د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د ولسواکه مسلمانانو تر منځ بحثونه

Ghairat
08.09.2011

څنګه چې په مسلمانانو کې وطنپال، ملتپال، مترقي ، دودپال ، چپ انده او ښي انده، زورپال او ولسواک مسلمانان شته،لازمه بريښي چې دلته
د ولسواکه مسلمانانو تر منځ د بحثونو يو ګردی منځ پرانيزم . د ګډون شرط يې ولسواکي او مسلماني دواړه دي، ددې له پاره چې له ګډون څخه
يې څوک ناحق ګوښه نشي د ګډون له پاره په کې دواړو شرطونو لرل اړين دي .

[color=yellow:67b6ac3c67]د بحث لومړۍ موضوع :[/color:67b6ac3c67]

[color=blue:67b6ac3c67] د افغانستان د سياسي راتلونکې اټکل[/color:67b6ac3c67] دی .

هر مسلمان ولسواک دې پرې خپل نظر او اټکل څرګند کړي !


ډاکتر څپاند
09.09.2011

محترم غېرت صيب سلامونه،

د افغانستان د سياسي راتلونکې اټکل

افغانستان يو اشغال شوی هيواد دی٠که څوک ددې واقعيت نه منکر وي،زه ورسره بحث نلرم٠دهېواد ازادي دهر مسلمان،وطنپال،ملي،مترقي او په ولسواکئ باور لرونکي افغان ارمان دی٠

خو يوګڼ شمير افغانان پدې عقيده دي چې اشغالګر بايد دهرډول قيد اوشرط نه بغير ژر تر ژره بهر شي٠زه ددې مطلب مخالف يم،داځکه :پداسې حال کې چې په کمپيوتري درنو وسلو سمبال په لسګونوزره غربي ځواکونه د افغان دتش په نامه اردو او پوليس ځواک په څنګ کې ديو څو محدودو طالبانو په مقابل کې چې يواځې خفيفې وسلې لري،د جنګ اومقابلې توان او مورال نلري او افغانستان عمدتا نا امنه پاته دی،نوچې غربيان بهرشي څه حال به موشي؟

تنخوا خوره مليشه چې د ملي اردو او پوليس نوم ورکړی شی،په اسلامي يا وطنپاله توګه نه بلکه دمعاش لپاره جنګيږي٠تش په نامه ملي اردو لا تر اوسه هوائي ځواک نلري٠دځمکني ځواکونو افسران غير مسلکي دي اويواځې روسته پاته وسلې لري٠

دغربيانو دخروج سره سم،دبيکفايته دفاع او داخلې وزيرانو تر ادرې لاندې مسلح ځواکونه به په څو محدودو ورځو کې تارومارشي،طالبان به د سهيل -ختيځ او ټلوال له شماله دکابل دنيولو تکل وکړي،د٩٢-٩٦ کلنو پيښې به تکرار او په لسګونو زره بيګناه خلک به تباه شي٠

له بلې خوا دغربيانو دخروج نه روسته،افغانستان دايران او پاکستان تر نفوذ لاندي راځي،دواړه ګاونډيان د پياوړو نظامي قوتونو لرونکي دي او افغانستان به نتيجتا دګاونډيانو په ولکه کي راګير شي٠

که فرضا طالبان واک تر لاسه کړي،دسترو اقتصادي او اجتماعي ستونځو تر څنګ،دشمالي ټلوالې سره جګړه د ٩٦ کال په څير په اسانه دګټلو وړ نده،پدې سناريو کې دهيواد دتجزئي خطر زنګونه وهي٠

که طالبان مجبور کړی شي چې دکابل دفاسدې او غير ملي ادارې سره ائتلاف وکړي،يو خو داډل ائتلاف دوام لرلی نشي دويم داچې طالب او ولسواکي +ملتپالنه سره نه جوړيږي٠

طالب غواړي چې داسلام نه دخپل شخصي تفسير پربنسټ داسې يوه اداره جوړه کړي چه بيلګه ئي په نړۍ کې نشته٠

