د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دارزګان پخوانی والی جان محمد خان ووژل شو

Kamil
17.07.2011

په جاسوسانو شروع شوه
دارزګان پخوانی والی جان محمد خان ووژل شو

خپروونکی : لراوبر ډاټ کام (کابل)
ليک : سلېمان يوسفي
نېټه : ٢٦ / ٤ / ١٣٩٠ | 2011-07-17

تازه خبرونه وايي چي د روزګان ولايت پخوانى والي جان محمدخان د هغه په کور کي ديوه وسله وال بريد له امله وژل سوى دئ. ويل کېږي چي د جان محمدخان سره يو ځاى په ولسي جرګه کي د روزګان استازى هاشم وطنوال هم وژل سوى دئ، خو د نوموړي د مړيني پخلى لا تر اوسه نه دئ سوى.
د رويټرز آژانس وايي وسله وال نن ماښام اته بجې په کابل کي د جان محمدخان کور ته ننوتل هغه يې وواژه او تر اوسه يې په کور کي ډزي رواني دي.
جان محمدخان په روزګان کي د پوپلزيو د قوم مشر او د طالبانو ټينګ مخالف وو چي د هغوى په ټوله واکمني کي د کندهار په محبس کي بندي وو.
نوموړى په ٢٠٠١ کال د کرزي د حکومت تر راتګ وروسته له زندان څخه آزاد سو او د روزګان د والي په حيث يې دنده اجرا کوله. په ٢٠٠٦ کال له روزګان څخه کابل ته وغوښتل سو او هلته يې د ولسمشر کرزي د مشاور وزير په نامه دنده ترسره کوله.
جان محمد خان په جنوب کي د حامد کرزي ټينګ ملاتړى وو.


هوتک
18.07.2011

شکر ده چه دی خو لاړ،


Mujahid Islam/مجاهد
18.07.2011

[quote:863fe54075="هوتک"]شکر ده چه دی خو لاړ،[/quote:863fe54075]
السلام اعلېکم....!
مرگ په جاسوسانو او ده کفارو په غلامانو...


مصلح
18.07.2011

[quote:96b4604288="Mujahid Islam"]
السلام اعلېکم....!
مرگ په جاسوسانو او ده کفارو په غلامانو...[/quote:96b4604288]
مرګ دې نه یواځې د کفر په غلامانو اوجاسوسانو وي بلکې د پاکستان او نورو په په غلامانو ، جاسوسانو او دلاس وسیله هم وي !


عادل عادل
18.07.2011

السلام علیکم

دا ووایی چې نوبت په چا ولاړ دی؟

فهیم
عبدالله
قانونی
بسم الله خان
امان الله ګذر
عطا
خلیلی
ربانی
مجددی
سیاف
کرزی
رحیم وردک

خدایه که د افغانانو څخه د درځن په شمېر ظالمان درواخلې نو ستا په فضل سره به د ارام ساه وباسي.


هوتک
18.07.2011

[quote:674f83257a="عادل عادل"]السلام علیکم

دا ووایی چې نوبت په چا ولاړ دی؟
[/quote:674f83257a]‎دابه الله ج ته معلومه وې چه نوبت دچا ده،
شروع خو په وسوه دخیره سره، ‏[quote:674f83257a]‎فهیم
عبدالله
قانونی
بسم الله خان
امان الله ګذر
عطا
خلیلی
ربانی
مجددی
سیاف
کرزی
رحیم وردک،[/quote:674f83257a]‎یاره څه خوند به وکړې چه دا یو درځن داحمدولې او جان محمد په سرنوشت اخته شې،


خان آغا
19.07.2011

خبر شوم چه جان محمد دخپلو اعمالو سزا ولیده،
ښه خوشحاله سوم الله جل جلاله دی مطیع الله هم دده په لار واستوی چه خلک یی له ظلمه خلاص شی،


محمود سعيد
19.07.2011

[quote:a1171eec63]فهیم
عبدالله
قانونی
بسم الله خان
امان الله ګذر
عطا
خلیلی
ربانی
مجددی
سیاف
کرزی
رحیم وردک [/quote:a1171eec63]
کاش چې دا لړ مو مخکې خپور کړی وای...
فکر نه کوم چې اوس د هم د طالبانو د لړ په سر کې دا کسان ځای ولري!


larghonay laraway
19.07.2011

السلام عليکم!
زما په نظر جان محمدخان په شخصي دښمنۍ کې سر وخوړ!
دا چې طالبان د هرې ښې او بدې پېښې پړه پر غاړه اخلي دا د دوی خپل دريځ دی. خو باور وکړه چې په دې کار سره يې پوره باور له لاسه ورکړی او خلک يې په دروغو پوه شوې دي.

