د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

دولور د کنترول لپاره لاسلیکونه ټولیږي

زدکړیال
29.03.2011

وایي دغزني په رشیدانو او دوردګو په جغتوکې دښځو ولورونه بېدرکه جګ شوي دي ، درمیانه ښځه په ۱۴ لکه کلدارې باندې کیږي ، ددې منطقو خلک سخت غریب دي او ځوانان یې یا په نورو ولایاتو کې خټې کوي او یادایران مزدورۍ کوي .
وایي څو ورځې مخکې دهمدې ولسوالیو ځوانانو له ایران څخه یو مشترک خط رالیږلی او دمنطقې خلکو ته یي ویلي چې که ښځې ارزانوئ ارزانه یې کړئ ، کنه بیا مو په ژوند والله که دید وکړئ ، نه له ایران څخه بیا درځو اونه پیسې درلیږو ، همدلته مو که ودونه وکړل خو ښه ، کنه همداسې لغړیان به ګرځو.
ویل کیږي چې په دې اخطاریه لیک باندې ۲۵۰ کسانو لاسلیکونه کړي دي ، او همدایي وروستی اخطار بللی .
دولور ستونزه رښتیا هم ډیره په خرابیدو ده
دلته له ملګرو غواړم چې اول خو تاسو داخط ورسره امضاء کوئ کنه ؟ آیا دحل لاره یې همدا ده ؟ دنورمامد ترکي لاره خو هم هاغه ده ناکامه وختله ، نودولور دکمبوت لپاره بله کومه لاره وړاندیزوئ

نوټ
باید ووایم چې دایو ټولنیزه ستونزه ده زه خپله له همدې ستونزې سره یو وخت مخامخ وم ، چې نور همځولي مې اوس هم ورسره لاس او ګریوان دی


بشري
29.03.2011

ښاغلی بشری صاحب !
اقلایو دووه تایدی یا تردیدی جملی خوباید ولیکل شی
[color=darkblue:753ea9dd14][/color:753ea9dd14]


رښتینی
29.03.2011

ښاغلی معترض سلام اونیکی هیلی می ومنه!

د وردګو خوانانو دا ګام باید وستایل شی اوملاتړ یی وشی
ولور نن دپښتنو له لویو ستونزو نه شمیرل کیږی اوزموږ
اقتصادی حالت دومره ولور او لګښتونه نشی زغملی
ځینی قومونه ماته معلوم دی چی په دی اړه یی په قومی
لحاظ ډیری ښی پریکړی کړی دی او د ولور له پاره یی
مالوم حدونه ټاکلی دی له دی وروڼو سره زه موافق یم او
که یوڅوک ددوی له پاره په فیسبوک یا ټویټر کی دا کار پر
مخ بوځی لا به ښه وی په ټول افغان کی خوبه له څوو رځو وروسته
دا لیکنه بل مخته واوړی او بیا به پاتی وی


زدکړیال
30.03.2011

حامد صیب سلامونه
ماته ښکاري دټول افغان بحثیان ټول په ودو دي ځکه زما او ستا په موضوع کې چورت نه وهي ، خیر که کونډان سول خپله به ددې موضوع په قدرقیمت پوه سي :lol:
خو زه او ته به یې نه پریږدو تایادونه کړې چې ځینو خلکو ولور کنترول کړی او ښه نتیجه یې ورکړې که ددې کار په باره کې معلومات راکړې ، څرنګه کیسه ده ترڅو نور هم ځیني خبرسي


پښتون.
30.03.2011

السلام علیکم!
د حامد صیب په غوښتنه چی په فیسبوک ،تویتر او یا بل ځاي کې دی ورته څانګه پرانیستل شي.
نو ایا هغه خلک چې د ولور په مرض اخته وي او خپله لور او یا خور خرڅوي هغوي انټرنیت ته هم لاس رسی لری او کنه؟ یعنی دا چې د پیشو په غاړه کې به زنګ څوک اچوي.

ایا دا ولور روا دی او که نه دی؟
که روا نه یې نو بیا ولې ورله حد وټاکل شي.باید خو بلکل منع شي.


عادل عادل
30.03.2011

السلام علیکم

ګرانو وروڼو هر یو حامد او معترض صاحب

ډېره اړینه موضوع مو بحث ته وړاندې کړې ده، اوچت ولور د ډیرو بدبختیو سبب دی.

