tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

ولسواکې که الله واکې ؟
پاڼي ته لاړ شئ شاته  1, 2, 3, 4, 5  مخکي
 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري

دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2703
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   دسمبر   09, 2011 3:13 pm    عنوان   : Reply with quote

محترم مبارز قرآني صاحب ، دلته چه تاسو لیکني کوئ ، د دغه ځای نو بحث فورم نومېږي ،‌د بیان فورم نه نومېږي ، که بحث کول غواړئ نو ضرور به
زما له لیکني څخه زما غلطه او د شریعت نه مخالفه جمله را اقتباس کړه
که اقتباس تری ونکړي نو کوم اصول چه مالیکلی معنیٰ ئې دا ده چه رد کړيدي دي نه دي ، نو موافق يي‌ !!!!
کله چه مي ستاسو جواب ترلاسه کړو نو بیا به زه ټولي هغه نادرستي جملې به دي درته اقتباس کړم او تصحیح به یی درته وکړم
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
پتوال
ستوري
ستوري

دغړيتوب نېټه: 15 جنوري   2011
ليکنې: 1039

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   دسمبر   09, 2011 8:44 pm    عنوان   : Reply with quote

محترم استاد مولینا حليمي صاحب، منلو دوستانو او ګرانو لوستونکو
السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !

"مبارز قرآني صيب ليکي :
اقتباس:
مروج جمهوریت او اسلامي نظام
په اسلامي نظام کې ضروري نده چې هر قوم، ولسوالي یا ولایت دې یو نماینده ولري

که ضرورري نه وي نو منع به هم نه وي، نو که ټولنه ورته اړتيا ولري بايد ولسټاکلي استازي ولري ! ولې زما په اند خو اسلام يې هم اړين بولي په دې معنی چې :
اهل حل او عقد موندل او مشورو ته يې رابلل اړين دي ، دغه ښاغلي ديني مجتهدين هم نه وو او نه د ديني مسايلودحل له پاره راغوښتل کېدل،
بلکې د لويي جرګې په شان يې د ولس د ژوندانه مسائيل ، ستونزې او شخړې يې حلولې او خبره يې غوټه کولی شوه ، چې هم حل اوهم عقد ورته وايي .
مثلا ً د امير ټاکل يې غوټه (عقد) او نورې پرېکړې يې ښايي د مسايلو دحل پريکړې ګڼل کېدلې !
راځو دېته چې هغه وخت ژوند ساده او او ناغوړېدلی و ، د امير په ټاکلو او واک ورکولو چې هغه په اصطلاح خپله کابينه يعنې حکام وټاکي بسنه کېدله .
د ميرويس خان او وروسته د احمد شاه بابآ ټاکل هم د شېرسرخ په لويه جرګه کې په ورته ډول شوي دي . د وخت په تيرېدو، له تکامل او پرمختګ
سره همدغه اصل او پرينسيپ هم وغوړېدۀ د حل او عقد خاوندان هم د پلويانو له خوا په رايو ټاکل اړين شول ، ځکه پخوا هم
د حل او عقد خاوندان د امير له خوا په انتساب کېدل چې د نفوذ خاوندان به وو او د نېک شهرت ، ټولنيز موقف ، تجربې په مټ به يې په خلکو کې پلويان لرل ،
نن ورځ هم د همدغو نېکو او غوره صفاتو له مخې د پلويانو لرل مطرح دي ، خو داچې پلويان تر پلويانو فرق لري، نوهغه څوک بايد د حل او عقد د اهل په توګه غوره شي چې په شفافيت سره تر ټولو ډيرې رايي وګټي . د شفافيت معيار د دې
امکان رامنځته کوي چې پوه با تجربه او خير غوښتونکي د وکيل = اهل حل او عقد يا نخبه کسانو په توګه ډيرې رايي وګټي او وکيل شي !
داچې پخپله بايد کانديد نشي بلکې نور يې کانديد کړي ددې له پاره هر يو له ځانه سره د کانديد کونکو د ټاکلي شمير لاسليکونه راوړي څو ثابته کړي چې پخپله نه ، بلکې د نورو له خوا کانديد شوی دی او په دې توګه يې کانديد ول هم ومنل شي !
نو په جمهوري نظام کې هم لکه (( په اسلامي نظام کې هیڅوک خپل ځان شوری یا امارت ته نشي کاندیدولاي.))
داچې
اقتباس:
په اسلامي نظام کې شوری یا امیر د معلوم وخت لپاره نه وي.
که ددې جملې وروستی توری (ي) ترې حدف کړو نو حقيقت
به يې بشپړ او ويلی شو چې
يو شی چې نه و نو دا معنی نه لري چې تل دې نه وي ، که د معلوم وخت له پاره څوک بيا بيا هم کانديد کېدلی او ټاکل کېدلای شي نو تر څو چې د ټاکونکي ولس
خوښ وي ټاکي به يې ، په دې ډول ترې تقريبا ق هماغه يوه نتيجه پلاس راځي .
فرق يې همدومره دی چې د ټاکونکې شورا نور خوښ نه وي ، له قانون څخه منحرف وي نو بيا نشي پاتې کېدای ، د کوم انحراف مخه چې پڅوا لا نشوه نيول کېدای !

باور لرم که د رايو د اکثريت او مطلًيت اصل همغه وخت او همدارنګه د امير د وخت محدوديت وضع شوی وای د حضرت عثمان ، حضرت علي او حضرات حسن او حسين رضی الله عنهم د وژلو مخه به نيول شوې او
د ورته کړکېچونه جرړه به هم وتلې وه ! سلطنت به نه رامنځته کېده او غربي او يا يو ناني دموکراسئ به نه چانس درلود او نه بۀ
پخپله په لوېديځ کې هم دومره پراخه شوې وای !
اقتباس:
په اسلامي نظام کې شوری نوی اساسي قانون نه جوړوي بلکه اسلامي قانون یې اساس وي.

اسلامي قانون شرعه ( ايت ، حديث ، اجماع او قياس دی) چې په اسلامي جمهوريت کې يې پلي کول لومړی خوندي کيږي ، دشورا موضوعات هغه قوانين دي چې په اسلامي شرعې سر بېره او له هغې سره
په بشپړ تطابق او توافق کې بايد د اهل حل او عقد وکيلانو له خوا تصويب شي
که نه فسخ کيږي !
اقتباس:

اسلامي نظام کې امیر دټول ولس لخوا نه بلکه د منتخبې شوری لخوا ټاکل کیږي.

نو که ولسمشر (=امير) د ملي شورا له وټاکل شي پارلماني ولسمشر لکه په اکثرو فدرالي نظامونو کې او که په ټولټاکنو کې مستقيما د ولس له خوا وټاکل شي رياستي ولسمشر ورته وايي چې هم په فدرالي او هم عير فدرالي جمهوريتونو کې شته . په رياستي نظام کې حکام (واليان) د ولسمشر (امير) له خوا ټاکل کيږي
او اسلامي امارت ته نږدې کيږي ، او په پارلماني نظام کې امير او حکام دواړه د ملي او ولايتي شورا ګانو له خوا ټآکل کيږي ، چې په لومړي کار کې اسلامي امارت ته نږدې او په دويم او دريم (ولايتي او سيمه ييز ) حکامو په ټاکلو کې له اسلامي امارت سره فرق لري !. دلته به ووايو چې د خلافت اصول يو طرزاعمل و چې داصحابو له خوا رامنځته شو، نو بشپړولو ته يې اړتيا رامنځته کېدله ، که خلافت دوام کړی وای حتما ق به يې بشپړاوي صورت نيولی وای او د اسلامي جمهوريت سره چې مونږ يې په پام کې لرو سمون او مشابهت موندلی وای !
يو اساسي قانون چې د اسلام اصول او شرعي قوانين نشي نقضولای خو د ژوند چارې ښې تنظيمولای شي بالکل د اسلامي شورايت غوښتنه او
ورسره تطابق او توافق لري اړين او د اسلامي ټولنې ساتونکی او ژغورونکی تما ميږي !
اقتباس:
د امیر ټاکلو نه وروسته شوری د نوي قانون جوړولو لپاره رایې نه اچوي، شوری یواځې امیرته مشوره ورکولاي شي