جان محمدخان ځکه طالبانو نه دی وژلی چې له يوې خوا جان محمدخان يو قاتل او فاحش انسان ؤ او په لسګونو شخصي دښمنۍ ورترغاړه دي!
له بلې خوا اوس دومره مهم هم نه ؤ ځکه چې د زاړه ليوه غوندې اوس په غار ننوتی ؤ او په دې نه ارزيدو چې درې څلور ځوانان دې ترې قربان شي!
که طالبانو وژلی نو د جان محمدخان وراره مطيع الله به يې وژلی وای چې ارزګان ته په ذمه وارۍ سره بهرني ځواکونه بيايي او راولي يې. د کندهار او ارزګان تر منځ د بهرنيانو د تګ راتګ واک ټول له مطيع الله سره دی!
جان محمدخان يو سپک او بد سړی ؤ خو کرزی تر هغه هم بد دی ځکه چې د يو بد سړي ملګری او خواخوږی دی! تاسو به د کرزي وينا اوريدلي وي چې جان محمدخان يې په څومره درنو نومونو ياد کړ!

د جان محمدخان د وحشت او بدکارۍ يوه کيسه!
په ارزګان کې يو سړی چې په کور کې يې ښايسته پېغله لور وه او جان محمدخان ته يې چا صفت کړی ؤ نو جان محمدخان د نجلۍ پلار ته وويل چې ته بايد يوه مېلمستيا وکړې!
د نجلۍ پلار يوه شپه مېلمستيا کړې وه او جان محمدخان له خپلو بړېڅو سره ورغلی ؤ.
تر ډوډۍ وروسته يې د نجلۍ پلار ته ويلي وو چې زه له دې ځايه نه وځم تر څو چې دې د لور دسمال رانه کړې!
د نجلۍ پلار غريب سړی ؤ او جان محمدخان ورته معلوم ؤ چې يو قاتل دی نو مجبور شوی ؤ چې د خپلې خامې نجلۍ کوژده له زاړه قاتل او بدمعاش جان محمدخان سره وکړي، نو دسمال يې ورکړی ؤ!
تر دې وروسته جان محمدخان ورته ويلي وو چې زه له کوره نه ووځم تر څو واد ه هم ونه کړم. نو په همدې شپه به ملا راولې چې نکاح وتړي!
د نجلۍ پلار دا کار هم وکړ!
تر دې وروسته قاتل جان محمدخان خپلو ملګرو ته ويلي وو چې تاسو لاړ شئ او زه د واده لومړۍ شپه د خسر کره په همدې کور کې تېروم!

دا يوه ريښتونې کيسه ده چې هر ارزګاني ته معلومه ده
نو قضاوت تاسو وکړئ چې کرزی د څه ډول خلکو نږدې دوست دی؟

دا که جان محمدخان هر چا وواژه خو فکر کوم چې يا شخصي دښمنانو وژلی او يا هم د کرزي او شمالي ټلوالې تر منځ پټه نښته روانه ده! ځکه شمالي ټلواله د سيدخيلي او داوود په وژنه کې کرزی تورنوي !

عادل صيب تاسو ډېر ښه ليست جوړ کړی او امين به پرې ووايو خو لنډ دی لږ يې نور هم وغځوه!


khoshalkhan
19.07.2011

لرغونيه چيټي لګيايې ! خبرې دې ضد او نقيض دي دا خو ولاک خر هم ومني٠!
-ځانمرګي بريدونه څوک کوي او څوک يې جرعت لري ?? شمالي ټلوال ? نه !
هغوی عيا ش لنډغر دي اوپر دې کار کې تجربه هم نلري٠
- ايا طالبانو په پخوا تر دې هم داسې منافقين کافران، ان درباني د کوڅه ئيز دولت
په وخت کې ټول ختم نکړل او له کلابه يې تېر نکړل !
-طالبانو څو وارې دکابل په منځ کې حملې ونکړې ?
تاسې ژورناليستان ليکنې کوۍ خو حافظه او مغز مو د ليکلو په وخت کې
بيده وي.


