجمراتوڅخه طواف کوي.
که څوک هرڅومره ډیر لمونځونه کوي خو قصدا یې قبلې ته شا ورګرځولي وي لمونځ به یې قبول نه شي. او داسې نور ډیر مثالونه
او څوک چې ځان متجاهل کړي نو بیا په ډیران لمونځ کوي او وایي ما چې لمونځ کاوه نو کیده. ځکه نو عبدالرحمان بابا بې ځایه نه دي ویلي چې:
د مکې په بزرګۍ کې هیڅ شک نشته
ولې خر به حاجي نه شي په طـــــــــواف
او که په سل دریابه غسل د ځان وکړي
ګمان مه کړه چې به سپی شی پاک وصاف

مننه او درنښت
مبارز قرآني


larghonay laraway
30.10.2011

السلام عليکم!
مبارز قرآني صيب مبارک دې شه!
په رښتيا چې د دليل او منطق زور هيڅ شی نه لري!
ما ډېر مخکې ليکلي چې د طالب له وړۍ نه شړۍ کېږي ځکه چې د علم د زده کړې په برخه کې د دوی رهبر يو مجهول الهويت دی. حتی د ابتدايي ديني مدرسې د فراغت سند هم نه لري نو تاسو فکر وکړئ چې د يو جاهل رهبر د رعيت به څه حال وي؟
زما په نظر خو د ملاعمر امامت هم صحيح نه دی ځکه چې قرأت يې سم زده نو خلافت، امارت او مشرتوب خو ډېره ستره خبره ده.


نوروز خان
31.10.2011

[quote:ebc91bcbd2="larghonay laraway"]السلام عليکم!
مبارز قرآني صيب مبارک دې شه!
په رښتيا چې د دليل او منطق زور هيڅ شی نه لري!
ما ډېر مخکې ليکلي چې د طالب له وړۍ نه شړۍ کېږي ځکه چې د علم د زده کړې په برخه کې د دوی رهبر يو مجهول الهويت دی. حتی د ابتدايي ديني مدرسې د فراغت سند هم نه لري نو تاسو فکر وکړئ چې د يو جاهل رهبر د رعيت به څه حال وي؟
زما په نظر خو د ملاعمر امامت هم صحيح نه دی ځکه چې قرأت يې سم زده نو خلافت، امارت او مشرتوب خو ډېره ستره خبره ده.[/quote:ebc91bcbd2]
لاروی صیب پس له ډیره وخته سلامونه
تاسو ته دې هم مبارک وي ، ځکه کوم کار چې تاسو له ټول مسلکیتوب سره نه وه کړی ، مبارز صیب دخپلې ښکنځلمارې مبارزې په مټ ډیر اسانه ترسره کړ، له ماسک وهلو څیرو په پتوالي ټول افغان کې دا ډول فتحه ښایي عملي وي ، خو په پتمن افغانستان کې یې ترباندې د ط ټکی کړې ، ګومان مې نه شې چې همدا ټول افغانی ایمان دخپل کلي په جومات کې تېر کړې ، او یوه ورځ دې دکلیوالو ترمخ په مشرملاصیب کې بد شخوند ووهې .
ما ډیر وړاندې اعلان کړی وه چې

هیڅکله له یوه . . . سره بحث مه کوئ ، ځکه هغه به مو لومړی له خپلې شریفانه اېریا نه . . . ایریا ته له ځانه سره کوز کړي ، او بیا څنګه چې هغه په همدې . . . ایریا کې مسلکیتوب لري ، ښه خوندوره ماته به په کې درکړي .
ما الحمدلله تراوسه له دې شکست څخه ځان ساتلی دی



ع کريم حليمي
31.10.2011

[quote:b2f861d63b] ترباندې د ط ټکی کړې[/quote:b2f861d63b]
هو ! بعضي افغانان د ط له ټکي بد وړي ، که ټکي ته اجازه ورکړئ ، نو با هر څه ظاهر کیږي


خان آغا
31.10.2011

‎[quote="ع کريم حليمي"][quote:0cc511b1b3] ترباندې ، نو با هر څه ظاهر کیږي[/quote:0cc511b1b3]‎لکه الله تعالی چه ستا اعمال موږ ته ظاهر کړې دې ، ‏


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more