ددې جملې متن يو تاريخي فکت دی نه يو تاريخي قانون او د فکت په ډول يې داسې جمله بندي کول پکار دي چې :
د امیر ټاکلو نه وروسته شوری د نوي قانون جوړولو لپاره رایې نه اچولې، شوری یواځې امیرته مشوره ورکولاي شوه
او دا فاکت ددې مخه نه نيسي چې شورا د امير له ټاکلو وروسته دقانون د جوړولو له پاره رايي اچوي او په امير اسلامي تنقيدونه نيسي تر څو چې د له قانون څخه د امير د عدول او انحراف مخه ونيسي !
له قانون جوړونې سربېره نور د شورا واک څشی دی ، اغيزمن تنقيد او بس ، کوم چې په اسلام کې ډېر لوړ ارزښت لري او د جمهوري انتخاباتو
او مطبوعاتي آزادۍ کې دغسې تنقيد يو د يو عام اصل په توګه پلی کيږي ، صرف بڼه يې بايد په واقعي توګه د اسلامي تنًيد شي او بس ! والسلام !
اقتباس:
مقننه قوه قضات او مفتیان وي نه شوری.

په اسلامي جمهوريت کې هم د قًوانينو مسوده او هم يې وروستۍ بڼه د سترې محکمې له هوکړې او توافق وروسته تصويبيږي او
دا کار په ظاهرشاهۍ کې ډير او دقيق او په داود شاهۍ کې هم مراعات کېدۀ !
په درنښت !

وروستی ځل بدلون  پتوال   په   جمعه   دسمبر   09, 2011 11:43 pm   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري

دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2703
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   دسمبر   09, 2011 9:06 pm    عنوان   : Reply with quote

السلام علیکم
اقتباس:
په اسلامي نظام کې ضروري نده چې هر قوم، ولسوالي یا ولایت دې یو نماینده ولري بلکه د ټولو مسلمانانو څخه به نخبه کسان شوری جوړوي.

داچه په اسلامي نظام کي د هري ولسوالۍ نماینده نه ؤ ضرور !!!
دغه نن نن ضرور ده !! ولي چه اسلامي سیاست قابل د تکامل دی یعني ممکن ده چه سبا! اسلامي سیاست بل پړاو ته تکامل وکړي
په اسلام کښي یوازي اخلاق تکمل دي او بـــــــــس ، د اسلام دین تکمل :
معنیٰ اخلاق ئې تکمل کړه (اليوم أكملت لكم دينكم وأتممت عليكم نعمتي )
مسلمانان د ژوند په هره برخه کښي تکامل کولای شي ( او اخلاق ئې رب العزت ور تکمل کړه ) نو اخلاق مو قابل د تکامل نه دي
اقتباس:
په اسلامي نظام کې هیڅوک خپل ځان شوری یا امارت ته نشي کاندیدولاي

هو ! هیڅوک خلاقاً دا حق نلري ، چه خپل ځان و نوموي و ولس مشرۍ ته!
یو حزب به را ولاړېږي او له یو فرد څخه به خواهش کوی چه زموږ دي و ولس کشرۍ ته معرفی کوو
اقتباس:
په اسلامي نظام کې شوری یا امیر د معلوم وخت لپاره نه وي.

هو ! څلور یاران ټاکلي اشخاص وه ، و رسول الله ته !!
هر کله چه حب د مال او دنیا او د قدرت ډېر شو ، لازم ده چه وخت ئې معلوم وي !!! چه ډیر وخت پر چوکۍ پاته شي امیر فاسد کیږي
مفسدات القلوب ( حب المال) د نبي د امة فتنه مال ندي ؟تاریخ شاهد دئ

اقتباس:
په اسلامي نظام کې شوری نوی اساسي قانون نه جوړوي بلکه اسلامي قانون یې اساس وي.

دا څه معنیٰ چه قانون نه جوړوي ؟ مطلب دی دا دئ چه قرآن مو قانون دی ؟ . نه ورور جانه ، په قران کښي د ګوټو په تعداد قانون دی ، نور ټوله
اخلاق دي ، تاسو ته لازمه بولم چه داخلاقو او قانون په فرق ځان و پوهوۍ
اقتباس:
په اسلامي نظام کې امیر دټول ولس لخوا نه بلکه د منتخبې شوری لخوا ټاکل کیږي.

ددغي خبري جواب ویل شویدی
اقتباس:
په اسلامي نظام کې د مشرانو او کشرانو مجلسونه نه وي.
د امیر ټاکلو نه وروسته شوری د نوي قانون جوړولو لپاره رایې نه اچوي، شوری یواځې امیرته مشوره ورکولاي شي، مقننه قوه قضات او مفتیان وي نه شوری.

ترافکی ، او د مواصلاتو ، او د copyright ،له پاره لازمه ده چه قانون ولیکل شئ ، دا چه د داسي موضعاتو له پاره په تاریخ کښي څه نه لرو ، او ًپه نص کښی هم داسي څه نشته !!! نو لازمه ده چه قانون يې په مصلحت او سلا سره ولیکي ، که د ملت بېله مصلحته قانون ولیکی ، ملت د بلوا حق لري
اقتباس:
او جمهوریت ددې ټولو برعکس دی چې هلته که اکثریت د هرچا شو هغه نوی قانون هم جوړولاي شي، ولو که دا اکثریت د ښځو شو یا دمعیوبینو یا د مزدورانو او یا د فنکارانو او یا د یوخاص قوم.

زموږ نیم دین ښځو مبارکانو راته رارسولی دی ، ښځي! د دین د کامیابۍ له پاره خپله سرمایه و سردار عالم ته کېښودل ، دا څه وائئ څه وايي
معیوبین !!! نشي نقبه کېدلی ، پاته سوه جاسوس مزدوران ، نو وټ مه ورکوه ، او که بله د حال لاره در معلومه وي چه څرنګه د جاسوس مخه ونیسو ، ملت ته نظر ورکه

اقتباس:
نو دغه مروج اسلامي جمهوریت د اسلام په نظام کې هیڅ اساس او ثبوت نه لري ،دا یو حقیقت وو چې ما درته روښانه کړو، زما شخصي نظر نه وو.

هو ! ښه نظرونه وه ، د بعضو نظریاتو دي زمانه نېستي ده ، عیب نسته پکښي ، دا اصول مه ورکوه ! هر کله چه عیسي َ راسي ، کار به ځندي واخلي ، عیسي ع حب د دنیا نه پېداکوي ، او د چار طرف خلګ يې هم منتخب او ورټاکلي خلګ به وي!! ، هغه وخت د انتخاباتو اصول له منځه ځي
درنښت

وروستی ځل بدلون  ع کريم حليمي   په    شنبه   دسمبر   10, 2011 12:53 am   ورکړی دی  , د تغير شمېره   4
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري

دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2703
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   دسمبر   09, 2011 10:09 pm    عنوان   : Reply with quote

السلام علیکم و رحمة الله
دروند او مکرم او محترم او دانشمند پتوال صاحب ، ان شاء الله چه صحتین به لرۍ ( دل جم ، عافیت )
کله چه ما خپله لیکنه تېره کړه ، ستاسو لیکنه مي ولیدل ، دغه سبب دی چه
زما په لیکنه کښي تاسو ته احترامات نه وه تقدیم شوي

داسي رامعلومه شوه چه احساساتي مبارز د دوو محجروخلګو په منځ کښي شو ګورو به چه :قرآني صاحب مونږ او تاسو ته څه ولیکي ، زه خو مذهبي یم ، او قرآني صاحب خو ځان داسي بې مذهبه بې مذهبه ښووي ؟
درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
م . ق
ستوري
ستوري

دغړيتوب نېټه: 02 مارچ   2011
ليکنې: 649
ځای: پښتونخواه

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   دسمبر   10, 2011 6:12 pm    عنوان   : Reply with quote

سلامونه او نیکې هیلې،

درنو مشرانو، ماچې کوم فرقونه بیان کړې وو د اسلامي اصولو او معیار له مخې وو اوس داچې د نن دیموکراسي ورسره سمون نه خوري نو مونږ دې ته اړ نه یوچې د دیموکراسۍ لپاره خپل اسلامي معیارونه او اصول تحریف او یا تاویل پکې وکړو.

