د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

آيا د سیاسی جهاد وخت ندی راغلی ؟

رښتینی
07.06.2011

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

د اسلامی نظام دپلی کولو له پاره دوه عمده لاری شتون لری یوه مسلحانه اوبله یې
سیاسی لاره ده په هند، بنګلا دیش اوپاکستان کې علماو اودهغوی پلویانوان د
انګریزانو په وخت کی هم له سیاسی لارو چارونه کار اخیست او سیاسی ګوندونه
یی جوړکړی وو لکه جمعیه علما هند ، اوداسی نور ډیر .یواځې دسید احمد شهید
په نامه یوه هندی عالم مسلح جهاد پیل کړی و او هغه هم ډیر محدود او په کمو
امکاناتوسره و او په هغه وخت کې یې هم دهند ډیرو علماو مخالفت کړی وو.

دهند مشهور عالم او نامتو لیکوال مولانا اشرف علی تهانوی اودده دووه مشهور
شاګردان مولانا ظفراحمد عثمانی او شبیراحمد عثمانی خو له مسلم لیګ سره ولاړ
وو او دې مشهورو علماو د محمد علی جناح له پاره دومره کار کړی دی چی هغه د
پاکستان په تاریخ کې بل یوه لیډر هم ندی کړی اوهغه مشهوره کېسه به هرچاته نه وې
معلومه هغه داسې چې کله پاکستان له هند نه بېل شو نوودپاکستان دهغه وخت
مشران په خپلو دووصوبو باورې نه وو اوفکریې کاوه چې داصوبی به استقلال اعلان
کړی او له پاکستان سره به په یوځای والی راضی نشې دادووه صوبی یوه بنګله دیش
اوبله پښتونخواصوبه وه دمسلم لیګ مشرانو پریکړه وکړه چې مولانا ظفراحمد
عثمانی او شبیراحمد عثمانی دي دې دواړو صوبوته ولیږل شې څو دا خلک له
پاکستان سره په الحاق او یوځای کولو قانع کړی او همداسی وشول .

دا دواړه علما همدی دواړو صوبوته ولاړل او هلته یې جلسی وکړی او دا خلک یې
قانع کړل مطلب مې دادی چې دعلماو او طالبانو او دهغوی دپلویانو له پاره یواځې
دجګړی خیار یاغوراوی په مخکې نده پروت بلکې دلته یوه بله لاره هم شته چې هغه
سیاسی هلې ځلې یاساسیې جهاد دی اودالاره لکه ماچې وویل زموږ دسیمی په
هیوادونوکی ټولوعلماو او دهغوی پلویانو له سوونوکلونو راهیسی غوره کړی ده
او لا هم په دی لاره روان دی په پاکستان کی اوس هم ټول علمادمسلحانه مبارزی
اجازه نه ورکوی او فعلا په انتخاباتو کی ونډه اخلې

داراز ځینی علماء یې په مسلم لیګ کی اوس هم غړیتوبونه لرې او مسلم لیګ ته کار کوې
دبیلګي په توګه لکه د کراچې دلویې مدرسی دارالعلوم کراچۍ مشران یعنی مولانا محمد
تقی عثمانی او مولانا محمدرفیع عثمانی بلکی دا علما یوه ډله ده چې دوی یې تهانوی
ګروپ بولی اودوی اوس هم له مسلم لیګ سره ولاړ دی

داراز په هند کی خو دهند علماء دهیواد په سیکولریستی نظام ټینګار کوی او وایی چې په
هیواد کې یې په سیکولر نظام کې دمسلمانانو خیر دی ځکه هلته مسلمانان اقلیت دی او د
بنګله دیش علماء هم داراز په سیاسی فعالیتونو بوخت دې او دمسلح جهاد اجازه نه ورکوې

زموږ طالبان او علماء وروڼه چې ډیرۍ دهند اوپاکستان دعلماو شاګردان هم دې او بلکې
د تصوف په لین کی دهغوی مریدان هم دی ولی په دی موضوع غور نه کوې ایا موږ که د مسلح جهاد ترڅنګ سیاسی فعالیت هم پیل کړو او یو سیاسی ګوند اعلان کړو اوپه هیواد کې سولییز
سیاسی فعالیت پیل کړو په دی کې کوم شرعی ممانعت شته ؟
په داسی حال کې چې فعلا شرایط هم ددی کار له پاره برابر ښکاری اوپه هیواد کې دسیمی
دهیوادونو په څیر نسبی جمهوریت هم راغلی دی که موږ ووایو چې موجوده حکومت
دامریکایانو له خوا تپل شوی دی او دا یو ګوډاګۍ حکومت دی زه وایم بلکل دا خبره سمه ده
خو په دې ګوډاګې حکومت باندی که موږ له سیاسی لاری برۍ ترلاسه کړو او سیاسی فعالیت
پیل کړو په دې کې به کوم مشکل وې ؟زه وایم مشکل به نه وی

