د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

له نټرنيټ څخه وموبايل ته ليک لېږل

عبدالحميد/افغ
22.05.2011

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
هيله ده چي جوړ اوروغ ياست !
له انټرنيټ پوهانوڅخه چي ددې پاڼي زائرين دي دانټرنيټ په اړه پوښتنه کوم هغه داچي :
له انټرنيټ څخه وموبايل ته ميسيجونه اوايميلونه څنګه لېږل کيږي زه ډېرضرورت ورته لرم خومتأسفانه چي داچم مي نه دئ زده هيله ده چي په دې اړه لارښوونه راته وکړۍ !
والسلام


هوتک
22.05.2011

څوک شته چه دفاضل صیب پوښتنه ځواب کړی ؟ یاره نه به وې.
فاضل صیب لاړشه نن ټکی اسیا بحث فورم ته دهغه فورم چلوونکی لا تر اوسه له ځانه نه دې پوره سمدلاسه به دی پوښتنه د ریان صیب لخوا ځواب سې؟
دلته خو ګمان نکوم؟


-
22.05.2011

هوتکه دي ورځو کې ریان صیب لږ مصروف دی اوس يې مه ورلیږه .هو هسي یو چکر که ورځي وردې شي.
خو بیاهم فاضل صیب کولای شي دعبدالمتین سروري په لاندي لینک کي خپل ځواب ومومي.
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6739

نوټ:
هوتکه فکر دي وي سنچرۍ ته هم په شمار څو ګامه پاتي دي ،ته هم کوشش کوه ځان رارسوه.
خویاره زما اوستا قسمت داسي دی چي دسنچرۍ نمانځني مراسم مو داسي وخت ته برابر شوه چي فورم تش تور دی ،صادق، پښتون،کامل، تندر،چپرهاری ،ګلاپ ،ملابختور هیڅوک نشته.


هوتک
22.05.2011

کلیواله چه ستالومړی مې ده لیکنې په لوستلو پیل وکړ هلته مې ولیدل چه کلیوال صیب ستوری ته په یوه یا نیم ګام پاصله کې دی ماویل اوس به دكلیوال ورپام کړم؟ وروسته مې ولیدل چه له تاهم ندی هیر هاهاهاهاها
ولا یاره ملګری شناخته یو هم نسته ؟
زه خو له خپل قسمته ډیر زیات ګیله من یم هر وختې پرموقع راته پنچر ولاړ یې؟
‏‎ ‎


سعود صابر
24.05.2011

فاضل صاحب ستا پوښتنی جواب کیدای شی دلته وی

http://smsfree4all.com/free-sms-afghanistan.php
http://smspk.kalpoint.com/
http://www.afgsms.com/pa/index.php


ابواحمد
05.11.2011

محترمو زه هم دفاضل صاحب په شان دې ته ډیر ارمانې یم چي کله به داسې څوک پیدا شي چي راته داسې سایټ وښه یې چي ورڅخه موبایل ته لیک ولیږم.
او دغه درې کوم لینکونه چي تاسو لیکلي دا خو مي ډیرې هڅې ورباندي وکړي خو بریالی نه شوم .


عبدالمتین
29.02.2012

السلام علیکوم
گرانو وروڼو تاسو کولی شی چی لاندی لینک ته ورشی او دوه دری پوستونه شته چی انشاالله ستاسو کاربه ورباندی وشی مننه

[url]http://www.maten.ir/90011.aspx[/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more