هغه څه چې ما بیان کړه د اسلام هغه نظام وو چې د نبي صلی الله علیه وسلم او صحابوو څخه مونږ ته د یو ثابت اصل او معیار په توګه راپاتې دي.

اسلامي اصول او معیار مونږ د نبي صلي الله علیه وسلم او د صحابوو د عصر څخه پیژنو ځکه چې هغه خیرالقرون وو او د نبي صلی الله علیه وسلم د ارشاد مطابق چې علیکم بسنتي وسنة خلفائی الراشدین نو مونږ ته دنبي صلی الله علیه وسلم او صحابوو د سنتو پیروي پکار ده، او د اسلام معیار او کیفیت به د هغوي د اعمالو څخه پیژنو.

نو داخبره چې هغه صرف یو تاریخ وو او یا هغه پروسه تکمیل شوې نده ترڅو چې دحلیمي صاحب غوندې ملایان یې د دیموکراسۍ مطابق تکمیل کړي نو دا د اسلام نه ډیره لرې خبره ده، ځکه حلیمي صاحب خپله وایي چې قرآن مجید مکمل قانون نه دی او نه شریعت کامل دی، صرف اخلاق یې کامل دي نو د الیوم اکملت لکم دینکم دغه ترجمه چې حلیمي صیب یې کوي هیڅ مفسر نده کړې.

نو که اسلامي نظام غواړﺉ خو هغه دی چې مونږ ته رسول الله علیه الصلاة والسلام او صحابوو راښودلی دی چې هرڅه یې واضح او معلوم دي او که جمهوري نظام غواړﺉ نو دا بیا اسلامي ځکه ندی چې اسلام مونږ ته دغه سیستم نه دی راښوولی بلکه دا داسې نظامونه دي چې طاغوت یې بللاي شو ځکه چې بما انزل الله باندې پکې عمل نشته ومن لم یحکم بما انزل الله فاولئک هم الکافرون.

او حلیمي صاحب غواړي د مذهبي او غیرمذهبي په اصطلاح خلک وغولوي ترڅو خلک صرف د مذهبي په نوم د هغه خبرې ومني او د نورو خبرو ته غوږ نه شي، ټول مسلمانان مذهبیان دي، زمونږ د ټولو مذهب اسلام دی، مذهب یعنې دین، ورضیت لکم الاسلام دینا، ان الدین عند الله الاسلام.

حلیمي لیکلي چې زه د دوو محجرو خلکو ترمینځ شوم، نو حلمیي صیب زه د هیچا مطلق مقلد نه یم، دهرچا خبره چې حق ته نزدې وه هغه به منم اوکنه وه نه یې منم.
د سیاسي نظریاتو اتفاق او اختلاف طبعي خبره ده خو د اسلام په اساسي اصولو کې دچا سره تساهل یا تسامح نه شو کولاي.

مننه او درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
Sangar Watan
ستوري
ستوري

دغړيتوب نېټه: 05 دسمبر   2008
ليکنې: 203
ځای: Afghanistan

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه دسمبر   11, 2011 8:41 am    عنوان   : Reply with quote

دښاغلي رښتيني دا ليکنه:

اقتباس:
الله جل جلاله وایې : واک اوحکم یواځي دالله ده ( ان الحکم الا لله )

دټولو نظرياتو او ليکنو ځواب دی٠

خو الله جل جلاله د اسلام دستر پيغمبر حضرت محمد ص تر وفات روسته،دګنهکار عاجز او ضعف النفسه انسان سره خپل مستقيم علايق
قطع کړي دي٠
زه اوس پدې نه پوهېږم چې په الوتکه کې سفر جايز دی؟
دکافر په لاس جوړ شوی تشناب او بيت الخلا نه استفاده جواز لري؟
استنجا او ورته کارونه دتشناب د کاغذ په وسيله ،څنګه ده؟
او زه چپ يا ښي لاس ته موټر وچلوم؟

ښاغلی پتوال ليکي:
دلوی خدای ج ايت ،حديث،اجماع او قياس

پوښتنه:
دقراني اياتو دتفسير په هکله مختلف نظريات وجود لري(دشعيه اوسني
تفاسير)،داحاديثو د رښتينوالي په باب ډير اختلاف شتون لري!
اجماع اوقياس ؟
پرون به څو تنه ملايان سره کيناستل او د يوې مسلې په هکله به ئي
دخپلو معلوماتو! او شواهدو! پر بنسټ فيصله وکړه،خو ننی انسان دې
مېډيا د مختلفو ډولونو په وسيله ديوبل سره ټړل شوی دی٠

زما نه خو لاره ورکه ده Shocked
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري

دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2703
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه دسمبر   11, 2011 12:01 pm    عنوان   : Reply with quote

محترمو مکرمو , دانشمند پتوال صاحب ، ګران مبارز صاحب ، او ګران سنګر
صاحب ، او درنو پتمنو لوستونکو تر هر څه نه مخکي ، ستاسو سلامونو ته وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاتهُ
خدای دي وکړي چه تاسو ټول دوستان مي صحیت او عافیت ولرۍ
محترم مبارز صاحب !
دانشمند پتوال و مونږ لوستونکو ته او په خاص ډول تاسو ته ، ستاسو لیکنه په تفصیل واره ، هر جز د لیکني تشریح کړي ، او تاسو فاصله ونیوله .
ما په خپل وارسره هم جوابي لیکنه وکړه ، ستاسو نادرسته او ناسازه جملی
مي درته اقتباس کړلې ، او تاسو غوږ هم په ؤ نه ګراوه ، او بیا د تیر په
شان خپل بیان مو ولیکلۍ ، دا چه زمونږ له جوابي لیکني څخه !! فاصله
نیسې ، او زمونږ د یوې جملې جواب نه لرۍ ، نو
افتــــــــــــــــــــرا ته دي لاس ورواچاوه لکه دا لاندي تهــــــــــــــــمت
اقتباس:
نو داخبره چې هغه صرف یو تاریخ وو او یا هغه پروسه تکمیل شوې نده ترڅو چې دحلیمي صاحب غوندې ملایان یې د دیموکراسۍ مطابق تکمیل کړي نو دا د اسلام نه ډیره لرې خبره ده، ځکه حلیمي صاحب خپله وایي چې قرآن مجید مکمل قانون نه دی او نه شریعت کامل دی، صرف اخلاق یې کامل دي نو د الیوم اکملت لکم دینکم دغه ترجمه چې حلیمي صیب یې کوي هیڅ مفسر نده کړې.

