د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

عجیبه حدیث شریف را ورسید!!

حلیم
08.07.2011

سلام علیکم
له یوی مرجع څخه هره ورځ یو حدیث شریف راځی چی د نن ورځی حدیث یی ډیر راته جالب دی:
وایی کچیری ستاسو په لوښی کی مچ ولویده پریږدی چی هغه ټول غرق شی - ځکه چی د مچ یو وزر د ناروغی او بل یی د شفا دی.

Narrated Abu Huraira: Allah's Messenger (peace be upon him) said, "If a fly falls in the vessel of any of you, let him dip all of it (into the vessel) and then throw it away, for in one of its wings there is a disease and in the other there is healing (antidote for it), i.e., the treatment for that disease."

[Bukhari] [7:673-O.B]

تاسو څه پکی وایی؟ ( د طبابت له مخی)


ډاکتر څپاند
08.07.2011

[quote:d8e04ee2d1]--------------------------------------------------------------------------------

سلام علیکم
له یوی مرجع څخه هره ورځ یو حدیث شریف راځی چی د نن ورځی حدیث یی ډیر راته جالب دی:
وایی کچیری ستاسو په لوښی کی مچ ولویده پریږدی چی هغه ټول غرق شی - ځکه چی د مچ یو وزر د ناروغی او بل یی د شفا دی.

Narrated Abu Huraira: Allah's Messenger (peace be upon him) said, "If a fly falls in the vessel of any of you, let him dip all of it (into the vessel) and then throw it away, for in one of its wings there is a disease and in the other there is healing (antidote for it), i.e., the treatment for that disease."

[Bukhari] [7:673-O.B]

تاسو څه پکی وایی؟ ( د طبابت له مخی)[/quote:d8e04ee2d1]_________________

ښاغلی حليم صيب متقابل سلامونه ومنئ،

زما په اند داسي ليکنې او خدای مکړه هغه حضرت محمد ص ته منسوبول،
داسلام دښمنه احمقانو کار ګڼل کېدی شي او بس!


رښتینی
08.07.2011

ډاکټر صاحب داسي نده تاسوشاید ددې حدیث له فني اړخ نه معلومات نلرئ
داحدیث دامام بخاری په شمول خورا ډېرو محدثینو روایت کړی دی او دا لاندې
روایت دبخاری دی :

( إذا وقع الذباب في شراب أحدكم ‏فليغمسه ، ثم لينزعه ،
فإن في إحدى جناحيه داء والأخرى شفاء)

اوس ډاکټر صاحب تاسو ددې حدیث په طبي اړخ له پوره پلټنی
او تحقیق وروسته خپل معلومات راسره شریک کړئ

په مینه


رښتینی
08.07.2011

The new buzz on antibiotics
Tuesday, 1 October 2002

Ugly but useful: The sheep blowfly is one of the fly species that might provide humans with new antibiotics. (Pic: BioTrack.)
The surface of flies is the last place you would expect to find antibiotics, yet that is exactly where a team of Australian researchers is concentrating their efforts.

Working on the theory that flies must have remarkable antimicrobial defences to survive rotting dung, meat and fruit, the team at theDepartment of Biological Sciences, Macquarie University, set out to identify those antibacterial properties manifesting at different stages of a fly’s development.

"Our research is a small part of a global research effort for new antibiotics, but we are looking where we believe no-one has looked before,” said Ms Joanne Clarke, who presented the group’s findings at the Australian Society for Microbiology Conference in Melbourne this week. The project is part of her PhD thesis.
The scientists tested four different species of fly: a house fly, a sheep blowfly, a vinegar fruit fly and the control, a Queensland fruit fly which lays its eggs in fresh fruit. These larvae do not need as much antibacterial compound because they do not come into contact with as much bacteria.