او که څوک دا ووایې چې دطالبانو مشران دامریکا له خوا په تور لست کې دې هغه نشی کولی
سیاسی فعالیت ته را منځته شی زه وایم دا خو څو دګوتو په شمیر کسان دامریکایانو په تور
لیست کې دی په امارت کې ولې نور پوهه کسان نشته چې هغوی دې کار ته وټاکل شی ؟
بلکل شته او ددې کار له پاره ښه تکړه او مخلص علما شته

نودا موضوع ډېره مهمه موضوع ده اړوند او خواخوږی وروڼه باید په دی موضوع سوچ اوفکر
وکړې ماپه دی موضوع ډیر وخت سوچونه اوفکرونه کړی دی او له ځینی پوهه ملګروسره می
دا موضوع څیړلی ده اوس غواړم دانټر نیټ په نړۍ کی یې هم له افغانانو سره مطرح کړم څو دا
موضوع ښه وڅېړل شې خو دومره باید ووایم چی څوک په دی اړه له ماسره نظر شرېکوی هغه
دې لومړۍ دسیمی حالات هم وڅیړی شرعی نصوصو ته دې هم مراجعه وکړی او دهیواد
مصلحتونوته دې هم ځیر اوسی او له دی وروسته دې خپل نظر راسره شریک کړی

ستاسو حامد

په مینه


chaparharay
08.06.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ښاغلي او دروند ورور حامدصیب تاسي خو ډیر ښه معلومات وړاندي کړه خو دي ته فقط یو تاریخي معلومات ویلي شو اوبس.
ځکه چي که تاسو دپاکستان مثال ورکوي نو دي عثمانیانو او اشرف علي تهانوي صیب څه ښه کار ندی کړي بالکل يي ښه کارندی کړي او د یواسلامي نظام د راتلو په ځاي يي هغه څه کړي کوم چي انګریزانو غوښتل، پدي وخت کي انګریزان نور تنګ وو او نوريي نو هند نشو ټینګولي او که دي علماؤ دا اسلام دښمنه کار نه واي کړي نو اوس به ټول هند یو دولت وو او هغه هم اسلامي دولت او شاید اسلامي امارت به وو خو همدي مسلم لیګیانو چي اول کي يي مؤسسین ښه خلک وو او په ښه نیت يي دا ګوند جوړکړی وو خو بیا روسته د انګریزانو لاس کي ولویده او هغه محمدعلي جناح چي د کراچۍ نه په ۱۵ کلنۍ کي بریطاني ته تلي او په ۶۵ کلنۍ کي بیرته راستون شو او ټول درسونه يي د انګریزانو قضايي علوم ولوستل نو اوس تاسو فکر وکړی که یو هندوبچه په ۱۵ کلنۍ کي په یوه اسلامي دیني مدرسه کي شامل شي او داسلام قانون ۵۰ کاله مطالعه کړي نو څومره لوي او قوي مسلمان به تري جوړ شي همدا رنګه نو جناح هم ۵۰ کاله د انګریز قانو لوستی وو نو بیا به ورنه څه طمع داسلام کیده خو دا ټول دانګریز چالونه وو چي دي علماؤ ورته عملي کړه او چي بیا کله پاکستان جوړ شو نو هماغه پخوانی انګریزي قانون پکي پلی شو او تراوسه پوري پکي دوه ځلي بدلون هم راغي خو بیا هم کټ مټ انګریزي قانو دی دي کي څه فائده شوه پکارخو دا وو چي ټول هند یو دولت واي او هغه هم اسلامي دولت ځکه چي د انګریز د قانون مطابق چي هغوي دهرچانه حکومت اخستی وو نو بیرته يي هماغوي ته وسپاره که د عربو نه اخستی وو عربو ته او که د ترکونه ترکوته او که د هندوانو نه نو هندوانو ته خو هند کي حکومت دمسلمانانو وو اګر که تش په نوم اسلامي مغلي دولت وو خو بیا هم د اسلام نوم ورپوري وو نو پکار وو چي بیرته يي ټول هند مسلمانانو ته ورحواله کړي واي خو دلته ورته همدي تهانویانواو عثمانیانو اسلام سره دومره خیانت وکړ چي تراوسه هم لا ځاي ته نه راځي.
المهم : که په افغانستان کي هم د پاکستان غوندي تش په نوم اسلامي جمهوریت منځ ته راځي نو همداسي وران ښه دي مونږ يي داسي نه جوړوو ، ددي دومره وینو تویدو نه او دومره تکلیف نه روسته چي اوس ان شاءالله دبري وخت رارسیدلي دی او اسلامي امارت به قائمیږي نو هڅ ضرورت نشته چي د پاکستان غوندي تش په نوم اسلامي چي حقیقت کي وچ کفر دی دولت تشکیل شي.
او که بیا څوک واي چي انتخاباتو له لاري دي حکومت ته ورسیږو نو ورونو دا کار هم تکرار شو تاسو ونه لیدل چي کله په الجزائر کي مسلمانانو پارلمان وګاټه او حکومت د مسلمانانو تشکیل شو فوځ راغي او ټول يي ووژل او ترغۍ په ترغۍ يي کړل او بیرته يي سکولر حکومت اعني بي دینه حکومت جوړ کړ.
دا تاسو سره نژدي تاجکستان مو هیرشو دلته خو هم مسلمانانو سیاسي جدو جهد وکړاو کامیاب شول او حکومت يي تشکیل کړ خو ایا چا پریښودل ؟
او بیا دوي په جمهوریت کي یو اصطلاح لري چي ټول ټاکنه یا ریفرینډم واي نو همدا ریفرنډم خو ملامحمدعمرصیب کړي وو او ښه په درز کي يي ګټلي وو خو بیا ولي چا پرینښوده؟
نو حامد صیب ستاسو د هلو ځلو او مشوري نه یوه نړۍ مننه خو یو خو دا کومه اسلامي طریقه نده او نه ورباندي مونږ مأخوذ یو او بله دا چي دا کار کامیاب ندی همدا تاسو چي کوم مثال ورکړی دپاکستان نو ایا اوس افغانستان نه هم پاکستان جوړ شي ځمونږ پاکستان هلته بد راځي تاسو اوس راته خپل کورکي بل پاکستان جوړوي مهرباني وکړۍ او داسي طرح وړاندي کړی چي دا شته پاکستان څنګه وران شي بل راته مه جوړوي او هغه هم بیا زمونږ کور ګران افغانستان.

