د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

10 تېروتنې چې ماغزو ته زیان اړوي

عادل عادل
13.06.2011

السلام علیکم

لاندینی لس تېروتنې ماغزو ته زیان رسوي:-

1- د سهار چای یا نری یا صبحانه نه خوړل

څوک چې د سهار چایی نری یا صبحانه نه خوري نو د وینې شکر یې ټیټ ترینې کچې ته رالوېژي، او دا کار ماغزو ته، د خوړو د نامناسب رسېدلو په وجه، جدي زیان اړوي او په نتېجه کې ماغزه په لږ یا نه فعالیت باندې مبتلا کیژي.

2- ډېر خوراک یا پُرخوري

ډېر خوراک د مغزي شرایینو د تصلب یعنې د رګونو په دېوالونو کې د سختوالي سبب کیژي، او د انسان ذهني قدرت له ګواښ سره مخ کوي.

3- د سګرټ، چلم او نصوارو څکول

د دوخانیاتو څکول د ماغزو په څو ځلې وړېدو سره د آلزایمر سبب کیژي، [color=white:bea198d11a]( هیله ده چې ډاکټر صاحبان به د آلزایمر په اړه علمي توضېحات وړاندې کړي)[/color:bea198d11a]

4- د خوږو او شکرې ډېر خوړل

د خوږو او شکرو ډېر خوراک په وجود کې د پروټینو او خوړو د جذب مخنېوی کوي او په دې توګه د سوء تغذیې سبب، او په ډېر احتمال سره د ماغزو په رشد او نمو کې اختلال او ګډوډي منځ ته راوړي.

5- ککړه هوا

ماغزه زمونږ په بدن کې د اکسیجن تر ټولو زیات مصرف کوونکي دي، د ککړې هوا تنفس د ضروري اکسیجن د نه رسېدلو په وجه ماغزه له کاره غورځوي.

6- لږ خوب یا کم خوبي

خوب یا بیدېدل زمونږ ماغزو ته د ارام او استراحت اجازه ورکوي، د خوب اوږدمهاله کمبود د مغزي سلولونو په مرګ کې تېزوالی راولي.

7- د خوب په وخت کې د سر پوښل یا سر پټول

سرپټی بیدېدل د .... ډاي اکساید کاربن ... د راټولېدو او د .... اکسیجن ... د راټولېدو په مخنیوي سره د مخربو مغزي تاثیراتو سبب کیژي.

8- د بیماری په مهال د ماغزو نه کار اخیستل

د بیماری په مهال د ستونزمن کار انجام یا د کتاب مطالعه د ماغزو په کارکردګی کې کموالی راولي او ماغزو ته د صدمې خطر زیاتوي.

9 - د مثبتو افکارو کمبود

فکر کول یا ژور تفکر د ماغزو د فعالیت بهترینه وسیله او تمرین دی، د مثبتو افکارو کمبود په اوږدمهال کې د ماغزو د وړکتوب سبب کیژي.

10- چوپتیا او خبرې نکول

مطلقه چوپتیا اختیارول ماغزه له فعالیت څخه غورځوي

یادونه: .... وروستی بند د ښاغلي وزیري صاحب د نیوکې سره سم تغیر او اصلاح شو.


وزیري
24.06.2011

السلام علیکم:

عادل صاحب له دی وروستی خبری سره دی موافق نه یمه.

ځکه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم قلیل الکلام او طویل الصمت وه.
قاضی عیاض رحمه الله روایت کوی چی:
و کان کثیر السکوت لا یتکلم فی غیر حاجه (الشفاء ۱: ۱۳۸)

په مشکاة شریف کی له جابر بن سمره رضی الله عنه نه روایت ده ده چی:
کان رسول الله صلی الله علیه وسلم طویل الصمت (مشکوة المصابیح: ۵۱۲)

په ابن ماجه کی خو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه کس ته چی د قلت کلام اوصاف لری صاحب حکمت ویلی ده.
اذا رایتم الرجل قد اعطی زهدا فی الدنیا و قله المنطق فاقتربوا منه فانه یلقی الحکمه (سنن ابن ماجه: ۳۱۱)

والسلام


عادل عادل
25.06.2011

السلام علیکم

محترم وزیري صاحب

لومړی خو دا چې دا زما خبرې نه دي، دوهم دا چې په وروستي ټکي کې د خبرو نه کول مراد دي، نه قلت.


وزیري
25.06.2011

السلام علیکم:

عادل صاحب محترمه! زه منم چی دا ستا خبری نه دی خو مونږه نباید داسی خبری را انتقال کړو چی زمونږ ددین ورسره جوړه نه وی.
دوهم: ته دی د اخیری خبری دوهمه کرښه ولوله چی د قلت نه بیان کوی او کنه.