تر کومه چې ما ته معلومه ده، هر څوک د سپېرو رواجونو او غیر اسلامي فرهنګ نه نالښت کوي، خو چې د عمل ډګر راشي خپله پرې ځان ناګاره اچوي او د یادو سپېرو رواجونو د ماتولو محض جرات هم نه کوي، ځکه چې هغه د حامد صاحب د یوې رانقل شوې لیکنې عنوان ورته مهم وي، چې : دا خلک به څه وایي؟

خلک به څه وایي؟ اصطلاح هسې یو د واورې نه د جوړ شوي مجازي لېوه معنی لري، نامطلوب رواجونه په حقیقت کې هیڅ فزیکي مدافع نلري په استثنا د نالوستو حاکمو ښځو، د ورته ملا ماتوونکو رواجونو ماتول او له منځه وړل محض جرات غواړي ، هغه که اوچت ولور دی او که د خور او لور د حق سپارل، یو بل ټکی چې زمونږ د ولس د خواری راز پکې پروت دی دا دی چې واده شوې ښځې ته د پلارګنی لخوا خپل حقه میراثی حق کله هم نه سپارل کیژي.

هغه ځوانان چې لوړه تعلیمي مستوی لري او له اقتصادي لحاظه پیاوړي دي، کله دې هم دې ته نه حاضریژي چې په لوړ ولور کوژدن او واده وکړي.


بشري
30.03.2011

وروره معترض صیب غوشتنه کړې وه چه په خپل لاسلیک یې تایید کړۍ
نو ما دمعترض لیکنه امضا کړه
(جانان بشري) زما امضا ده.
هیله ده ابهام رفع شوی وی


حمید هڅــاند
05.04.2011

په سلامونو مو لمانځم؛
په فیسبوک کې کمپاین کول رښتیا هم غوره لاره ده خو زه به شوې پوښتنه یو ځل بیا تکرار کړم چې هغه د لوړ ولور اخیستونکو خلکو څو سلنه فیسبوک ته لاس رسی لري؟
مګر غوره کار په دې ده چې د فیسبوک کارونکې ډېری زده کړي ځوانان دي، نو چې ټول لوستوال ځوانان په ګډه هوډ وکړي او خپلې کورنۍ خبرې کړې چې په لوړ ولور کوژدن کېدا باندې زموږ له خوا بندیز دی؛ فکر کوم چې یوڅه به اغېزمن کار وي.
زما سره پوښتنه داده حامد وروره چې ولې په مسجدونو کې زموږ امامان ددې کار مخنېوی نه کوې، ځکه ددوی خبرې ته غوږ نېول کېږي، زما اوستاسو به څوک واوري؟؟
دا واقعیت دی چې ولورونه نن ستا تر ۱۵ لکه رسېدلي دي او دا پیسې انجلۍ ته نه ورکولې کېږي.
د ولور ترڅنګ یوه بله خبره هم دپام وړده او هغه داچې، نجونې ډېری مهال په خپلې کوژدې کې هیڅ هم نه شې ویلی، هرچا ته چې کېنول شوه، که بوډا وې که ځوان، ښکلی وې که بدرنګ، ددې خوښ وې او یانه وې؛ دا یې باید ومنې او ددې لوی لامل هم ولور ځکه دی چې د ډېرو پیسو په وړاندې غریبه کورنۍ هم سترګې پټوي او د نجلۍ راتلونکې نه سنجوي.

په درنښت


پتوال
02.06.2011

د ولور ضررونه هر چا ته معلوم دي، خو د مخنيوی لارې يې څوک نه بيانوي !

د مخنيوي له پاره يې اکٍثره ددوه لارو وړانديزونه کيږي :

