د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

زما لیکنه ولی تړل شوی ده ؟؟

رښتینی
30.03.2011

ما په دی بحثفورم کی دماشومانو له پاره دڅلویښتوحدیثونو موضوع
راپیل کړی وه او هغه اوس تړل شوی ده !!

ایا دا موضوع باید تړلی پاتی شی ؟
یانی دا بی ګټی یا جنجالی موضوع وه ؟
او دلوستوالو اوګډونوالو دخوابدی لامل کیدله ؟!


M Tahir
04.04.2011

دروند ورور حامد صاحب
اسلام عليکم
ستاسو د ليکنې دتړلو پۀ لامل خو نه پوهېږم چې ولې وتړل شوه؟ او نه هم دا وايم چې ستاسو د ليکنې مواد به ښايي د چا د مزاج او رواج پر خلاف وو .
خو يوه خبره چې بايد پۀ بې باکۍ سره يي وکړم ډېره اړينه بولم :
انټرنېټ د علم او پوهې مرکز نه بلکې د مالوماتو يو لوی سمندر دی چې پۀ ټوله نړۍ کې بهېږي او هر څوک د خپلې اړتيا پۀ اندازه ورڅخه کار اخلي . پۀ تاسف سره وايم چې خلک علمي ليکنې، تحقيقي او ادبي مواد پۀ هغه ډول نه ګوري لکه چې يو ليکوال يې دخپلې ليکنې د چمتو کولو پرمهال له خپل لوستونکي څخه تمه لري . د خپلې مشاهدې او نيمګړې تجربې له مخې ويلای شم چې ستاسو پۀ ګډون د هر ښۀ ليکوال علمي او څېړنيز مواد پۀ ډېرې بې قدرۍ سره د هر انټرنېټ کتونکي له خوا پۀ دې جمله [color=white:113bdc498e](پرېږده يي .... دومره فضول وخت له چا سره شته چې دا به ګوري) [/color:113bdc498e] بدرګه کېږي . خو بيا پۀ تاسف سره وايم چې همدا کسان چې د يوې ښې ليکنې د لوستلو لپاره 10 دقيقې وخت هم نه لري، ټوله شپه يا خو د هندي فلمونو پۀ کتلو تېروي يا هم پۀ فېس بک ، ټيوټر او نورو سايټونو کې پۀ ناوړه خبرو او غير ضروري ذهن او فکر تباه کوونکو بحثونو بربادوي!

څومره د خواشينۍ خبره ده چې يو ليکوال، عالم او پروفېسر د ملت د بچيو د افکارو د جوړولو او علمي استعدادونو دلوړولو پۀ خاطر پۀ کلونو کلونو مطالعه کوي او بيا د دې لپاره چې دخپلې مطالعې او تجربې حاصل خپلې ټولنې ته ورسوي، پۀ ډېرې عرق رېزۍ او زيار سره مواد راټولوي او د يوې ليکنې پۀ بڼه يي چمتو کوي ........... خو کله چې يي ليکنه خپره شي نو بيا دومره څوک نۀ شي پيداکولای چې يو نظر يې وګوري . زموږ پۀ اند د دې کار لپاره اړينه ده چې يو تشهيري کمپاين وچلول شي تر څوخپلو ليکنو ته مارکيټ پيدا کړاي شي!
خو يوه خبره بله هم اړينه بولم، پۀ دې برخه کې پخپله زموږ ليکوالان هم يوه لويه تېروتنه کوي . زموږ يو ليکوال چې کله څۀ ليکي، پر ځای د دې چې لوستونکی پۀ پام کې ونيسي، برعکس خپل ذوق او دلچسپۍ ته ارزښت ورکوي چې دا بيا د دې لامل کېږي چې د مکاتبې عمل له خنډ او ځنډ سره مخ شي او د ليکنې هدف فوت شي !
زموږ ليکوال بايد د لوستونکي د Readership معيار، ذوق، اسټايل، فکري ماحول، علمي حدود اربعه او پوهه پۀ پام کې ونيسي او د خپل ليکنيز هنر د ځواک پر مټ دې دلوستونکي قلب او فکر تسخير کړي! دغه راز زموږ ليکوال له خپل لوستونکي څخه د Feedback غوښتنه نه کوي يا پۀ بل عبارت تر خپلې ليکنې وروسته د لوستونکو رايه نه غواړي چې دا هم د مکاتبې جريان ماتوي او هدف يې له منځه وړي .
محترم حامد صاحب!
دا پورته ځينې ياد شوي فېکتورونه هغه لاملونه دي چې ډېر ارزښتمن علمي او اکېډميک مواد پۀ هيڅ نه ارزول کېږي . پۀ دې تړاو که له يوې خوا د لوستونکو او کتونکو د لوست ذوق او فکري حالت د تباهۍ ننداره وړاندې کوي نو له بلې خوا زموږ ليکوالان هم خپل اسټايل ته تغير نه ورکوي، داسې يو اپروچ کوي ته به وايې چې مخاطب يې سم پۀ [color=blue:113bdc498e]واک سړی[/color:113bdc498e] دی!
همدا اوس تاسو پۀ ټول افغان کې شمېرنه (احصائيه) را ټوله کړئ چې څومره کسانو ستاسو ليکنې کتلې دي ، پۀ ځانګړي ډول د سيرت د شمايلو او ترمذي شريف د پښتو شرحې او د همدې ليکنې چې تاسو يي د تړلو ګيله کړې !
حامد صاحب!
ما غوښتل چې دا ټولې ګډې وډې خبرې له تاسو سره د شخصي پېغام له لارې شريکې کړم ، خو وخت مې نه درلود همدا اوس مې لږ وخت پۀ داسې حال کې پيدا کړ چې موبايل مې پۀ جېب کې راته کړنګېږي!
باور وکړئ، د زړۀ له تله درته وايم چې د انټرنېټ پرمخ د علم تږي نشته پۀ تېره بيا پۀ پښتو ژبه تهيه شوي علمي څوک نه ګوري. نو پر دې اساس زما مشوره دا ده چې د انټرنېټ پرمخ دترمذي شريف پښتو شرحه او نورې ټولې علمي بوختياوې له يوې مخې وتړئ او خپل ټول فعاليت او مصروفيت مو Offline کړئ!
ښاپېرئ نوره ستا رنګينه ژبه نه زده کوم
بې قدره خلک د هنر پۀ قدر نه پوهېږي
پۀ مينه
ستاسو طاهر


