د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د پښتو او پښتنو په اړه شعرونه!

محمود سعيد
15.09.2011

ملګرو سلامونه، دلته غواړم هغه شعرونه شریک کړم چې یوازې د پښتو په اړه لیکل شوي دي، د ځینو شعرونو لیکوالان نه دي رامالوم، که چا پیژندل نو هیله ده راپه ګوته ېې کړي.
لومړی یو بیت درته ډالۍ کوم:

زاهـده! راته وایـه کافـر شوی خو به نه یـم ؟
زړګی مـې دا څو ورځې په پښتو کلـمه وایي.
او،
پښتون به نه وم چې په تا باندې پښتو ونکړم.
موږ خو لمانځه ته هم نیتونه په پښتو کې تړو.


محمود سعيد
15.09.2011

سم دم پښتون به راشي په کابل کې به ګونکی شي
نو ځکه هېڅ پوه نه شوم چې د چا ژبه پښـــــــــتو ده
پښتــــــــــــــو به پرې ونه وایې پښتو باندې شرمـیږي
که خدای په ژبه ګونګ کړي د پاچـــــــــــا ژبه پښتو ده
پاړسي به درته وايي او پښــــــــــــــــتو ېې هیره کړې
که نه په دې وطن کې د هر چا ژبه پښــــــــــــــــــتو ده


محمود سعيد
18.09.2011

دا غليم رانه د سر پښتانه وژني
د کابل او پيښور پښتانه وژني
نه پوهيږم چې کافر که مسلمان دى
په روژه او په اختر پښتانه وژني
کله وايې چې پخلا يې کړه خفه دي
خو بيا کله مرور پښتانه وژني
هيڅ يې زړه ورباندي سوړ نه شو خاونده !
هر بيګاه او هر سحر پښتانه وژني
واه درمله ! اوس د تورو پاچاهي شوه
چې ځلانده لکه لمر پښتنانه وژني


۰
18.09.2011

السلام علیکم ورحمةالله
نور يي نه پیژنو چي شاعريي څوک دی خو دارنګه شعرونه اوس مهال ټول دخلقیانو وي او اوس پدي پلمه ځان ته ملګري پیداکوي او د مجاهدینو نوم
بدوي تخریبوي يي او پروپاګنډه ورپسي کوي دي ته سوړ جنګ واي .
الله پاک دي داسي شاعران هلاک کړي نه پښتانه دي اونه د پښتنو غم ورسره
دی هسي جک وهي محض خپل ځانونه مطرح کوي نور هڅ هم نشته.


محمود سعيد
19.09.2011

مومند صیب سلام!
فکر کوم له کوم بل ځایه دې د زړه بړاس راوړی او دلته د ایستلی دی، له دې شعرونو څخه ځینې ېې ښايي زما او ستا له عمر څخه مشران وي!

هسي مېنه مي تالا ده چي پښتون یم
بس همدا زما ګناه ده چي پښتون یم

دبل چا وینه د سرو زرو په بیه
خوزما وینه وړیا ده چي پښتون یم

هر چي بل ئې هست و نیست په غینمت وړي
هغه چاره نن په ماده چي پښتون یم

ماشومان مي په بمونو باندي وژني
په ما جوړه کربلا ده چي پښتون یم

ما په زوره دخپل کورکلي څه باسي
وائې همدغه دي سزا ده چي پښتون یم
خ . ه . حیدري


محمود سعيد
19.09.2011

لوی لوی خلک وي واړه شي پښتو پریږدي
چې په خیټه لږ ماړه شي پښتو پریږدي

ځیني ځیني په ځوانۍ کې پښتو پالي
خو چې وروسته لږ زاړه شي پښتو پریږدي

پښتانه به په جنت کې پښتو پالي
هسي نه چې لاړ شي مړه شي پښتو پریږدي.