larghonay laraway
19.07.2011

ګرانه خوشحالخانه!
هغه څوک چې له ځانه تېرېږي نو خامخا به ستر هدف لري. جان محمدخان اوس يو بوډا ؤ چې عقلمند خلک به هيڅکله په يو اکسپير انسان د ځوانانو قرباني ورنه کړي!
زه دا منم چې طالبانو د رباني ټلواله تر کولابه وځغلوله خو د نيمې شپې مرموزې حملې د طالبانو نه دي!
تاسو دې منطق ته وګورئ چې لومړی ورته همدغه خلک د سوال او ګدايي لپاره راځي او جان محمدخان درې درې زره افغانۍ خيرات ورکوي. دا که له ځانه تېر وای نو درې زره روپۍ دې سر وخوري خو همغه وخت به يې په رڼا ورځ وژلی وای کنه؟!
ولې دا خبرې د سالم عقل او پياوړي منطق په زور تحليليدی شي، نه په احساساتو.
دا چې د طالبانو ويندويان دمسؤوليت پر غاړه اخلي هر څوک پوهېږي چې دروغ وايي !
زه د جان محمدخان دفاع نه کوم. ځکه بد بوټي ؤ خو دومره نه ارزيدو چې څلور پنځه ځوانان ترې قربان شي!
دا وژنې ټلوال او بهرنيان په شريکه کوي او د کرزي هم په کې لاس دی!
جاسوس هيڅکله یار دوست، خپل خپلوان او عاطفه نه پېژني!


طالب ISI
19.07.2011

لرغونی صاحب چې دومره ظالم وو، بیا خو ښه شو چې ورک شو.
شاید د کوم مظلمو آه به ورته لګیدلي وي.

په دوزه زره پنځم کال کې د یوې اسټرالیایې جورنالیسې له خوا یو فلم جوړ شوی وو، په هغې کې فکر کوم همدا جان محمد خان یوځای کې خبر ې کوي، او ډیر پوچ الفاظ استعمالوي.

خو یو څه چې زما ذهن ته راځي، هغه دادي چې امریکایان او طالبانو کوم داسې کوم تړون نه وي کړی چې د امریکا له وتلو مخکې دا د جنکي جنایت کارانو لمن ورټوله کړي.

که امریکا ووځې، بیا مو د خدای هیواد وال د پاکستان لطف او کرم ته نه مهتاجوي.


خو الله(ج) بل شي وایي!

مساپر
19.07.2011

[quote:6007b6e5f0="عادل عادل"]السلام علیکم

دا ووایی چې نوبت په چا ولاړ دی؟

فهیم
عبدالله
قانونی
بسم الله خان
امان الله ګذر
عطا
خلیلی
ربانی
مجددی
سیاف
کرزی
رحیم وردک

خدایه که د افغانانو څخه د درځن په شمېر ظالمان درواخلې نو ستا په فضل سره به د ارام ساه وباسي.[/quote:6007b6e5f0]

سلامونه او نیکې هیلې،
زمونږ ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي چې:
«انصر اخاک ظالماً او مظلوماً»
خپل ورور سره مرسته وکړه که ظالم دی او یا مظلوم دی.
یو صحابه د حضور څخه دا پوښتنه وکړه:
« یا رسول الله انصر مظلوماً فکیف انصره ظالماً»
ای رسول (ص) د مظلوم ورور سره زه مرسته هرومرو به کوم، خو د ظالم ورور سره څنګه مرسته امکان لري؟

بیا پیامبر صلی الله علیه وسلم مهربانی وکړه:
(تمنعه من الظلم فذالک نصرک ایاه.)
که تاسو هغه (خپل ظالم ورور) ته د ظلم کولو څخه ممانعت وکړی نو دغه دی ستا اصلی مرسته.

دا دی د اصلی لاره چې زمونږ ستر پیغمبر لارښوونه کړی دی، څوک دی چې دا په واقعی توګه ومنی او عملی وکړی؟

خو اوس په نړۍ کې یو شمیر زیاته مسلمانان (ماشاالله) خپله ځانونه ته لارښود وایي،او د خپل قومی تعصباتو او نورو دنیوی جهالتونو په اساس د هر شی نه تیر دي. ټول (زنده باد او مرده باد) شعارونه ورکوي، خو اصلی لاره (د اسلام او شریعت) بلکل له دوی څخه ورکه شوی دي.

