د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

خپل ژوند جوړكړه

Kamil
13.07.2011

بسم الله الرحمن الرحيم
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دغه ليكنه مى د عربۍ څخه ژباړلې ده، له تاسو ټولو څخه په ‌ډېر درنښت هیله کوم چی غلطیانی یې را په ګوته کړۍ.
مننه
هر انسان كولاي شي چى خپل ژوند تر يو څه حده پورى جوړ كړي- كه څه هم هغه د غريبۍ او شتمنۍ ژوند وي دنيكبختۍ وي اويا د بدبختۍ ژوند وي.
اول نصيحت تاته دادى چى ته هيڅكله پيښمانه او بى زړې كيږه مه، بلكه په آينده كى د الله نه خير وغواړه, دا مه وايه چى زه نابغه نه يم او يا ظروف او احوال زما به ضد دي. دنيا يوازى په نابغه ګانو ودانه نه ده او نه هم يوازى نابغه ګانو ته محتاجه ده، او نه هم كاميابي يوازى به نابغه ګانو پورى تړلى ده او د نورو به قسمت كې نشته.
اكثره ځوانان دا فكر كوي هغه خلك چى لوړ مقام ته رسيدلي او په دنيا كى يى ډير زيات شهرت موندلې دى، دوي به بى له كوم تكليف او مشقت نه دغه مقام ته رسيدلي دي او يا هغه خلك چى نا اشنا شيان يى په دنيا كى ايجاد كړيدي او يا هم هغه خلك چى له خاورو يى سره زر جوړ كړيدي دا ټول يى په ساحرانه ډول ترسره كړيدي او هيڅ تكليف به يئ په كى نه وي ويستى؟ نه داسى نده. دغه فكرونه او سوچونه ټول هغه شيان دى چى انسان له عمل او كاميابۍ نه منع كوي او د پرمختګ مخه یی نیسي.
هو! هر چا چى اول په كار شروع كړيده نوپه لمړي سر كى په شك او تردد كى غورځيدلي او له تكليفونو سره مخ شوي، خوڅوک چی ‏ د كاميابۍ پړاوونوته رسیدلي وي هغوي د خپل كار په شروع كې په ځان کی دا احساس بیچا کړې چى له دوي سره شمع ده چى رڼا ورته كوي او په تللو باندى يى زړوره وي او څومره چى مخ به وړاندې ځي نو دده عزم پیاوړې کیږي نو دى بى له كوم ډاره نور هم په تللو باندى زړوريږي.
تر ټولو ښه او كاميابه وسيله د ځوانانو د بریالیتوب لپاره داده چى د خپل ځان لپاره لومړې یو لوړ هدف غوره كړي اوبیا دې دا لوړ هدف مخى ته كيږدي او تل دى ددى لوړ هدف د لاسته راوړلو لپاره تاند ووهي...معنی دا چی له ځان سره دی يو خيالي تصویر جوړ كړي: چى له ځانه به يو ستر عالم جوړوم او يا هم يو كاميابه تاجراو داسى نور....
مونږ په خپل ژوند كې ګورو هغه څوك چى ديو ميل د مزل كول عزم وكړي نوكله چى دا سړې يو ميل لاره اوهي نو په رسيدو سره به ډيره ستړتيا حس كړي مګر هغه كس چى د ٤ او يا ٥ ميلو د تګ عزم وكړي نو دا سړى به دوه يا درى ميله بغير د كومې ستړتيا اوهي ځكه دده هدف لوړ او قوي او پراخه دى.
هو! دغه لوړ هدف چى په هر ځوان يى طلب لازمي او واجب ده بايد چى د مال د ترلاسه كولو لپاره نه وي بلكه ددى لپاره وي چى به ځان كى د عمل كولو, ښه اخلاقو, ريښتيا ويلو, امانت ساتلو, له هغه كار نه چى ستا بد رازي سترګى پټول او مرتكب ته يى د څه نه ويلو, په فقيرانو او ضعيفو خلكو باندى عطف او مهرباني كولو لپاره وي چی همدا ستا لپاره غټه كاميابي ده.
د خفګان خبره داده چى اكثره خلك د يو كس كاميابي د هغه په هغه مال او دولت پورى تړي په كوم چى هغه تر ټولو ښه طعام خوري او تر ټولو خوږې اوبه څښي خو كه چيرې دولت او خاني طلب شي نو دا ورسره لازمي ده چى يو د عزت النفس او په ښو كارونو ځان سنبالول هم ورسره وغوښتل شي. دهغه مال به څه خوند وي چى په ‍‍‍‍‍ذلت سره یی ترلاسه کړې وي؟
يو دمهمو كارونو څخه دژوند په جوړولو كى دادى چى پخپل ځان كى دا جرأت او وړتيا پيدا كړې چى زه هر څه كولاي شم او په هر څه كى كاميابي ترلاسه كولاي شم. همدارنګه الله تعالی په قرآن كريم كى هم پخپل نفس باندى د اعتماد او باور او په امت باندى داحسان کولو یادونه كړي:
" كنتم خير امة اخرجت للناس تأمرون بالمعروف وتنهون عن المنكر وتؤمنون بالله"
نو هغه كس څوک چى په خپل ځان اعتماد او ویسا نلري او سوچ کوي چى زه هيڅ نه يم او هيڅ نشم كولاي دى دځان هغه غوښتنى چى دا يى پوره كولاي شي اوپرې برلاسی وي وژني.
نو اى زده كونكيه! پخپل ځان باندى اعتماد او باور وكړه اوپه ځان کې عزت النفس پیدا کړه.
ورسته له دى چى دې ځانته يو لوړ هدف وټاكلو او دهغى په لاسته راوړولو كى دى هلې ځلې شروع كړې او پخپل نفس دى اعتماد وكړو نو بيا په خپل ژوند كى د خوشحالۍ او نېکبختۍ راوستلو كوشش وكړه ځكه خوشحاله ژوند د رنځونو د علاج لپاره يوه ښه دوا ده او د ستړياو په لرې كولو كى يوه ښه مرستندویه كونكې دی. نو اوچت او لوړ هدف او پخپل ځان باندى اعتماد او په خپل ژوند كى خوشحالي او نېکبختي پيدا كول هغه څه دي چى ته پرى خپل ژوند جوړولې شی، كه چېرې مو دا كار وكړ نو دا ستا او د امت لپاره خير دى اوپه ځانګړي ډول ستا لپاره يوه ستره كاميابي ده (كه څه هم د ډير مال خاوند نشې). دهغه مال به څه خوند وي چى كړاوونه يى مله وي او د خوشحالۍ او ارامۍ په کې څرک نه لګیږي او دهغى دنيا به څه خوند وي چى په پيدا كولو پسى يى ټول عمرلالهانده تېر كړى؟


