د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

داچې ته په سجده پروت ئي او زۀ ډک د ميو جام کړم

ډاکتر څپاند
24.06.2011

داچې ته په سجده پروت ئي او زۀ ډک د ميو جام کړم
داهم ته غواړې قرار ، دا هم زه غواړم قرار

ته لټئ هغه جهان کې حورې سپينې ګل اندامې
زه جنت دلته لټومه نشم کولی انتظار

ته په قرض ژوندون ورکۀ،زۀ ترې نغده سودا غواړم
دا ته ښه شوې بېپارئ کې که ما ښه وکړ بېپار

شېخه راشه میخانې ته،چه مقصد زمونږه يو دی
ستا دمرګه پس قرار،زما دلته کې قرار

نور دسوال مقام مو يو دی،دژړا ځائې مو شريک دي
يو ارمان د دواړو زړه کې کئ جدا جدا اظهار

پتنګان د يوې شمعې،که بينا دی که شبکور دی
داخو ځکه د حجي صيب،لېونی دی د زړه يار

غني خان غني


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more