Flies go through the life stages of larvae and pupae before becoming adults. In the pupae stage, the fly is encased in a protective casing and does not feed. "We predicted they would not produce many antibiotics," said Ms Clarke.
They did not. However the larvae all showed antibacterial properties (except that of the Queensland fruit fly control).
As did all the adult fly species, including the Queensland fruit fly (which at this point requires antibacterial protection because it has contact with other flies and is mobile)
Such properties were present on the fly surface in all four species, Although antibacterial properties occur in the gut as well. "You find activity in both places," said Ms Clarke.
"The reason we concentrated on the surface is because it is a simpler extraction.”
The antibiotic material is extracted by drowning the flies in ethanol, then running the mixture through a filter to obtain the crude extract.
When this was placed in a solution with various bacteria including E.coli, olden Staph, Candida (a yeast) and a common hospital pathogen, antibiotic action was observed every time.

"We are now trying to identify the specific antibacterial compounds," said Ms Clarke. Ultimately these will be chemically synthesised.
Because the compounds are not from bacteria, any genes conferring resistance to them may not be as easily transferred into pathogens. It is hoped this new form of antibiotics will have a longer effective therapeutic life.

Danny Kingsley - ABC Science Online

http://www.abc.net.au/science/articles/2002/10/01/689400.htm


حلیم
09.07.2011

ریښتینی صیب
ډیره مننه واقعا چی هیښونکی حدیث او ورسره حیرانونکی علمی تحقیق او د هغه پایلی دی

مننه


دومره بيړه

شاکری
09.07.2011

افسوس د داسې ټولني په حال
کومې مرجع ته چې حليم صاحب اشاره کړې ده کړي ده هغه آن لاين اسلامې لارښود دی چې دده په وينا هر ورځ له دغه مرجع څخه يو نوی حديث را رسيږي .
دا هغه مرجع ده چې په آن لاين ډول د ننه او بهر افغانانو ته الهي احکام رسوي خلکو ته په نيکيو امر کوي او له منکراتو منع کوي .
د کفري ديموکراسۍ او غريبي تهذيب پر وړاندې په نقلي او عقلي دلايلو ولاړه مبارزه کوي .

د قرآن ، سنتو او اسلامې فقهې په رڼا ګې د زيات دقت او تحقيق وروسته مطالب خپروي .

دغه حديث شريف مو د خوړلو او څښلو په ادابو کې را نقل کړی دی چې په دې اړه په بخاري شريف او ابوداود کې مستقل بابونه ذکر شوی دي .
17 - باب: إذا وقع الذباب في شراب أحدكم فليغمسه، فإن في إحدى جناحيه داء وفي الأخرى شفاء.
3142 - حدثنا خالد بن مخلد: حدثنا سليمان بن بلال قال: حدثني عتبة بن مسلم قال: أخبرني عبيد بن حنين قال: سمعت أبا هريرة رضي الله عنه يقول:
قال النبي صلى الله عليه وسلم: (إذا وقع الذباب في شراب أحدكم فليغمسه ثم لينزعه، فإن في إحدى جناحيه داء والأخرى شفاء).
49- باب في الذباب يقع في الطعام
3844ـ حدثنا أحمد بن حنبل، قال: ثنا بشر يعني ابن المفضل عن ابن عجلان، عن سعيد المقبري، عن أبي هريرة قال:
قال رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم: "إذا وقع الذباب في إناء أحدكم فامقلوه؛ فإِن في أحد جناحيه داءً وفي الآخر شفاءً، وإنه يتَّقي بجناحه الذي فيه الداء فليغمسه كله".

