د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

که څوک په ټول افغان کې نه ځاییږي

زدکړیال
17.04.2011

که څوک په ټول افغان کې نه ځاییږی دلته دې داخله وکړي ، دبحثونو داخونه مي همدا نن په نیټ کې دګرځیدو په مهال ومونده
http://nunn.asia/forum/forum.php


رښتینی
11.06.2011

مننه دا ډېره ښکلې پاڼه ده خو داسې نه چې له دې ځایه
کډه او هلته واړوونه داسې نده په کاربلکې
کله دلې کله هورې


عادل عادل
18.06.2011

السلام علیکم

ګران ورور رښتینی صاحب

هغه متل به مو اورېدلی وي چې وایي،[color=white:e8df735c91] تیږه په خپل ځای درنه وي[/color:e8df735c91]

د ډاکټرصاحب وطنمل به په یاد وي، چې یو وخت ټول افغان بحثفورمونو ته د ښاغلي خبریال په نوم یوه ورور کډه راوړې وه، د بحث فورمونو ته یې د طالبانو ورځني خبرونه پورته کول، ..... هغه ښاغلی د چا د سپینو په نتېجه کې قانع او له ټول افغان څخه له ورته استفادې لاس واخیست؟

خو نن د ټولو تر مخه د ملي اسلامي ولسواکی د شعارونو سرسالار، پخپله هغه څه ته ملا تړلې چې دوی یې پر ضد د مبارزې دعوی کوي، خبره د افغانانو د ټیټ ظرفیت نه ده، بلکه د احتمالي بهرني فشارونو او یا خو د اډمین صاحب د طبعې خلاف د بحثونو نتېجې وي چې د لوستونکو ماغزو ته د ټول افغان د بحثونو په مټ انتقال مومي.

که دوی په ورته عمل سره بحثفورمونه د میډیایي دیکتاتوری له غوښتنو سره سم په اصطلاح معیاري کول غواړي، نو بیا به زمونږ لپاره د تعلیقاتو د لیکلو مناسب ځای ولې .....یاهو نیوز....... او د مترقي بنډارځای هم ولې ....یاهوچټ خونې ....نه وي؟

ما وېل چې ښاغلی پتوال صاحب به زما په نیمو پوهیژي، خو داسې نه ده بلکه د لا غټوالي احساس ورته شوی، دوی ته دې یاد وي چې د یوه افغان په صفت افغانانو ته په سپکه سترګه کتل او په هر سبب سره توهین امېزه خطاب ورته کول تر ټولو سپک کار دی.

غېږ دې چې وړه ده نو پر ما یې څه
ماته د وړوکي خطاب ځکه کړې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more