د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

منګل او نغمه!!؟

حلیم
08.07.2011

سلام علیکم
د عربو له تاریخ نه راپاتی د لیلی مجنون د مینی ډکه کیسه زموږ د ماشومانو هم زده ده، لویان او شاعران خو سر پی ماتوی.

ما ته دا پوښتنه پیدا شوه چی: آیا د نغمی او منګل خوږ ژوند او بیا د منګل دا اوسنی تریخ ژوند د یو شاعر د سترګو مخ ته ونه درید؟

آیا چا هم د منګل د زړه آواز اوریدلی دی؟

زه به نه وم خو منګل به د خپلی مینی لپاره د (منګل) په نوم څلی پریږدی.
راتلونکی به یی شاهد وی
مننه


Re: منګل او نغمه!!؟

pattang
09.07.2011

منګل دې له نغمې سره دخلقيانو په وخت کې ښه عيشونه وکړل ، دومره يې بس ده
اوس دې هغو کورنيو ته پرېږدي چې ددوی له لاسه يې هر څه له لاسه ور کړي دي!

[quote:20c691980f="حلیم"]سلام علیکم
د عربو له تاریخ نه راپاتی د لیلی مجنون د مینی ډکه کیسه زموږ د ماشومانو هم زده ده، لویان او شاعران خو سر پی ماتوی.

ما ته دا پوښتنه پیدا شوه چی: آیا د نغمی او منګل خوږ ژوند او بیا د منګل دا اوسنی تریخ ژوند د یو شاعر د سترګو مخ ته ونه درید؟

آیا چا هم د منګل د زړه آواز اوریدلی دی؟

زه به نه وم خو منګل به د خپلی مینی لپاره د (منګل) په نوم څلی پریږدی.
راتلونکی به یی شاهد وی
مننه[/quote:20c691980f]


عادل عادل
09.07.2011

السلام علیکم

د لیلې او مجنون د مینې تاریخچه به هسکې تېټې لري خو ککړه به نه وي.

خو که کوم ادیب یا لیکوال خدای مکړه د ثاني په اصطلاح لیلې او مجانین!!!! ..... یانې نغمې او منګل صاحبانو د مینې او ګډ ژوند تاریخچه لیکي نو د صورت .... د سیرت سوال نه پیدا کیژي...... له لاندینیو لوبغاړو ... یانې ....ادبي خنډونو .... به څنګه ټوپ وهي او یا به پرتوګ ورته کوي:-

ګلاب زوی ............. ...... لالیه هوا بازه
عصمت مسلم .............. خوا ته مې کېنه خو ګوتې مه راوړه
منګل ............................ غم دی د لالي پر سر


محمود سعيد
16.07.2011

سلامونه! داسې ښکاري چې له عادل صیب نه د نغمې او منګل کومه سندره هم له اوریدلو پرته نه ده پاته!
په هر حال د سندرو انډول او نښلونه مو په زړه پورې ده...


عادل عادل
16.07.2011

السلام علیکم

محمود سعید صاحب

که تاسو ته پاکه پېروزه برېښم نو ولا چې دا ستاسو مهرباني او حسن نیت دی، او مننه درنه کوم، زه د نغمې عاشق نه یم، خو دا چې غوږونه لرم، نو سندرې به مې یې خامخا اورېدلې وي، د سفر ټاکسي وانان صایبان، دوکاندران، هوټلونه، ټلویزیونونه، راډیوګانې او داسې نور ټول هغه څه دي چې تاسو به یې نه غواړی خو هغه به یې د خپلو درنو څپور په مټ درباندې لوروي.

خو که مې ټینګ کړې چې ځه یوه سندره ووایه، نو د بې شمېره سندرو د سر ټکي به یو ځای او خپله سندره ترې تکمیل کړم، ځکه چې یوازې د سندرو سر مې په یاد دی.

خو د ځنو سندرو په اورېدو سره سړي ته حیا دریژي، هغه دا چې ورانه مانا مفهوموي، لکه چې وایي:

ورپورې که ساړه ده !

یا

منم مسافر، بې سامان !


حلیم
17.07.2011

پتنګ او عادل خان وروڼو

که موضوع ته په سطحي توګه وکتل شي څه چې تاسو لیکلي دي هر څوک یې درسره مني، خو که لږ د واقعیت له مخې ورته وګورو بیا دا لاندې پوښتنې ځوابول غواړي:
۱- ولې نغمه له کندهاره را وتښتیده؟
۲- ولې ګلاب زوی او عصمت مسلم پرې لوبې وکړې؟
۳- بیا ولې یې د سندرو ویلو ته مخه کړه؟
۴- بل څه چې ستاسو نه هیر دي، ولې د مجاهدینو لخوا جنسي تیری پرې وشو؟
وایي:
۱- نغمه په کندهار کې یو ظالم قوماندان په زور ځانته نکاح کوله پداسې حال کې چې دا ایله د پنځلس کلو وه. چې دا حیوان فطرته سړی او هم دا کار ددې نه وو خوښ.
۲- نغمه چې له ناچارې ورځې د کابل رژیم ته پناه راوړه نو دې په هغه خپل واړه ذهنیت دومره فکر نشو کولای چې چاته پناه ور وړي؟، نو ځان یې په ناخبره د لیوانو او ځناورو په منګلو کې ور و غوځاوه چې د ژوند پیغور ورته جوړ شو.
۳- ددې سندرې ویل د خپل ژوند او روزګار د جوړولو لپاره پیل شول، د ګلاب زوی او عصمت مسلیم سره ژوند ددې له فطرت سره نا سازه خبره وه، له بلې خوا دا نجلی بې سر پناه او بې لاس او پښو وه.

زه خپله د نغمي له سندرو څخه د هغه مرکې ډیرې په غور او دقت سره اورم، په تیره بیا وروسته له هغه کله چې ددې د ژوند له دې هسک او ټیټ څخه خبر شوم.

دا وایي: زه په خپل شوق د هنر ډګر ته راغلم (چی د خپل دې کار لپاره بله بهانه نلري)، خو بیا وایي چې زه نه غواړم بچیان مې سندرې ووایي، هغوي باید انجینران او ډاکتران شي، زموږ ولس ډاکټر او انجینر ته ډیر اړتیا لري.

بل ځای وایي: ماته مې خپله ځواني اور شوه

بل ځای وایي: هیوادوالو ته مې دا پیغام دی چې یو بل ته د وروری لاسونه ورکړي او په مینه او اخوت کې ژوند وکړي.

دا ژوند خو کم د محبت لپاره هم دی - حیران یم چې نفرت ته وزګاریږي خلک څنګه؟

خلاصه دا چې ژوند یې له پیله حیوانیت تهدید کړ، د خلاصون لپاره یې ټولو ممکنه لارو ته لاس واچاوه، خو قدم په قدم ورته اغزي پراته وو - دا ځکه چې موږ ډیر ښه فرهنګ او ډیر ښه رواجونه لرو. له بلې خوا وحشت خو زموږ شعار دی - که د قضیې یوه خوا نغمه او بله یې د خپلې ټولنې برخورد و بولو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more