افسوس په دې کوم چې تاسې زمونږ د ټولني علمي قشر ياست ولی دومره ژر بغير له تحقيق بغير له علم څخه فيصله کوﺉ .
په ډيره بيړه مو د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم له حکيمانه وينا څخه انکار وکړ او داسې يوه کلک سنګر ته چې په سختو شرايطو کې د اسلام څخه دفاع کوي او د کفري تهذيب پر وړاندې په دلايلو مبارزه کوي د اسلام د دوښمنانو ټاپه ولګوله ولی ؟
دومره بيړه
ښاغلی ډا کتر صاحب که تاته دا حديث شريف رسيدلی وای تا به هم په دې کې څه ګيډې فيصله کوله ، مګر تحقيق ته وګوره :
: عن ابن عباس قال نهی رسول الله صلی الله عليه وسلم ان يتنفس فی الا ناء او ينفخ فيه . ( رواه ابو داؤد وابن ماجه )
ژباړه : دحضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم د اوبو په لوښی کې دساه اخستلو او پوکې نه منع فرمايلې ده .
ننی ساينس چې کله دا خبره وڅيړله چې په اوبو کې ساه ايستل څه تاوان لري نو نتيجه داسې راووتله چې هغه ساه چې انسان يې له هوا څخه اخلي اکسيجن دی او هغه ساه کوم چې له بدن څخه خارجيږي کاربندای اکسايد دی ، کله چې کاربن دای اکسايد له ابو سره يوځای شي يو ډول تيزاب د کاربونيک اسيد په نوم جوړوي چې د معدی په هضمې سيستم بد اثر لري کيمياوي معادله يې په لاندې ډول ليکلای شو .
د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم ټولي هغه خبرې چې ۱۴ سوه کاله مخکې يې د طب او صحت په برحه کې کړي دي د نړی پوهان بالکل حيران کړي دي .
ای افسوس زما د ټولني په علمي قشر
ای افسوس زما د ټولني په علمي قشر
ای افسوس زما د ټولني په علمي قشر
زه به ان شاء الله ډير ژر د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم ددې حکيمانه وينا په اړه طبي تحقيقات را ټول کړمه .


شاکری
09.07.2011

معادله
CO2+H2O = H2CO3


رښتینی
09.07.2011

ډاکټر صاحب تاسو باید په دې اړه له موږ سره مرسته کړې وی
او داړوند موضوع په ارتبات مو یوڅه نور هم راسره شریک کړی
وی خو تاسو خبره پسخند ته بوتله او زما به اند داد جدی بحث
خبره ده او تاسو هم جدی خلک یئ


ډاکتر څپاند
09.07.2011

محترم حامد رښتنی صيب،
زما په اند،طبابت دساينسي علومو په ليکه کې تر ټولو ورسته پاته علم دی٠
هر هغه څه چې ١٠٠ کاله پخوا په طبابت کې تر سره کيدل،نن د عصري طب
له نظره دخندا وړ دی٠پدې زه مطلق ايمان لرم چې ١٠٠ کاله روسته به دنني
طبابت په هکله ډير کلک انتقادونه موجود وي٠
تر هغې چې انسان د خپل علم او طبي زدکړې په مرسته دژوند د راز په هکله
معلومات تر لاسه نکړي،دطب علم به د يو دبحث وړ او جنجالي علم په توګه
پاته شي٠زما عقل اوماغزه دا نشي منلی چې ګواکې انسان به د ژوند راز
کشف کړي!

نو هر هغه څوک چې غواړي چې د اوسني ابتدائي طبابت د لاسته راوړنو پر
بنياد مذهبي لارښونې او قواعد اثبات ته ورسوي،دا به يوه لويه تيروتنه او
اشتباه وي٠

٤٢ کاله دمخه امريکا اعلان کړه چه ګواکې سپوږمۍ ته ئي انسان ليږلی دی،
چې داسې وه ولې لا تر اوسه دا سفر تکرار نشو؟؟
ددې جعلي سفر په هکله دا فلم وګورئ:
http://www.youtube.com/watch?v=wdMvQTNLaUE
http://www.youtube.com/watch?v=yo5w0pm24ic&feature=related

لعنتي مچ د خپلو ويښتانو،استفراق او غايطه موادو له لارې وژونکي او خطرناکه ميکروبونه انسان ته انتقالولی شي،خو که څوک داسې يو نظر اثبات
ته ورسوي چې مچان،لړمان،ماران،مياشي،سپيان خوکان او نور دانسان
دې روغتيا لپاره خورا ګټور مواد توليدوي،نو ايا ضرور ده چه پدې هکله
احاديث را پېدا کړو؟؟ او ددې فرضي معکوس باندې فکر وکړئ؟

