د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

هر څوک لیکنې کوي، خو دومره د بیغیرتۍ نه!

حلیم
20.09.2011

سلام،
په ټول پاڼه کې یو چا د شریف په نامه د «افغان حکومت لیسې جوړوي که سینماوې؟» تر عنوان لاندې خپره کړیده.
ددې ورور/خور لیکنه دومره له حقیقت څخه لرې او د درواغو څخه ډکه ده چې یو فیصد هم د واقعیت سره سر نخوري. بلکه ټول یې یوازې تش تبلیغات را غونډ کړیدي او موخه یې د څمکنیو د شریف ولس سپکاوی او د هغوی احساسات را پارول دي، بل څه ندي.

زه دې ورور ته وایم چې: تاسو څمکنیو ته د نیویارک اټکل کړیدی که د پاریس چې د یوې کورنۍ نجونه د عسکرو او امریکایانو سره شپې تیروي او هغوی هیڅ ورته ویلی نشي؟، آن ترې خبر ندي؟.

زه دغه پښتون دوښمنه انسان ته دا وایم چې د خدای په لحاظ سم شه، د مظلومو پښتنو احساسات د پرمختګ پرضد مه را پاروه. پریږده چې پښتانه نور له تور تم او تیارو څخه چې تیرو پادشاهانو په قصدي توګه یا هم د غفلت له مخې ور ټیل وهلي دي، را ووځي.

او ته بیغیرته که غیرت لرې، باید د خپلې لیکنې په اړه د ټولې پکتیا په خاصه توګه د څمکنیو د غیرتي ولس څخه معذرت وغواړې.


محمود سعيد
21.09.2011

حلیم صیب سلامونه!
دا لیکنې ېې د عرشېې په نوم کوم نرښځي په فیسبوک کې هم خپره کړې وه، په رښتیا چې دا ېې ټولو پښتنو ته سپکاوی کړی دی، دا د افغانیت او پوهې د دښمنانو خبرې دي او بس.
دا ډول کیسې چې هغه کړې دي په کابل او نورو سیمو کې ولې نشته، چیرې چې بندیزونه نشته، په ګردیز غوندې ځای کې خو فکر نه کوم داسې کړنې تر سره شي، ښايي دا نجونې به ېې له امریکا څخه راوړې وي، که نه د هیڅ افغان او په تیره بیا پښتون مسلمان ضمیر به دا ډول خبرې ونه مني.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more