د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په کنړ باندې د ابابیل د لښکرو خلاف ناټو او طالبان ولې چوپ دي؟

طالب ISI
26.06.2011

په کنړ ولایت کې ۱۶ کسان تر اوسه پورې شهیدان شوي ،ډیر ګډوال شوي، پدې غربت کې کډوه کول هم آسانه کار نه دی، خو د ابابیل لښکرې کوم رحم نه لري

ځینې خلک وایې چې پدې توګه امریکا غواړي په افغان دولت فشار راوړي، ترڅو ستراتیژیک تړون په هغه شکل افغانان قبول کړي، چې امریکا یې غواړي، نو ځکه اوس افغان دولت ډاروي، چې اوس زه شته یم، او میاشت کې شپږ شوه راکټونه درباندې فیر کیږي، چې مونږ ووځو نو بیا خو به سم حشر وي.

ځینې وایې، چې د پاکستان نظامي دولت غواړي، د ملکي دولت خلاف درځ ونیسي، او افغان دولت او نړیوالو ته وښيې چې هر څه مونږ یو.

خو چې هر څه وي، د طالبانو او امریکایانو چوپتیا هم د شک او تشویش وړ ده.

افغان دولت شاید په همدې فکر کې وي، چې څه وکړي، ځکه هلته د صلحې خبرې، هلته ستراتیژیک تړون ، او بل طرف د پارلمان او نور جنجالونه...

په هر ترتیب دغه حملې سخت خراب کار دی، ظلم دی، په همدې توګه په لوګر کې هم په روغتون حمله یو ډیر ظالمانه کار وو.


عنوان

spinkar
27.06.2011

سوال ډير پوخ دې اوس دASI جيره خواران ې بايد ځواب وواې چه په خپله خاوره کې مو پنجابې ولې په راکټو ولې؟
دوطن دشمنان دې ورک او برباد وې


Re: عنوان

خان آغا
27.06.2011

[quote:bdf802d3c5="spinkar"]‏ ‏ASI ‏[/quote:bdf802d3c5]‎دی پوری دی زما هغه انډیوال رایاد کړخان آغا یادوم چه څو ورځی وړاندی داشغالګرو په بمبارۍ کې شهید شو،‏
الله تعالی دی جنتونه ورکړی؟
هغه به دموبایل میموری کارډ ته (میمیری) ویل؟‎ ‎


h.karezwal
27.06.2011

سپینکارجانه
څوک چې یوځل د ای ایس ای جیره خوران شول نو خوکیسه خلاصه شوه بیا ولې په دی موضوع کی دڅه ویلو تمه تري کوی
اوبله خبره داده چې ولی دا نور افغان ملتیان ګنډې نه تړي چې ځانونه یې مړو اچولی ، دغو نرښځکو خو پنځوس کاله داپشتونستان زموږ ریاکارانه چیغی ووهلی خوکله یی هم له پنجابی سره په عملی میدان کی سترګی ونه جنګولی ، دوی به کومه ورځ قربانی ورکوی دوی خو پشتونستان ونه ګاټه خواوس دادی پنجابیان کونړ ته پسی راواوښتل ، زموږ دځای یوافغان ملتی چي په نجیب یی زړه بایللی وه ، چا ورته وویل ولی له امریکایانو سره جهاد نه کوی ؟ ده ویل زه له امریکایانو سره نه کوم خو که له پاکستان سره جنګ ولګید زه به ترسره کفن تړم او انتقام به تری اخلم ، دغه ددروغو نشنلیان ټول همدا نظر لری اوس چیري دی کنه ورته راودې وزي که نران وي ؟؟؟


۰
27.06.2011

د کاریزوال صیب د خبري په تأید ما هم له ډیرو افغان ملتیانو نه اوریدلي که د پاکستان پنجابیانو د افغانستان سره جنګ شو نو بیا به ځمونږ میړانه وګوری چي له سره به کفنونه وتړو[ټول افغان ملتیان] او په پاکستان به یرغل وکړ بیا به نو ځمونو دتوري شرنګ ټوله نړی وګوري، خو اوس بیخي چوپ دي.
بله دا چي ددي حملو ځواب باید دکرزي غلامه او اجیره اردو ورکړي نه طالبان ځکه چي حملي د اجیري اردو په پوستو شوي دي او دي سره شاوخوا کلي هم متأثره شویدي نو چي دا اجیره او غلامه اردو د پاکستان ځواب نشي ویلي نو دي بیګناه او بیچاره اولس ته شنه ناست دي چي په یو نوم او په بل نوم يي ځوروي .
نه يي د امریکا د بمباریو کوم مثبت ځواب وویلي او نه اوس د پاکستان د حملو اخر دوي چي د ورځي څو کانټینره وریجي او همداسي غوښي او ورسره نور څه څه مصرفوي د څه لپاره؟!!

مومندافغان


Re: عنوان

pattang
27.06.2011

خبره غيرې منطقي ده (ASI) نه ISI ،هغوی چې ځيره خواره دي په منطقي لحاظ
داعمل ورته بې تفاوته ده، داخو دصليبي لښکرو وظيفه ده چې لاسپوڅی دولت
ديوو بچه يې بيريش په دود ساتي نو سرحدونه او وګړي دې هم وساتي ! خو نه
صليبيان خپل عشق کوي او دومره بې غيرته دي چې خپل هلک هم نشي ساتلی !

[quote:2f70eb3278="spinkar"]سوال ډير پوخ دې اوس دASI جيره خواران ې بايد ځواب وواې چه په خپله خاوره کې مو پنجابې ولې په راکټو ولې؟
دوطن دشمنان دې ورک او برباد وې[/quote:2f70eb3278]


pattang
27.06.2011

ګران مومند صيب ! افغان ملت يو وخت پياوړی ګوندوو، اوس يې ځان خرڅ کړی
درنډۍ کارونه کوي، هغوی چې پرې سپاره دي دالرونه ترې اخلي او مزې پرې
کوي خو دخپلې بې اساسه پوچ منطقه او خرڅ شوې روح په ا ساس دپنجاپيانو
خواته غواته ور غاپي، شرمېدلي دتورې وړ ندي ٠
ګران مومند صيب ! دا رزيلان د هيچا زامن ندي ، لعنت پردوی دافغان ملت له
کليمې سره يې سخته جفا او ظلم وکړل ، ددوی مشران بايد زما پر لاس محاکمه
شي دوی هم لا خبرې کوي ........
نوره به خوله پټه ونيسم!