زموږ ګاونډيان پاکستان،ايران،تاجکستان،ازبکستان،ترکمنستان او دغه راز سعودي عرب،مصر،الجزاير،تونس،سوريه،عراق،ترکيه،بنګله ديش،ماليزيا،اندونيزيا ٠ ٠ ٠او نور ټول اسلامي هيوادونه دي ،تاسو،طالبانو او نور هيواد والو،وواياست چه څه ډول اسلامي حکومت غواړئ؟ دکوم اسلامي هيواد موډل ته ورته اسلامي اداره؟اويا داچې غواړې افغانستان په يوه لابراتوار واړوي او دخپلې خوښې تجربې ورکې تر سره کړئ؟

[color=yellow:bb3c3ad411]نوداځکه زه پدې اند يم چې غربيان بايد بي قيد او شرطه بهر نشي،خو قيودات او شرايط به افغانان وضع کوي نه اشغالګر[/color:bb3c3ad411]٠

تر ټولو لمړی شرط او قيد دادی چې داقلا "دغربي دموکراسۍ "پر بنسټ په هيواد کې دافغان ولس داکثريت دموافقې سره سم يواسلامي،ملي او ولسواک نظام اودولت را منځ ته شي٠
دکرزي په شمول ټول هغه وګړي،کمونسي،جهادي ،طالبي اونور چې په ملي خيانت ،جرم اوفساد متهم دي مجازات شي٠

واقعي ملي اردو تشکيل او تجهيز کړی شي،بيانو اشغالګرو پښې مو سپکې کړې٠

که داسې نشي کولی او يا ئي نغواړي،نو اشغالګر پوځ دې ديوه بيطرفه اسلامي سوله ساتونکي پوځ سره تعويض شي ،تر څو افغان ملت خپله لاره پېداکړي٠


محمود سعيد
10.09.2011

[quote:501a5607c1]څنګه چې په مسلمانانو کې وطنپال، ملتپال، مترقي ، دودپال ، چپ انده او ښي انده، زورپال او ولسواک مسلمانان شته،لازمه بريښي چې دلته
د ولسواکه مسلمانانو تر منځ د بحثونو يو ګردی منځ پرانيزم[/quote:501a5607c1]
غیرت صیب او ډاکټر صیب سلامونه مې ومنئ، هیله ده روغ رمټ به یاست.
غیرت صیب له تاسې مننه چې داسې یو ګردی منځ! (میز) مو پرانیست، هیله ده ټول ملګري پکښې برخه واخلي، تاسې لومړی د مسلمانانو څو ډولونه په ګوته کړي دي او بیا مو یوازې د ولسواکو مسلمانانو لپاره د بحث لاره پرانستې پری ایښې، زما په اند کیدای شي په ډیرو کسانو کې دا پورته ټولې ځانګړنې شتون ولري او یا لږ تر لږه دوه، درې پالنې پکې وي...
زموږ هیواد د یو داسې سیاسي، نظامي او ټولنیز چلنج سره مخ دی چې په تاریخ کې ساری نه لیدل کیږي، د هیودا د وګړو، ډلو او ټبرونو تر منځ د بیلتون درزونه هومره ژور شوي چې بیرته سره وروستل به ېې ډیر ګران وي.
د نړۍ د زبر ځواکونو او ناولو ګاونډیو د لاسوهنې لومې هم په داسې ډول غزیدلې دي چې جرړې ېې د ټولنې تر بنسټونو لاندې شوي دي.
د ښاغلي څپاند صیب ځینې خبرې ډیرې ښکلې دي او د هغې ورځې په هیله چې خپلواک او سوکاله هیواد ولرو!


عادل عادل
11.09.2011

السلام علیکم

[quote:c58fa1333b]تر ټولو لمړی شرط او قيد دادی چې داقلا "دغربي دموکراسۍ "پر بنسټ په هيواد کې دافغان ولس داکثريت دموافقې سره سم يواسلامي،ملي او ولسواک نظام اودولت را منځ ته شي٠ [/quote:c58fa1333b]

محترم ډاکټر څپاند صاحب

ستاسو ټولې خبرې د سوچه افغاني احساس زېږنده ګڼم او قدر یې کوم، خو دا پورته جمله مو له لومړی هغې سره په عکس کې ده چې وایی افغانستان یو اشغال شوی هېواد دی،،،، زما په نظر د وحشي اشغال هدف همدا دی چې د شنډې غربي دیموکراسی بنسټ کېښودل شي، د غربي دیموکراسی په بنسټ ولاړ د واک هر ډول نام نهاده ملي اسلامي او ولسواک افغاني جوړښت غربیانو ته د منلو وړ دی، زه فکر نه کوم چې تاسو به تش په نوم خپلواکي خوښوی، خپلواکي د خپلې خوښې واک ته وایي نه د پردیو د خوښې په بنسټ ولاړ واک او هویت!!