محمود سعيد
20.09.2011

خبر په هره ژبــــــــــــــــه خوند راکوي
پښتـــــــــــــــو ويل په عبادت کې راځي

حفيظ ( ملياره ) مبــــــــــــارک د شه دا
دا پښــــــــــــــتانه به په جنت کې راځي


محمود سعيد
20.09.2011

پښتو

څومره خوږه ده څومره ښکلې پښتـــــو

هیڅ چـــــــــــــا هم نه ده نازولي پښتو

چاویل چي ژبه دې دربار ده بلــــــــــــه

هم یې له کوره ده ایستلې پښتــــــــــو

خپلو بچیانو ترینــــــــه لاس واخســــتو

څومره په زړه به وي داغــــــــلې پښتو

فکـــــــــر کوم چې د زمرو ژبـــــــــه ده

ځکه، هر چا نده زغمــــــــــــــــلې پښتو

دمور په شان د راته ګرانه ځــــــــــــــکه

ما په زانګــــــــــــو کې اوریدلې پښتــــو


محمود سعيد
20.09.2011

اوښکی مې له سترګوځی میاشته مې لیدلې ده

هغه پښتون نشته دی هغه پښـــــــتو تللې ده

راشی د پښتو په هسی حال باندې ژړا وکړو

راشی د پښتــــــون د پاره فکر د سبا وکړو

راشی د تـــــاریخ سره خبری او صلا وکړو

راشی چه د خپل مرض په خپل طبیب دوا وکړو

دا کښتۍ راونیســـــئ طوفان په مخه کړې ده

هغه پښتـــــــــون نشته دی هغه پښتو تللې ده


محمود سعيد
21.09.2011

پښتو دا ستا په سر چوکۍ وګټي...
ليک : ايمل ستورى

پښتو بچي دي ګونګیـان شـوي دي په غلا ږغيږي
پخـپله خـاوره کې د ژونـد ســره بــې ســاه ږغيږي

د وجود بـاغ کــې يې غـوبـل درتـه جـوړ کـړى پښتو
د ذهـن بـاغ کـې يې لفظونـه د بـل چــا ږغيږي

دا چې د وينې د غـېـرت بـڅـری مـړه ښــکاري نـن
د محبت په ځـــای نــفـرت ته پـه ســـلا ږغيږي

پښتو دا ستا په سر چوکۍ وګټي ځان ترې ورک شي
تا کړي بیا هیره ستا په سر بیـا د سـودا ږغيږي

د طبیعت زړګـی ژړيــږي عـقل ډوب پـه اوښکو
سـبـا د نـــن او نـــن سـبـا څه بــې وفــا غـږيـږي

ګرانې پښتو زه او نسیم ستوری په تـا مین یــو
ستا ګــناکار پــه پـردۍ ژبــه بــې مــانــا ږغيږي


محمود سعيد
21.09.2011

چي دپښتو نه پښتانه پاتې دي -- دزړه خبرې مي په زړه پاتې دي
چا چي پښتو ژبه پښتو ګڼله -- لا خويې مړي هم درانـــه پاتي دي
چي پښتنه خور مي په سوال ولیده -- سترګي مي ووتي باڼه پاتي دي
هسي په نوم به پښتانه یادیږی -- سم پښتـــــانه ندي کاږه پاتي دي


محمود سعيد
25.09.2011

چه بی ننګ او بی پښتو وی پښتون نه دی
چه دقوم په شرميدو وی پښتون نه دی

پښتون هغه دی چه غم دتمام قوم خوری
چه دځان په جګيدو وی پښتون نه دی

د پښتون نظر مدام په ننګ و نام وی
چه نظر يی په پيسو وی پښتون نه دی

پښتون هرکله طالب دخپل شرف دی
چه طالب دسپينو سرو وی پښتون نه دی

پښتون تل پخپله ژبه ټينګ ولاړ وی
چه په دروغ يی ګفتګو وی پښتون نه دی

پښتون نشی باداری دچا منلی
چه اختيار يی دپردو وی پښتون نه دی

په نصيب دملنګ جان دغه مسری شوی
چه خپه په دی مسرو شی پښتون نه دی


محمود سعيد
25.09.2011

پــــــه پردۍ ژبـــــــه خبرې پښتون نــــــۀ کا
بې لیــلا بله سودا خـــــــــو مجنون نــۀ کا