لیکنه هم فکر دواړه ستاسو دي! په ما هیڅ اړهاو تعلق نه لري ، پر دې ټولو سربېره هم جواب درته لیکم
حترما ّ! اوله درجه تفسیر هغه تفسیر ته ویل کیږي چه یو آیت شریف په بل آیت شریف سره ترجمه او تفسیر شي ، او دوهمه درجه تفسیر هغه ته ویل کیږي
چه آیه کریمَ د سردار عالم په حدیث مبارک سره تفسیر شي ، حال داچه تاسو ته هم ښه معلومه ده !!!! اما داچه تجاهل عارف کوۍ بېله خبره ده

الیوم اکملت لکم دینکم = إِنَّمَا بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ صَالِحَ الْأَخْلَاقِ
رب فرمايي چه دین می درپوره کړی ، او نبي کریم فرمایی چه د اخلاقو د پوره کېدلو لپاره راغلی یم

اوس دي رښتیا ته دروم !! او خپل مذهب به عمل کوېٖٖٖٖٖ ، تاسو ویلی چه
اقتباس:
زه د هیچا مطلق مقلد نه یم، دهرچا خبره چې حق ته نزدې وه هغه به منم
ووایه !!ما تفسیر حق ته نزدېٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ دی که نه !

بله له حق نه لیری خبره دي کړېده !! خپل ځان ته تاوان رسولیدی
اقتباس:
حلمیي صیب زه د هیچا مطلق مقلد نه یم

زه خو په ښکاره نارې وهم چه زه مقلد یم ، د سردارعالم ، چه ته نه ئې مقلد ما ته د تعجب خبره ده !! نو په حشر به په کومو سترکو ګوریٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ و
(سید المرسلین امام المتقین خیر خلق الله اجمعین ) تــــــــــــــــــــه

اقتباس:
اسلامي اصول او معیار مونږ د نبي صلي الله علیه وسلم او د صحابوو د عصر څخه پیژنو ځکه چې هغه خیرالقرون وو او د نبي صلی الله علیه وسلم د ارشاد مطابق چې علیکم بسنتي وسنة خلفائی الراشدین نو مونږ ته دنبي صلی الله علیه وسلم او صحابوو د سنتو پیروي پکار ده، او د اسلام معیار او کیفیت به د هغوي د اعمالو څخه پیژنو.

ماشاء‌الله ، څومره ښه مثال مو راوړئ ، داخو د سرادار عالم د یارانو نو
کړه وړه دي او مونږ ته يې درس راښولی ، ګوره چه : خلفاء الراشدین
و موږ څرنګه درس راکوي ، read between the lines
څلورو یارانو په څلور جلا شکله حکومتي میکانیزم نه کار اخستی وو
موږ دا زدکړه ورڅخه کوو چه : هر میکانیزم چه معررف وي او مقبل وي
هغه دولتي میکانیزم مشروعیت لري
اقتباس:
جمهوري نظام غواړﺉ نو دا بیا اسلامي ځکه ندی چې اسلام مونږ ته دغه سیستم نه دی راښوولی بلکه دا داسې نظامونه دي چې طاغوت یې بللاي شو ځکه چې بما انزل الله باندې پکې عمل نشته ومن لم یحکم بما انزل الله فاولئک هم الکافرون.

نظام ته ، ریاضي‌ته ، موتر ته ، الوتکي ته ، بایسکل ته طاغوت نشو ویلې ،
code of conduct ، او اخلاقو ته ویلی شو چه د فلان قوم یا فرد code of conduct او اخلاق طاغوتي دي !!!

اقتباس:
دچا سره تساهل یا تسامح نه شو کولاي

په داسي حال کښي چه زمونږ خوږ سردار عالم فرمائي چه :يَسِّرُوا وَلَا تُعَسِّرُوا وَبَشِّرُوا وَلَا تُنَفِّرُوا إِنَّمَا بُعِثْتُمْ مُيَسِّرِينَ وَلَمْ تُبْعَثُوا مُعَسِّرِينَ

أن الغلو في الدين من أسباب هلاك الأمم قبلنا!!!!! اساني وکړۍ ، إفراط او غلو مه کوۍ ،

نو ستاسو او د سیاسي طالبانو تر مینځ فرق څرنګه وکړو ، تاسو هم ښځي
د سلواغې يه لبړ وهئ ، او یوټیوب په توت ځړوۍ ،
موږ مذهبیان مجبوره یوو چه د سردارعالم تقلد وکړو !!! ملامتیا مه رابندي اچوۍ ، زه له تقلد نه لاس نه شم اخستلی ، که لاس واخلم نو بیا د جــــــــــــــــــــــحود په قطار کښي حسابېږم او داسي هم راغلی چه أَيُّ الْأَدْيَانِ أَحَبُّ إِلَى اللَّهِ ؟ قَالَ : الْحَنِيفِيَّةُ السَّمْحَةُ

نوټ : زه د افغانستان د حکومت د نظام د چپه کیدلو مخالف یم ، او د هر خارجي ملک د هجوم او تعرض او Invasion کلک مخالف یم دا که لیري همسایګان وي او که نزدی
درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
م . ق
ستوري
ستوري

دغړيتوب نېټه: 02 مارچ   2011
ليکنې: 649
ځای: پښتونخواه

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه دسمبر   11, 2011 8:34 pm    عنوان   : Reply with quote

یوځلې بیا ښې چارې،
ع کريم حليمي ليکلي:

دانشمند پتوال و مونږ لوستونکو ته او په خاص ډول تاسو ته ، ستاسو لیکنه په تفصیل واره ، هر جز د لیکني تشریح کړي ، او تاسو فاصله ونیوله .

چې کله تفصیل او تشریح وه نو بیا یې زما ځواب ته څه ضرورت وو؟ اما کوم یو یې چې اعتراض وو هغه ما دخپلې لیکنې په ضمن کې ځواب کړی دی چې پتوال صاحب پرې پوهیږي.
ع کريم حليمي ليکلي:
ما په خپل وارسره هم جوابي لیکنه وکړه ، ستاسو نادرسته او ناسازه جملی
مي درته اقتباس کړلې ، او تاسو غوږ هم په ؤ نه ګراوه ، او بیا د تیر په
شان خپل بیان مو ولیکلۍ ، دا چه زمونږ له جوابي لیکني څخه !! فاصله
نیسې ، او زمونږ د یوې جملې جواب نه لرۍ،

لومړې خو ته دریمګړی نه یې چې د نادرستۍ حکم پرې وکړې اونه تا زما جملې نادرسته ثابتې کړې دي بلکه هغه دې خپل نظر وو او ما ستا دټولې لیکنې مرکزي نقطې په خپله لیکنه کې ځواب کړې دي، اما د نورو تیتو پرکو جملو دې چندانې خونده نه وه ځکه نو په بیله بیله توګه د ځواب وړ نه وې اما په خلصو ټکو کې ما ستا د لیکنې ټول مفهوم ځواب کړی دی. خیر الکلام ما قل ودل.
ع کريم حليمي ليکلي:
افتــــــــــــــــــــرا ته دي لاس ورواچاوه لکه دا لاندي تهــــــــــــــــمت
اقتباس:
نو داخبره چې هغه صرف یو تاریخ وو او یا هغه پروسه تکمیل شوې نده ترڅو چې دحلیمي صاحب غوندې ملایان یې د دیموکراسۍ مطابق تکمیل کړي نو دا د اسلام نه ډیره لرې خبره ده، ځکه حلیمي صاحب خپله وایي چې قرآن مجید مکمل قانون نه دی او نه شریعت کامل دی، صرف اخلاق یې کامل دي نو د الیوم اکملت لکم دینکم دغه ترجمه چې حلیمي صیب یې کوي هیڅ مفسر نده کړې.