نوربیا ان شاءالله
ستاسو چپرهاری


SADEQ MUSALMAN
08.06.2011

محترم رښتينی اوچپرهاری
السلام عليکم ورحمة الله
رښتينی مننه چې دمشورې وړدي بللي يواودومره غټه موضوع دي راوړاندي کړي ده.
اوچپرهاری صيب ترګوتودي ځارشم.
------------------------------------
محترم رښتينی موضوع موښه موضوع ده خوداوواياست چې دروان مقاومت درېدوته خوبه موزړه نه وي ښه کړی؟
دپاکستان عثمانيان پېژنم په خټه دهنددي چې دپاکستان په کراچۍ ښارکي دې خلکوته مهاجروايي دوئ د ( مهاجر/متحده قومي مومنټ ) په نامه يوه سياسي ډله هم لري
چې زمادمشاهدې له مخي تربل هرقوم زيات دپښتنوضداوسرسخت دښمنان اوپه دې
سربېره په هرچاظالمان دي.
دوئ هرمهال دپاکستاني سياسي حرب سجل پاتي شوي کله دمسلم ليګ اوکله دمتحده/مهاجرقومي مومنټ اوکله هم دجميعت تالۍ څټي.
په پاکستان کي دجهادکورټ مخالف دي هغه په دې چې پاکستان ورانېږي يااقلاددوئ
موټراوماڼۍ پکي ددوئ له لاسه وځي اوپه نوره نړۍ کي چې هرڅه کېږي روابلکه فرض يې ګڼي.!!!
نوري خبري هم شته خوله غيبته يې تېرېږم راځم ستاسومشورې ته.
هولکه څنګه چې تاسو ويلي په امارت کي ښه پوه اوپه تول پوره کسان شته خواياتاسودغه
ډاډورکولی شئ چې څوک به ګل هم ورپوري نه کړي؟؟؟
ياکه دامارت کسان پرځای کېني اوبل څوک راوړاندي شي بياپه غرونوکي اوسېدونکيومجاهدينوته ددې تضمين ورکوئ چې ددې نوي ډلي له سرلاروبه صياف، رباني، شينواری او......... نه جوړېږي؟؟؟
که ددې ټولوځواب مثبت وي نوبيامي ترټولوته زيات خوښ يې چې شمال ته لاړشې
اوهغه دمسلمانانوپه سرونومېخ ټک وهونکي چيت پزي اسلامي سياست ته راوبولې
اودې ته يې لکه دپاکستاني عثمانيانوپه مټ دپښتونخواپه څېراماده کړې چې له نورافغانستان څخه چې
نفوس يې هم تردوئ زيات دی ځان جلانه کړي او.....