څو د خپـــــل ادب باران بانـــدې ونــــــۀ شي
بل بـــــاران بـــــه د قام فصل زرغون نــــــۀ کا

غیرو ژبو کړې لاهو پـــه خپــل تهذيب کښې
بې پښتو به دې اوس هيڅوک راستون نۀ کا

خپلــــې ژبې خپــــل تهذيب وتـــــه چې شا کا
ملګرتيـــــا لــــــه هغــــــه قامــــه ژوندون نۀ کا

اول خپــــــــله ژبــــــــه، پسته نـــــــورې ژبــــې
بې بنيــــــاده عمارت خـــــــو سمون نـــــــۀ کا

فرنګيـــــان د پښتو ژبې خــــوشه چين دي
خــــو دې درمن تـــــه نظر هــــم پښتون نۀ کا

بې لــــه دې که ټول جهان هم ورته پرېږدې
بل ميراث به ستا نســــلونه ممنون نـــــۀ کا

پاڅــــــه پاڅـــــــه د عمل جذبـــــه پيدا کړه
يـــو ملت هـــــم ترقي پــــــه افسون نـــــۀ کا

(ارواښاد حضرت حمزه بابا رحمته الله علیه)


محمود سعيد
26.09.2011

پښـــــــتون
درته وايم نيمـــــــــــګړتياوې پښـــــتنوکې
پښتانه وي خـــــوڅه نه ليکي پښــــــتوکې
وزيران کـــــه ريســــان چـــې پښــــــــــتانه وي
پښـــــتو نشـــته دري ليــــکي کاغـــــــــذوکې
لاس دې مات مغزى دې مات تم پښتون يې
ستا خــــدمت پښتوته ښــــيه خــپلو کړو کې
نه همــــت نه دې وجــــدان دا تقضــــــا کـــړي
چې پښــــتو مې لــــږ رواج شي دفـــــــتروکې
تش په نوم باندي پښــــــتون يې بي هـــــمــــــته
خـــــپل اولاد ته پښــــــتو نه وايې کــــــورو کې
ما ( رمـــــان ) بس د( هـــــــــــمزه ) لاس نيوى کړی
وي په خـــــوله به مې پښــــتو دمرګ سلـــګو کې


محمود سعيد
28.09.2011

پښتون پښتون نه په پښتو کی دا پوښتنه وکړه

وایه پښتونه چی ستا ټوله مینه چا سره ده

پښتون پښتون ته په پښتو کی دا ځواب ورکړو

که ته پښتون یی زما ټوله مینه تا سره ده


محمود سعيد
29.09.2011

زما خوږ ژبه دحيا پښتو ده
زما د هيلو تمنا پښتو ده

زما هدف خو ويښول دقام دي
په خپل وعدو باندې وفا پښتوده

ماته بنګړي او لونګ مه يادوه
چې ماته ژبه داشنا پښتوده

نور مو په هغه دغه مه بېلوئ
د ميليتونو تقاضا پښتو ده

زه خو يو ښځه يمه دخپل ټولنې
زما دژوند ټوله معنی پښتوده

چې ويښوی دا خوبولې دونيا
د غيرتونو د دونيا پښتو ده

چې راکوي راته د سولې زېری
لکه دلمر سترګه صبا پښتو ده

چې جوړوي د(حفيظ) ښکلې دونيا
دا دټولنۍ ارتقا پښتو ده


محمود سعيد
29.09.2011

ښه پښتووایــــــــــــــــــــه دلبره که هرڅـــــــــــــــــــــووي لروبره

قندهــــــــارۍ که وردګي وي مشــــــــــــرقۍ که جنوبي وي

هــــــــــــــرچي وایې وایه وایه معشوقـــــــه مي ښه راستایه

....