[quote:a067e3519d="مومندافغان"]د کاریزوال صیب د خبري په تأید ما هم له ډیرو افغان ملتیانو نه اوریدلي که د پاکستان پنجابیانو د افغانستان سره جنګ شو نو بیا به ځمونږ میړانه وګوری چي له سره به کفنونه وتړو[ټول افغان ملتیان] او په پاکستان به یرغل وکړ بیا به نو ځمونو دتوري شرنګ ټوله نړی وګوري، خو اوس بیخي چوپ دي.
بله دا چي ددي حملو ځواب باید دکرزي غلامه او اجیره اردو ورکړي نه طالبان ځکه چي حملي د اجیري اردو په پوستو شوي دي او دي سره شاوخوا کلي هم متأثره شویدي نو چي دا اجیره او غلامه اردو د پاکستان ځواب نشي ویلي نو دي بیګناه او بیچاره اولس ته شنه ناست دي چي په یو نوم او په بل نوم يي ځوروي .
نه يي د امریکا د بمباریو کوم مثبت ځواب وویلي او نه اوس د پاکستان د حملو اخر دوي چي د ورځي څو کانټینره وریجي او همداسي غوښي او ورسره نور څه څه مصرفوي د څه لپاره؟!!

مومندافغان[/quote:a067e3519d]


م . ق
27.06.2011

ډیرو محترمو مکرمو او فاضلو ورونو،
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ستاسې په اجازه غواړم خپل نظر درسره څه په دې ډول شریک کړم، ښایې د خپل مظلوم ولس غږ مې ټولو هغو خواو ته رسولی وي چې په یو نه یو اړخ کې ښکیل دي او نظرونه یې په هماغه محور کې څرخيږي.
دا پیښه ډیره د خپګان او افسوس وړ ده، هغه څوک چې یو وخت زمونږ د امپراطورۍ برخه وو او اسلام یې زمونږ په لاس قبول کړی وو، ترپرونه سکهان او هندوان وو، نن په ډیره ظالمانه وحشیانه توګه په سپینو سترګو زمونږ معصوم کوچنیان او معصومې ښځې شهیدانوي، زمونږ په حریم باندې په سپین سترګۍ راخیژي لکه چې اورژبی شاعر ښاغلې مطیع الله تراب وایې:
پاکستان هم زمونږ حریم باندې راوخــــــتلو
په سپین سترګۍ د ګوې سیند باندې راوختلو

افغانستان د ټولو افغانانو کور دی، دا نه یواځې د افغان ملتیانو دی او نه د افغان دولتیانو، افغانستان په ټولو افغانانو د ساتنې او دفاع حق لري، هغه څوک چې ځان د افغانستان اصیل بچي او اصیل مدافعین ګڼي دا وخت باید خپل اصلیت ثابت کړي، امریکایان او د هغوي افغان لاسپوڅي خو خپله یرغلګر او جنایت کاران دي،دهغوي څخه د افغان مظلوم ولس د دفاع طمع ډیره لرې او محاله ده، ځکه نو توقع او طمع د افغان اصیلو بچیانو او حقیقي مدافعینو څخه کیږي او دا د هغوي ملي وجیبه جوړیږي.
دا ډیره غیرمعقوله او د منطق څخه لرې خبره ده چې ستا په کور یو دښمن حمله وکړي او ته د کور نورو غړو ته وایې چې تاسو یې باید دفاع وکړﺉ دا زما کار ندی ځکه زه خو په دغه کور کې نه اوسیږم، ما خو د هماغه دښمن ګاونډي په کور کې یوه کوټه نیولي ده او خپل سر مې پکې خوندي دی نور خیر دی که زما کور ورانیږي، مظلوم معصوم ورونه او خورګانې مې په کې شهیدانیږي. دا نو د کوم غیرت، کوم نرتوب او کومې پښتونولۍ تقاضاده؟

الغرض عرض مې دا کول غوښتل چې هر هغه څوک چې ځان خپلواک او ازاد افغان بولي اقلا یا لږترلږه خو دې په ژبه یا قلم ددغې کار غندنه وکړي او ددې کار څخه دې خپل نارضایت ښکاره کړي، خپل غبرګون دې نړیوالو ته واوروي پدې توګه به یې خپل استقلال او خپلې خاورې ته وفاداري جوته کړې وي، د یو اسماني آفت د وجې نه د یوې پایې د چپه کیدلو افتخار که په رسنیو کې په ډیر شور او ځوږ سره اغیستلاﺉ شي نو پداسې یوه حساسه ملي مسله کې چې افغان غیرت او نرتوب یې د سوال لاندې راوستی دی ولی یې په خلو ځږه شړﺉ منډلي ده؟
ترټولو بده یې لا دا چې هغه څوک چې د خپل مظلوم ولس دغم له وجې د دغه کار د علني غندنې غوښتنه کوي د هغوﺉ د بې عزتۍ او سپکاوي پسې یې بډې رابډ وهلي دي ګواګې دوي د پاکستان د دې تیرې څخه حمایت کوي، پدې خوشحاله دي او ددې کار په غندنه خفه کیږي، که دا یې معنی نه وي بله یې کومه معنی کیدلی شی؟
د مظلومو او معصومو کوچنیانو او ښځو د شهادت څخه سترګې پټول پدې جنایت او تیري کې بعینه شرکت دی او د عدالت په محکمه کې د یرغلګرو تیري کوونکو سره په یو دار د ځړولو مستحق دي.

پدې کې هیڅ شک نشته چې د افغان ملت اوسنی ګوند امریکایانو په ډالرو اغیستی،د لاسپوڅو څخه داسې توقعات حماقت دی البته دا خبره د موضوع څخه لیرې او غیر مرتبطه ده.

