د موضوعګانو سرپاڼه

تاریخ او تاریخپوهنه

احمدبلال صیب ډیره مننه ښه لیکنه مو کړي الله دي اجر درکړي

۰
28.08.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ډیره مننه بلال صیب الله دي اجردرکړي او د داسي قسم واقعتونو لا نور توفیق دي درکړي دا یو ډیر اړین کار دی باید زمونږ افغانان د داسي قسم مفکورو نه خبرشي ډیر د دین نه ناخبره خلک ډیر د رنګینو شعارونو په لیدو سره ډیر زر پدي جالونو کي ولیږي نو چي خلکو ته واضح شي چي اصل حقیقت څه شی دی.
دا لیکنه او مننه مي ځکه دلته بیله ولیکله چي موضوع کي خلل واقع نشي
او د نورو ملګرو نه هم هیله لرم چي که څوک يي تأید کوي او که تردید نو دلته دي وکړي او هلته دي بلال صیب پریږدي چي خپله لیکنه بشپړه کړي او لیکنه ډیره مهمه ده چي تخریب نشي.
بیا هم ډیره مننه بلال صیب


شبيراحمد
28.08.2011

وعليکم السلام
مومندافغان صاحب دبلال صيب کومي ليکني دمره ډېرخونددرکړی چې ملګري دي
په هغې کې له خلل کېدومنع کړي ؟ کشکي اشاره دي ورته کړي وای.
شخصا ماته يې ټولي ليکني اوژباړي په زړه پوري دي.
الله دي اجراودنوروليکنوتوفيق ورکړي.
امين


۰
29.08.2011

وعلیکم السلام ورحمةالله
شبیر احمد صیب مننه چي دي خبري ته دي زما ورپام کړ چي لیکنه مي نده ذکر کړي
ما يي د کمونستۍ تاریخ مقصد دي او هو رښتیا خبره دي کړي چي ټولي لیکني او ژباړي يي ډیره قیمتي او خوندوري دي الله دي اجر ورکړي اواسلام ته د لانور خدمت توفیق دي ورکړي.
مننه شیبر احمد صیب


عبدالله صابر
29.08.2011

السلام عليکم

زه هم له بلال صاحب څخه مننه کوم چي له مهمو تاريخي واقعيتونو موخبره
وي ، دعربي واکمنانوپه هکله دالاندي معلومات يی هم په زړه پوري دي

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=7362&highlight=


ahmad bilal
31.08.2011

وعلیکم السلام! محترم مومند افغان صاحب او عبدالله صابر صاحب!

روان اختر مو مبارک شه، مننه ستاسو د ډاډګیرنۍ او تشویقولو څخه، ښه شوه چې دا مو راته وښودله چې زه څه لیکم، هغه تاسو ګورئ، بلکې خوښوی یې هم.........!!!


پتوال
25.09.2011

په دې لنډه تنګه، مشخصه، مختلفه، متضاده ، دير اړخيزه ، بدلون موندونکې ، خوځنده ، ديناميکه تکاملي مادي او معنوي نړۍ کې
هېڅ يوشی ساده ، منجمد او په يوحال پايدونکی او پاتې کېدونکی نه دی ! هر شی او هر شتونی مختلف او متضاد اړخونه لري ، ښه له بدو او بد له ښو
سره تړلي دي او يو له بل پرته او ګوښی شتون نه لري :

چې دا سي او همداسې ده ، نو ولې د يوې ځلځلنې ( پديدې) ، پيښې ، بهير او زمانې يواځې يو ( ښه يا يواځې بد) اړخ وڅيړل شي ، د بدو سره بايد د اړونده موضوع ښه اړخ هم وشنل شي اود ښې پيښې په تړاو
د موضوع هغه بد اړخ هم وڅيړو ! د ښه او بد متضاد اړخونو توازن ، تکامل او د ودې او پرمختګ آهنګ ځان ته معلوم کړو!
د بلال ورور ليکنې په زړه پورې او ګټورې دي ، خو يو اړخيزه او په ذهنګيرۍ ولاړې دي او ټاکونکي عيني عوامل د بري او ماتې له پاره
نه په ګوته کوي ، د يو بهير پرمختګ او په شا تګ د عليّت له مخې نشي روښانه کولای . د ترکي خلافت هغه نيمګړتياوي ، داخلي تشې او کندې کروندې
درزونه او زلزلې يې نه دي روښانه کړې چې د غرب مداخلو ته يې د بري تضمين ور کاوۀ ، بلکې هر څه يې په ذهني عواملو پورې تړلي دي !
هو، له نشت څخه هسې د زړو خبرو تکرار هم ښه دی ، خو هغه چاته چې ورته بالکل نوې وي ، باور لرم چې طالبانو ورونو ته به دا هم غنيمت وي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more