پښتون یــــــــــودئ نه بېلېږي که هرڅـــــــــــــوویناوي کېږي

خه خــه، ښه ښه دواړه یودي وکــــــــــــړه،وکه دواړه یودي

څه کې،څه کړې دواړه یودي هوکې،هـوکړې دواړه یودي

موګ که مـونګه دئ که موږ ښــــــــــــــــــــه پښتوده دازموږ

مطلب یـــــــــــــــــــوکلمات ډېر حرف وي یوحـــــــــــرکات ډېر

کـــــــه پختوده کــــــــــــه پښتو ژبـــــــــــــــــــــــــــــــــه ده دپښتنو

رباب یـــــــــــــــــــــوتارونې ډېر مـــــــــــــــــــقام یـــــوږغونې ډېر

وطن یـــــــــــــــــــــوښارونې ډېر کلی یـــــــــــــــــوکــــــورونې ډېر

دلبریـــــــــــــــــــــــواداوي ډېري مین یـــــــــــــــــــــوژړاوي ډېري

پښتووایــــــــــــــــم دلبرستایم ټوله ستایــــــم،ټوله ستایـــــم

زمامطلب هـــــــــــــغه پښتوده چي دټولــــــــــــــــــــــوپښتنوده

( دمولوي صالح محمدهوتک پښتومثنوي)


محمود سعيد
01.10.2011

پښتو دننګ او شجاعت نوم دی
پښتو د پت او دغیرت نوم دی
پښتو یوازی یوه ژبه نه ده
د یو تهذیب او ثقافت نوم دی
پښتو خومرسته له مظلوم سرده ده
د هر ظالم نه د نفرت نوم دی
پښتو تور سرو ته درانه کاته دی
د پيغلو جونو دعصمت نوم دی
پښتو د دین او دایمان نخښه دی
د دیانت او شرافت نوم دی
پښتو د توری نه مخ نه ګرځول
دا د جرات او شجاعت نوم دی
پښتو میلمه نه مال وسرجارول
د دیانت او سخاوت نوم دی
پښتو بی وزلو ته پناه ورکول
د قربانۍ او دهمت نوم دی
خود د فرنګ د ملا هم واوره
وایی پښتو د جهالت نوم دی


محمود سعيد
02.10.2011

کــه تــه لــــــراوکـــه تــه بــرکــي یـــي پــښـتــــونــه
د تـــــمام جــــهــان نـــظــر کــي يـــي پــښــتــــونــه

پـــه هــــر کـــــور کــي دبـارودو لـــوګـــئ ويــــنــــــم
پــه دي پــوئی شـه چـي خـطـرکــي يــي پـښــتـونـه

پـه يــو وخــت کــي خــو سپــيڅــلي مــجـاهــد وي
نـن بـيــا ولّـي تــرهـــګـر کـــي یــــي پـــښـــتـونــه؟

دسـيــــســي ســتا ورکـيــــدو لـــــره جــوړيــګـــي
کــه کـابـل کــه پــيــښـور کــي يـــــي پــخــتــونـــه

رقـــــيـبـــان درنـــه ويــســتلـي تـــــوري تـــــاو دي
راايــسـار پــه ســـم کـــمـر کـــي یــي پـښــتـونــه

پــريــږده نـــور دبــــي ننګـــئ خـوبـونـه پــريــګـــده
کـه خوشحال پـه خـپل کلچــر کـي یـي پـښـتـونـه

ائ خــــانــــيــه ننـــګــيـــالــي خــتـلّـي غــرو تــه
تــه ويـده لا خـپل بـــستر کــي یـــي پــښـتــونــه