د افغــــان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم

عذرا چې پدې موضوع کې چپ کیدل لویه ګناه او په ظلم کې دشرکت او یا رضایت په معنی دی.
د رقیبانو څخه د الله په عظیم ذات پناه غواړم:
اعوذ باالله من الشیطان الرجیم واعوذ به من همزات الشیاطین

مننه او درنښت
سرتیری قرآني


طالب ISI
01.07.2011

د پاکستان د پوځ د برید مقابل کې کرزی، طالبان او حکمتیار تر اوسه پورې چوپ دي. د کرزي خو به صلحي خبرې، پارلمان، او څه نور دلایل ددې باعث وي، چې تر اوسه چوب دی، خو باید خپل غږ پورته کړي، او سرحدي ځواکونو ته د متقابل عمل اجازه ورکړي، خود طالبانو او حکمتیار څه مجبوریت دی، چې تر اوسه چوپ پاتې دي؟


پتوال
01.07.2011

خوښه دې چې وياړ د غلامۍ ګټې .... او که غلامې مې د غلام منې

اوس لا روښانه شوه چې د افغانستان جګړه د امريکا او پاکستان له خوا پلان شوې ، رهبري شوې او تر اوسه غځول شوې ده . ددې توپخانو بريدونو ته هم
ه د امريکا له خوا شين څراغ ځلول شوی دی :
امريکا له پيله تر پايه درنده وسله د مدافع هوايي په شمول په خپل غلام کرزي بنده کړې ده او په دې توګه يې پاکستان ته له لاس او پښو تړلی دی ،
څو له يوې خوا له پاکستان سره خپل تړون په پام کې وساتي چې افغانستان ته به درنده وسله نه ورکوي . او له بلې خوا په دې بريدونو سره
په افغانستان باندې فشار زياتوي چې ورته وښيي ، له دې بنديز څخه هغه وخت خلاصيدلی شي چې د شتراتيژيګ تړون په لاسليک
سره افغانستان هم ظآهراً له پاکستان سره د امريکې يو برابر غلام شي ،
او که نه تر هغې به دويمه درجه غلام پاتې وي اويا به د
پنجابي پاکستان توپخانو ته لاس تړلی پاتې کيږي او د غلام غلامۍ ته به تسليميږي :

[color=blue:0615978c6d]
د غلام او د غلام د غلامانو
......................................................... په جګړه چې ورانوي وطن، کډو دی
د غلام بادار غلام درجه يک دی
.............................................................. خو کرزی په کې غلام درجه دو دی ! [/color:0615978c6d]


نوروز خان
02.07.2011

السلام علیکم
داسي ښکاري چې دکونړ دبریدونو په اړه ټول حال نه دی ویل شوی ، نو ځکه ملګري په کې له خپل طبیعت سره سم تبی کوي .
دکونړ په همدې سیمه که دمنطقوي ضرورتونو اوددښمن وروستیو فشارونو له امله دباجوړ دخوا دمولوي فقیرمحمد او دکونړ مجاهدین په ګډه اوسي ، او دپولې په اوږدو کې دبریدونو له لپاره اوړي او رااوړي .
په دې لړ کې کله دوی په امریکایانو له برید وروسته دپاکستان خواته اوړي ، او کله په پاکستاني عسکرو له برید وروسته افغانستان ته اوړي ،
کله چې دکونړ له مجاهدینو دبریدونو په اړه پوښتنه کیږي ، دوی وایي چې دمولوي فقیرمحمد په مشری مجاهدین چی زیاتره دکونړ مجاهدین هم ورسره شته دپاکستاني عسکرو په پوستو تربرید وروسته دافغانستان خواته اوړي ، او پاکستاني عسکر دتوپچي ګوزارونه پرې کوي .
له دې څخه ښکاري چې دا بریدونه په حقیقت کې دطالبانو دعمل عکس العمل دی ، نوځکه به یې له طالبانو د دروغجن مطبوعاتي او منافقانه عکس العمل غوښتل بې ځایه وي ،


h.karezwal
02.07.2011

[quote:fcae9526bd="پتوال"]خوښه دې چې وياړ د غلامۍ ګټې .... او که غلامې مې د غلام منې

اوس لا روښانه شوه چې د افغانستان جګړه د امريکا او پاکستان له خوا پلان شوې ، رهبري شوې او تر اوسه غځول شوې ده . ددې توپخانو بريدونو ته هم
ه د امريکا له خوا شين څراغ ځلول شوی دی :
امريکا له پيله تر پايه درنده وسله د مدافع هوايي په شمول په خپل غلام کرزي بنده کړې ده او په دې توګه يې پاکستان ته له لاس او پښو تړلی دی ،
څو له يوې خوا له پاکستان سره خپل تړون په پام کې وساتي چې افغانستان ته به درنده وسله نه ورکوي . او له بلې خوا په دې بريدونو سره
په افغانستان باندې فشار زياتوي چې ورته وښيي ، له دې بنديز څخه هغه وخت خلاصيدلی شي چې د شتراتيژيګ تړون په لاسليک
سره افغانستان هم ظآهراً له پاکستان سره د امريکې يو برابر غلام شي ،
او که نه تر هغې به دويمه درجه غلام پاتې وي اويا به د
پنجابي پاکستان توپخانو ته لاس تړلی پاتې کيږي او د غلام غلامۍ ته به تسليميږي :

[color=blue:fcae9526bd]
د غلام او د غلام د غلامانو
......................................................... په جګړه چې ورانوي وطن، کډو دی
د غلام بادار غلام درجه يک دی
.............................................................. خو کرزی په کې غلام درجه دو دی ! [/color:fcae9526bd][/quote:fcae9526bd]
آنانکه که نداند ونداند که نداند
درجهل مرکب ابد الدهر بماند


طالب ISI
02.07.2011

نورزور خانه ممکن همداسې وي لکه تا چې لیکلي، خو ټول خلک خو د جنګ کرښي ته نیږدې ژوند نه کوي، طالبانو باید حد اقل دغه بریدونه غندلي وی، د طالبانو د تحریک د خرڅولو څخه تر نن ورځ پورې طالبانو د پاکستان مقابل کې چوپ پاتې دي، که نور نه وی یوه ګیله خو به یې کړې وه. لکه ملا صاحب ضعیف یو کتاب، مقاله خو به یې پسې لیکلې وه.