د اشغال د پای لپاره پېش- )مخکیني( شرطونه نشته، خو پس-)وروستني( شرطونه د دواړو افغاني او بهرني اطرافو په ګټه ګنم.

1( د افغاني لوري له خوا نړی ته تضمین ورکړل شي چې د افغانستان له د ننه څخه به هېڅ هېواد ته ضرر نه پېښیژي.

2( په مقابل کې به یرغلګر د نړیوالې ټولنې په نمایندګی تضمین ورکوي چې استخباراتي او مداخله ګر سپي به یې لنډ تړي، په تېره بیا دوه ګاونډیان او افغانستان به د یوه خپلواک هېواد په توګه بې قید او شرطه په رسمیت پېژنل کیژي.

3( ..................

4( .................

.... 5 ( .... ورزیاتوی یې ......

له بلې خوا د اشغال نه وروسته پړاو کې د عام وولس رول ډېر اهمیت لري،،،، زه شخصا د روسانو له وتلو وروسته، جهادي مشران پړ بولم، د دوی پړه که لږ د دوی ده نو لږ د ولس په غاړه هم ده،،،، ولس د سیاسي شعور له لحاظه دومره ساده وو چې د اشغال له پای نه وروسته یې د جهادي تنظیمونو لمن او د جهادي رهبرانو شا خالي کړه، دې خلا )چې د صحنې منځ وو( له یوې خوا جهادي تنظیمونه/مشران بې قیادته کړل )په اصل کې وولس د مشرانو قیادت کوي،،، جهت ورکوي( ، ځکه خو ګاونډیانو او نړیوالو هېوادونو ته د لاسوهنې پراخ میدان خالي شو،،،

په دې هیله چې هردم شهیده، مظلوم، ځپلی خو هوښیار او ویښ وولس به ان شاالله چې بیا داسې نه کوي، په همدې هیله.


پتوال
18.09.2011

د عادل صيب له خوا د ډاکتر سپاند صيب په اقتباس شوې جمله به زه هم يو څه تم شم :
اشغالګر بايد په هېڅ صورت کې شرط کېنږدي او هېڅ خبره ديکته نکړي ، غربي دموکراسي به هم نه د کوم اساس او نه د کومې پايلې په توګه
زمونږ په هيواد کې وضع کوي . هغه څه چې په دموکراسۍ کې زمونږ آزاد ، خپلواک ، مؤمن او مسلمان ولس ورته اړتيا لري هغه به زمونږ له خپلې ملي او اسلامي اړتيا څخه راټوکېدلي وي او هغه اړتيا به زمونږ د خپلې ملي اسلامي ولسواکۍ په مټ بسيا کيږي !
په افغاني ملي ولسواکۍ کې به ګوندونه آزاد وي، خو نه هغه چې د اسلام او ملي ګټو سره ټکر ولري ، نو کمونستي ، الحادي او پردي پال ګوندونه به
نشي جوړېدلای که څه هم دغه پرديپال ګوندونه د اسلام په نامه جوړ وي او يا جوړ يږي !
سو سيال دموکرات ګوندونه لکه افغان ملت
به تر هغه وخته پورې تړلی وي چې خپلې نړيوالې اړيکې له نورو سوشل دموکرات ګوندونو سره وشلوي ! په همدې ډول اخواني او نورې مذهبي ډلې
نشي کولای د عربي، ايراني او پاکستاني ګوندونو يا استخباراتو سره اړيکي وپالي !ټول اسلامي ، ملي او ولسواک ګوندونه ، غورځنګونه
او سازمانونه به سوچه افغاني وي او په بهر کې هم يواځې له خپلو افغانانو سره سازماني اړيکي ساتلی شي او بس !
عادل صيب ليکي :
[quote:58365b5d86] د افغاني لوري له خوا نړی ته تضمین ورکړل شي چې د افغانستان له د ننه څخه به هېڅ هېواد ته ضرر نه پېښیژي. [/quote:58365b5d86]
دا اړين شرط دی خو خو بساند شرط نه دی !
بسانده شرط دادی چې اسلامي قضی او انتخاباتي اجرائيه او مقننه ځواکونه (حکومت او او شوری ) به لري !
هسې نه چې خپل سری فاشيستي او ديکتاتور ي نظام د ملي ، اسلامي او يا کومې بلې طپقاتي ايديالوژۍ په پلمه رامنځته شي او څنګه چې بهرني
هيوادونو ته ضرر نه رسوي نور آزاد وي چې د خپل ولس نه پوستکی وباسي !
د عادل صيب په دويم شرط کې د دوه ګاونډيو هيوادونو خپلواکي د افغانستان له خپلواکۍ سره د شرط په توګه تړل شوي دي - څه مطلب ؟؟؟؟
دا ټکی ګونګ دی :
[quote:58365b5d86]دوه ګاونډیان او افغانستان به د یوه خپلواک هېواد په توګه بې قید او شرطه په رسمیت پېژنل کیژي[/quote:58365b5d86]
آيا مونږ به دايران او پاکستان آزادي تضمينوو او کنه خدای مکړه له خپل سر او خپلې آزادۍ څخه به هم ور تيريږو(؟) که څنګه ؟؟؟؟

