د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

دماشوم د(نه) مرحله

رښتینی
21.06.2011

.

مندې اوپلرونه هروخت خپلو لوڼو او زامنو ته مختلف امرونه کوې ، دا وکړه او ها مکړه ، خوډېرخله بیا دماشوم له انکار او عناد سره هم مخامخ کېږې او دماشوم انکار او عناد یواځې دانکار او عناد له پاره وې او هیڅ ښکاره دلیل نلرې چې ولې دا کار نه کوې .

په دې مهال دپلرونو او مندو شکایتونه اوسرشکونې هم زیاتې شې ، دخپلوماشومانو له دې ناوړه چلند نه سرونه ټکوې او دیوه غوره چلند موندلو په لټه کې شې چې که وکولای شي په دې توګه خپل ماشومان سمې لارې ته برابر کړي . خو حقیقت دادی چې مور او پلار دواړو دماشوم د ودې او نمو مرحلې نه دې پېژندلې په ځانګړې توګه دماشوم د(نه) هېښوونکې مرحله دعلم النفس پوهان وایې چې هیڅ داسې ماشوم نشته چې هغه دې هروخت نرم او کراروې په هرماشوم داسې حالات راځې چې هغه سرکشې او عناد کوې دپلارم یا بل مشرخبره نه منې .
دماشوم دا حالات په لاندې نښو سره پېژندلی شو :

- داوږده وخت له پاره په غوسه او قهراوسېدل
- دمزاج تبدېلې
- له نویو حالاتو سره نه عادې کېدل
- زیاته چالاکې اوډېره شیطانې کول
- په خپل وخت سره نه ډوډۍ خوړل اونه خوب کول
- ډېرې نارې اوچېغې وهل

خوداسې هلک نشته چې داټول حالات پکې رایوځای شوې وې بلکی دا هغه حالات دې
چې کوم یو یادوه یې یاڅو په کوم ماشوم کې پیداشې نودا دهغه ځانګړې مرحله ده چې په
دې وخت کې هغه عناد اوسرکشې او عناد کوې .
دلته موږ هغه ځېنې لاملونه څېړو چې ولې ماشومان دمور اوپلار خبره نه منې اوهغه اسباب را اخلو چې ولې ماشومان داسرکشې کوې په داسې حال کې چې هغوی له دوی سره پرېمانې ښېګړې کوې او نازوې یې خوبیا هم دوی بې له کوم دلیل نه سرکشې او سرټمبګي کوې چې له کبله یې هغوی ورته په غوسه کېږې او دا وخت دماشوم پلار او هر روزونکی ددې په ځای چې دهغوی ځانګړني او خاص مراحل وپېژني یواځې دخپلې غوسې دسړولو له پاره هغه ترټې ، وهې او ډبوې او دا ډول وهل او ترټل که څه هم دپښتو د مشهور متل (چې ډب نه وې ادب نه وې )پر اساس او استناد کوې خو دا ډول ترټنه هیڅکله ګټوره نده .

نوربیا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more