م . ق
03.07.2011

[quote:bcd790bcac="نوروزخان"]السلام علیکم
کله چې دکونړ له مجاهدینو دبریدونو په اړه پوښتنه کیږي ، دوی وایي چې دمولوي فقیرمحمد په مشری مجاهدین چی زیاتره دکونړ مجاهدین هم ورسره شته دپاکستاني عسکرو په پوستو تربرید وروسته دافغانستان خواته اوړي ، او پاکستاني عسکر دتوپچي ګوزارونه پرې کوي .[/quote:bcd790bcac]
الصلوة والسلام علی خیرالانام
همدغه خبره د پاکستان دفوځ ویاند اطهر عباس هم کړې ده،په پالیسیانو او پلانونو کې دومره هماهنګي او همغږي د څه ښکارندوي؟
بیانو د ختیځو ولایتونو د سرحدي ځواکونو د قومندان جنرال امین الله امرخیل چې له همدې امله یې اوس استعفی ورکړې دا خبره سمه ښکاري چې وایې پاکستان پدې توغندیو او بمباریانو سره غواړي د افغانستان په لرې پرتو سرحدی سیمو کې خلک د هغه ځایه کډو ته مجبور کړي ترڅو هغه سیمې خالي شي اود پاکستان طالبان په کې ځایې پرځایې شي پدې توګه به پاکستان په یو غشي دوه ښکاره وکړي د یو طرفه به په پاکستان دا تور نه وي چې د پاکستان نه اورپکي افغانستان ته اوړي او د بل طرف نه به افغانستان د تور لاندې راشي چې د افغانستان نه اورپکې راوړي او په پاکستان بریدونه کوي نو خپل ځان به د تور نه سپین کړي او سپین به تور کړي.
دې ته وایې سیاست، آفرین شه او پدې شل مخي سیاست
زمونږ بې کفایته او بې درایته کورمغزي افغانان یواځې تورونو ته تګړه دي، نران شئ او په پټه خله دغسې سیاست ولوبوﺉ چې مړ هم تاکړي او پړ هم تاکړي، چې ستا په خنجر هم تا وژني او ستا په ډال خپل ځان بچ کوي، ستا د کور اسلحه او محافظین د هغه په لاس کې دي او ته په خپل کور کې لوڅ لپړ تش لاسی بې سره او بې خنجره ولاړ یې.
لکه څرنګه چې اسلامپال او ولسپال شاعر ښاغلی مطیع الله تراب وایې:
پدې میراث وطن کې سر او نه خنجر پاتې دی
نه قلمرو لري او نه په کې څــوک نر پاتې دی

[url]http://www.youtube.com/watch?v=LMPtuW-ozbI[/url]

فکر نه کوم چې د هوسۍ مظلومانه او معصومانه کړیکې به د وحشي خونخوار لیوه په زړه کوم اثر وکړي.

وافوض امري الی الله انه بصیر باالعباد

مننه
قرآني


h.karezwal
03.07.2011

[quote:bb6e2c4539]
نوروزخان ليکلي:
السلام علیکم
کله چې دکونړ له مجاهدینو دبریدونو په اړه پوښتنه کیږي ، دوی وایي چې دمولوي فقیرمحمد په مشری مجاهدین چی زیاتره دکونړ مجاهدین هم ورسره شته دپاکستاني عسکرو په پوستو تربرید وروسته دافغانستان خواته اوړي ، او پاکستاني عسکر دتوپچي ګوزارونه پرې کوي .

الصلوة والسلام علی خیرالانام
همدغه خبره د پاکستان دفوځ ویاند اطهر عباس هم کړې ده،په پالیسیانو او پلانونو کې دومره هماهنګي او همغږي د څه ښکارندوي؟
[/quote:bb6e2c4539]
اقای قرآني
چند روز پیش ماه تیره شده خسوف ګرفته بود ، رادیو کابل و رادیو اسلام اباد هردو اش متحدانه ګفتند که ام شب ماه خسوف ګرفته بود ، من هم نه فهمیدم که به این مقدار هماهنګي درپالیسي های ،پلان ها واظهارات شاهد کدام حقیقت است ؟؟؟؟؟؟


ډاکتر څپاند
03.07.2011

درنو هېواد والو سلامونه،

داړم صيب خبره،بې ادبي دې معافه وي،
راوړي ئې دي چې په تېرو زمانو کې يو "مفعول کسبي"وه چه تر ملا ئې تومانچه تړلې وه :shock:
يوه فاعل"دافاعلين اغلب پخواني مفعولين وي"ترې وپوښتل چې دا دڅه لپاره؟
مفعول ورته کړه چه د "بدې ورځې"لپاره :o
نو افغاني په اسطلاح ملي اردو او ملي پوليسو خپلې تومانچې او نورې وسلې
د "بدې ورځې" په خاطر ساتلي دي :wink:

يو هېواد چې څلويښتو هيوادونو اشغال کړې وي،دائي هم يو څلويښتم :P
سل په لالي پور،لس ئي هم دبنګړو :D
تر اوبو لاندې څه يوه نېزه څه سل :roll:


م . ق
03.07.2011

[quote:80b2f8d120]اقای قرآني
چند روز پیش ماه تیره شده خسوف ګرفته بود ، رادیو کابل و رادیو اسلام اباد هردو اش متحدانه ګفتند که ام شب ماه خسوف ګرفته بود ، من هم نه فهمیدم که به این مقدار هماهنګي درپالیسي های ،پلان ها واظهارات شاهد کدام حقیقت است ؟؟؟؟؟؟[/quote:80b2f8d120]
خندوونکې خبره او خندوونکی دلیل لکه څوک چې اوښ ته پرتوګ کوي.
سیاست د خسوف او کسوف سره څه تړاو لري؟ دا رنګه خبرونه په ټوله نړۍ کې د زلزلو او سیلابونو او نورو سماوي افتونو په باره کې ورکول کیږي.
وهم دې کوم ځایې او ډب دې د کوم ځایې نه خیژي.
استدلال دې ډیر کمزوري دی البته دا زه هم منم چې د افغانستان آکثر لوړپوړي چارواکي د پاکستان ایجنټان دي په ځانګړي توګه په حکومت کې شامل د حزب اسلامي غړي بیا ورپسې جمیعت او افغان ملت.
د استعاراتو او کنایاتو استعمال خپل ځاﺉ لري، دا د هرچاکار نه دی ځکه چې ځانګړي تعقل او تدبر ته اړتیالري.
لکل فن رجال ولکل قول مقال.