په درنښت


ډاکتر څپاند
19.09.2011

بياهم سلامونه،
غواړم خپل موقف روښانه کړم٠
که اشغالګر سم دم بهر شي نتيجه به ئي د٩٢-٩٤ تر جګړو بده او بد تره شي،که داسې نده؟
خو داشغالګرو په موجوديت کې يواځې ديوه تغير لپاره اميد لرلی او قوي منطق کارولی شو هغه داچې اقلا اقلا د غربي دموکراتيکو موازينو پر بنياد افغانانو ته اجازه او فرصت ورکړي چې دخپلې خوښې قوانين او دهغو چلونکې
اداره رامنځ ته کړي٠

خو دا جمله
اقتباس:
[quote:f1baaf41dc]د افغاني لوري له خوا نړی ته تضمین ورکړل شي چې د افغانستان له د ننه څخه به هېڅ هېواد ته ضرر نه پېښیژي [/quote:f1baaf41dc]

خدای مکړه داسې معني هم ورکولی شي چه ګواکي افغانان بايد د ډيورنډ منحوسه کرښه قبوله کړي :shock: :shock: ٠


pattang
19.09.2011

څپاند صيب خبره دې ښه خو امکان نلري !
اشغالګر او لاسپوڅي يو دبل تکامل دي ، لاسپوڅي اجنټان کله خپلې ريښې باسي
او اشغالګر کله دوی پرېږدي !
هريو يې بايد محاکمه شي دا اوس چټل تهداب بايد لرې شي او پر ځای يې پاک
خلک او عدالت راشي ٠
تر څو چې په افغانستان کې يو ملي هويت منځ ته نوي راغلی ، سوله امکان نلري !
اول ته ملي سرود ته ګوره چې په هغه کې قوموه ياديږي ، لکه دنسوارو ټېکه دهر
ټېکار نوم پکښې ليکل شوي دی !
ايا داسې ملي سرود هم بل چېرته شته !!
نړۍ او ملل متحد او س د امريکايانو اخيستل شوي غلا مان دي ، څه چې امريکا
فرعون غواړي ، هغه به کېږي ،خو اسلام او طالب ورته وايې :چې دا فرعني پر مونږ
نشې چلولی ٠
د نړۍ والې ټولنې Un دا وظيفه ده چې داسې مسائل لکه ستا وړانديز د طالبانو
په شمول د فرعونانو له و تلو سره سم حل کړي ، خو فرعونان ، خپل اجنټان ، عطا
، فهيم ، کرزی ..... غواړي او يواځې دوی اود دوی قدرت غواړي!
سره وهو به يې چې څوک را پرځي ! مسلمانان او که صليبيان