که زما نيمګړي معلومات درست وي نو دحضرت محمد ص له رحلت نه روسته
معجزه نشته او دې منلو وړ نده،نو موږ بايد ددارنګه فرضيو مخنېوی وکړو٠

کيدی شي يو عالم دمچ دوزرو فرضيه ثابته او دتايئد مهر پرې ولګوي،خو لس
کاله روسته يو بل عالم دتکنالوژۍ دانکشاف په وجه د نوموړې فرضيي معکوس ثبوت کړي نو تاسو کوم يو منئ ؟؟

په درناوي


پتوال
09.07.2011

د مچ په کيسه مو يو ټکی سم نه دی راخيستی :
کله چې مچ په پياله يا د اوبو په کوم بل لوښي کې لويږي نو د شفا وزر پورته او زهروي کښته نيسي له دې کبله يې ډوبول لازم وي چې
زهريت يې په شفا خنثی شي . که شفاوي وزر يې لاندې نيولای او زهروي پورته، نو بيا خو د مچانو غورځېدل ټوله شفا وه او له غرقولو څخه يې ډډه کول اړينه خبره وه .

داچې دغسې حقايق په ساينس او طب هم ثابتيږي نو دا د طب تقدير ول او د اسلام د دوښمنانو تورمخی دی . د افسوس خبره دا نه ده چې
روشنفکران په عربي نه پوهيږي او نتيجتا ً د قران او احاديثو له متن څخه خبر نه دي، بلکې د شرم اوخجالت ځای دادی چې زمونږ ملايان
او موليان له ١٤٠٠ کالو راهيسې تر اوسه په دې نه دي توانېدلي چې داحاديثو پښتو متن خپل اولس ته وړاندې کړي [color=red:8b6e9983b2](!!!!)[/color:8b6e9983b2] . د شرعياتو
پښتو پوهنتونونه او پښتو دارالعلوم ولري ، رښتيا چې دوی ډير بې کماله ، بې وفا مخلوق او د مسلمان ولس په وړاندې کلهم پاګلون او بېوقوفه دي .


عادل عادل
09.07.2011

السلام علیکم

پتوال صاحب لیکلي:-

[quote:e72606a5c3]بلکې د شرم اوخجالت ځای دادی چې زمونږ ملايان
او موليان له ١٤٠٠ کالو راهيسې تر اوسه په دې نه دي توانېدلي چې داحاديثو پښتو متن خپل اولس ته وړاندې کړي (!!!!) . د شرعياتو
پښتو پوهنتونونه او پښتو دارالعلوم ولري ، رښتيا چې دوی ډير بې کماله ، بې وفا مخلوق او د مسلمان ولس په وړاندې کلهم پاګلون او بېوقوفه دي[/quote:e72606a5c3]

یره پتواله ددې ...... کلهم ...... په قید سره مو ډېر غټ ظلم، زیاتی او ګستاخي کړې ، ..... د سختو پر ځای به د هدایت دوعا درته وکړم:-

خدای ج دې زمونږ سره درته هدایت وکړي، آمین


خیریوسی
09.07.2011

وروڼو دا بحث خو ښه علمی بحث ؤ که نور هم بحث پر وسی ښه به وی
که ډاکتر صاحب لږ څيړنه وکړی کیدای سی چي دپنسیلین دجوړولو فومول هم دا حدیث شریف وی
خیریوسئ



ع کريم حليمي
09.07.2011

حامد صاحب ، السلام علیک
تاسو نه پوهېږئ ؟چه مکرم او دانشمند پتوال صاحب پوره متدین او راستکاره او دروند مشر دی ، زه ئې واجبه ګڼم چه : له درانده او مکرم پتوال صاحب نه بخښنه وغواړېٖ ، که بخښنه ونه غواړئ ، د آخرت بار دي دروند شو
 نو
اصلا دی له ځان سره دومره دښمني وکړه چې دا دښمنې دي
د....ترپولو هم وراوښتې ده ،‌خپل ځان دي‌مجرح و زخمي کړ

درنښت


رښتینی
09.07.2011

پتوال لېکې :

