د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

مورې!

پښتون یار
04.04.2011

مورې غیږ دې په دُنیا کې یوه داسې مدرسه ده
د مشرق نه تر مغربه د بینش یوه سرمایه ده

شوگیرې دې تیرې کړې عاطفې دې دي راکړي
ستا ارام په هره شپه کې نا ارامه ویښه شپه ده

تا روزلي انبیا دي ته زانگو یې د اسلافو
ستا مثال په بشریت کې حلیمه او آمنه ده

ستا ټولنې ته خدمت دی پیشکشي د انسانانو
زه په هر څه که آگاه یم، سرچینه ستا تربیه ده

د خالق رضا ده نغښتې مورې ستا په قدمو کې
ستا خدمت به په لیمو کړم ستا رضا مې وسیله ده

تا راکړې دي پندونه، عادتونه، ښه خویونه
الله هُو، للو للو ستا د سلیم عقل مبداء ده

که غیرت دی که حیا ده که ادب دی که وفا ده
د ازهر نه هم اوچته ستا د غیږې احاطه ده

که منت دې راته کړی لفافه د شفقت کې
ستا تأدیب نه جوړه شوې اوس شیرینه خاطره ده

ستا دُعا زما تکیه ده د ژوندون په هسکو ټیټو
بې پروا مخ په خطر ځم ستا دعا زما وسله ده

زما نیم عمر د مور شه زما ټول وجود ترې جار شه
لکه ونه ډکې څانگې تل زما په سر سایه ده

په دُنیا به دې خدمت کړم، ستا مقام ته مې سلام دی
"کامل" جوړ په آخرت ستا صدقه جاریه ده


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more