نوربياکه فارغ شوم


ښه خبره ده

أبوخليل قدوسي
08.06.2011

وروڼو السلام عليکم !
ما دحامد صاحب وړاندېز هم ولوست او دنورو وروڼو تبصرې مي هم ولوستلې زما په فکر دحامد صاحب وړاندېز دهغه دلوړ سياسي ژور فکر زېږنده دی، زه له ديني نقطه نګاه پدې کي کوم ممانعت نه وينم چي زمونږ اصيل او پياوړی مقاومت چي رېښتيا هم لکه چپرهاري صاحب چي ويلي دبري په درشل کي دی دمسلحانه مقاومت ترڅنګ هره مورچه فعاله وساتي چي په ضمن کي يې سياسي مورچه هم ده اوددې کارلپاره مناسب او موزون شخصيتونه هم شته چي هم اسلام ته هوډپاله دي او هم سياسي زېرکتوب لري .
مونږ به ترکومه وخته پوري داسي يو لکه مولوي خالص مرحوم چي ويلي وو: افغانان دجګړي استعدادلري خو دخبرو اترونه ؟
مونږ که يوڅه داعتماد دايره پراخه کړو او داسلامي امارت قيادت يوڅه سياسي قابليت جوته کړي نو متوکل صاحب چي اوس همداسي هک پک متوکل پاته دی په تش توکل يې پرې نږدي او بايد هغه ته سياسي عقال وسپاري چي [color=cyan:6098ce17d2]«أعقلها وتوکل »[/color:6098ce17d2] ځېني جوړ شي . اونه ضعيف صاحب دمرګ ترورځي همداسي ضعيف پرېږدي بلکه هغه ته يو سياسي ځواک ورکړي .
مونږ دنورو دسياسي فکر له ژورتابه څخه بايدمثبته ګټه واخلواو دهغو پايلو په وېره شا ورونه ګرزوو کوم چي دهغوی دسياسي مبارزې په نتېجه کي لاس ته راغلي دي.
فکرکوم چي حامد صاحب دهند دعلماوو مثال پدې وجه ورکړی دی چي مونږ افغانان ځانونه ددېوبند دمدرسې هم فکره ګڼو او هرمريد دخپل مرشد تګلاره نيسي خوکه دمسلمانانواواسلام سياسي تاريخ وڅېړونوربه هم داسي ډېر مثالونه ومومو چي هلته مسلمانانو له دښمن سره دمسلحانه مقاومت ترڅنګ سياسي ډغري هم وهلي وي که حامد صيب يو څه نور مثالونه هم ياد کړي وای ښه به وای نوبه دچپرهاري صاحب دوېري ستن تر سرې کرښی نه اوښتله . :lol:
دهند علماء کرام رحمهم الله رېښتيا هم دبرېتانوي ښکېلاک په وړاندي پخوا هم يوپوخ مورچل وواواوس هم هغوی چي کوم سياسي زېرکتوب درلود او يا يې اوس هم لري مونږ چي ځانونه دهغوی دمکتب فکر پيروان ګڼو ولي ورڅخه ګټه نه اخلو اوولي دهغو پايلو وېره لروکوم چي فعلي ناولی پاکستان دی ؟
دافغانستان اوپاکستان وضعيت بشپړ توپېرونه لري، دپاکستان عام ولس دبېلابېلو مذهبونو پيروان دي خو افغانان ټول مسلمانان او مجاهدين، په پاکستان اوهندکي مصلحين او په دين مين وګړي دګوتو په شمېر دي خو په افغانانو کي مفسدين دګوتو په شمېر دي .
افغانان نېمه پېړۍ داسلام په لاره کي وجنګېدل خو هلته تراوسه لاڅوک تپانچه نه پېژني نو دچپرهاري صيب وېره په ځای نه ګڼم (بښنه غواړم خپه نشې).
دحامد صيب دوړاندېز په تاييد کي بايد ووايم چي اسلامي امارت بايد سياسي مورچه فعاله کړي اوترڅنګ يې مسلحانه مقاومت ته ښه په خرپ دوام ورکړي او دادوه تګلاري هېڅ يو له بل سره ټکر نه دي او که دا کار وکړي نو دابه يې دنورو برياليتوبونو ترڅنګ يوبل بېساري بری وی چي مسلمانان به يې هرچېرته چي وي په مجموع کي او په تېره بيا افغانان ډېر په وېړه ټنډه هرکلی وکړي .
دحامد صاحب دوړاندېز دپلي کولو ګټي ډېري دي چي ځېني يې زه په ګوته کوم .
داسلامي امارت لخوا دسياسي ساحې د ډکولو يوه ګټه داده چي اوسنی پارلمان چي اکثريت يې مفسدين دي دټولټاکنو په نتېجه کي به هلته نېکان خلګ شتون ولري چي دملت دارمانونو اودامارت داهدافو دتحقق لپاره خپل غږونه په زغرده وچتولای شي .
هلته به داسي پرېکړي نه کېږي چي هغه زمونږ مقدساتو اوخپلواکي ته په بهرنۍ او يا کورنۍ کچه کوم ګواښونه متوجه کړي .
زمونږ په مظلومو خلګوبه داسي چارواکي نه مسلط کېږي چي هغوی کمونستان اويا هم په غرب کي روزل شوي سېکولريستان وي .
آيا دابه ښه وي چي دولس اواسلام يوخواخوږی والي چي دامارت پلوی او ياهم خواخوږی وي چېرته وټاکل شي او که ګلاب منګوړ يا ګل اغا سګزی ؟
که دخبرو اترو وړاندېز کېږي ياکومه پرېکړه کېږي همدغه سياسي مورچه به دامارت درهبرۍ په لارښوونه دامارت درېځ دنړۍ والوترغوږونو په هرمېز باندي رسوي .
داسلامي امارت دسياسي مورچې له خوا کاندېد شوي دپارلمان استازي هروخت او په ډېره اساني سره کولای شي دنړۍ بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه وکړي او دولس غږ دنړۍ والو ترغوږونو په سياسي حصانت کي کماحقه ورسوي .
زما په فکر دابه مو يوبل ستر بری وي که اسلامي امارت غوښتونی سياسي مورچل فعال کړي او داکار متدينو، پاک نفسو او په دين مينو استاځوته وسپاري اوچي څومره ژر پدې کار لاس پوري هغومره دمقاومت او ملت په ګټه دی .