لیکنه هم فکر دواړه ستاسو دي! په ما هیڅ اړهاو تعلق نه لري ، پر دې ټولو سربېره هم جواب درته لیکم

نه افتراء او نه تهمت دی او نه زما شخصي فکر دی بلکه ستاسو خپل فکر او لیکنه ده چې تاسو پورې بشپړ تړاو لري، اوکنه نو دلاندې خبرو دې څه معنی ده؟
۱.
اقتباس:
دا څه معنیٰ چه قانون نه جوړوي ؟ مطلب دی دا دئ چه قرآن مو قانون دی ؟ . نه ورور جانه ، په قران کښي د ګوټو په تعداد قانون دی ، نور ټوله
اخلاق دي

یعنې قرآن مکمل قانون نه دی د ګوتو په شمیر قانونه پکې دي او نور ټول اخلاق دي؟
۲.
اقتباس:
ولي چه اسلامي سیاست قابل د تکامل دی یعني ممکن ده چه سبا! اسلامي سیاست بل پړاو ته تکامل وکړي
په اسلام کښي یوازي اخلاق تکمل دي او بـــــــــس ، د اسلام دین تکمل :
معنیٰ اخلاق ئې تکمل کړه (اليوم أكملت لكم دينكم وأتممت عليكم نعمتي )
مسلمانان د ژوند په هره برخه کښي تکامل کولای شي ( او اخلاق ئې رب العزت ور تکمل کړه ) نو اخلاق مو قابل د تکامل نه دي

ته وایې چې اسلام کې صرف اخلاق کامل دي او نور هرشی تکامل ته ضرورت لري او کیداي شي هرشی د اخلاقو نه پرته یو بل پړاو ته تکامل وکړي، نو ددې خبرې څه مطلب دی چې شریعت کامل نه دی او باید چې کامل شي؟
ع کريم حليمي ليکلي:
حترما ّ! اوله درجه تفسیر هغه تفسیر ته ویل کیږي چه یو آیت شریف په بل آیت شریف سره ترجمه او تفسیر شي ، او دوهمه درجه تفسیر هغه ته ویل کیږي
چه آیه کریمَ د سردار عالم په حدیث مبارک سره تفسیر شي ، حال داچه تاسو ته هم ښه معلومه ده !!!! اما داچه تجاهل عارف کوۍ بېله خبره ده

باالکل اوله درجه او دوهمه درجه تفسیر او هم دریمه درجه راته معلوم دی، لیکن ما نه تجاهل عارفانه کړی او نه جاهلانه بلکه ستا تفسیر ستا خپله رایې ده چې لسمه درجه تفسیر هم نه دی، ځکه تاچې د ایت په مقابل کې کوم حدیث راوړی دی یو د بل سره ارتباط نه لري بلکه دوه بیلې موضوع ګانې دي.
اقتباس:
الیوم اکملت لکم دینکم = إِنَّمَا بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ صَالِحَ الْأَخْلَاقِ

د الیوم اکملت لکم دینکم تفسیر په لاندې ډول دی:
تفسیر طبري لیکلي:
يعني جل ثناؤه بقوله : " اليوم أكملت لكم دينكم " ، اليوم أكملت لكم ، أيها المؤمنون ، فرائضي عليكم وحدودي ، وأمري إياكم ونهيي ، وحلالي وحرامي ، وتنزيلي من ذلك ما أنزلت منه في كتابي ، وتبياني ما بينت لكم منه بوحيي على لسان رسولي ، والأدلة التي نصبتها لكم على جميع ما بكم الحاجة إليه من أمر دينكم ، فأتممت لكم جميع ذلك ، فلا زيادة فيه بعد هذا اليوم . قالوا : وكان ذلك في يوم عرفة ، عام حج النبي صلى الله عليه وسلم حجة الوداع . وقالوا : لم ينزل على النبي صلى الله عليه وسلم بعد هذه الآية شيء من الفرائض ، ولا تحليل شيء ولا تحريمه ، وأن النبي صلى الله عليه وسلم لم يعش بعد نزول هذه الآية إلا إحدى وثمانين ليلة.
حدثني المثنى قال : حدثنا عبد الله قال : حدثني معاوية ، عن علي ، عن ابن عباس قوله : "اليوم أكملت لكم دينكم" ، وهو الإسلام .
حدثنا محمد بن الحسين قال : حدثنا أحمد بن المفضل قال : حدثنا أسباط ، عن السدي قوله : "اليوم أكملت لكم دينكم" ، هذا نزل يوم عرفة ، فلم ينزل بعدها حلال ولا حرام .
القول في تأويل قوله ( وأتممت عليكم نعمتي )
قال أبو جعفر : يعني جل ثناؤه بذلك : وأتممت نعمتي ، أيها المؤمنون ، بإظهاركم على عدوي وعدوكم من المشركين ، ونفيي إياهم عن بلادكم ، وقطعي طمعهم من رجوعكم وعودكم إلى ما كنتم عليه من الشرك .
وبنحو الذي قلنا في ذلك قال أهل التأويل .
ذكر من قال ذلك :
حدثني المثنى قال : حدثنا عبد الله قال : حدثني معاوية ، عن علي ، عن ابن عباس قال : كان المشركون والمسلمون يحجون جميعا ، فلما نزلت"براءة" ، فنفى المشركين عن البيت ، وحج المسلمون لا يشاركهم في البيت الحرام [ ص: 522 ] أحد من المشركين ، فكان ذلك من تمام النعمة : "وأتممت عليكم نعمتي" .
حدثنا بشر قال : حدثنا يزيد قال : حدثنا سعيد ، عن قتادة قوله : " اليوم أكملت لكم دينكم وأتممت عليكم نعمتي " الآية ، ذكر لنا أن هذه الآية نزلت على رسول الله صلى الله عليه وسلم يوم عرفة ، يوم جمعة ، حين نفى الله المشركين عن المسجد الحرام ، وأخلص للمسلمين حجهم

تفسیر فتح القدیر لیکلي:
قوله : اليوم أكملت لكم دينكم جعلته كاملا غير محتاج إلى إكمال لظهوره على الأديان كلها وغلبته لها ولكمال أحكامه التي يحتاج المسلمون إليها من الحلال والحرام والمشتبه ، ووفى ما تضمنه الكتاب والسنة من ذلك ، ولا يخفى ما يستفاد من تقديم قوله : ( لكم ) قال الجمهور : المراد بالإكمال هنا : نزول معظم الفرائض والتحليل والتحريم .
قالوا : وقد نزل بعد ذلك قرآن كآية الربا وآية الكلالة ونحوهما ، والمراد باليوم المذكور هنا هو يوم الجمعة ، وكان يوم عرفة بعد العصر في حجة الوداع سنة عشر ، هكذا ثبت في الصحيح من حديث عمر بن الخطاب ، وقيل : إنها نزلت في يوم الحج الأكبر .
قوله : وأتممت عليكم نعمتي بإكمال الدين المشتمل على الأحكام وبفتح مكة وقهر الكفار وإياسهم عن الظهور عليكم كما وعدتكم بقولي : ولأتم نعمتي عليكم .

تفسیر بغوي لیکلي:
قوله عز وجل : ( اليوم أكملت لكم دينكم ) يعني : يوم نزول هذه الآية أكملت لكم دينكم ، يعني الفرائض والسنن والحدود والجهاد والأحكام والحلال والحرام ، فلم ينزل بعد هذه الآية حلال ولا حرام ، ولا شيء من الفرائض . هذا معنى قول ابن عباس رضي الله عنهما ، وروي عنه أن آية الربا نزلت بعدها .
وقال سعيد بن جبير وقتادة : أكملت لكم دينكم فلم يحج معكم مشرك .
قوله عز وجل : ( وأتممت عليكم نعمتي ) يعني : وأنجزت وعدي في قول " ولأتم نعمتي عليكم " ( سورة البقرة ، 150 ) ، فكان من تمام نعمته أن دخلوا مكة آمنين وعليها ظاهرين ، وحجوا مطمئنين لم يخالطهم أحد من المشركين.
نو دادی هغه د اولې او دوهمې درجې تفسیر چې لویو او مشهورو مفسرینو کړی دی نو د اتمام نه مراد یواځې اخلاقیات نه دي بلکه پوره دین او اسلام او دهغې فتح په کفر باندې ځکه چې ایت هم د فتح مکې په وخت کې نازل شوی دی.
نو تا چې لیکلي:
اقتباس:
ووایه !!ما تفسیر حق ته نزدېٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ دی که نه !

