د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

د مېرمنو په اړه د الخوارزمي حسابي ارزونه

عادل عادل
04.08.2011

بسم الله الرحمن الرحیم

کله چې د الخوارزمي څخه د مېرمنو په اړه پوښتنه وشوه نو د ډېر حکمت څخه ډک ځواب یې ورکړ ،،،، که ورته ځیر شو، نو ډېر لوی پند پکښې نغښتی ...!

الخوارزمي چې د ریاضیاتو لوی عالم تېر شوی، د مېرمنو په اړه وپوښتل شو، چې ښځې څنګه ارزولای شی؟

الخوارزمي په ځواب کې وویل:

که چېرته مېرمنې د ښو اخلاقو/دین څښتنانې وي نو دا به مساوي شي په = ١

او که چېرته مېرمنې د دین او اخلاقو تر څنګ د ښایست او جمال خاوندانې هم وي، نو دا به مساوي شي په = ١٠

او که چېرته مېرمنې د دین، اخلاقو او ښایست تر څنګ د مال خاوندانې هم وي نو دابه مساوي شي په = ١٠٠

او که چېرته مېرمنې د دین، اخلاقو، ښایست او مال تر څنګ د نسب او حسب خاوندانې هم وي نو دا به مساوي شي په = ١٠٠٠

الخوارزمي د نتېجې په توګه زیاتوي چې که مېرمنې، خدای مکړه، د اخلاقو څخه خالي وي، نو له پورته حاصله شمېرو څخه به د یوه )۱( شمېره ولویژي نو دا به مساوي شي په =٠٠٠

او چې صفرونه ) ٠٠٠٠٠٠( هر څومره هم ډېر شي بیا هم مساوي په صفر ) ٠ ( دی او دا به هېڅ معنی هم ونلري!

-----------------------------
زما په نظر، د الخوارزمي د نظر په بنا، اخلاق/ دین د نارینه وو په حق کې هم د لومړی درجې اهمیت لري.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more