ومن الله التوفیق
ستاسو مساپر


pattang
19.07.2011

[quote:7f9c2cd491]ولې دا خبرې د سالم عقل او پياوړي منطق په زور تحليليدی شي، نه په
احساساتو. دا چې د طالبانو ويندويان دمسؤوليت پر غاړه اخلي هر څوک
پوهېږي چې دروغ وايي [/quote:7f9c2cd491]

لرغونيه !
له منطق څخه دالف ليلا کتاب مه جوړوه چې په هره هجره کې پروت وي او هر
سپږن يې لولي !
دالاندې جمله د ې فلسفي نده نو منطقي هم نده:
[quote:7f9c2cd491]هر څوک پوهېږي چې دروغ وايي[/quote:7f9c2cd491] څرنګه ، ولې هر څوک
پوهېږي چې دروغ وايې ! دليل يې کوم دی !
طالبان خو کلک جنګ کوي چې زمونږ په ولايت کې هره ورځ جنګيږي او هم
دوی طالبان پکښې مري ، نو دادې مانا ورکوي چې طالب قرباني ورکوي٠
پر دې خرس باندې ځانمرګي بريد ندی شوی ، بلکې په کور يې حمله شوې ،
داچې ددې حمله کونکو دتېښتې او وتنې لاره نه ه نو به يې ځان مرګي بريد
کړی وي .
که داسړی جان محمد زوړ وو او که ځوان دلته دجنګي روحياتو او دجنګي اېميج
خبره ده او بس٠ اشغالګر ولې کرزی مړ کړي ، هغه خود وی ته ښه کار کوي٠
او که دانورو وژلی وي نو د وژنې دحملې قسم به يې بل رقم وه٠
هو دا امکان شته او نه سبوته ، که چېرې طالبان ځيني مرګونه په ځان پورې
وتپي تر څو چې خپل جنګي ايمېج لوړ کړي خو دا کېدای شي چې ډېره ، ډېره
استسنا وي ٠


larghonay laraway
20.07.2011

السلام عليکم!
شهير صيب افغانستان دې خدای د هيڅ پردي په واک کې نه ورکوي او بهرنيان دې خدای له افغانستانه ورک کړي!
پتنګ صيب !
خدای دې وکړي چې هر سپږن منطق ولري او بې منطقه ډوزې ونه ولي!
بله دا چې ما ليکلي وو چې ټول خلک پوهېږي چېطالبان دروغ وايي او تاسو پوښتنه کړې چې ولې او څنګه؟
پتنګ صيب د افغانستان خلک غريب دي خو اخر انسانان دي او پوهېږي چې طالب د هرې وړ او ناوړه پېښې پړه په غاړه اخلي او دروغ وايي!
حتی دوی کله کله د داسې پېښې پړه هم پرغاړه اخلي چې د طالبانو په تاوان او د شمالي ټلوالې او بهرنيانو په ګټه وي!

پتنګ صيب تاسو د جنګي ايميج خبره کړې ده!
جان محمدخان نه په حکومت کې ستر رول درلود او نه په ارزګان کې. ځکه چې په حکومت کې به يو بې سواده څه رول ولري؟ يوازې د کرزي د پلار ملګری ؤ ځکه يې هغه د چا خبره فالتو مشاور مقرر کړی ؤ. د کرزي مشاورين د کوڅه ډبو غوندې ټوله ورځ ګرځي والله که د چا چرت هم پرې خرابېږي!
په ارزګان کې نن سبا دجان محمدخان وراره مطیع الله خان رول لري او اوس څوک د جان محمدخان په کيسه کې هم نه وو ځکه خو هغه د ارزګان پر ځای په کابل کې ژوند غوره کړی ؤ. نو ته ووايه پتنګ صيب چې يو زوړ ګيدړ به څومره جنګي ايميج ولري او بله دا چې ايا دا مړی په دې ژړا ارزي؟
ايا ته دا وړ ګڼې چې څو ځوانان دې د يو زاړه او اکسپير جان محمدخان قرباني شي؟
دا يوازې د امريکايانو چارې دي چې ګومارل شوی ذبيح الله مجاهد او يوسف احمدي يې پړه پر طالبانو اچوي او د امريکايانو ويندويان دي!
نور دې خدای پوه او منطقي کړه
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more