نه هیڅ نزدې نه دی بلکه ډیر لرې دی. ځکه د هغه حدیث معنی چې بعثت لاتمم مکارم الاخلاق یا په روایت چې إِنَّمَا بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ صَالِحَ الْأَخْلَاقِ داده چې د رسول الله د بعثت د مقاصدو څخه اتمام د صالحو اخلاقو دی چې مراد ترینه تزکیه د مؤمنانو ده لکه چې قرآن مجید فرمایي.
لَقَدْ مَنَّ اللَّـهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْ أَنفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ.
رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ .
هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ .
نو د بعثت مقصد یواځې مکارم الاخلاق نه دي بلکه الله تعالی ټول رسولان د توحید لپاره رالیږلي دي چې هغه هم د عقیدې تزکیه ده لکه چې فرمایي:
وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّـهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ .
نو هیله ده چې اوس به د بعثت او اتمام په مکمله معنی پوه شوي یاست.
ښه، دا لاندې خبرې دې هم د حق نه لیرې او د باطل سره همخوا دي.
اقتباس:
بله له حق نه لیری خبره دي کړېده !! خپل ځان ته تاوان رسولیدی
اقتباس:
حلمیي صیب زه د هیچا مطلق مقلد نه یم

زه خو په ښکاره نارې وهم چه زه مقلد یم ، د سردارعالم ، چه ته نه ئې مقلد ما ته د تعجب خبره ده !! نو په حشر به په کومو سترکو ګوریٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ و
(سید المرسلین امام المتقین خیر خلق الله اجمعین ) تــــــــــــــــــــه

د ځانه خبرې کول نه کوم دلیل دی او نه استدلال، د اتباع او تقلید موضوع ډیره لویه ده چې پوره کتاب لیکلو ته اړتیا لري او زه نشم کولاي دلته یې مختصره کړم خو په لنډه توګه دا راته ووایه چې ته چې د چا مقلد یې ایا هغه درته وییلي چې زما مقلد شه؟؟ ایا الله درته پدې حکم کړی دی؟ او کنه درته یې وییلي چې اطاعت او اتباع وکړه؟ ماڅخه یې تقلید نه دی غوښتلاي ماڅخه یې اطاعت او اتباع غوښتې او زه مطیع او متبع یم.

د نورو خبرو ځواب ته دې بیا راځم، وخت راسره نشته ګنې اقتباسونه او ځوابونه ماته څه ګران کار نه دی بحثفورمونه پرې شاهد دی.
خو پدې یوه خبره کې دې هم ډیره غټه استاذي کړې ده چې زما خبره دې نیمه را اقتباس کړې ده.
اقتباس:
دچا سره تساهل یا تسامح نه شو کولاي

دا پورته ستا اقتباس دی او زما پوره خبره داسې ده:
خو د اسلام په اساسي اصولو کې دچا سره تساهل یا تسامح نه شو کولاي.
نو ما د اسلام اساسي اصول یاد کړې دي نو لاندې حدیث زما د خبرې سره منافات نه لري، د اسانتیا او سختیا نه مراد نور شیان دي چې بیا به یې درته ووایم.
نو د اسلام په اساساتو او اصولو عمل کول افراط نه دی او نه غلو ده، په اسلام باندې پوره عمل کولو او افراط ترمینځه فرق وپیژنه.
که رښتیا درته ووایم یو حدیث او ایت دې هم په خپل ځاي کې صحیح نه دی ویلاي بلکه د خپلې نظریې لپاره ترینه سوء استفاده کوې چې همدې ته علم لاینفع وایي.
د امریکا د پالیسۍ لپاره لګیا یې آیتونه او حدیثونه تاویلوې او غلط یې استعمالوې چې ناپوهه پرې وغولوې، او هسې زمونږ وخت ضایع کوې.
اقتباس:
په داسي حال کښي چه زمونږ خوږ سردار عالم فرمائي چه :يَسِّرُوا وَلَا تُعَسِّرُوا وَبَشِّرُوا وَلَا تُنَفِّرُوا إِنَّمَا بُعِثْتُمْ مُيَسِّرِينَ وَلَمْ تُبْعَثُوا مُعَسِّرِينَ
أن الغلو في الدين من أسباب هلاك الأمم قبلنا!!!!! اساني وکړۍ ، إفراط او غلو مه کوۍ ،

نورو خبرو ته دې بیا راځم او د قرآن مجید په دلایلو به دې پدې پوه کړم چې حنیفیت څه ته وايي.
ته خو د کرزي امریکایي نظام چپه کیدل نه غواړې ځکه نو مجبور یې چې تاویلونه او حیلې وکړې.

والسلام.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري

دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2703
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   دسمبر   12, 2011 5:55 pm    عنوان   : Reply with quote

السلام علیکم و رحمة الله
ګران مبارز صاحب ، ښې هیلي
ډیره مهرباني او مننه چه : له اوله درجې تفاسیر څخه مو حوالې را نقل کړي
چه !! زما پر تأویل او تفسیر او تفصل دي مېخونه ووهل او زما خبري دي نور لا هم را کلکي او و حقیقت ته نزدی کړیدي
په تفسیر بغوي کښي راغلي ویلي ئې دي چه ( اليوم أكملت لكم دينكم )
د دین پوره کیدل او تمام او اکمال او کامل کېدل یعـــــــــــــني
الفرايض
السنن
الحدود الجهاد
الحلال والحرام
زه هم همدا وایم چه قرآن او سنت یوه مجموعه د اخلاقي احکامو ده ، خو !!! احکام دامعني نه چه قانون !! هو ! د ذالجلال ټول کلام او خبرو ته احکام ویل کیږي ، او هر حکم ئې امر نه دی ، د ذالجلال په احکامو کښي دګوتو په تعداد قانون هم سته یو څو مثالونه به درته راوړم وَالْعَيْن بِالْعَيْنِ ، لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتكُمْ فَوْق دغه دوه مثالونه قوانین دي او د اخلاق مثال داسي دی چه : وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضكُمْ لِبَعْضٍ

اوس نو داخبره درته کوم :
صمیمانه خواهش کوم یوه پوښتنه به راحل کړئ
خبره او بحث بر دغه راروان دی چه ( ان الحکم الا لله)
اوس نو پوښتنه دا ده چه احکام القرآن یوه مجموعه د اخلاقو او قوانینو نه ده ؟؟ او مونږ د اخلاقو او قانون ترمینځ فرق په څه شي کولی شو ؟؟؟ (داخلاقو او قانون تعریف ) څرګند کړئ ؟؟؟
اقتباس:
تفسیر بغوي لیکلي:
قوله عز وجل : ( اليوم أكملت لكم دينكم ) يعني : يوم نزول هذه الآية أكملت لكم دينكم ، يعني الفرائض والسنن والحدود والجهاد والأحكام والحلال والحرام ، فلم ينزل بعد هذه الآية حلال ولا حرام ، ولا شيء من الفرائض . هذا معنى قول ابن عباس رضي الله عنهما ، وروي عنه أن آية الربا نزلت بعدها .
وقال سعيد بن جبير وقتادة : أكملت لكم دينكم فلم يحج معكم مشرك .
قوله عز وجل : ( وأتممت عليكم نعمتي ) يعني : وأنجزت وعدي في قول " ولأتم نعمتي عليكم " ( سورة البقرة ، 150 ) ، فكان من تمام نعمته أن دخلوا مكة آمنين وعليها ظاهرين ، وحجوا مطمئنين لم يخالطهم أحد من المشركين.
نو دادی هغه د اولې او دوهمې درجې تفسیر چې لویو او مشهورو مفسرینو کړی دی نو د اتمام نه مراد یواځې اخلاقیات نه دي بلکه پوره دین او اسلام او دهغې فتح په کفر باندې ځکه چې ایت هم د فتح مکې په وخت کې نازل شوی دی.

درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
..Ahmadzai
ستوري
ستوري

دغړيتوب نېټه: 07 جنوري   2008
ليکنې: 484

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   دسمبر   12, 2011 9:06 pm    عنوان   : Reply with quote

حلیمی صاحب هر وخت کوږ یې، نه پوهیږم چې شعوري داسې یې آو که ناشعوري؟

خو بیاهم.
ِاسلامي شریعت هر أړخیز قانون دی، یعني د انساني زوند أو خپل منځي معاملاتو ، راکړې ورکړې،د مجازاتو ، سزا أو جرم...أو نورو تنظیمونکي اجرأتو د مجموعې څخه عبارت ده.
دین ،قضأ، اقتصاد، سیاسیت، تجارت، أملاک، أو أمنیت یعني د حکومتداري ټول بنسټونو ته خپل آصول أو قوانین أو جوکاټونه لري، اسلام د زمکې پر مخ د وګړو زوند د الله تعالی د هدایت مطابق پرمخ بیول دي.

حدود یې یو ښه مثال دی، چې په کښې هر جرم ته مناسبه أو معلومه سزا ټاکل سوی.
همدا رنګه اقتصادي أو مالی راکړې ورکړې پکښې په روښانه توګه تقنین سوي، سود منع دی، زکات فرض دی، أو نورو مالی معاملاتو ته واضح أو پوره چوکاټ وضع سوی.
د اسې نورو ټولو مواردو کښې أصول وضع سوي، لکه حکومت جوړنه أو د مشر ټاکلو لارې، أو د خلع شروط، د هرچا صلاحیات أو واک ټاکلې پولې لري.

که کوم نوی شی منځ ته راځي چې د هغه لپاره په شریعت کې ‍ذکر نه وي، نو باید قیاس ته واچول سي أو یا د دیني علماو اجماع ته ترڅو شرعي نګاه څخه تنظیم سي.

نو محترمه اسلام نه تنها أخلاق دي بل حکومتداري ده، کله چې وایي ان الحکم الا لله نو معنا یې دا ده چې کوم نظام أو أصول(قانون) مونږ ته الله تعالی د اسلام په بڼه رالیږلی هغه چې تطبیق أو عملی سي نو مونږ به د الله تعالی حکم قایم کړی وي، أو د خلکو ترمنځ به د الله تعالی حکم چلیږي، أو کله چې مونږ د خلکو جوړ كړی قانون أو دستور حاکم کړو نو د الله تعالی حکم به معطل سوی وي، نو بیا په دې حکم کې راځو ( ومن لم یحکم بما أنزل الله فأولئل هم الكافرون).

د اسلامي نظام أو غیر اسلامی نظام فرق په دې کې دی، چې که څوک اسلامي نظام حاکموي هغه مسلمانان دي ، أو که څوک کفري یا بشري نظام قایموي أو خوښوي هغه کافردي.

په درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري

دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2703
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   دسمبر   12, 2011 11:59 pm    عنوان   : Reply with quote

J..Ahmadzai ليکلي:

اول سلامونه درته وایم ، شکر چه جوړ او روغ يې ، همېشه مي په یاد کښي يي ، په سبب ستا داخلاقو !!!

ګران احمد زی صاحب ، ّهیڅ تناقض او ټکر نه وینم بېله دهغي کږېٖٖٖٖٖٖٖٖ جملې څخه دي ، یو ته مطائد سړی یې نو لیکني دي هم اکثره وخت پایداره او ٍثابته وي ، زه هم همدغه خبره کوم !!چه قرآن الکریم د اخلاقو او قانون یوه مکمله او کامله مجموعه ده.

هر محصل ته يې لازمه بولم چه د اخلاق ، قانون ، احکام ، امر ، اصول او اصل ، قواعدو او چارچوبونو د لغتونو تر منځ توپير وکړلې شي نو بیا مشکل حل دی
درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري

دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2703
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   دسمبر   13, 2011 3:02 am    عنوان   : Reply with quote

J..Ahmadzai ليکلي:
أصول(قانون)

تاسو أصول په قانون ترجمه کړي داسي کوږ وینم د قوسینو په سبب .ډېره ښایسته اشتباه دي کړېده
أصل یا أصول = بېخ او رښې یا اساساتو ته ویل کیږي ، او منشأ ئې هم بللې شو ، د أصول لغوي معنیٰ یعني ، د یو شي منشأ
او اصطلاحي معنیٰ ئېده ، دلیل

درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
..Ahmadzai
ستوري
ستوري

دغړيتوب نېټه: 07 جنوري   2008
ليکنې: 484

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   دسمبر   13, 2011 3:47 am    عنوان   : Reply with quote

ع کريم حليمي ليکلي:
J..Ahmadzai ليکلي:
أصول(قانون)

تاسو أصول په قانون ترجمه کړي داسي کوږ وینم د قوسینو په سبب .ډېره ښایسته اشتباه دي کړېده
أصل یا أصول = بېخ او رښې یا اساساتو ته ویل کیږي ، او منشأ ئې هم بللې شو ، د أصول لغوي معنیٰ یعني ، د یو شي منشأ
او اصطلاحي معنیٰ ئېده ، دلیل

درنښت

حليمي صاحب
سلام ته دې وعلیکم وایم
د زړه کینه نه درسره لرم، کومه خبره چې رانه تیره أو تیزه سي هغه آني غوسه وي، د مشرتوب احترام حق پرمونږ لرې، أو دې کې پاتې راغلي یو، دا درسره منم، أو بښنه هم غواړم.

د قانون أو آصول ترمنځ تفریق تشخیص دې هم په ځای دی، ما دا اشتباه کړی

په درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري

دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2703
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   دسمبر   13, 2011 8:22 am    عنوان   : Reply with quote

ګران او محترم مبارز صاحب ، درنو لوستونکو ، السلام علیکم
محترما ! تاسو راته لیکلی چه : نه هیڅ نزدې نه دی بلکه ډیر لرې دی. ځکه د هغه حدیث معنی چې بعثت لاتمم مکارم الاخلاق یا په روایت چې إِنَّمَا بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ صَالِحَ الْأَخْلَاقِ داده چې د رسول الله د بعثت د مقاصدو څخه اتمام د صالحو اخلاقو دی چې مراد ترینه تزکیه د مؤمنانو ده لکه چې قرآن مجید فرمایي.
لَقَدْ مَنَّ اللَّـهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْ أَنفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ.
رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ .
هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ .
نو د بعثت مقصد یواځې مکارم الاخلاق نه دي بلکه الله تعالی ټول رسولان د توحید لپاره رالیږلي دي چې هغه هم د عقیدې تزکیه ده لکه چې فرمایي:
وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّـهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ .
نو هیله ده چې اوس به د بعثت او اتمام په مکمله معنی پوه شوي یاست.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ډیر محترم مبارز صاحب ! ابن عباس رض د (يتلو عليهم آياتك ويزكيهم)
تفسیر داسي کوي چه : يعني بالزكاة ، طاعة الله والإخلاص

دا مي لمړئ ځل دی چه د عقیدې تزکیه اورم !! عقیده : پاکه او خیرنه او چټله نه لري ، زه یوازي دغه دوه قسمه عقیده پېژنم چه : عقیده په اخلاص
او یا د شرک عقیده ، څوک چه مشرک دي د دوی جسم نجس وي ، دغه سبب دی کله چه یو مشرک په اسلام مشرف شي غسل به کوي

