د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

يو ګيګابايټه وړيا برېښناليک بکس


Shponkay
29.07.2004

....................................[size=24:8b36bed832]يو ګيګابايټه وړيا برېښناليک بکس[/size:8b36bed832]

د اپريل په اول د 2004 کال ، د کومپيوټر او انتيرنټ د نړۍ پورې تړلو خبري رسنيو ، حيرانونکى خبر خپور کړ، چې د يو غټې بمي چاودنې غوندې يې د انتيرنت نړۍ سره ولړزوله. ددغې خبرتيا سرليک دا وه : ګوګل د وړيا برېښناليک لپاره دتازه اسانتيايو وړانديز وړاندې کوى، چې د بکس اندازه به يې د يو ګيګابايټ سره برابره وي . دا خبر د هيچا د باور وړ نه وه او د انتيرنت ډيرو کارکوونکو او استعمالوونکو دا فکر کاوه چې دا هسې يوه ټوکه ده چې د اپريل د اولې ورځي سره تړاو لري .
کله چې دګوګل د شرکت لوړپوړو چارواکو د باوري خبري رسنيو سره ، په خپلو خبرو کې، ددې خبر د روغتيا ، خبره تايد کړه نو اوس د چا له خوا د ټوکې ګومان او شک پرې نه کيږي او د يوه روښانه واقيعت په سترګه ورته ګوري چې ډير ژر به د نړيوال جال ګټه پورته کوونکي ترينه خپله ګټه پورته کړي.
ګوګل د ډيرو کارپوهانو له انده ، تر ټولو غني او ګړندي پلټونکي انتيرنټ ماشين دي چې دا يې يو بل د پرمختګ ستر ګام ګڼل کيږي چې د انتيرنت پر مټ يې د خپلو رقيبانو تر مخه اوچت کړ.
په انتيرنت کې ، د وړيا برېښناليکونو د اسانتيو دوه مهم او غټ سايټونه، hotmail او yahoo ددې خبر په اوريدلو سره ګوته په غاښ پاتي شو او ژر تر ژر يې د څارولو لاره غوره کړه .
د ګوګل ددغه نوي برېښناليک د اسانتيو په پلي کولو سره به، ياهو او هوتمايل ډير او ممکن اکثريت خپل کارونکي د لاسه ورکړي .
ګوګل شرکت د د غه يو ګيګابايټه، وړيا برېښناليک لپاره «Gmail»نوم ،او Gmail.com دمين په پام کې نيولي دي .تاسو کولي شي http://gmail.google.com د پتې د لارې «Gmail»ته داخل شى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more