يوه د زور لار او بله روزنيزه لار . د زور لار يې د قانون پواسطه مخنيوی دی او روزنيزه لار يې د خلکو ديني روزنه يا دينداري ده !
خو د دواړو لارو عملي موفقيت ډاډمن نه دی ، ولې هغه لار چې ډاډمن بری لري او پرشا نه درومي هغه د نوي نسل
په تيره د نجونو (خور او لور) تعليم دی !
يوه روزل شوې پيغله څوک خرڅولی نشي، او نه له يوۀ روزل شوي ځوان څخه څوک د ولور غوښتنه کولی شي ! ولور اخيستل او ورکول
د جهالت او غريبۍ د زمانې ډير ناوړه پاتې شوني دي، خو د جهالت دغه ډول د ښونځي او پوهنځي په لوستلو سره په بېخچنه او نه ستنېدونکې
توګه له منځه ځي يعنې : د ولور او تعليم بالکل سره شپاړس دي .
[color=blue:b7bff89b74]نو ځکه خو علم نه يواځې ديني او نه يواځې د ديندارۍ له پاره فرض شوی ، بلکې د ټولنيز ژوند د سمون له پاره هم ديني
او دنيوي علم يا تعليمي انقلاب يوه لاينفکه اړتيا ده او د قدرت هر مدعي يې له عهدې او مسوليت څخه وتلی هم نشي ! که څنګه ؟[/color:b7bff89b74]


سيال
03.06.2011

السلام عليکم
زه هم دميدان وردګ ولايت ديوقومي کشرپه حيث په داسي حال کي چې واده
مي دهمدې ستونزي له امله ندی کړی خپله امضاکوم.
امضا
-----------------------
هودا له اسمان سره خبري کونکي ولورونه دي کم اويابېخي ورک شي.
سيال
-----------------------
هودريښتيني خبرتائدوم رښتياهم داسي قومونه شته چې په خپل منځ کي يې ډېرښه
تړونونه کړي دي.
يوه پکتياوال ملګري مي راته ويلي چې په پکتياکي ډېرقومونه شته چې په دې يې تړون
کړی چې ولوربه کم وي که چازيات کړنودومره جرمانه ( چې اوس له ماڅخه دواړه هېرشوي دي)
به وي.
خدای دي وکړي چې داولورونه نورکم شي.
موږبه هم په واده شو :lol:


chaparharay
03.06.2011

السلام علیکم
ډیره ښه موضوع ده خو تبصیري ورباندي نیمګړي شویدي او پوره خبره او تبصیره به داوي چي ولور بیخي له منځه لاړشي ځکه مونږ تاسو الحمدلله ټول مؤمنان یو نو په اسلام کي ولور یوه افغانۍ هم نشته نو بیا مونږ ولي ووایو چي ولور دي کم شي ؟
نه باید ووایو چي ولور دي بیخي لیري شي مهر چي هغه د ناوې اعني انجلۍ خپل حق دی په ځاي دي پاتي وي ځکه چي د مهر په مسئله کي کره راي داده چي بي له مهره نکاح نه صحیح کیږي نو دا بیا لازمي ده چي لږه اندازه يي یو موټي خرما او یا د یو سورة ورزده کول هم دي او ډیرته يي حد نشته البتة.
خو ولور چي دانجلۍ پلاريي اخلي بیخي ورته په اسلام کي ګنجایش نشته نو باید وویو چي ولور بند.
خو دا خبره به اوس نو هغه څوک په اول قدم کي مني چي جره ګان وي خور او لور هم نه لري نو دي خبري ته به له هرچا لمړي لبیک وواي او په دوهم صورت کي هغه څوک چي الله نه ډاریږي غاړه کیدي .
ستاسو چپرهاری


