د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

زه مې په تندي اسلامي مهر د طالب وهم

Kamil
17.04.2011

[color=white:46f1823315]زه مې په تندي اسلامي مهر د طالب وهم[/color:46f1823315]

سميع الله تړون

کبر غرور نه کړمه ملنګ ملنګ په لاره ځم

سر ټيتوی نه شمه ښکاره او دنګ په لاره ځم

زه مې د بابا د تورې لاستی ښکلومه تل

زه د حماسو او غورځنګونو ننګ په لاره ځم

ستا غوندې په زغرو پټ ډارن نه يم ښکاره ګرځم

ته خو راته وګوره رقيبه څنګ په لاره ځم

اوس مې څملولی يي اوس سوله سوله مه کوه

اوس زه انتقام اخلمه زه د جنګ په لاره ځم

تا به می تندی داغه او زه به درته غلی اوم

نور د شيخ فريد په پاليسۍ کی ګټه نشته دی

مونږ نه يي افغاني پښتنی پيغلې سرتورې کړې

دې توره بلا ديموکراسۍ کی ګټه نشته دی

مونږه به د خدای په رسۍ خپلې ګوتې کلکې کړو

تاسو چی نيولې دې رسې کې ګټه نشته دی

زه د چا د زور د چا د زرو پروا نه کوم

سپينه شاعري کړم چاپلوسۍ کې ګټه نشته دی

اوس زمونږ وطن کې د پرديو کاروانونه دی

اوس خو به ازاده خپل وطن کې ګرځيدی نه شو

مونږ نه ازادي وينه او سر غواړي مزل غواړي

مونږه خو ويده يو په بړستن کی ګرځيدی نه شو

ځه شپانه رمه دې د ليلام په لاره سيده کړه

نور د دغه غرونو په لمن کي ګرځيدی نه شو

مونږه د غفلت څادر کې داسې ځان تاو کړی دی

سم لکه د مړو په کفن کې ګرځيدی نه شو

ولې زما دين زما ايمان پسې دې وخندل

ای صليبي ولي په قران پسې دې وخندل

تا د انسانيت څادر په سر کړ که دې څيري کړ

تا خو انسان وواژه انسان پسې دې وخندل

دا د حق لښکرې په توپونو ايساريږي نه

ډير تاوان دې وکړ مسلمان پسې دې وخندل

اوس دې ککرۍ راټولوه په دښتو غرونو کي

ولې دې غريب افغانستان پسې دې وخندل

زه مې کليمه له سر تړم ميدان ته وځم

زه مې په تندي اسلامي مهر د طالب وهم

زه دښکرورو سره ښکر وهم په مخکې ځم

ستا غوندې خو نه يم چې کمزوری او غريب وهم

يا به ککرۍ په وينو سره خدای ته وروليږم

يا به دا کافره ککرۍ د دې رقيب وهم

ما ته د سلطان صلاح الدين توره راپاتي ده

زه به په دې توره باندی خامخا صليب وهم

ما د ميرويس خان بچو ته غږ کړی چی پورته شۍ

زه مې دافغان په ټول وطن کی ګرځيدلی يم

زه د انقلاب سړه توده څپيړه پيژنم

زه خو ګام په ګام په انقلاب کی لوبيدلی يم

دا مي کمزوري نه ده ګوزار ته جوړومه ځان

روغ دي په تندی ولمه ځکه درته غلی يم

ما په سرجنګۍ کې هميشه ميدان ګټلی دی

ته به مې سبا منې پرون دې پلار منلی يم

سل کلونه وشول او په سلو تورو ولګيد

څومره عجيبه ده لا هماغسې دنګ سر لرم

ستا وچ او لامده فوځونه کله ټينګيدلی شی

زه چې مې په ژبه غږ د الله اکبر لرم

سل کلونه وروسته مي بيا هم د وينو پور اخلي

زه داسې يو قام لرمه زه داسې ټبر لرم

اوس مې هم لښکر د ابوبکر نه خالي نه دی

اوس زه هم عثمان لرم علي لرم عمر لرم

ما د خپل وطن د شهيدانو وينې جمع کړې

اوس زما قلم ته ترې توده توده سايي راځي

زه په عمري عزم سنبال مجاهدين لرم

ستاسو که لښکرې زميني که هوايي راځي

اوس به د جومات او کليسا مقابله کيږي

اوس خو به په حق او په باطل کې جدايي راځي

بيا د صليبيانو رنګ الوتی ملا يي ماته ده

چا ورته ويلي په دې لاره فدايي راځي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more