عادل عادل
08.06.2011

السلام علیکم

ښایي چې یوازې له یوه کوچني شخصي تنظیم څخه چې په شخصي مصلحتونو ولاړ اصول او اهداف ولري، ورته تقاضا وشي، که چېرته د امارت اصول او اهداف تر لمر روښانه او په اسلام ولاړ وي، نو بیا خو یې د هیڅ چا مخه نه ده ډب کړې، نه یې د چانه د دین او شریعت د ملاتړ حق سلب کړی، او نه یې هم د چا په خوله مهر وهلی، په بل عبارت د نسبتا معیاري امارت سره د اشخاصو تعامل نباید چې دوجانبه وي، پدې معنی چې که مونږ د راپاته تنظیمي فرهنګ په بنا د امارت غړي یا رسمي سیاسي نمایندګان شو نو ملاتړ به یې کوو، که نه شو نو په خوله به د سکوت مهر لګوو او ځان به له خدایي مسوولیته هم خلاص ګڼو؟

د ښاغلي عبدالسلام ضعیف او متوکل صاحب دواړو موقفونه په پورتنی یکجانبه اطاعت اوخدایي مسوولیت ولاړ دي، که ټول هغه ښاغلي چې د عمر، تجربې، پخوانی تقوی، منقطع جهادي سابقې له لحاظه تر ښاغلو هر یوه سلام ضعیف او متوکل صاحب لوړ دي، تر خپلو شخصي، تنظیمي، او پردي پاله مصلحتونو تېر شي او په همدې کچه د مقاومت د برحقه موقف همجهته او موازي ترجماني یا کم تر کمه په حقیقت ولاړ اظهار د نظر وکوي، نو په یقین سره چې د امارت دیپلوماتیکه سیاسي تشه به په داسې توګه ډکه شي چې له یوې خوا به د دښمن لپاره به د اشخاصو د پېرودلو چانس په لاس ورنشي، او له بلې خوابه امارت د ولس ملکیت او لاسته راوړنه شي، نه ولس د امارت ملکیت او دستاورد، خو افسوس چې مونږ د لږ ظرفیت په لرلو سره د ورته موقف له اختیار سره فاصله لرو.


قريش
08.06.2011

سياسي مورچه دي د قدوسي صيب په اصطلاح، فعاله شي. خو:
د سياسي مورچي فعاليدل تر فعاليدلو فرق لري.
كه د سياسي مورچي د فعاليدلو څخه موخه او هدف, د كرزي په امريكايي الاصله اداره كي د انخراط په معنى وي, له اوسه ويلي شم چي ددي سياسي مورچي څخه به طالبان هومره استفاده ونشي كړى لكه څومره چي به تري امريكايان استفاده وكړي.
دا ډول سياسي جهاد به لاندي زيانونه ولري:
1- دښمنان به يي د طالبانو د غير معترف به تسليمي په معني واخلي او ښه پوره تبليغاتي استفاده به تري وكړي.
2- د ولس او د طالبانو ترمنځ به فاصله ايجاد كړي.
3- پخپله د طالبانو په ليكو كي به هم لوي لوي درزونه واچوي او د طالبانو اوسنئ واحده اتجاه به په دوه متضادو اتجاهاتو وويشل شي: د سنګر طالب به د سياست طالب باندي بي اعتماده او بي باوره شي, او داسي فكر به وكړي ګني د سياست طالب د هغوي په هيلو, ارمانونو, قربانيو, او وينو باندي سودابازي شروع كړه.
اوسني جهاد چي لا تراوسه كامياب دي, يو اساسي علت يي زما په باور دادى, چي د سنګر طالب خپل مشرتابه د ځان څخه متفاوت نه شميري, د ځان سره يي په خپلو قربانيو, سرښندنو, تكاليفو, او لوړو ژرو كي شريک ګڼي, دا شراكت كه په جسماني لحاظ ونه ويني په معنوي لحاظ خو يي هرومرو د ځان سره شريک او نږدي بولي. پخواني جهاد چي ناكام وه يو علت يي هم داوه چي د سنګر مجاهدينو خپل رهبران دځان څخه په فاصله كي انګيرل.
او دا تصور يي دلاسه وركړي وو چي زما او درهبر مي هدف يو دي, تګلاره مو يوه ده, ارمانونه يو دي, او درد مو يو دي.
دا تشويش به د خلكو صحيح وي يا غلط, خو دي ته مو بايد جدي توجه وي چي هغوي ته قناعت وركول هم څه اسان كار نه دي.