والسلام


عادل عادل
26.06.2011

السلام علیکم

محترم وزیري صاحب

ستاسو نیوکه او خپله خطا د سر په سترګو منم.

په درنښت


وزیري
26.06.2011

السلام علیکم:

یره عادل صیب، جنت فردوس می که په لاس کی وای خو اوس به دی وختی مزی په کی کولی خو څه وکړو. ځه الله جل جلاله دی اخیره خاتمه مه خطا کوه نور به ان شاء الله هرڅه سم شی.

والسلام


-
26.06.2011

[quote:276bd85772]مطلقه چوپتیا اختیارول ماغزه له فعالیت څخه غورځوي [/quote:276bd85772]
هاهاهاهاهاهاها
ومې خندل دې ته چې ددې نه پس به عادل صاحب خلکو ته وایي چې [color=blue:276bd85772]طب په اثبات رسولې[/color:276bd85772] چې مطلقه چوپتیا مغزو ته تاوان کوي، :)
حال دا چې دا خبره به ورباندې وزیري صاحب په زور کړې وي. :lol: :lol:

یاره وزیري صاحب منم دې، چې په یوه تبصره دې د طب ټول کشفیات مختل کړل. :lol:


۰
26.06.2011

السلام علیکم
یارانو زه خو دي خبري ته حیران یم چي تاسو ماشاءالله په هر فن کي ماهر يي!
اوس دا خو نو دډاکټرانو کار دی چي مغزو ته کوم شی ګټه رسوي او کوم شی تاوان.
او وزیري صیب هم راته حکیم ښکاري ځکه یوه لیکنه کي يي یو ځاي کي لیکلي وو چي تک سپین پیاز روغتیا ته ګټه رسوي نو دي نه معلومیږي چي حکیم دی خو دي عادل صیب ته ګوره چي دا هم اوس ځان ورګډوي!
هاهاهاهاهاهاهاها عادل صیب خفه نشي ټوکه ده کنه ډاکټري خو دي په پټو سترګو منو!
او کلیوال صیب ته يي لکه چي ریفري يي که څنګه؟

مومندافغان


عادل عادل
26.06.2011

السلام علیکم

مومند صاحب شکر وباسه چې د طب ډاکټران نه یو، ځکه ډاکټري داسې فن دی چې هر سړی دې د ورپېښو ناروغیو د تجربو له مخې پوښتېدلی او امتحانولی شي، دا نورو مسلکونو کې د ځان تېرول بیا اسانه دي. :)


۰
26.06.2011

عادل صیب په مقصد مو پوه نشوم که لږ يي اسانه کړي؟


-
26.06.2011

[quote:fdb183df3f]او وزیري صیب هم راته حکیم ښکاري ځکه یوه لیکنه کي يي یو ځاي کي لیکلي وو چي تک سپین پیاز روغتیا ته ګټه رسوي [/quote:fdb183df3f]
هو! او يو بل ځای یې هم لیکلي وو چې که روزانه ۴ ګیلاسه اوبه په سر واړول شې، او د ډوډۍ پسې متصل ګرم سوپ وڅښل شي نو د شکرې او د قبضیت مخنیوی کوي.
نو وزیري صیب که رښتیا هم حکیم یې نو پټوه یې مه داخو ما په اسمان غوښتې او خدای په ځمکه راکړې زه ځینې پوښتنې لرم او ډیر وخت کیږي چې وایم کوم حکیم سره به مشوره کوم خو نه یم برابر شوی چې کوم حکیم ته ورشم خو ځه ښه شو چې په فورم کې حکیم پیدا شو نو زمونږ کار به ډیر اسانه شي.

[quote:fdb183df3f="مومندافغان"]عادل صیب په مقصد مو پوه نشوم که لږ يي اسانه کړي؟[/quote:fdb183df3f]
دعادل صاحب په مقصد څوک صحیح نه پوهیږي، دعادل صاحب اکثره خبرې همزمان مختلفې معناوې لري نو که اوس یې درته واضحه هم کړي ګومان نکوم چې اصلي خبره یې درته کړي وي. :)
په عادل صاحب کې ما دا کمال کشف کړی چې هغه د چا خبره پرې صدق کوي چې فلانی ګوزار وکړي او لاس شاته ونیسي. :D
عادل صاحب په کنایاتو او رموزو کې ډیر زیات مهارت لري، خو زه او مومند صاحب بیا تر حده زیات صریح یو او هرڅه په ډاګه ډیرۍ وایو. :lol:


عادل عادل
26.06.2011

السلام علیکم

مطلب دا چې که خدای مکړه د چاسره د کلونو اوږده صحي ستونزه مله وي، نو د ورپېښې ستونزې په اړه خامخا کافي طبي مالومات ورته حاصل وي، او کولای شي د نوي تازه فارغ ډاکټر د پوهې اواستعداد کچه ترې وفهموي، خلاف د نورو مسلکونو.