رښتینی
13.07.2011

محترم ورور کامل صاحب مننه ښه لېکنه دې راژباړلې ده
او په ټولېزه توګه ژباړه هم خوندوره ده خو که هغه دعربی متن هم
ورسره وی بیا به مو تېروتني درته په ګوته کړې وې
اوس یواځی دومره درته ویلی شم چې دهرې ژبي دژباړې په مهال
څوجملي یا کوچنی پاراګراپ را اخله او دهغه مفهوم په دماغ کې
ځایه وه له هغه وروسته یې دپښتو په چوکاټ کې لېکه دجملو
او دځېنې تورو دخواصو او کاملې ژباړې څه هم ډېره مکوه ځکه
یوه ژبه له بلې سره به مختلفو شیانو کې توپیرلرې
کله یو ژباړن دليکوال د مطلب د پوره ژباړې په کوښښ کې وې او په
پوره مطلب افاده کولو کې له خیانت نه وېرېږې نوځینې تېروتنې
ورنه وشې .
تاسو ته زه ستایوه تېروتنه درښیم هغه دا چې ته یونېم ځای عربی جملو
له ځانه سره نېولی یې او دې ته یې نه یې پري اېښی چې هغه پوره په
پښتو کې هضم کړې نو دلته یوڅه مشکل رامنځته شوی وې لکه ستا
دا لاندې پاراګراپ ته ځېرشه !
--------------------------------------------------------------
هو! دغه لوړ هدف چى په هر ځوان يى طلب لازمي او واجب ده بايد چى د مال د ترلاسه كولو لپاره نه وي بلكه ددى لپاره وي چى به ځان كى د عمل كولو, ښه اخلاقو, ريښتيا ويلو, امانت ساتلو, له هغه كار نه چى ستا بد رازي سترګى پټول او مرتكب ته يى د څه نه ويلو, په فقيرانو او ضعيفو خلكو باندى عطف او مهرباني كولو لپاره وي چی همدا ستا لپاره غټه كاميابي ده.
-----------------------

دلته له تاسو نه داستدراکي جملي (بلکه ددې له باره وې...........) حکم یا خبر
ډېره لرې تللې ده .

خدای دي وکړې په مشوره مې خپه نشي


Kamil
14.07.2011

ډېر محترم ریښتینی صیب
السلام علیکم
له مشورو او له نېوکو مو یوه نړۍ مننه.
زه کوشش کوم چی هغه عربی متن راپیدا کړم او تاسو سره یی شریک کړم.
بیا هم ډیره ډیره مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more