داچې دغسې حقايق په ساينس او طب هم ثابتيږي نو دا د طب تقدير ول او د اسلام د دوښمنانو تورمخی دی . د افسوس خبره دا نه ده چې
روشنفکران په عربي نه پوهيږي او نتيجتا ً د قران او احاديثو له متن څخه خبر نه دي، بلکې د شرم اوخجالت ځای دادی چې زمونږ ملايان
او موليان له ١٤٠٠ کالو راهيسې تر اوسه په دې نه دي توانېدلي چې داحاديثو پښتو متن خپل اولس ته وړاندې کړي (!!!!) . د شرعياتو
پښتو پوهنتونونه او پښتو دارالعلوم ولري ، رښتيا چې دوی ډير بې کماله ، بې وفا مخلوق او د مسلمان ولس په وړاندې کلهم پاګلون او بېوقوفه دي .
---------------------------------------------------------

پتوال دعلماو په خلاف خپله کرکه دومره پخه کړې ده چې په تېر څوارلس سوه
کاله کې تېرشوې ټول علماء یې لیونې اوو بی وقوفه بللې دې چې په دې کې تابعین
علماء هم راځې خو دده په وکالت ښاغلې حلیمی زما دووه جملې ځوابی لیکنه هم نده زغملې !!!!! او علاوه یې لا ماته سپکې لېکلې دې !!!

اوس به زه هم خپل ځواب لیکم او هیڅکله یې نه پریږدم
خو مصلحتًایوڅه صبر کوم پشتانه وایې ښوته تلېوار
بدوته صبر


عادل عادل
10.07.2011

السلام علیکم

کریمي صاحب تاسو ته په کار وو چې د پتوال صاب د ګستاخی نه ډکه لیکنه مو ړنګه کړې وای، او ده ته مو د توبې توصیه کړې وای، خو ددې پر ځای مو د ښاغلي رښتني ورور غبرګون نه تنها چې ړنګ کړی دی بلکه د حضرت پتوال صاب په وړاندې مو ګستاخ هم ګڼلی دی، خدای دې تاسو ته هم په دې پاخه عمر کې هدایت وکړي..... [size=9:82e36c0525]خو ګومان مې نشي[/size:82e36c0525].

تاسو ته نه ده مالومه چې د عالم استخفاف کفر دی، ولو که د نیویارک د ملاصاب هم وي.

انسي شیطان چې وایي عجیبه حدیث ! خپله دنده اجرا کړه، اعوذباالله منه


خان آغا
10.07.2011

[quote:d61027b63a="ع کريم حليمي"]حامد صاحب ، السلام علیک
تاسو نه پوهېږئ ؟چه مکرم او دانشمند پتوال صاحب پوره متدین او راستکاره او دروند مشر دی ، زه ئې واجبه ګڼم چه : له درانده او مکرم پتوال صاحب نه بخښنه وغواړېٖ ، که بخښنه ونه غواړئ ، د آخرت بار دي دروند شو
 نو
اصلا دی له ځان سره دومره دښمني وکړه چې دا دښمنې دي
د....ترپولو هم وراوښتې ده ،‌خپل ځان دي‌مجرح و زخمي کړ

درنښت[/quote:d61027b63a]‎آفرین شه پرتا او ستا پر قضاوت اوستا پر فتوا؟؟؟؟؟؟؟؟پتوال که هر څومره ستا په اصطلاح دروند؟ راست کاره وې خو تر علماوو نه دی دروند؟


رښتینی
10.07.2011

حلیمی او پتوال په دې اند دې چې دافغانستان علماو دین ته هیڅ هم
ندې کړې پتوال یې یوبی وفا ، لیونی او بې وقوف مخلوق بولې او
حلیمی یې ددې خبرې په کلکه تاکید کوې .
ماپتوال ته دځواب په توګه ډېره کوچنی لېکنه کړې وه هغه دحلیمی له پاره
دزغملونه وه اوهماغه ما چې پتوال ته څه لېکلې و هغه یې په ما را اړولې و!!
اوماته یې ښکنځلې لېکلې وې
نوحلیمی ماته ښکاره سپکې خبرې لېکلې وې او دپتوال په خبروکې یې داسې
تاویلونه کړې و چې زه وایم په هغوبه پتوال هم نه وې راضی