۰
26.06.2011

یره کلیوال صیب دي مشکل نه يي زه هم ډیره ګیله لرم !
خو چي یو څوک خبره کوي نو باید روغه رمټه خبره وکړي چي بل تأویل ونه لري او بس یوه معنی افاده کړي خو عادل صیب نو ... بس ښه سړي دی.
او کلیوال صیب حکیمان بیا په دوه ناروغیو کي ماهر دي چي خلک رجوع ورته کوي او دا دواړه ناروغۍ بیا خلک ډیري مستوري ساتي .
یوه دقوةباه ناروغي چي زیاته یا کمه وي[ که قوة باه ډیره زیاته وي نو هم مشکل لري بیا به نود توتانو منډان هم په خوب کي ګوري] او که کمه وي خو هسي نه هم مشکل دی.
او هغه بله ناروغي دي الله نه درپیښوي او چي کومو ناروغانو ته ورپیښه ده هغوي دي الله جل جلاله روغ کړي او مونږ وتاسو دي الله ورنه ساتي ډیره بي شرمه ناروغي ده [خو ښه ده چي ساري نده]هاهاهاهاها چي اوس هم نه پوهیږي نوبیا ټکي ټکي.

مومندافغان


SADEQ MUSALMAN
26.06.2011

[quote:737f773033="مومندافغان"]دقوةباه ناروغي چي زیاته یا کمه وي[/quote:737f773033]
:lol: :lol: :lol: :lol:

[quote:737f773033="کليوا"]داخو ما په اسمان غوښتې او خدای په ځمکه راکړې[/quote:737f773033]

کليوال ته هم خدای په ګوتو ورکړ.

په دې ځای کي به وزيري صيب ته يوه حکيمانه لاره وښيم.
دعربوپاڼوته دي ورشي ددې بيماري زښتي زياتي دواګاني پکي ليکل شوي وي
ټولي دي په کليوال تجربه کړي. :D


-
26.06.2011

هاهاهاهاهاهاهاها
صادق صاحب! په عربي کې یو متل دی چې: سل المجرب ولا تسأل الخبیر. د تجربه کار څخه پوښتنه وکړه، د پوه څخه پوښتنه مه کوه. :)

ستا ددې جملې
[quote:8b34d28063]دعربوپاڼوته دي ورشي ددې بيماري زښتي زياتي دواګاني پکي ليکل شوي وي[/quote:8b34d28063]
څخه معلومیږی چې د وزیري (پوه) په پرتله به ستا (تجربه کار) مشورې ډیرې مفیدې وي. :lol: :lol:


عبدالمجيب
26.06.2011

د داسې علمي او تحقیقي لیکنو سره د ماخذ او مصدر یادونه ډیره ضروري وي،
ځکه دا خو د ښځو طبابت نه دی چې وايي په سترګه دې دانه راوخیژي او ستن پرې وځړوې نو دانه روغیږي
که د ښځو طبابت وای بیا یې مصدر او ماخذ نه غوښت.
مګر تا خو داسې قوي قوي معلومات وړاندي کړي او مصدر دې ندی ذکر کړی
ولې؟


ډاکتر څپاند
27.06.2011

درنو افغانانو،
پخپل وار،زه هم دلاندني نظر سره تقريبا موافق يم٠

[quote:c12e2e2adc]د داسې علمي او تحقیقي لیکنو سره د ماخذ او مصدر یادونه ډیره ضروري وي،
ځکه دا خو د ښځو طبابت نه دی چې وايي په سترګه دې دانه راوخیژي او ستن پرې وځړوې نو دانه روغیږي
که د ښځو طبابت وای بیا یې مصدر او ماخذ نه غوښت.
مګر تا خو داسې قوي قوي معلومات وړاندي کړي او مصدر دې ندی ذکر کړی
ولې؟[/quote:c12e2e2adc]_________________

تقريب ځکه چه د "ښځو طبابت" پر ځي که د نامستند طبابت، يا په طبي ژبه 
 alternative medicine اسطلاح ذکر شي بهتره به وي،
په درناوي


وزیري
28.06.2011

السلام علیکم:

کلیوال صیب په خدای که به حکیم یمه، خو له حکیمانو سره می ناسته پاسته ډیره شویده. که ریښتیا هم مشکل لری نو حکیمانو پسی مه ګرځه!!! پخه لکه د سندان غوندی عقیده وساته او دی لوی بحر (قرآن کریم) ته شه چی په خوند یی پوه شی. او یا خو اولیاء الله پیداکړه او ځان پری دم کړه چی مرض درته سلامی ووهی. پام دی وی چی اولیاء الله یادوم، عادی ملایان، تعویذګر، کوډګر او هغه ټکوپوک اجازو والا نه. هغه کسان پیداکړه چی د تقوی، زهد او دیانت بوی یی له وجود نه راوځی.

والسلام :


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more