مننه
قرآني


م . ق
03.07.2011

[quote:d8a92565b9]نو افغاني په اسطلاح ملي اردو او ملي پوليسو خپلې تومانچې او نورې وسلې
د "بدې ورځې" په خاطر ساتلي دي[/quote:d8a92565b9]
باالکل واقعیت دی ډیره سمه خبره دې کړې،دا چې په بډو تومانچې او یا په [size=22:d8a92565b9]اوږو راکټونه[/size:d8a92565b9] ګرځوي د بدې ورځې لپاره یې ساتلي دي.


حیرانی ده

طاهر مسافر
06.07.2011

د خاکریزوال پتنګ او مومند صاحبانو په تایید:
څو ورځی مخته می په اخبارونو کی وویل چه طالبان پاکستان ته اوښتی او هلته یی ډیر ملیشیان وژلی. بیا می ورسته ورځ بل راپور ووایه له پاکستانه را ستانه سوی طالبانو اربکیان وژلی. د همدی قصو په مینځ کی داده پاکستانیانو هم د بیغیرتی توره وکړه.
دوه پوښتنی را پورته کیږی:
دا پالتو مفکرین دی او که مزدوران دی چه دا بیځایه پوښتنی کوی؟ زما خو په پښتنو ځکه زړه خوییږی چه هسی ګډ وی مګر په خبرو یی څوک نه پوهیږی. یاره څوک چه د پاکستان ملییشی وژنی نو له هغه نه جنګ اعلانول غوښتل د هوښیارانو کار دی؟ پښتانه خو ځکه غولیدلی چه هوښیاران یی خپله پوهیږی مګر هغه نه وایی بلکه د دښمن له فکر سره مناسب تبصری کوی. د خواشینی ځای خو لا دا دی هغه چه د هوښیاری خبره کوی هغه همدا په نامه هوښیاران بی دلیله سپکه وی.
دوهم سوال دادی:
طالبان خو د ازادی لپاره خپل د لیاری خنډ لیری کوی نو دا په کورونو پراته پوهان که کمک نکوی ولی نور له ازاد ژوند څخه بیزاره کوی.
عیب خو لا دا دی چه نه نیشنلستیان او نه افغانملتیان سرخپوشه شول او نه خو هغه د بابا د وطن زامن مارکسستان و پیکار ته راووتل. هسی چه شرم له ځانه واړوی نو بیخلطی پیرونه یی شروع کړی.
کرزی خو هسی هم هلک دی کله د دی کله د هغه.


م . ق
07.07.2011

بسم الله الرحمن الرحیم

د دوه پوښتنو ځواب البته صرف د خپل ځان په نمایندګۍ
د اولې پوښتنې ځواب:
د پاکستاني ملیشو وژل حقانیت نه ثابتوي، دا د پنجاب یو بل مداریتوب او منافقت دی چې پدې توګه غواړي په یو غشي په لسګونو ښکارونه وکړي د یو طرف نه ځان د تروریزم قرباني وبولي نورې مرستې ترلاسه کړي، د افشاء شوو مختوریو لپاره پرتوګ وکړي د بل طرف نه افغانستان بدنام او په دوو کې یې حیران کړي ترڅو د امریکا غوښتنو ته لبیک ووايی، او هم د افغانستان په سیمو کې پاکستاني طالبان میشت کړي او نورې ډیرې شومي موخې.
د پاکستان په ملیشو کې ټول پښتانه دي او پنجاب پښتانه د خپلو ګټو څخه قرباني کوي.
پښتانه خو لا پریږده خپل پنجابي فوځیان هم د خپلو اوږدو ګټو لاس ته راوړلو لپاره قرباني کوي ترڅو نړیوال وغولوي چې ګواګې د پاکستان فوځ خو خپله د تروریزم قرباني دی.
زه د پنجاب په دې چلونو او فریبونو ډیر د پخوا نه پوهیږم، د سلفیانو مدرسو ته به راغلل چې د لشکرطیبه لخوا نه به حمایه کیدلې، شیخ الحدیثانو او شیخ القرانانو ته به یې وویل چې لاړ شئ د پاکستان د فوځ په ضد مظاهره وکړﺉ هماغه به وو چې بسونه به راغلل طالبان به وروختل او په ښارونو کې به یې مظاهرې شروع کړې، نعرې به یې وهلې.
بله ورځ به یې شیوخو ته وویل چې مونږ به تاسو څو ورځو یا میاشتو لپاره د دروغو بندیان کوو تاسو به نه خفه کیږﺉ دا د پاکستان د قومي مفاداتو او قومي سلامتۍ لپاره قرباني ده.
دا د پنجاب پخوانې مکارانه دستور دې چې هرکار یې دوه مخې وي.
دا ځواب په دې معنی چې جنګیدونکې دواړه ډلې د پنجاب د شطرنج ګټکي دي.

د دوهمې پوښتنې ځواب:

مونږ د چا شعارونو ته نه ګورو بلکه عمل ته ګورو چې عمل یې اخر دچا په ګټه تمامیږي.

د طالبانو په نوم یوه ډلګۍ هیڅکله د ټولو طالبعلمانو نماینده ګي نه شي کولاﺉ ځکه ټول طالبعلمان په دغه ډلګۍ کې شامل نه دي او نه ددغې ډلګۍ ټول کسان طالبعلمان دي بلکه ډیر کم شمیر په کې دیني طالبعلمان دي او هغه هم هغه طالبعلمان چې دينې زده کړې یې په نیمه کې پریښې دي، نور اکثره یې د جنوبي سیمو بې سواده خلک دي چې د دهقانۍ او ټوپک نه اخوا یې څه نه دي زده او نه یې د زده کړې استعداد لیاقت او استعداد لري.