اوس به راسم و وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ
پوهوی يې په کتاب او حکمت دلته حکمت څه معنی ؟ حکمت چا چه ښه اخلاق وپېږندل هغه ته خدای حکمت ور وښاوه ، نو دا سبب دی چه :
سراری عالم فرمايي : اكمل المؤمنين ايمانا احسنهم خلقا
په مسلمانانو کښي د کامل ایمان خاوند هغه څوک دی چه دهغه اخلاق تر ټولو ښه وي ،

اکمل ایمان او اکمل اخلاق سره تړلیدي ،‌او د الله کتاب یو کامل د اخلاقو
کتاب دي ،
او داسي هم راغلي چه حکمت معنی الْمَعْرِفَة بِالدِّينِ , وَالْفِقْه فِي الدِّين , وَالِاتِّبَاع
ماشاءالله ! دین زده تقریبا اکثره د اخلاقو زده کړه ده ، چا چه د اخلاقو دقیقه زده کړه وکړه نو معنی چه فقه يې زده کړه

دین په حج وداع کښي تکمیل سو ، په پوره اخلاص او اخلاقو ایمان کمال
ته رسېږي
نــــــــــــــــــــــــو حکمت معني څوک چه فرق کولی شي د ښو اخلاقو او بد اخلاقو ترمینځ
درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
م . ق
ستوري
ستوري

دغړيتوب نېټه: 02 مارچ   2011
ليکنې: 649
ځای: پښتونخواه

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   دسمبر   13, 2011 8:24 am    عنوان   : Reply with quote

ع کريم حليمي ليکلي:
السلام علیکم و رحمة الله
ګران مبارز صاحب ، ښې هیلي
ډیره مهرباني او مننه چه : له اوله درجې تفاسیر څخه مو حوالې را نقل کړي
چه !! زما پر تأویل او تفسیر او تفصل دي مېخونه ووهل او زما خبري دي نور لا هم را کلکي او و حقیقت ته نزدی کړیدي
په تفسیر بغوي کښي راغلي ویلي ئې دي چه ( اليوم أكملت لكم دينكم )
د دین پوره کیدل او تمام او اکمال او کامل کېدل یعـــــــــــــني
الفرايض
السنن
الحدود الجهاد
الحلال والحرام
زه هم همدا وایم چه قرآن او سنت یوه مجموعه د اخلاقي احکامو ده ، خو !!! احکام دامعني نه چه قانون !! هو ! د ذالجلال ټول کلام او خبرو ته احکام ویل کیږي ، او هر حکم ئې امر نه دی ، د ذالجلال په احکامو کښي دګوتو په تعداد قانون هم سته یو څو مثالونه به درته راوړم وَالْعَيْن بِالْعَيْنِ ، لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتكُمْ فَوْق دغه دوه مثالونه قوانین دي او د اخلاق مثال داسي دی چه : وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضكُمْ لِبَعْضٍ

اوس نو داخبره درته کوم :
صمیمانه خواهش کوم یوه پوښتنه به راحل کړئ
خبره او بحث بر دغه راروان دی چه ( ان الحکم الا لله)
اوس نو پوښتنه دا ده چه احکام القرآن یوه مجموعه د اخلاقو او قوانینو نه ده ؟؟ او مونږ د اخلاقو او قانون ترمینځ فرق په څه شي کولی شو ؟؟؟ (داخلاقو او قانون تعریف ) څرګند کړئ ؟؟؟
اقتباس:
تفسیر بغوي لیکلي:
قوله عز وجل : ( اليوم أكملت لكم دينكم ) يعني : يوم نزول هذه الآية أكملت لكم دينكم ، يعني الفرائض والسنن والحدود والجهاد والأحكام والحلال والحرام ، فلم ينزل بعد هذه الآية حلال ولا حرام ، ولا شيء من الفرائض . هذا معنى قول ابن عباس رضي الله عنهما ، وروي عنه أن آية الربا نزلت بعدها .
وقال سعيد بن جبير وقتادة : أكملت لكم دينكم فلم يحج معكم مشرك .
قوله عز وجل : ( وأتممت عليكم نعمتي ) يعني : وأنجزت وعدي في قول " ولأتم نعمتي عليكم " ( سورة البقرة ، 150 ) ، فكان من تمام نعمته أن دخلوا مكة آمنين وعليها ظاهرين ، وحجوا مطمئنين لم يخالطهم أحد من المشركين.
نو دادی هغه د اولې او دوهمې درجې تفسیر چې لویو او مشهورو مفسرینو کړی دی نو د اتمام نه مراد یواځې اخلاقیات نه دي بلکه پوره دین او اسلام او دهغې فتح په کفر باندې ځکه چې ایت هم د فتح مکې په وخت کې نازل شوی دی.

درنښت

بسم الله الرحمن الرحیم
د ماڅخه دې اقتباسونه او د جملو ځوابونه غوښتل خو چې کله مې درکړل نو اوس ترینه تا ځان تیر ویستلو.

بهرحال دلته دې هم په پوره استاذۍ سره یوه مغالطه تیر ویستنه کړې او هغه داچې د شریعت قوانین لکه حدود، جهاد، حلال او حرام دې اخلاقي احکام بللي او بیا دې د حکم ترجمه په امر سره کړې او بیا دې وییلي چې هر حکم امر نه دی، ښه چې احکام قوانین هم نشو بلکه ستا په خبره چې یوڅه یې اوامر شو اوپاتې نور یې امر هم نه دی نو بیا احکام څه شی شو؟؟؟؟ ته احکام بیا څه ته وایې؟؟؟
او دا کوم مثالونه چې تا راوړي دي نو دا دې هم په غلط ځاي کې استعمال کړي دي، په اصول فقه کې دا ددې مثالونه دي چې هر امر د وجوب لپاره نه وي لکه یو بل مثال به یې زه هم درته ووایم واذا حللتم فاصطادوا.

نو حدود، جهاد حلال او حرام، اخلاقیات نه دي بلکه شرعي قوانین دي.
او ته وایې چې قرآن مجید یوه مجموعه د اخلاقي احکامو ده نو بیا دا د بغوي تفسیر د تالپاره دلیل نه دی بلکه په تا باندې دلیل دی.

احکام: هغه کتابي قوانین دي چې د الله لخواڅخه نازل شوي ترڅو خلک پرې په خپل مینځ کې فیصلې او عمل وکړي، نو فیصله او عمل به د الله د کتاب په قوانینو بما انزل الله باندې کیږي.

دلایل:
كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللَّـهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ وَأَنزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ .

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِّنَ الْكِتَابِ يُدْعَوْنَ إِلَىٰ كِتَابِ اللَّـهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ يَتَوَلَّىٰ فَرِيقٌ مِّنْهُمْ وَهُم مُّعْرِضُونَ.

إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ.

وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ ۖ فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّـهُ

وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّـهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ.

نو دا ټول ددې دلایل دي چې د الله کتاب ددې لپاره نازل شوی ترڅو خلک پرې فیصلې او عمل وکړي، او هرهغه شی چې د خلکو د فیصلو مرجع او د عمل دلیل ګرځي هغه قانون دی.
او همدا د ان الحکم الا لله معنی ده.
نو صحیح ده چې قرآن مجید احکام دي، خو نه یواځې اخلاقي احکام بلکې ټول شرعي احکام دي.

اوس ته باید د احکامو او قوانینو تعریف وکړې چې د دواړو ترمینځ فرق څه دی؟؟ او ته احکام څه ته وایې؟؟
او زه اخلاق د قانون یوه برخه بولم چې کوم ته اخلاقي قوانین ویلاي شي.

والسلام
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه    ټول وختونه GMT دي
پاڼي ته لاړ شئ شاته  1, 2, 3, 4, 5  مخکي
پاڼه   2  ټولې پاڼې  5

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی

Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.