رښتینی
08.06.2011

له ټولو وروڼو نه دزړه له کومی مننه کوم او ستاسو نظرونه ستایم
هر یوه په خپل ځای کې له خپلې پوهې سره سم ښه مهربانی کړې ده
الله مو تل شاد او اباد لره خویوه ټکي ته موبیا هم پام را اړوم او هغه
داچې ما ددې لیکنې په پای کې لیکلې دې :

نودا موضوع ډېره مهمه موضوع ده اړوند او خواخوږی وروڼه باید په دی
موضوع سوچ اوفکروکړې ماپه دی موضوع ډیر وخت سوچونه اوفکرونه
کړی دی او له ځینی پوهه ملګروسره می دا موضوع څیړلی ده اوس غواړم
دانټر نیټ په نړۍ کی یې هم له افغانانو سره مطرح کړم څو داموضوع ښه
وڅېړل شې خو دومره باید ووایم چی څوک په دی اړه له ماسره نظر شرېکوی
هغه دې لومړۍ دسیمی حالات هم وڅیړی شرعی نصوصو ته دې هم مراجعه
وکړی او دهیوادمصلحتونوته دې هم ځیر اوسی او له دی وروسته دې خپل
نظر راسره شریک کړی .

زه وایم چې موږ له ډیری مودې راهیسي په خپل هیواد کې له باندنیو یرغلونو
سره لاس او ګریوان یو او ددې یرغلونو په ټس کې دخپل ولس حالت هم له موږ
نه پټ نده زموږ په مخ کې پروت دی او له تفصیله پرته هرڅه تاسوته معلوم دې
بناء که موږ یوبل خیار په مخکی ولرو او له هغې لارې خپلې موخې ته هم رسېد
لی شو نو ولی یې نکړو غوره ؟؟

اولکه محترم قدوسي صاحب چې وېلې دې دافغانستان او پاکستان حالت په
خپل منځ کې ډیر توپیر لرې موږکه په سیاسی جریان کې برخه ولرو داسی حالت
به مو نه وې لکه دپاکستان دمذهبی ډلو او دمحترم چپرهاری صاحب وېره ډیره
موجه نه ښکاری په هرصورت داموضوع ډېر اوږده بحث ته اړتیا لرې


رښتینی
08.06.2011

له ټولو وروڼو نه دزړه له کومی مننه کوم او ستاسو نظرونه ستایم
هر یوه په خپل ځای کې له خپلې پوهې سره سم ښه مهربانی کړې ده
الله مو تل شاد او اباد لره خویوه ټکي ته موبیا هم پام را اړوم او هغه
داچې ما ددې لیکنې په پای کې لیکلې دې :

نودا موضوع ډېره مهمه موضوع ده اړوند او خواخوږی وروڼه باید په دی
موضوع سوچ اوفکروکړې ماپه دی موضوع ډیر وخت سوچونه اوفکرونه
کړی دی او له ځینی پوهه ملګروسره می دا موضوع څیړلی ده اوس غواړم
دانټر نیټ په نړۍ کی یې هم له افغانانو سره مطرح کړم څو داموضوع ښه
وڅېړل شې خو دومره باید ووایم چی څوک په دی اړه له ماسره نظر شرېکوی
هغه دې لومړۍ دسیمی حالات هم وڅیړی شرعی نصوصو ته دې هم مراجعه
وکړی او دهیوادمصلحتونوته دې هم ځیر اوسی او له دی وروسته دې خپل
نظر راسره شریک کړی .