پتوال
20.09.2011

د څپاند صيب اتندېښنه پر ځای ده چې د عادل صيب جمله د ډيورند کرښې د تپلو لامل هم ګرحېدلای شي ، خو عادل صيب ولې په ملي مسائيلو کې
دنورو هيوادونو په وړاندې نږدې يو حماسه جوړونکی
قلم کاروي، ولې د پاکوستان په وړاندې په ملي مسائيلو دومره محتاطه ، محافظه کاره او ويرېدونکی ژبه کاروي چې راشه که يې ګورې (!؟):
يو څه موده مخکې ددې غم راخيستی و چې قدرت ته د طالبانو له رسېدو وروسته به د افغانانو له پاره د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو په موخه د پاکوستان
لورنه څنګه دېته راوګرځوو چې د فارس خليج په څنډه په کوم بندر کې دافغاني تجارانو مالونو ته هم اجازه ورکړي او که وريې کړي نو دا ګواکې دومره ستر احسان دی چې افغانان دې نو بيا پرې خولۍ آسمانونو وته وغورځوي او هېڅکله دې
بيا له پاکوستان سره بايد د افغاني خاورې د بشپړاوي (پښتونستان) ملي داعيه ونه لري (!!!) . متاسفانه بې له دې چې د احمد شاه بابا دغه اصل يې را په ياد کړي
وای چې
مرګ له تندې په مذهب زما بهتر دی
...................................................... نه ژوندون د دون همتو په اوپو

بيا يې ورته دريځ په هغه جمله کې تکرار کړی چې څپاند صيب يې سياسي خطر ته
داسې ګوته نيولې ده :
[quote:bd48e26e28]
اقتباس:
د افغاني لوري له خوا نړی ته تضمین ورکړل شي چې د افغانستان له د ننه څخه به هېڅ هېواد ته ضرر نه پېښیژي

[color=red:bd48e26e28]
خدای مکړه داسې معني هم ورکولی شي چه ګواکي افغانان بايد د ډيورنډ منحوسه کرښه قبوله کړي [/color:bd48e26e28][/quote:bd48e26e28]
ځينې نور بيا دا هيروي چې مونږ د پنجابيانو او آی اېس آی په مشرۍ آزادۍ او ملي خپلواکۍ ته نه رسيږو، بلکې نعو ذ بالله يا به د پنجابيانو غلامي
په ټولل افغانستان تبل کيږي او يا به د پښتنو له پاره ددې غلامۍ سره د هيواد تجزيه هم مل وي ! لذا حل او آزادي هغه ده چې هم له امريکايي
اشغال او هم د پنجابيانو له غلامۍ څخه آزاد اوسو ! نو هره ډله چې وسله وال پاڅون کوي بايد اعلام کړي چې مونږ د ګاونډيانو په شمول د هېڅ پردي هيواد تسلط او لاسوهنه په افغانستان کې نه منو !


عادل عادل
21.09.2011

السلام علیکم

محترم پتوال صاحب

زما په لیکنه کې دوه ګانډیان، د مداخله ګرو تر قید لاندې دي، نه رسمیت پېژندلو.

دوهم شرط د اهمیت له لحاظه ډېر اړین دی،،، تر څو چې بهرني لاسونه لنډ نشي،،،، نو مونږ به څه پوه شو چې د چا اواز د خلکو اواز دی،،، نن سبا خو هر مداخله ګر د خلکو په مری پښه ایښې او خپله غوښتنه د خلکو غوښتنه ګڼي،،، دا څرنګه ولس دی چې د کمونستانو په وخت کې یې مساوات غوښتل،،، د جهادي رهبرانو په وخت کې یې د پاکستان سره وروري غوښته، د طالبانو په وخت کې یې جهانشموله خلافت غوښتی، او د کرزي په وخت کې د غربي د یموکراسی تر څنګ، د مداخله ګرو د تعدد په تناسب، بې شمېره متفاوت او یو د بل سره په ټکر کې ارادې او غوښتنې لري؟؟


larghonay laraway
22.09.2011

السلام عليکم!
ښه موضوع ده خو د دې خونې نوم او ځانګړې کول هيڅ مفهوم نه لري.
ځکه د بحث په ټول فورم کې د اسلام او وطن پر خلاف بحث منع دی نو په کور کې بېل کورکی څه معنی؟
خو همدغه څو نفر دي چې دبحث فورم په بېلابېلو څانګو کې ليکنې کوي نو بيا ځان بېلول او يا په اصطلاح (ځانونه اصحاب کهف) ګڼل يعنې څه؟