۰
03.06.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ورونو د ولور موضوع ډیره ضروري موضوع ده خو دي سره څنګ کي یوه بله موضوع هم ده چي دي سره تړاو لري هغه د بدل [خور او یا لور مارچه کول] موضوع ده چي ځمونږ په ټولنه کي ډیره مروج ده او اوس هم لا ښه په عروج کي روانه ده ډیر بد او بي غیرته کار دی الله جل جلاله دي زر ورک کړي او څوک يي چي کوي نو شرم به هم نه محسوسوي چي ما خو هم والا واده کړی خورمي خپله مارچه کړي بل سره.
په حدیث الرسول کي راځي چي لاشغار في الاسلام رواه مسلم وبخاري
به اسلام کي د خور او یا لور بدل نشته.
او بیا په بخاري کي خو ورته راوي یو تعریف هم کړي دی چي شغار یعني د خور یا لور بدل دیته واي چي یو سړي بل ته خپله خور یا لور ورکړي پدي شرط چي هغه به هم ورته خپله خور یا لور ورکوي او ددي په منځ کي مهر نه وي یعني یوه دبلي مهر شي.
نو ځمونږ په ټولنه کي خو ښځو ته مهر ذکر کړي او د هري یوي سره واي مهر مثل نور نور دمهر مثل په معني خو نه پوهیږي چي څه شي ته واي او یا به پوهیږی خو همدا به يي مقصد وی چي هغه بله خور يي هم بي مهره تلي وه او ددي به هم هڅ مهر نه وي نو ځکه به ورته مهر مثل نوم اخلي خیر په هرتقدیر څومره چي مالیدلي نو اکثره يي بدل وي او چي بدل شي نو چي کله دي یوي په کورکي څه جنګ جدل خفګیان راشي نو پرځاي ددي چي ددي انجلۍ ورور ورشي او پوښتنه وکړي چي ولي دا ځما خور مو ولي وهلي او ګناه د چا ده ؟ نوددي پر ځاي بیا خپله ښځه راونیسي او هڅ په هڅه يي ښه وډبوي او که داسي کار ونه کړي نو بیا ورته د کورخلک دښځي دوس او چړوس اومزدور او ویریدونکي واي نو دا بیا مجبور دی چي خپله ښځه هڅ په هڅه ووهي .
د ننګرهار په پچیراګام ولسوالي کي هم داسي یوه پیښه شوي وه چي یو سړی چي د اګام اوسیدونکی وو او په وزیرو کي يي بدل کړی وو هلته يي خور هغو خلکو ووژله [نه پوهیږم چي ولي يي ووژله] نو دی چي خبر شو کورته راغی او ښځي بیچاره يي په کورکي جارو وهله او تمانچه يي ورته ونیوه نو ښځي يي چیغي کړي چي ولي مي مړه کوي ما څه کړي بس شپږ ډزه يي بي ګناه او بي خطا وویشته او شهیده يي کړه او بیچاره ددی نه هم خبره نشوه چي ورور يي دده خور وژلي نو ځکه يي وژني بس همداسي ناخبره مړه شوه انالله وانا الیه راجعون.
دا واقعه د نن نه څه زیاتو کم ۱۵ کاله مخکي شوي وه خو دلته يي ما مثال ذکر کړ چي بیا داسي چنلد ورسره کیږي نوتاسو خو د ولور خبره کوی د ولور نه دا مسئله ډیره مهمه ده خو تاسو سره اوس خپل غم شته او دا خور او لور درته هڅ انسان نه ښکاري .
هغه دکوم ورور خبره که نور ډیر په تنګ شي نو د خپل پلار لمسي به په سیند لاهو کړی خو دا بیچاره خورګاني او لورګاني چي درته بدل شي اوبیا يي بدحال وي نو ددی درسره هڅ فکر نشته؟!!
نوربیا
مومندافغان


أبوخليل قدوسي
10.06.2011

وروڼو ډېره جالبه موضوع اوفوري حل طلبه ستونزه ده .
دولورونو دجګوالي په خلاف په کراچۍ پاکستان کي دافغانانو په سطحه لومړی غږ ما وچت کړ او ددې لپاره مي يوه لايحه جوړه کړه خپله مي هم عملي کړه دوه لوراني مي يوه په يونیم لک او بله په دوه لکه واده کړه ځکه چي مانه خوړلې اولوڼو چي مي څومره ضرورت ورته درلود هغه يې ولګولې او نوري يې اوس هم لا يو مقدار ورسره دي نورو قامونو هم الهام ورڅخه واخېست دزرمت خلګو بيا دولور لوړ مقدار درې لکه کېښود او ټېټ چي هرڅومره وي لګښتونه يې راکم کړل داقانون پلی شو دوه سوه کوژدې په تېر کال کي ددي قانون په رڼا کي وشوې .
دکټواز خلګو زما جوړه کړي لایحه له ځېنو تعديلاتو سره عملي کړه او زما لایحه يې په ټولو کټوازيانو ووېشله او تراوسه چي کومي رشتې شوي دي تر درې لکه پورته ندي شوي او چي څوک يې تخلف وکړي جرمانې ورباندي لګوي .
دادمخورو او علماوو مسؤلیت دی چي دهرولایت اوسیمي په سطحه غونډي وکړي خلګ راټول کړي او داسي رغنده پرېکړي وکړي چي بيا يې څوک مخالفت ونکړي.
[size=24:fe936488c6][color=cyan:fe936488c6]لايحه داده :[/color:fe936488c6][/size:fe936488c6]