زه وایم چې موږ له ډیری مودې راهیسي په خپل هیواد کې له باندنیو یرغلونو
سره لاس او ګریوان یو او ددې یرغلونو په ټس کې دخپل ولس حالت هم له موږ
نه پټ نده زموږ په مخ کې پروت دی او له تفصیله پرته هرڅه تاسوته معلوم دې
بناء که موږ یوبل خیار په مخکی ولرو او له هغې لارې خپلې موخې ته هم رسېد
لی شو نو ولی یې نکړو غوره ؟؟

اولکه محترم قدوسي صاحب چې وېلې دې دافغانستان او پاکستان حالت په
خپل منځ کې ډیر توپیر لرې موږکه په سیاسی جریان کې برخه ولرو داسی حالت
به مو نه وې لکه دپاکستان دمذهبی ډلو او دمحترم چپرهاری صاحب وېره ډیره
موجه نه ښکاری په هرصورت داموضوع ډېر اوږده بحث ته اړتیا لرې


رښتینی
11.06.2011

عادل لېکې :
په بل عبارت د نسبتا معیاري امارت سره د اشخاصو تعامل نباید چې دوجانبه وي، پدې معنی چې که مونږ د راپاته تنظیمي فرهنګ په بنا د امارت غړي یا رسمي سیاسي نمایندګان شو نو ملاتړ به یې کوو، که نه شو نو په خوله به د سکوت مهر لګوو او ځان به له خدایي مسوولیته هم خلاص ګڼو؟

عادل صاحب لطفا که دا پوښتنه یوڅه نوره هم وسپړئ ؟


حلیم
15.07.2011

مننه مسلمانو او په دین مینو وروڼو،

ستاسو ډیرو وروڼو له لیکنو داسی ښکاری چی تاسو په مطلقه بریا پسی ګرځی، کوم چی ناممکنه یا ډیره ګرانه ده.

د امارت لمړنی ځل راتلل څومره ګران تمام شول؟
د امارت ړنګیدل د څو زرو کورنیو د ژوند شمعی ور مړی کړی؟
د امارت د بیا راوستو لپاره څومره وینی توی شوی او توییږی؟

زه په ډاګه وایم چی غربی نړی زموږ سره ظلم وکړ، زموږ ګوډ مات نظام یی رانسکور کړ، قسمخواره او وطن فروشان یی راباندی مسلط کړل. حتی کفری تبلیغاتو ته یی شرایط برابر کړل.
مګر ددی ترڅنګ موږ مسلمانانو ته دا هم پکار دی چی د خپل ولس درد، غم، وروسته پاتی والی او د فقر او بیسوادی وده باید درک او حل لاره یی ومومو.

زما په اند کچیری مجاهدین د سیاسی لاری پرمخ لاړ شی دا به زموږ د ولس لپاره تر ټولو لویه بریا وی ولوکه د طالبانو مشران په سیاسی ډګر کی په انحطاط کی را وستل شی. (له بده مرغه چی په طالبانو کی د سیاسی فکر او سیاسی لوبو وړتیا ډیره کمه ده)

پدی سره که ظاهرا زموږ خلک مطلقه بریالیتوب ندی ترلاسه کړی مګر معنوی لاسته راوړنی یی کیدای شی بیخی ډیری وی - پدی شرط چی امریکایان د دوی په منځ کی درز را نه ولی.

زموږ سیمی به د پوره امن څخه برخمنی شی
د سواد او تعلیم کچه به لوړه شی
معنوی ظرفیتونه او د نورو سره د رقابت لپاره به پیاوړی شو
د خلکو اقتصادی او روانی حالت به ښه شی
وینی توییدل به په خوله توییدلو بدل شی - بریالی به هغه څوک وی چی ښه وړتیا ولری.

او داسی نور


رښتینی
15.07.2011

محترم حلیم صاحب مننه ستاسو له نظر سره زه پوره موافق یم
موږ که په اسلامی نړې او ګران هیواد افغانستان کې د جهاد تاریخ ته ځېرشو
نو د لاسته راوړنو په پرتله تاوانونه بیخی زیات او یو مخ هېښوونکې دې موږ
په دځېنې اساسی موضوعاتوپه اړه جذباتي او احساساتي پرېکړې کووپه داسي
حال کې چې ددې پرېکړو په پایله کې خورا زیاتې ککرۍ دل شې او پایله صفروې
موږ که دفلسطین موضوع ته ځېر شو نو دحو لسېزو له جګړو او دربدریو وروسته
اوس فلسطینیان غواړې دڅو کلونو مخکې هغه حالت ته ستانه شي چې په هغه
حالت اسرائیل قانع و او دوی نه منله خو اوس یې دوی په زاریو غواړې او اسرائیل
یې نه ورسره مني .
داراز زموږ دهیواد حالت هم له ورته اشتباهاتو سره مخامخ شوی دی موږ دخپلې
نا اهلی له کبله د روسانو پرخلاف دجهاد پایلی په خبلو لاسونو وبایللی اوس هماغه
بدمرغه بایلونکي بیا بوخت دې او یو داسي شعار زمزمه کوي چې په هغه سره زموږ
ډېری هیواد وال غولېدلې بربادشوي او لا هم دغولېدلو په حالت کې قرار لرې.