نو دغه ډلګۍ د ازادۍ او خپلواکۍ په لاره کې غټ خنډ دی ځکه چې هغه مجاهدین چې مستقیما د امریکایانو سره جنګیږي دوي یې مخه نیسې، دوي نه پریږدي چې امریکایان او انګلیسان ووژل شي لکه څو ورځې مخکې د میدان وردګو نه د همداسې یوې واقعې خبر راغلو چې دوي په رڼا ورځ د امریکایانو قافله د مجاهدینو د منګلو نه خلاصه کړه او برعکس د مجاهدینو سره په جنګ شو.
دا ډلګۍ یواځې افغان مظلوم مزدوران کسب ګر او خواری کښ خلک وژني، څو ورځې مخکې په خوست کې دوي د یو کلي بې ګناه ښځینه ووژلې چې په عکس العمل کې ټول کلی راپاڅیدو او دا ډلګۍ یې له یوې مخې تهس او نهس کړله.
امریکایان په دوي خطا خطا بریدونه کوي او دوي په امریکایانو خطا خطا بریدونه کوي.

هغه امریکایان چې وژل کیږي یایې حزب اسلامي او القاعده وژني او یایې د کلو او بانډو سیمیز خلک چې د خپلو مظلومو بې ګناه خپلوانو انتقام اخلي.

دا ډلګۍ د ملي عام المنفعه تاسیساتو، د تعلیم پوهې او عامه شعور بیدارولو مخه په شین زور او ظلم سره نیسي.

دا ډلګۍ د اسلام مبارک دین ته ژمنه او متعهده نه ده او نه پرې پوهیږي او نه ورته دا خبرې اهمیت لري، په منطق او استدلال نه پوهیږي، ملي ګټې او سیاست خو بیخې پیژني هم نه.

دوي په هماغه محور او مدار کې څرخیږي چې امریکا او پنجاب یې غواړي ځکه د دوي د ټولو کړنو او پالیسیانو انجام په هغه څه تمامیږي چې ګټه یې د امریکا او پاکستان اوږود مهالو موخو ته رسیږي.

امریکایان غواړي د دې ډلګۍ په واسطه خپل حضور ته دوام ورکړي او د بین الافغاني صلح او تفاهم مخه ونیسي.

الغرض مونږ د هغه فساد او شرحمایت ولې وکړو چې بې ګناه ولس پکې په وحشیانه توګه وژل کیږي، مونږ هغه جهاد او مقاومت ستایو او حمایت یې کوو چې یواځۍ بهرنیان یرغلګر او استعمارګر وژني او مظلوم مقهور مجبور ولس په خپل کار او شغل کې پریږدي.

پرون راته د جنوبي یو طالب نما انپړ وویل: دا عام ولس خو مونږ ځکه وژنو چې د دوي مثال د چارمغز د پوستکي دی چې کله د چارمغر پوستکی لرې شي نو مغز راښکاره شي، دا د دوي عقل منطق او استدلال.

نور به څه ووایي نو ځکه چې د خپل ناوړه عمل بله توجیه ورته نه ده پاتې.

ما ورته په ځواب کې وویل: تاسو ته تیار سپین کړي پاسته چارمغز پراته دي خو تاسو هغه تیار پاسته چار مغز نه خورﺉ بلکه هغه پوستکي خورﺉ چې ددې چارمغزو نه په هره معنی لرې او جدا پراته دي.

زنده باد حزب اسلامي افغانستان چې زما غوندې د سرسخته دښمن طالبانو او ملایانو زړونه یې هم خپل کړي دي والفضل ما شهدت به الاعداء.
آفرین او صد آفرین د حزب اسلامي په سالم قیادت، سیاست پوهې، شعور تجربې، مقاومت او حوصلې.

مرده باد لاسپوڅي ګوډاګیان چې په هر لباس کې وي.


م . ق
07.07.2011

واقعات خو ډیر دي، دا یوه به درته بله هم وکړم، ټول د سترګو لیدلي حقایق دي. مونږ خو دغسې واقعات ګورو چې زړونه مو ورته ډک دي چې اخر دوي ولې نه پوهیږي، ولې یې وجدان نه راویښیږي ولې په کې دومره ادراک او فهم نشته ولی یې احساس مړ دی.آخر دا زړونه دي که تیږې چې هیڅ په انسانیت او ترحم نه پوهیږي، او نه انساني عاطفه لري.

په کندهار کې زمونږ یو ملګري انجینیر چې د شخصي کمپنۍ په واسطه یې یوې ډیرې لرې پرتې ولسوالۍ ته په ډیر زحماتو یو سرک تیر کړو نو د کلي یو ماشوم هلک ته یې د مبارکۍ به توګه وویل چې اوس خو به خوشحاله وﺉ کنه چې سرک مو پوخ شو او ښار ته مو تګ راتګ اسانه شو، ماشوم وویل نه اوس خو نور هم خفه شو ځکه چې اوس په کې ماینونه نه پټیږي او مونږ ته په هر ماین اته زره کلدارې راکول کیږي همدغه زمونږ کاراوبار دی.

په بل یو ولایت کې چې د پي ارټي امریکایان هره ورځ صرف د دوه یا درې ټانکونو سره ښه په مزه تیریږي یوه ورځ هم پرې نه ماین وچاودیدو او نه هم پرې حمله وشوه خو چې کله د شخصې کمپنۍ افغاني خواري کښان تیریږي نو کله پرې ماین چاودیږي او کله پرې حمله کیږي.

د یو نزدې موثق ملګري په وینا د همدغې ولایت په پې ارټي باندې یوه ورځ هم نه میزایل ولګیدو او نه راکټ خو یو غر اخوا ترینه د افغاني عام المنفعه تاسیساتو جوړونې په شخصې کمپنۍ هر ورځ بریدونه کیږي. دبرید پر مهال امریکایان هیڅ عکس العمل نه ښایې خو چې کله برید کوونکي لاړشي نو بیا امریکایان خطا خطا ډزې شروع کړي او یا یو څرخکه هسې ګرځي،
امریکایان کولاﺉ شي چې برید کوونکي د غر د سر نه او یا د هوا نه ډیر په اسانه په نښه کړي، خو دا کار نه کوي.

اوس نو تاسو خپله قضاوت وکړﺉ چې طالبان که د جګړې او وژلو لپاره قراردادیان د استخباراتو کړۍ او د پوډرو او ډالرو لویه مافیا؟

کوم جهاد کوم مقاومت؟ د ولس وژنې جهاد؟ د امریکایانو ساتنې مقاومت؟

نوټ: د هیڅ ځوابي لیکنې ځواب چا ته نه پریږدم اګرکه هرڅه ترینه جوړیږي، زه چپ کیدونکې نه یم.