ددوی دواړو په ځواب کې له موجوده بحثې کلتور سره سم داسې لېکنه مناسب
ده چې ددوی دټولېزو اوشخصی سپکو له پاره پوره ځواب شي خودلته درښتینی
قلم اوتبیت الله بل ډول اویاشاید دبل څه له پاره ؛جوړکړی وی اوله داسې پوچو هم
ورټ کوې چې زموږ مشران یې هم بی تکلیفه کاروې اوتائیدوې !
فلاتزکوا انفسکم هو اعلم بمن اتقی

په ټولېزه توګه له هرچاسره زما احترامانه
چلندټولوته ښکاره دی دیوه عالم په لېکنه کې مې یو وخت یوڅه لوستلې
دې هغه لېکلې و چې له خلکو سره داړېکو په ارتبات باید دووه کیټه ګورې
ولرل شې لومړۍ نمبر او دویم نمبر اوس که یوڅوک له تاسره په لومړۍ کیټه
ګوری کې وې او یو وخت ستاسو دتوقع خلاف شې اوددې کیټه ګوری مناسب
یې ونه بولې نو ددې کس په خلاف راپورته کېدل او دهغه په مخالفت انرژې
لګول معقول کار ندی اسانه لاره یې داده چې له لومړۍ کیټه ګوري نه یې
دویمي هغې ته وغورځوه .
نوددې خبرې پراساس موږ به هم یواځي کیټه ګوری ته تغیر ورکړو
نوریې په الله سپارو

جرحتنـــــي جــــــــــرح غزيـــــــــــر
جـــــــــــرح السحــــابـــــة للغــديــــر

صحيـــــــــح رويــــــت الحشــــــــــا
لكنـــــــــــك ادميـــــــــت الضميـــــــر

په مینه



ع کريم حليمي
11.07.2011

السلام علیکم و رحمة الله
[quote:165f5900e6] تاسو ته نه ده مالومه چې د عالم استخفاف کفر دی[/quote:165f5900e6]

یا !! دانده رامعلومه
اما دا رامعلومه ده چه : د شعائر الله سپکوول تمسخر ، پسخوند وهل او ډرۍ وهل کفر دي او جرم ( استخفاف او استهزاء )
د دین علماءُ ته رښتیا ویل عبادت او تقوا ده
پښتانه په سل کښی پنځه اتیا په خپل دین نه پوهیږي ، اه ، حتی صحیح سجده او صحیح رکوع او صحیح قیامه ئې ندی زده
نو نو لازمه ئې ګڼم چه : هغه علماء چه پر قدرت وه او دي ضرور ده چه ورته وویل شي چه ولي ؟ مو ځانونه ندي وقف کړي د دین وخدمت ته
ټول کتب حدیث نبوی ، قرآن مجید ، احکام‌ او مسائل‌ ، فقه‌ :حنفی‌ حنبلي الشافعي ....... انګرېزئ ته و ژباړل شوه ، اوردو ته ، پارسي ته

نو دا خجالت ندی ؟؟ چه ۴۵۰۰۰۰۰ پښتانه یوو او په دا ټول ًقوم مو ونه کړاېشول چه قوم ته صحاح سته (کتب حدیث نبوی) ، احکام‌ او مسائل‌ ، فقه‌ حنفی‌ ترجمه کړو ؟؟؟

که سربېره خبري سر سره خوري

نو رښتیا
هغه علماء چه پر قدرت ناست دي او وه ، ایا تاسو ئې: بې وفا ، بې کماله، بې وقوف مخلوق نه بولی؟؟؟

وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ : القاب یعني اېٖ فاسقه ایٖ منافقه ایٖ كافره .
اوبعضو ویلي چه مسلمان ورور ته په كلب يا حمار يا خنزير ږغ ور وکړې
او بعضي ویلی چه چاته بعد إسلامه په يهودي يا نصراني ږغ ورکول