د واده کولو لپاره ضروري بنسټېزه دین پوهنه
نکاح دنارینه او ښځي تر مېنځ د الله تعالی د مقدس کلام په وسېله یو شرعي تړون دی چي دا تړون نارېنه او مېرمن یو دبل د ژوند دائمي ملګری ګرزوي ، دا تړون دیو او بل په ذمه ځیني اضافي حقوق واجب ګرزوي، همداراز دا میثاق د دوو کورنیو تر مېنځ نوي دخپلوي اړیکي نښلوي چي دې کارته په عامه اصطلاح کي دوستي ویله کېږي . دخپلوي دا نوی سفر که په ړندو رواجونونه بلکه په اسلامي معیارونو او څرګندو شرعي اصولوپیل شي لګښتونه به يي کم وي ، ستومانیوي به نلري اوپایلي به يي حتماً خوږې او خوندوري وي او منزل به يي هوسايي بښونکی وي ان شاء الله تعالی .
خو له بده مرغه داشرعي تړون په دودېز ډول له لومړي ورځي څخه د ناروا اصولو او غیر اسلامي کړنلارو اورواجونوله امله غالباً په داسي دښمني واوړي چي دواړه کورنۍ په داسي لانجو کي ونښلوي چي نارینه او مېرمن يي دواړه په اور کي سوځول کېږي ، د طرفینوحقوق پکي پایمال شي ، کورنۍ او قامونه يوله بل سره داسي په بدو اخته شي ، چي خپل او پردي ورباندي چکچکي وهي ، او بیايي مرکچیان په جرګو او مرکو باندي ستړي وي .
ددې لپاره چي دا دخپلوي رشته څه ډول جوړه شي باید په هر پړاو کي يي اسلامي لارښووني په پام کي ونیولي شي له اسراف او تبذېر څخه ډډه وشي ، له بېځایه غوښتنو څخه لاس واخېستل شي ، او اسلامي ارزښتونو ته اولیت او أهمیت ورکړل شي ترڅو درشتې په کوم طرف ظلم او تجاوز ونشي ، حقدار ته خپل حقوق ورسېږي ، داخپلوي تلپاته او همېشنۍ وګرزوله شي اود بې مورده ګیلو ، شکایتونو او دښمنیو مخه ونیوله شي .
د همدې مقصد لپاره چي ددوو مسلمانو کورنيو تر مېنځ دخپلوي ودانۍ په داسي بنیادونو ودروله شي چي د نارېنه او مېرمني راتلونکی ازدواجي ژوند نېکمرغه شي، دهمدغو دوو خاندانونو تر مېنځ دخپلوي اړيکي دتل لپاره ټېنګي پاته شي، یوه لوري ته هم پرېشاني نوي، د طرفینو عزت ، سرمایه او ناموسونه زیالمن نشي مونږ دخپلو ژوندیو تجربو او اسلامي پوهني په رڼا کي دا لاندي کرښي تر هرچا دمخه دخپل ځان لپاره او بیا دخپلي ټولني لپاره وليکلې ترڅو دهمدغو لارښوونو په رڼا کي هرڅوک دخپل زوی او لور، خور او ورور لپاره د ودونو چمتو والی ونيسي .
د اسلامي رشتې د جوړولو لپاره ځیني ضروري معلومات چي یو مسلمان رشتې جوړوونکی باید مخکي لا ورباندي خبر وي په لاندي ډول دي :
لارښـــووني
(۱) هڅه وشي چي رشته دتل لپاره په پردي خاندان او قوم کي ولټوله شي ځکه چي پخپله کورنۍ یا نژدې خپلوانوکي واده کول په نورو ضررونو سربېره غالباً دنسلونو په پیدایښت کي روغتیايي نېمګړتیاوي پېښوي او موروثي ناروغیوي را مېنځ ته کوي چي دا هم تجربو جوته کړي ده او هم روغتیا پوهان او اجتماعي متخصصین ورباندي متفق دي او هم له سلف صالحینو څخه رانقل شویو آثارو ورته اشارې کړي دي.
(۲)د رشتې په تلاش کي باید دیني عنصر ته د اولیت مقام ورکړل شي او له داسي ځای او کورنۍ څخه ډډه وشي چېرته چي دینداري، له الله تعالی څخه وېره او اسلامي اخلاق ارزښت نلري .
(۳) له هري هغي کورنