د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

پوښتنه؟معما: :shock:

ډاکتر څپاند
08.05.2011

معما: :shock:

درې تنو په ٤٥ افغانيو چو خټکی رانيو،هريوه ١٥ افغانئ ورکړې ،٣ ځله ١٥ مساوي ٤٥ ٠
درنګ شيبه روسته،خرڅونکي دخپل شاګرد په لاس ٥ افغانۍ واپس خريدارانو
تا واستولې،مانا داچه دخټکي بيه ٤٠ افغانئ شوه٠خريدارانو، ٢ افغانۍ شاګرد
ته بخشش ورکړې او يوه يوه افغانئ ئي پخپل منځ کې وويشله٠

پس دخټکي بيه :٣ ځله ١٤ مساوي ٤٢ شوه،٢ افغانې شاګرد تر لاسه کړې مانا
داچه ٤٢ جمع ٢ مساوي ٤٤،
پوښتنه؟ دوئ خوخټکی په ٤٥ افغانيو رانيولی وو،مګراوس چه هريوه ١٤ افغانۍ پلورونکي ته ورکړې (جمعا) ٤٢  او دوې افغانۍ شاګرد ترلاسه کړې(٤٢جمع ٢ مساوي ٤٤) پس دا يوه افغانې څه شوه؟ :D


۰
08.05.2011

السلام علیکم
ډاکټرصیب دي ۴۲ افغانۍ سره بیادشاګرد۲ افغانۍ نه جمع کیږي بلکي هغه ۳
افغانۍ چي بیرته دوی ته ورکړ شوي جمع کیږي چي پدي سره ۴۲+۳=۴۵ کیږي اوس نو بډنګان که برابر امد
مومندافغان


عبدالوكيل
08.05.2011

څه چل خو خامخا شته ، او د پوښتنی په ترکیب کی چل دی افغانۍ ورکه نده :)
کیسه د هغه وخت نه خرابه شی چی شاګرد ته دوه افغانۍ ورکړی . خو د دی نه ورهاخوا می پری نور سر نه خلاصیږی :D


۰
08.05.2011

عبدالوکیل صیب سوال خو حل شوی تاسو لا اوس هم پري سر خلاص نشو؟
د۴۲ افغانۍ سره هغه ۳ افغانۍ جمع کیږي کومي چي دوي ته بیرته ورکول شوي او هغه چي شاګرد اخستي دي سره نه جمع کیږي دلته خو مغالطه ده کنه ځما یاره
نو چي د۴۲ افغانۍ سره ۳ هغه افغانۍ چي دوي ته بیرته ورکول شوي جمع شي نوحساب پوره شو ځکه مي ورته لیکلي چي بډنګان که برابر امد
۴۲+۳=۴۵
اوس پري پوه شوي کنه ؟
مومندافغان


پښتون.
08.05.2011

هو مومند صیب اوس پوه شولو چې۴۲+۳=۴۵ کیږی.
مومند صیب ډیره ښه تشریح دی ورکړی ده.
تاسو چې اوسئ نو مونږه ټولو نه به الجابران جوړ شي.


SADEQ MUSALMAN
08.05.2011

[quote:30be916ba5="پښتون"]تاسو چې اوسئ نو مونږه ټولو نه به [color=red:30be916ba5]الجابران[/color:30be916ba5] جوړ شي.[/quote:30be916ba5]
الجابران
هاهاهاها

مومندپه سمه دی
زه يې هم تائدوم


پښتون.
08.05.2011

صادق صیب ما خو یې توصیف کړی دي،تاسو په غلطه پوه شویی یاست.
زه یې هم تائدوم او حتی د جایزی ګټونکې دی.


عبدالوكيل
08.05.2011

[quote:79799614aa="SADEQ"][quote:79799614aa="پښتون"]تاسو چې اوسئ نو مونږه ټولو نه به [color=red:79799614aa]الجابران[/color:79799614aa] جوړ شي.[/quote:79799614aa]
الجابران
هاهاهاها

مومندپه سمه دی
زه يې هم تائدوم[/quote:79799614aa]
د پښتون صیب مطلب جابر بن حيان بن عبد الله الازدی دی ،
چی مشهور کیمیادان تیر شوی او د کیمیاء ترڅنګ یی په ریاضیاتو ، فلسفه ، او طب کی هم ښه کتابونه لیکلی :wink:
که داسی نه ده پښتون صیب ؟


۰
09.05.2011

دا دجايزي ټکي مو ډیره مزه راکړه هغه بل ځاي کي مي هم ګټلي وه خو بیا مي چي ولیدل نو یو بل ورور چي هغه هم نن سبا دیرش افغانۍ ته اشدضرورت وو او په اډوانس کي يي ځان وهاج صیب ته رسولی وو وګاټه
نو ای کاش چي دي سوال باندي چا جایزه ایښی وی نو ما به ګټلي وه.
خو د ډاکټرڅپاند صیب سوالونه دي وړیا يي حل کوو!
مومندافغان


Kamil
09.05.2011

وايم مومنده چى يو 1000 ډالره انعام مى دركړى و خو څه اوكړم نشته غريبي ده.
دا 1000 افغانۍ پدى غريبۍ كى قبولى کړه.
[img:e4e8a9584b]http://ca.afghanistans.com/image/currency/1000Afghani-2.jpg[/img:e4e8a9584b]

مــــــــاپرى دومره فكر اوكړ خو هيڅ پرى پوه نشوم ستا دماغو ته زمــــــــــــا سلام.


حلیم
18.05.2011

زما په اند دلته خپله پوښتونکی غوښتلی دی چی سړی په خپله مشوره بی لاری کړی. هغه داچی لیکونکی خپله د جمع او تفریق لاره ور ښیی.

حال داچی: د خټکی بیه د خریدارانو لپاره( 40 د دوکاندار پیسی +2 د شاګرد پیسی تمام شویدی) 40+2=42
له بلی خوا ګورو چی: 14+14+14= 42 پس ځواب دی

او که دا ستاسو په لار جمع او تفریق وکړو بیا باید داسی وشی:
40 د خټکی قیمت
2 د شاګرد پیسی
او 1+1+1 هم بیرته را ګرځول شوی پیسی
40+2+(1+1+1) = 45

خدای د وکړی چی غلط یا اشتباه نه وی

هغه مخکی ځواب فکر کړم له ځانه سره ریاضیکی منطق نلری، او یوازی د ۴۵ عدد پوره کول هم ضرور ندی - په بښنی سره


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more