موږ نه څوک سپک کړئ نه مو چاته القاب استعمال کړي او نه مو څوک تمسخر کړي

???? still in denial

درنښت

 


محمود سعيد
11.07.2011

ښاغلی حلیمي صیب!
څه فکر کوئ چې هغو چارواکو به هم ستاسې په شان اند نه لاره؟
په فورم کې مو په پښتو برخه خاطر هومره دروند وو چې له بیخه مو لرې کړه...هر پښتون چې لږ او ډیر واک موندلی نو په پښتو او پښتنو ېې خپله غصه ایستلې ده...


عادل عادل
11.07.2011

السلام علیکم

حلیمي صاحب تاسو او پتوال صاحب چې احساساتو ته پنا یوسی نو مونږ کشران خو باید پرتوګ وباسو، ....... عالم ته سپینه خبره کول عبادت دی، خو تاسو وښایی چې پتوال صاحب کوم عالم تر نیوکې لاندې نیولی؟

له 1400 کاله راپدې خوا یې ...... کلهم ...... ته څه خطاب کړی دی؟؟ که یې نیت په رښیتا سره رحماني وای، چې نه دی، نو د پاګلون، بې وفا او بې وقوفه .... پر ځای به یې کم تر کمه دومره ظلم کړی وای چې غافلون یې بللي وای؟

ایا پدې تاوده او بې وقوفه قید کې تاسو خپله شامل نه یاست؟

ایا تاسو او پتوال صاحب په استثنا عقیده لری؟

ایا ټول په یوه څپېړه وهل یا په یوه څپېړه سل مخونه خوږول د انصاف او عقل تقاضا ده؟

خدای ج دې بښنه درته وکړي، آمین



ع کريم حليمي
11.07.2011

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
[quote:4cbed87f5e] پاګلون، بې وفا او بې وقوفه .... پر ځای به یې کم تر کمه دومره ظلم کړی وای چې غافلون یې بللي وای؟
[/quote:4cbed87f5e]
هو ! احیاناً که مکرم دانشمند پتوال صاحب و علماء ته د غافلون جمله کارولې وای ، زه نارازه کېدلم او مخالفت مي کاوه
ولي چه : إَنَّ الَّذِينَ لاَ يَرْجُونَ لِقَاءنَا وَرَضُواْ بِالْحَياةِ الدُّنْيَا وَاطْمَأَنُّواْ بِهَا وَالَّذِينَ هُمْ عَنْ آيَاتِنَا غَافِلُونَ ° أُوْلَئِكَ مَأْوَاهُمُ النُّارُ بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ

پاګلون نه پېژنم ، دا جهان ټول بې وفا دی ، او ریشتیا هم مونږ ژوند ندی وقف کړي د دین خدمت ته ، په پوره او وړ شکل

او که چا شرعي غافل و بللم ، نو حق لرم چه هم ئې وکاږم او تر سر ئې وتړم
او مسلمان ته غافل ویل : د قاذوراتو خورک دی !!! ، که څوک ماته د غافل خطاب وکړي تحمل او صبر او طاقت نشم ورته کولی ، شرعا حق لرم چه بیرته
يې متکلم کښېږدم چه پخپله ئې وخوره
درنښت


عادل عادل
11.07.2011

السلام علیکم

حلیمي صاحب د غافلون نه مې مطلب د قران کریم غافلون نه دی، او نه مې دانشمند حضرت پتوال صیب یهدیه الله اجمعین و دې ته هڅولی چې تر دې یې هم پورته ظلم کړی وای، زما هدف دا دی چې لږ ساړه به یې خوړلي وو، د بې وفا، بې وقوفه او پاګل پر ځای به یې د "بې غوره" یا "ټنبل" په حد کې تیری کړی وو، او د "کلهم" پر ځای به یې د "ځنو" قید کارولی وای، په دې حال خو ګومان نه کوم چې تاسو یې هم له دانشمندانه قید څخه مستثنی واست!

