د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

تصوير

زهيرشينواری
27.01.2003

تصوير
په لويه لاره تلمه
وحشي ياغي نظر مې
سرو اننګو کې د يار
د خپلی ژيړې څيرې
يو تت تصوير وليده
* * *
نو هلته پوه شوم ايله
چې يار کوربه دی دلته
زه مها جر راغلی
پردي وطن کې يمه
پيښور _ ابدره روډ 1996کال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more