پښتون.
04.04.2011

محترم حامد صاحب او طاهر صاحب السلام علیکم!
ستاسو لیکنه مې ولوستله،ډیر شیان پکښې به صحیح وی خو د حامد صاحب د لیکنو په اړه چې تاسې لیکلې دی : (پرېږده يي .... دومره فضول وخت له چا سره شته چې دا به ګوري)
ووایم چې يواځې د (دماشومانوله پاره څلویښت نبوی حدیث)لیکنه 2324ځله کتل شوی ده او هر چا چې یوځل بیرته کړی وي نو حتما به یې لوستلې هم وي .دا چې څوک ورڅخه څومره ګټه اخلې او یا چاته بی مفهومه ښکاری دا د هغه د پوهی پوری اړه لري.
او خپله حامد صاحب ته هم پته شته چې موضوع ولې تړل شوی ده.هلته دماشومانوله پاره څلویښت نبوی حدیث وروستئ لیکنه ولولې.


رښتینی
04.04.2011

محترم طاهر او ښاغلی پښتون !
السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

محترم طاهر ستا خبری می ډیری خوښی شوی الله دی اجرونه درکړی
اوتاسو چی دلوستوالو شکایت کړی دی په دی کی هم شک نشته
اوستاسو خبره تردیره حده دمنلو وړ ده خو بیا هم ډیر داسی لوستونکی
هم شته چی هغوی په مطلبی څیزونو پسی ګرځی .

زما ډیری لیکنی لومړی په مجلو یا کتابی بڼه خپریږی او وروسته یی زه
ویب پاڼو ته هم لیږدوم لکه دشمایل شرحه دا لیکنه څه موده مخکی زما
یوه ملګری دکتاب په بڼه چاپ کړ اواوس په کابل او پیښور کی پیدا
کیږی داراز زه ځینی سلسله واری لیکنی دلته په دی نیت هم پیل کوم
چی له بده مرغه له نیټ نه خو اوس نشو راګرځیدلی او چی کله یی خلاصوو
نو دخپلی یوی سلسلی یوه کړۍ هم ورپوره کړو او ما په دی ډول یو دووه
کتابونه هم تیار کړی دی چی یو یی چاپ شوی هم دی .
او له یده مرغه موږ هم د دنیا بوختیاو او سفرونو له ډیره کاره ایستلی یو
او دقلم له ګټی سره هم مینه نلرم نو په داسی حالت کی به ته وا چی افلاین
کیدل تاوانی نه وی ستاڅه نظر دی ؟
او که رښتیا راباندب وایی نو افلاین کیدلو حالت ته نږدی شوی یم
په ځانګړی توبه دټول افغان په باره کی خو شاید یو وخت دلته دراتګ
په مهال داپه خیال کی درتیره شی چی هغه حامد نامی ..... خو نه لیدل
کیږی ....!

اوپښتون ورورته دومره وایم چی زما دیادی شوی لیکنی وروستی لیکنه
ددی لیکنی دتړل کیدلو بلکل لامل نشی کیدلی کومان کوم تاسو به د مومن
مهاجر ورور تنقیرډوله لیکنه یادوی هغه ورور په ډیرو موضوعاتو کی خامخا
یوڅه ویل غواړی هغه کوم نقد ندی کړی او نه یی هغه خبره دومره مهمه ده
چی دلیکنی دتړلو لامل شی بس ووروه دټول افغان اډمینان هم کله کله دحافظ
غونډاری شړی چی په چا او په څه وربرابرشول .