محمود سعيد
02.10.2011

د ازادۍ قيمت

پتنګ د بلې شمعې ياردی
بلبل دګلو خريدار دی

دليلی دوه سترګې مجنون پيژني
د آزادی قيمت پښتون پيژني

پتنګ خو مينه په ګلزار نه لري
بلبل د شمعې سره کار نه لري
پښتانه ټيټ چاته کتلی نشي
دچااثرلاندې کيدلی نشي
پښتانه ټينګ عزم او همت لري
پخپل ناموس باندې غيرت لري
لکه زمري په ځای د ننګ دريږي
په ځای د ننګ په وينورنګ دريږي
پښتانه بيرته په شاتلل نه کوي
که سريې غوڅ شي دروغ وييل نه کوي
نه دې چازرنه يې پيسو ته ګوري
زوۍ د پښتون دپلار پښتو ته ګوري
پښتون د بدو نه بيزاردۍ
پتنګ د بلې شمعې يار دی
پيسه په ښه سترګه قارون پېژني
دې ازادۍ قيمت پښتون پېژني

پښتانه لوړدي لوړکارونه کوي
تل پيروي دوی دې نيکونو کوي
نه په پيسو چاته اورميږنرموي
نه دې خپل ګورمړي په ګورشرموي
نه سپک حالت نه بيباکي خوښوي
تل ازادي او خپلواکي خوښوي
دچادلاس لاندې ژوندون نه کوي
داسې ژوندون زوۍدې پښتون نه کوي
له خپله حقه تيريدلۍ نشي
دغلامۍ نوم قبلولی نشي
اوس پوهيدلی دۍ پوهيږي پښتون
دچاپه مکرنه غوليږي پښتون
پښتون دې توري طرفداردی
پتنګ دې بلې شمعې يار دی
نه د بل چارسم وقانون پيژني
دازادۍ قيمت پښتون پېژني

دې پښتون خټه دې غيرت ځنې ده
ډکه له ننګ اوشجاعت ځنې ده
پښتانه چاته خپل بدل نه پريږدي
ځان دې دنيا مخکې خجل نه پريږدي
دې زهرو ګوټ څوک هضمولی نشي
حق دې پښتون څوک ستنولی نشي
په خپل وطن پښتانه سر ورکوي
دې صورت غوښې په سنګر ورکوي
دې جنګ په لوبه ازموده دۍ پښتون
نه کوي څنګ باتجربه دۍ پښتون
زموږ پلرونه دا اساس پاتې دی
توره او سپر موږته په لاس پاتې دی
هريوپښتون دې بل نه جاردي
پتنګ دې بلې شمعې ياردۍ
يو اتفاق اويوتړون پيژني
دې ازادۍ قيمت پښتون پيژني

الهي ته شې نګهبان دې پښتون
نکړې زوال نوم اونښان دې پښتون
همه دې علم خاوندان کړې ربه
په خپل کرم يې عالمان کړې ربه
ګوندې نفاق نه په امان کړې پښتون
دې اتفاق په لورروان کړې پښتون
څوک چې پښتون په بده سترګه ګوري
دې بدۍ مخ دې شي دې ده په لورې
زه ملنګ جان يم پروا نه دې وطن
سرمې دی ايښۍ نذرانه دې وطن
خدايه لوګی مې کړې په لاردې وطن
چې عاشقانو کې شم شمار دې وطن
ډک مې له درده داګفتاردی
پتنګ دې بلې شمعې يار دی
دې مريض نبض افلاطون پيژني
دې ازادۍ قيمت پښتون پيژني


محمود سعيد
03.10.2011

څه وکړم پښتون يم چی غرور د ليونو لرم
زه خو غلام نه يم زه تاريخ د ولولو لرم
دلته ډير راغلي چی په تیښته بيرته تللی دی
سخت لکه فولاد سنګر سنګر د ميړنو لرم
پاڅئ بلبلانو ازادی ليلا په سرو سترګو
مستی کړئ نغمی ځوانانو شور د زولنو لرم
بيامی دشيرينې په نامه ترټي د وخت مغل
مړاوې مې ډيوې دي چې نن فکر د زمر ولرم
لاس تر زنې ناست يو تل خو وياړو دپلارو په نوم
راشئ لاس په کار شئ خوږ وطن دپښتنو لرم
شاعر منان الکوزی