زنده باد د اصیلو مجاهدینو حقیقي جهاد
مرده باد ګمراه کوونکي د شعارونو، دروغو او تبلیغاتو ګوډي.


طاهر مسافر
10.07.2011

قرانی سیب بښنه غواړم
دا ستا لیک ډیر وځورولم. دا ستا لیکنه د نفاق لوری ته دعوت وو. نو خکه لیږ عصبانی سوی یم. که ووایم چه دا خو د ګلبدین په خلاف لیک دی نو صحیح نه ده ځکه هغه هم داسی نفاق ته لیار جوړوی. د هغه لیک می چیرته ووایه د تا غوندی یی وځورولم. پښتانه وایی هغه خر هغه کته. هغه د پخوا ګلبدین او اخوانیان. ټک د طالبانو او څرک د اخوانیانو. تر دی چه د شا په خوا په چاریارانو هم مشهور ول.
حیرانی خو دلته ده چه څلور کاله مخته ما دا د ګلبدینیانو په هکله اوریدلی وو.
خدای دی وکړی چه ته له هغو خرڅ سوی اخوانیانو څخه نه یی کوم چه د امریکایانو د ټانګونو لیاری جوړوی ترڅو د خلکو د وژنی لپاره زر ور ورسیږی. زه بیا هم ګلبدین ته احترام لرم خو نه د هغه خرڅسوی پلویانو ته.


طاهر مسافر
10.07.2011

قرانی سیب
زما اول لیک تاسو ته نه و. ما دا فکر کاوو چه دا دطالبانو ټکول خو د مارکسستانو او افغانملتیانو کار دی. حیران یم چه په خوله یی قران نوم یی قرانی او بیا هم نشنلیست وی. دا څنګه؟ په اسلام کی خو د ټولو بیګناه خلکو وژل حرام دی ولو که نا مسلمانه وی. دا امریکایی فرق چه څوک به امریکایی او یا د هغوی ملګری نه وژنی خو تر اوسه په اسلام کی چا نه و ویلی.


م . ق
10.07.2011

ملګریه چې صفا خبره درته ستا په ټیټه سویه او بې علمه لهجه کې وکړم نو هسې اپلتې ولې، لکه څوک چې غل په ډانګو بادوي.

زه دې پیري نه منم ته راته مریدان لټوې، زه ستا میډ ان پنجاب اسلام نه منم ته راته د جهاد خبرې کوې.

پدې ځان پوه کړه چې عالم اسلام جهاد د اخوانیانو نه زده کړې دی، تالي بان خو زمونږ د ماشومانو د پیدایښت نه هم وروسته پیدا شوي دي، تا او خدای تاسو هم اوس لا ځان د اخوانیانو سره د مقایسې وړ بولئ؟
ایا علم مو دهغوي په سویه دی؟ ایا سیاست، درایت شعور او بصیرت مو دهغوي په سویه دی؟ ایا د هغوي هومره اوږود تاریخي قدامت لرﺉ؟ ایا د امام حسن البناء، سید قطب غوندې شهیدان لرﺉ د ابواعلی المودودي او ابو الحسن الندوي غوندې عالمان لرﺉ؟ د هغوﺉ هومره قرباني او مبارزه مو کړې؟ ایا کوم کتاب مو د هغوﺉ د ضخیمو کتابونو غوندې لیکلې؟
ایا کومه کلتوري ټولنیزه تربیوي او روزنیزه مجاهده مو کړې؟

مدرسه کی د اسیا چی زه استاد ووم - تا لوستله هغه وخت کی سپاره
مخ دی تورشه اوس زما دسر دعوی کړې - تا او خدای چی په همدغه قواره

جاهل مرکبه زه خو وایم چې د فهم او درایت سویه مو ډیره ټیټه ده
ما څه ویلي او ته څه وایې
[quote:fdc6f643f6]دا امریکایی فرق چه څوک به امریکایی او یا د هغوی ملګری نه وژنی خو تر اوسه په اسلام کی چا نه و ویلی.[/quote:fdc6f643f6]

خدای دې تباه کړه، غرق شي پدې جهالت، نه په خبره پوهیږﺉ او نه درکې د پوهې استعداد شته، هغه د عربي ډیر ښه متل دی چې وايی کلموا الناس علی قدر عقولهم.
د امریکایانو د ملګرو وژل داسې واجب دي لکه ستا غوندې د جاهلانو وژل.
زه درته د امریکایانو ملګري نه ښایم وه په څلورو روانه چې هیڅ په خبره نه پوهیږې
زه درته دا عام مسلمان ولس ښایم چې په ځان مرګو بریدونو، په چاودنو په ړندو راکټونو او توغندیو وژل کیږي، د دوي څه ګناه ده؟ وه د لیوني ځامنو

ته په کومه خله د امریکایانو د وژلو خبرې کوې، دومره شرم او حیا نه لرې؟
امریکایانو ته څوک لاري صفا کوي؟ اوس په نیغو سترګو کې راننوځې؟

ته ماته وښایه او ثابته کړه په کوم ځاﺉ کې دې امریکایي یا انګلیس وژلې؟ البته په پردیو غلو به ټیزونه نه اچوې

په امریکایانو خرڅ شوي معامله ګر معلوم دي، هغه چې د جنوبي په ولایتونو کې د شپې د انګلیسانو سره غونډې کوي او بیا د ورځې ورته د ساتونکو غیر مستقیم رول ادا کوي.