که د کونډې زوی ډرامه مو کتلې وي نو شادګل ته يې مور وايي: (که د دنيا هغه بل سره ته هم لاړ شې نو همدغه شادګل چې، همدا به وې!)
بحث فورم مه خوروئ راځئ په همغه ځای کې خپل بحثونه مطرح کړئ او يا خو دې همدغه ښاغلي چې دلته ليکنې کوي دا اعتراف دې وکړي چې هلته مو کفري بحثونه کړي او دلته اوس اسلامي بحث کوو؟!
کنه نو دا خونه بې ځایه ده او له بحث فورم څخه د خان ګل خولۍ جوړوي!

رښتيا يوه بله هم واورئ چې په دين کې اټکلونه نشته! الله جل جلاله په قريانکريم کې وايي: (ان هم الا يخرصون)
که څوک اټکليان وي دلته به پاتې شي او که نه وي نو په کور کې کورکي شرم دی!
ستاسو لاروی


پتوال
22.09.2011

[quote:ced588e938]
د بحث په ټول فورم کې د اسلام او وطن پر خلاف بحث منع دی نو په کور کې بېل کورکی څه معنی؟ [/quote:ced588e938]
دروند لاروی صيب زه يې د نوم دغه جمله بندي نيکمرغه انتخاب نه بولم ( دمسلمانو ولسواکانو....) څه معنی، شايد دقت په کې نه وي کارول شوی او
موخه يې ( د اسلامي ولسواکانو بحثونه ) وي !
په دې موخه او مفهوم بيا د ولسواکۍ او ولسواکانو له هغو بحثونو څخه توپير موندلی شي چې له د اسلام سره صرف مخالف ت ونه لري :
ټول غير اسلامي ولسواکان د اسلام په ضد ليکنې نه کوي، خو عملا ً د اسلام څخه د سرغړونې مخالف نه دی [color=red:ced588e938]يعنې داسلام له مخالفت سره مخالفت نه لري (!!!!) [/color:ced588e938]
دا ولسواکي نو بيا هغه د کارمل او تره کي دموکراسي شوه چې
د خپلې ديکتاتورۍ سره يې مخالفت نه لاره خو په ژبه يې ديکتاتوري نه ، بلکې دموکراسي ويله .
يا د اسلام احترام يې په اساسي اصولو او تبليغاتو کې اعلام کړی و، خو عملا ً يې کمونيزم الحاد خپاراوه او مؤمن افغانان يې وژل .
بل مثال :
ډير خلک ځانونه هم مسلمانان او هم ولسواکان ګڼي او مني چې په اسلام کې د ولسواکۍ او ولسواکۍ کې د اسلام مخالفت نشته ،
خو په ورين تندي ښونځيو ، کار ځای او ماموريتونو ته له اسلامي حجاب پرته
د ښځو تګ راتګ استقبال کوي (!)
ګورئ دوی داسلامي چارو احترام کوي ، خو له هغې نه د غير اسلامي او ضد اسلامي چارو لا زيات احترام کوي،
د اسلامي چارو احترام کوي خو خوښيږي پرې نه ، ولې د غير اسلامي او ضد اسلامي عمالو هم احترام کوي او هم پرې خوښيږي !

نو ښايي ددغه فوروم له پرانيستلو څخه هدف داوي چې د اسلام له قُلاّبي احترام لرونکې غربي ولسواکۍ پرته پخپله سوچه اسلامي ولسواکي هم شته
چې پلي کول يې د مسلمانانو دنده بولي ! او که هغه پلې شي نو په نوم مسلمان به بيا د لويديزې ليبرالې دموکراسي نوم هم په خوله وانخلي !
نو زما په اند ښايي ددغو اسلامي ولسواکانو د بحث له پاره دا فوروم ټاکل شوی وي نو په دې مفهوم يې ارزښتمن ګام بولم
او ټولو پلويانو ته يې مبارکي وايم ! الله تعالی دې په کې خير او برکت واچوي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more