محمود سعيد
03.10.2011

درته وايم نيمـــــــــــګړتياوې پښـــــتنوکې
پښتانه وي خـــــوڅه نه ليکي پښــــــتوکې

وزيران کـــــه ريســــان چـــې پښــــــــــتانه وي
پښـــــتو نشـــته دري ليــــکي کاغـــــــــذوکې

لاس دې مات مغزى دې مات تم پښتون يې
ستا خــــدمت پښتوته ښــــيه خــپلو کړو کې

نه همــــت نه دې وجــــدان دا تقضــــــا کـــړي
چې پښــــتو مې لــــږ رواج شي دفـــــــتروکې

تش په نوم باندي پښــــــتون يې بي هــمــته
خـــــپل اولاد ته پښــــــتو نه وايې کــــــورو کې

ما ( رمـــان ) بس د( هـمزه ) لاس نيوى کړي
وي په خـوله به مې پښـتو دمرګ سلګو کې


محمود سعيد
06.10.2011

نن ليکمه دپښتو په باب شعرونه
پکښي نغاړم دپښتو زيات تعريفونه
په دنيا کي چي څه ژبي دي خوند نه کړي
ما ته يو پښتو ويل لري خوندونه
دا پښتو ويل تنها زما نه خوښيږي
ولي نور بچي يي هم کړي صفتونه
داپښتو به موږ ته ولي خوند را نکړي
ځکه هر بچي يي لولي زيات شعرونه
معلومات که دپښتو ژبي څوک غواړي
دپښتو په تاريخ ډک دي کتابونه
پښتانه بچي يو بايد خدمت وکړو
وپښتو ته چي پيدا کړي قووتونه
غليمان مو دپښتو ختميده غواړي
ښاد به نسي په پښتو دغليم زړونه
دا پښتو به استواره پر خپل ځای وي
که پر راسي طوفاني وړونکي بادونه
که تنها پر دنيا يو پښتون ژوندي وي
بايد وکړي وپښتو ته خدمتونه
چه ترڅو پر دې جهان پښتانه ژوند کړي
ړنګ به نکړي دپښتو څوک ستونونه
((عزيزي)) به دا پښتو څنګه وستايي
چي راويښ کړي دا په خوب ويده قومونه


محمود سعيد
06.10.2011

پښتانه خپله پښتو باندې ژوندي دي

بي پښتو پښتانه خپلو كې پردي دي

په پښتو دوى د يو بل سره وروري كړي

چي په مينځ كې يې پښتو وي ابدالي دي

پښتو ژبه ده هم لار د پښتنو ده

چي پښتو وركول غواړي اجنبي دي


محمود سعيد
08.10.2011

شاعره ماته دپښتو داسې اثر وليکه
چې سره يوشي پښتانه دلر او بر وليکه

دتورو شپو دتورتمونو خاتمه کله ده؟
چې روڼ سهارشي پړق برېښنا شي لکه لمر وليکه

دچانه خوف دچانه ډار له چانه مه ويرېږه
دحقیقت هره خبره لکه نر ولیکه

په لر او بر شمال جنوب افغانان چا وېشلي؟
قلم کړه پورته دافغان واحد ټبر وليکه

چې دډیورنډ اومکناټېن لا هم ملاتړې کوي
توره راواخله په سرو وینو یې اکبر ولیکه

چې دتاریخ زمری یې لاهم پېژندلی ندی
دې مغلګي ته دافغان په لاس خنجر ولیکه

دپامیر څوکه، هندوکش او میوند هېر نکړې ته
په سپین غر واوړه دا شعار په خړ خیبروليکه

ای جبارخیله دننګ جنګ کې پام چې شاته نشې
داسې شعرونه په سرو وینو دځيګر ولیکه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more