ایا د مجاهدینو سره جنګیدلو د هغوﺉ وژلو او دهغوي مخه نیولو ته جهاد وايی؟
دامریکایانو جنګي قراردادیان او د افیونو قاچاقبران د نړیوالې مافیا غړي اوس ځان ته مجاهدین وایې او په پلیته خله د حقیقي مجاهدینو توهین او بدنامي کوي، همدغه پلان ورته امریکایانو او پنجابیانو ورکړې دی ځکه خو یې په ټوله نړﺉ کې د یهود ضد اخواني مجاهدینو خلاف پراخ پروپاګند شروع کړی دی.
ایا تاسو د یهودو د لاس هغه الې او حربې نه یې چې د مسلمانو مجاهدینو د بدنامولو خلاف یې استعمالوي؟
هو تاریخ پدې ګواه دی چې د بایزید روښان په مقابل کې اخوند درویزه د مغلو لاسپوڅې راپیدا شو، د سلطان بایزید یلدرم خلاف ګوډ تیمور راپیدا شو، د عثماني حنفی خلافت خلاف د انګریز په لمسونه وهابیان راپیدا شول، همدا رنګه قادیانیان، پرویزیان او اسماعیلیه او نور شیعه ګان چې څنګه د مسلمانانو خلاف راپورته شوي دي، نن د مجاهدینو د مخې نیولو لپاره جاهل اخوندان راپیدا شوي دي چې د طالب مبارک نوم یې هم بدنام کړی دی.
چې د ښځو په چادریانو کې افغاني باعفته ښځې بدناموي په ماشومانو او وړو جینکیانو ولس وژنې ته د جهاد نوم ورکوي، داسې بې ناموسه بې غیرته او ذلیل خلک به څوک وي.
زه د تانه یوه پوښتنه کوم، خپل ضمیر کې ځان سره سوچ وکړه
هرهغه څوک چې دخپل ولس وطن د خپل هویت او افغانیت نه دفاع کوي هغه به نشنلست وي؟
هغه څوک چې ستا نومولوده ډلګۍ نه تایدوي او ردوي یې هغه مسلمان او مجاهد نه شي کیدلاﺉ؟
تو لعنت دې په دا هسې منصفۍ شه چې له حقه وباطل ورته ګذر کړې
که داسې وي نو ته هم نه مسلمان یې او نه مجاهد، او ستا ټول بې علمه کدوان سکهان او پنډتان دي او یا لکه د یهودو احبار بلعم ابن باعوراګان.


طاهر مسافر
10.07.2011

قرانی سیب
السلام علی من التبع الهدی، و ما علینا الی البلاغ.
تا باید پښتلی وای چه زه ولی غوصه وم. زما د طالب او اخوانی اتحاد ته زړه و نه د هغوی جنګ او اختلاف.
زه نه اخوانی یم نه طالب. زه بادرده مسلمان یم. کیدای سی که دواړه راسی نو د کرزیانو په څیر به ځان در څخه نیا کوم. ما ته پخوانی ګلبدینیان د تعصب او خودپسندی او تنګنظری په دنیا کی د مارکسستانو سره یو ښکاریدل. ما ویل اوس به هغسی نوی خو ته دی ژوندی اوسی هغه دی هغه راز دی هم راته ووایو. تاته چه د مخالف مرګ دومره ارزانه ده نو د رښتیا اخوانیانو رنګ مه بده وه. د پیر او مجددی نیکونه له اخوانیانو جګ و خو دا چی دا دواړه څه کوی نو د هغوی د پلورونو په ښه به د قبر له عذابه نسی خلاسیدای. هغه د نوح علیه السلام زوی در په یاد کړه. که دا ستا لیاری د اخوانیانو وی نو لا به می پسی خواشینی کړی. خو زه دا دعا کوم چه خدایه مسلمان سره یو کړی که نه نو مسلمان به نور هم دوه سوه کاله د ذمیانو په ډول کفر ته یا جزیه ورکوی او یا به وژل کیږی.
دا معلومیږی چه زما په خبره دی سر نه وی خلاص سوی. زما مطلب دا و چه امریکایان صرف په خپلو خواشینی کیږی. دا چه ته تنها د سرحدی خلکو په مرګ خپه یی او د نورو نه خاص هغه جه کفر یی وژنی (له دی نه سوا ستا په لیکنه کی د څه څرک نه لګیده) نو یوه بی انصافی ده. بیا خاص چه ځان ته قرانی هم وایی.
قرانی سیب
خدای (ج) دی هم ماته او هم تاته هدایت وکړی. زه خو دا دعا کوم چه هغه ذات (ج) مو دی د خودپسندی له جاله و باسی. تا کله هم دا فکر کړی چه ته به غلط یی. تر کومه چه زه خبر یم نو دا ستا خبری هسی بی ځایه ادعا ګانی دی. زما په منطقه کی خو ټول ګلبدینیان چه ما پیژندل د کرزی او امریکایانو په خدمت کی دی. هلته هم امریکایان او د کرزی خادمان وژل کیږی.
دا دعلم څښتن خو باید ځان د علماو له هغی فتوا نه خبر کړیوای کومه چه د چنکیزیانو په وړاندی سوی وه. د قرضاوی فتوا ته لیږ وګوره. تاته د احادیثو یو اصل معلوم دی چه وایی کوم چه یوی ټولګی ته منسوب وی د هغه روایت د هغه حدیث چه دده د ټولګی تایید کوی د عمل وړ ندی. نو ته دومره متعصب حزبی یی نو ستا قول به څوک و منی.
مونږ د مسلمان په هکله د حسن نظر په اصل عمل کوو.
حدیث دی: انما الاعمال بالنیات. که یو ځوان د اسلام د ګټلو لپاره ځان فدا کوی خو بیا اشتباه ترینه کیږی نو د پورتنی حدیث په مقتض ور ته د خدای (ج) عفو غواړو. دا به د انصاف لیار وی. ژوندو ته به د ښی لیاری توصیه کول ښه وی کنه للمجتهد اجران به دی اوریدلی وی. دا اصل مونږ له تنګنظری نه را ګرځوی. خو که چیری همداسی ورته ویل سوی وی چه ولاړ سه عادی خلک مړه کړه او هغه یی و منی نو بیا نه د امر نه د مامور څخه دفاع کولی سو ځکه چه لا طاعة للمخلوق فی معصیة الخالق. او دا که دیوه غیر مغرض له لوری ثابته شی نو بیا به هغوی ته به په رښتیا ګمراه ووایو. البته ستا خبره نه. ته مدعی یی.
ستا علم یی ډیر، خو چه د یوه کلیوال په توګه نه د خولی عفت ساتی نه د علم نه د جهاد او د یوه متکبر په څیر ټول در ته بیعقله او کافر (دا په دی لیکم چه زما مرګ دی روا کړی او په اسلام کی تنها د کافر مرګ روا دی) ښکاری نو د یوه رښتونی عالم نوم بدوی. د توبه نصوحا درته توصیه کوم.
اللهم اني بلغت. وما علي الرسول الا البلاغ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more