د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دسولي سوال (كاروان)

رښتینی
20.05.2011

له زړه نه راشي لکه سور د وینو خال څاڅي
له سوري لاس نه مې د سپینې سولې سوال څاڅي

خدایه دا بیا يې ده د کوم ستوري مرۍ پریکړې
چې یو شفق وینې له تورې له هلال څاڅي

هاغلته لرې د نښتر په تن کښې غشی ښخ دی
هاغلته لرې تودې وینې له غزال څاڅي

نن يې دي پاکې د نرګس ډکې یتیمې لیمې
شبنم د اوښکو له لستوڼي د شمال څاڅي

د خوږ اشنا اوښکې مې ښکل کړې هک پک پاتې شومه
تروه سرکه څنګه د شاتو له دیوال څاڅي

د نري تار په صراط وړمه ګنهګارې نغمې
په هر قدم کښې رانه سر توييږي تال څاڅي

خاورین جهان کړو راته چا رنګین بڼکي طاوس
څوک مې په سترګو کښې کاروانه زرغون ټال څاڅي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more