نوربیا

په مینه


محمود سعيد
18.01.2012

د ځينو وروڼو د پخوانيو او اوسنيو دريځونو سل په سلو کې يو له بل سره مخالفت؟
د پخواني چپرهاري صيب او اوسني ظريف خان ورور دريځونه وګورئ.


عادل عادل
18.01.2012

السلام علیکم

محترم ورور محمود سعید صاحب مننه چي د عزتمند ورور حامد صاحب لیکنه مو راپه یاد او تازه کړه،،،

اوس کولای شو دا بحث نور هم وغزوو،،، حامد صاحب ماشاالله په مناسب وخت کې ښه وړاندیز کړی وو،،،

سره لدې چې ما خپل نظر پرې ورکړی،،، او داسې مې ورکړی چې لا هم ولېډ (valid) دی نو اوس به وګورو چې درانه ګډونوال څه نظر لري،،،

د حامد صاحب پوښتنه رانه بې ځوابه پاته وه،،، دا نه چې ما لیدلې نه وه،، ،،، خو د وضاحت لپاره مې نور څه مناسب نلرل،،،

د مسلمان لپاره تر ټولو ښه کاري او کامیاب سیاست شفافیت، اخلاص او ریښتونولي ده،،، چې دا ډول سیاست حتی د دوو افرادو په منځ کې هماهنګی ته هم اړتیا نلري،،،

د پورته اصل په بنا ویلای شم چې ان شاالله طالبان وروڼه به هم په سیاسي ابتکار کې ټولو هغو ته خجالت وبښي چې دا لس کاله یې د یرغلګرو په لمن کې سیاست وکړ خو د یوه توت ګټه څه چې د فساد په ډډوزو یې ټول نړیوال راوخندول،،، د دوی کمی او فقر په علم، جهاندیدګی، هوښیاری او لوړو زده کړو کې نه بلکه په اخلاص، شفافیت او ریښتینولی کې وو،،، او له ټولو بده یې هم دا چې د خپلې ټولنې په شناخت کې د بهرنیانو په کچه بې سواده وو او لا هم دي...........


Tofan Khan
18.01.2012

[quote:09aa8080a4="محمود سعيد"]د پخواني چپرهاري صيب او اوسني ظريف خان ورور دريځونه وګورئ.[/quote:09aa8080a4]

ستاسو د معلوماتو لپاره چپرهاري صاحب او ظریف افغان دوه مختلف شخصیتونه دي.
مننه


Ghairat
19.01.2012

ما شاالله رښتينی صيب په زړه پورې موضوع مو پيل کړې ده !
خو پوښتنه داده چې د سياسي مبارزې، سوله ييزې مبارزې او د ملي اسلامي ولسواکې مبارزې په نامه د لومړي سر څخه
يو شمېر افغانانو په تيره پتوال خو په اصولي توګه د کټ مټ او عين موضوع له پاره خپل ستونی تاسو او طالبانو ته په ډيرو چغو وچ کړ
خو تاسو يو هم ورته نه لبيک ووايه او نه مو ورسره مرسته وکړه . نوموړو هم د وسله وال جهاد تر څنګ د سياسي جهاد يا سياسي مبارزې
غوښتنه تکراروله ، نو دا اوس څه معجزه پېښه شوه چې د حق په لاره کې مو په خپل شيطان پښې کيښودې او له طالبانوورونو څخه سياسي مبارزه غواړئ ؟؟؟؟؟
په هر صورت ، وايي يوه غلطي چې هدف ته له رسېدو دمخه
هر وخت اصلاح کيږي بيا هم ناوخته نه وي ، مګر چې په شيطان مو پښې ږدئ نو ښه به نه وي چې بيا نو سم اساسي پښې پرې کيږدئ او لومړی غږ په
هغو ورونو وکړئ چې په دې لاره کې يې دلته د ګډ تصميم له پاره له پيل څخه ډيرې هلې ځلې کړي دي .
ورونو!
سياست خو هم هدف دی ، هم لاره ده او هم وسيله ده ، نو که څوک يې په هره برخه کې نقض کاندي خپلې پښې په تبرګي وهي . د سياسي جهاد او مبارزې ګټې
به بل ځل وليکم ، اوس د رښتيني صيب له خوا بيا راتازه شوې
موضوع تائيدوم او ملاتړ ور سره اعلاموم ! الله سبحانه و تعالی دې طالب ورونو ته هم دغه بصيرت ور په برخه کړي چې د بشپړ بري لار پرې لنډه کړي! والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more