په مینه


M Tahir
06.04.2011

ښاغلی پښتون صاحب!
وعلیکم السلام ورحمه الله وبرکاته
زما دا خبره [color=white:d61779a2ae](پرېږده يي .... دومره فضول وخت له چا سره شته چې دا به ګوري[/color:d61779a2ae]) يو اقتباس يا هم معترضه جمله ده چې د يوې ښې ليکنې پۀ تړاو د انټرنېټ کتونکو ټوليز روحيات او غبرګون را ښيي او خدای مه کړه د حامد صيب د ليکنو پۀ اړه زما خپل نظر نه دی ! ځکه چې که څوک مې پر تظاهر او تملق تورن نۀ کړي، زۀ د محترم حامد صيب پر ليکنو وياړم پۀ ځانګړي ډول پۀ ليکنو کې يي د استقلال او اعتدال تقليد د ځان لپاره يو ګټور او مثمر تقليد بولم !
پاته شوه دا خبره چې يوه ليکنه يي څو ځلې کتل شوېده، باور وکړئ دغه شمېر د سم او رښتيني حالت نمايندګي نه کوي ځکه چې د ټول افغان Coding Structure او پروګرامينګ دومره هم پرمختللی نه دی چې د يوې ليکنې پۀ بشپړ توګه تر لوستل کېدو وروسته دې د کتنې شمېر Update کړي بلکې له هر کليک سره پۀ اتوماتيک ډول يو عدد ور زياتوي . خو پۀ هر صورت زما له دې خبرو څخه موخه دا نه ده چې د حامد صاحب د ليکنو ارزښت را کم کړم ........ هيڅکله هم نه ! کور مو اوباد

دروند ورو حامد صاحب
وعلیکم السلام ورحمه الله وبرکاته

حامد صاحب عيان راچه بيان؟
زۀ به ستاسو پر وړاندې څۀ و وايم ؟ خو پۀ دې خبره مو ډېر خوښ شوم چې لومړی خپلې ليکنې مجلو او ورځپاڼو ته ورلېږئ او پۀ کتابي بڼه يي هم خپروئ ځکه چې زما موخه هم همدا وه چې ستاسو ليکنې پۀ کتابي بڼه خپرې شي او د انټرنېټ پۀ ډېران کې له کاره ونه لوېږي [color=blue:d61779a2ae](انټرنېټ ته مې ډېران ځکه ووايۀ چې د انټرنېټ پۀ خپل راتلونکي کې زموږ او ستاسو لپاره ډېرې ناوړه او خطرناکې پايلې لري ...... انشاالله زما تحقيق چې بشپړ شو د ټولو پر وړاندې به يي کېږدم)[/color:d61779a2ae] ځکه چې د کتاب له پاکو پاڼو څخه د يوې ليکنې لوستل چې څومره سکون او د تفکر فضا سړي ته ورکوي د کمپيوټر پر سکرين يې هغه خوند کورټ نۀ وي . د خپلې تجربې خبره درته کوم، ما پۀ خپل کمپيوټر کې يوه ډيجيټل لايبرېري (برېښنايي کتابتون) جوړه کړې چې د لسو زرو شاوخوا کتابونه پۀ کې ځای پر ځای شوي دي، خو کله چې زۀ د کوم کتاب مطالعه کوم، پۀ بې کچه توګه ځورېږم او هغه خوند ورڅخه نه شم اخيستلای چې له يو عام کتاب څخه يي اخلم! دا هم يو لامل بولم چې خلک يې پۀ شتون کې پرليکه مواد نۀ شي لوستلای او هغه د اردو دانو خبره د بوريت احساس کوي!
خو سره له دې ټولو لاملونو، ستاسو اپروچ مې خوښ شو او هيله کوم چې زما پرخبرو به مو خاطر نه درنوئ . او دا چې ليکلي مو دي :

[quote:d61779a2ae]دټول افغان په باره کی خو شاید یو وخت دلته دراتګ
په مهال داپه خیال کی درتیره شی چی هغه حامد نامی ..... خو نه لیدل
کیږی ....! [/quote:d61779a2ae]
ياره خو حامد کاکا!
تاسو ته خو پته ده چې ټول افغان ته زۀ څرنګه راځم؟ که تاسو يي منئ او که يه، خو زۀ درته پۀ ايمان وايم چې :
رحمان ستا پرمخ دا ورانه دنيا ګوري
خدای بې تا ورڅرګند مه کړه د دنيا مخ
نور مو نو قلم له الله جلجلاله څخه پياوړی او ژوند مو له تلپاته خوښيو ډک او زړۀ مو د امت او ملت پردرد دردمن او پر خوښۍ خوښ غواړم!
هو رښتيا! د خپلو چاپ شوو کتابونو نومونه به ارو مرو راښيئ!
پۀ مينه
ستاسو طاهر


ډاکتر وطنمل
13.10.2011

لکه څنګه چې ليدل کيږي تړل شوې همدا بې مورده موضوع ده ، د څلويښتو نبوي حديثونو سکالو چا نه ده تړلې !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more