زما نوره توبه ده که دې زما مطلب فهمولی وي، یو ځل خیرونه یوسی، که مو نه وي فهمولی، زر ځلې خیرونه یوسې، او که نه غواړې چې ویې فهموې نو بیا دې خدای ج پوه کړه.

[quote:c378c75f7d]إَنَّ الَّذِينَ لاَ يَرْجُونَ لِقَاءنَا وَرَضُواْ بِالْحَياةِ الدُّنْيَا وَاطْمَأَنُّواْ بِهَا وَالَّذِينَ هُمْ عَنْ آيَاتِنَا غَافِلُونَ ° أُوْلَئِكَ مَأْوَاهُمُ النُّارُ بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ [/quote:c378c75f7d]

مسلمان چې مړ شي نو په ملاستي کټ/تابوت یې د ایاتونو نقاشي شوې څادر خوروي، خو ځنې ..... احیانا !!! ...... په ژوندونې هم په ورته څادر کې د نیوکو له لاسه پناه اخلي.

عالم خو تاسو یاست، نو پتوال صیب خو علما د خدای ج د ایاتونو په وړاندې بې وقوفه، بې وفا او پاګلون نه دي بللي، بلکه د پښتون قوم په وړاندې یې پړه بللي دي، نو که غافلین یې هم بللي وای نو د پښتون په وړاندې به غافلین وای، نو پس دلته تاسو له کومې خوا د خدای د ایاتونو په وړاندې د غافلینو بحث را منځ ته کړ؟


-
11.07.2011

حلیمي صاحب ستا نه خو توقع داسې کیدله چې تر هرچا وړاندې مو د دې موضوع (عجیبه حدیث راورسید) د غځیدلو مخه نیولې وی، نه ګورې چې زمونږ د پیغمبر په احادیثو باندې ملنډې وهل کیږي؟ خو ته په سپینه (چې ګومان کوم خرېیلې به دې وي) ږیره سترګې ورباندې پټوې!!!
ډاکټر څپاند بې دینه کمونست ته ګوره چې د پیغمبر علیه السلام د ذکر شوي حدیث شرحه د خوګ د غوښې په اړه د علمي تحقیق سره د ملنډو او استهزاء په دود پرتله کوي!!
خو حلیمي نه د پیغمبر د احادیثو د استهزاء مخه ونیوله، بلکې لا یې د پیغمبر د وارثانو توهین ته مانجه ورکړه او پتوال د کنځلو چې علماوو ته یې وکړې، ملاتړ وکړ.

د ړنګو جملو والیډیټي همدومره وه. فقط دحلیمي صاحب د تنبیه لپاره.....



ع کريم حليمي
11.07.2011

هر د سالم عقل خاوند د خپل فامیل نمایندګي کوي ، چه څرنګه تربیه يې اخستې

ما هم بله توقع نه درڅخه درلوده

درنښت


-
11.07.2011

زما دفامیل دتربیې مستوی، او ستاسو د فامیل دتربیې مستوی، هم دپورتنیو لیکنو څخه معلومیږي. هیله ده دفامیل خبره پرځای پریږدې.
وايي یو کور ته غل ورغی، یو ورور د غله سره غیږ په غیږ شو خو دابل ورور یې کرار سیل ته ناست وه او حلوا یې خوړله. لومړي ورور چې هرڅومره د مرستې غوښتنه ترې وکړه خو بې فایدې. اخیر یې په ټیلو ټیلو کې د غله پښه قصدا د ورور کاسې ته برابره کړه، کله چې غل د دوهم ورور د حلوا په کاسه کې پښه کیښوده نو یوناڅاپه یې غوصه راوپاریده او د غله په وهلو کې یې د ورور سره لاس یو کړ.

حلیمي صاحب!
زما هم مقصد دا وه چې د مکرم پتوال پښه ستا حلوا ته برابره کړم،
اوس چې پتوال صاحب په دواړو پښو (پاګل، او بېوقوف) ستا په کاسه کې ولاړ دی، نو خوښه دې بیا هم خپله ده
ما خپله غاړه خلاصه کړه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more