د موضوعګانو سرپاڼه

فلسفه او ارواپوهنه

ریشنلیزم: یهودي پدیده چې د مذهب خلاف رامنځته شوه!!

ahmad bilal
19.08.2011

Rationalism ریشنلیزم (تعقلیت)

د ریشنلیزم لفظ د لاطیني لفط ratio څخه اخستل شوی، چې معنی یې د عقل یا reason ده. اینسائکلوپیډیا آف فلاسفي کې د ریشنلیزم څه دا رنګې تعریف شویده:

"The term rationalism (from the Latin ration, reason) has been used to refer different outlooks and movements of ideas. By far the most important of these is the philosophical outlook or program which stresses the power of prior i reason to grasp substantial truths about the world and correspondingly tends to regard natural science as a basically a prior i enterprise"

ترجمه : د ریشنلیزم اصطلاح (کوم چې د لاطیني لفظ څخه اخستل شوی چې معنی یې د عقل ده) د مختلفو خیالاتو نظر او د تحریکاتو لپاره استعمالیږي. له دی ټولو څخه زیات اهم، هغه فلسفي نظر یا منصوبه، کوم چې په دی خبری ټینګار ورکوي چې نړۍ د حقیقي ریښتونولۍ په پنجو کی د ګیرولو لپاره د استخراجي عقل ضرور یا کافي ګڼي ، او د همدی مطابق هغه نیچر سائنیس د دې بنیادي کار ګڼي.

د په اصل کې یو داسی نظر ده چې د مذهب په معامله کې عقل ته آخري اختیار ورکول دي، او هغه ټول شیان ردوي کوم چې د عقل مطابق نه وي.

ایسائکلوپیډیا آف فلاسفي مطابق د ریشنلیزم روح په هغه فلسفي شخصیاتو کې پروت ده کوم چې په اولسمه او اتلسمه پيړۍ اروپاء کې پيدا شوې دي. په دوي کې
(descartes 1595-1650)
)spinoza 1632-77)
leibnitz 1646-1716 خاص دي.

ډیکارتی د هغه خلګو څخه ؤ په چا چې هیومنیزم خپل ټول اثر او رسوخ استعمال کړي ؤ، ځکه خو هغه د عیسائیت څخه باغي او د هغه اعتماد د عیسایت او کلیسا څخه پورته شو، هغه وايي:

خلګ یو داسی څیز ته حق ولی ووايي کوم چې محض تصوراتي وي

د هغه وړاندې شوی مشهوری فلسفې خلاصه کوم ته چې کارتیزي فلسفه وايي، هغه کې هغه څه دا رنګې وايي:

زه فکر کوم، [color=blue:3ca2925dfc]نو[/color:3ca2925dfc] ځکه زه [color=red:3ca2925dfc]یم[/color:3ca2925dfc]
د هیومنیزم د بطن څخه وتلی ریشنلیزم اروپاء کې خپل د سیوري وړانګې خپری کړی. دغی فلسفی د ژوند هر اړخ متاثر کړ، د دې تحریک مخکښان او رپندۍ پورته کوونکي اکثره یهودي مشران او د دوه سوه کلو څخه رادیخوا باغي شوي عیسویان ول.

والجبرت(D alembert)، والتیر (Voltaire) کنورسټ (candorest) او په وروستیو پيړیو کې کانټ (kant) فشتی (fishte) شوپن هار (schopenhaur) هیګل (hegel) فیورباغ (feurbach) او لسالی (lassalle) او له دوي څخه وروستنیو کې مارکس (Marx) او اینګلز د دی ریشنلیزم تحریک کړۍ دي.

د دې تحریک دوه شاخه بیا د هیومنیزم نه کالونیزم (calvinism) پلو ته لاړل کوم ته چې میکس ویبر اوسنې سرمایه داري نظام ویلی، ګویا اوسنی اشتراکي نظام، سرمایه داري نظام او حقیقیت (realism) دری واړه فکري مکتبی اصلاً کې د یهودانو کرل شوي مفکوره ریشنلیزم څخه ریښې اخلي کوم چې پخپله د هیومنیزم د سیوري لاندی لویه شوی!!!

د ریشنلیزم دغه تحریک په اولسمه او اتلسمه پیړۍ کې په کلیسا، او عیسايي مذهب باندې د قهر په سیر نازل شوه. دا حقیقت لږو خلګو ته معلوم ده چې د دې تحریک ټول مشران یهودان ول لکه اسپغوژا، او یا د یهودیانو د پټ تنظیمونو غړي ؤل، دمثال په توګه والټئیر خپله فري میسن ؤ، هغه د رومي کلیسا تباه کولو هر ممکن کوښښ کړی ؤ.

د یو تاریخ دان مطابق:

دغه تحریک کوم چې د آزاد خیالۍ علم پورته کوونکي ول په پاکو ټکو د مذهب خلاف او مخالفت کوه، او د دوي نمائنده ګي به د یهودو مشرانو او یا د هغوي پټو تنظیمونو کوله، کوم کې چې مشهور تنظیمونه دا دي:
دي سیکولر سوسائټي
دي نیشنل سیکولر سوسائټي
او ریشنلیسټ پریس ایسوسي ایشن خاص دي.

د هیومنیزم په ذریعه یهودانو د عیسایت نړۍ د کلیسا د نظم او ضبط خلاف راوپاروله او کله چې د دوي دغه بغاوت خپل اوج ته ورسید بیا د ریشنلیزم په ذریعه هغوي د مذهب ریښۍ بیخي د بیخه وباسلی. ریشنلیزم خلګو ته دا ډاډ ورکړ چې د هم هغوي عقل، کل عقل ده. هغوي د خپل عقل په استعمال کې، او خپلی خوښۍ باندې فیصله کولو ته بالکل باختیاره او پر حقه دي. کوم شی چې د هغوي عقل کې نه راځي او یا د هغوي پنځه ګونۍ حواص د هغه تصدیق نشي کولی نو هغه بیا بی حقیقته څیزونه دي، انکار ورڅخه لازمي ده همدی مرداری مفکوره بیا په سائنسي میتود باندې بدل شو او له همدی ځایه دی مفکوری ټوله اروپاء ریشنلائز کړه او یا د مذهب او خدای څخه لیری!!!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more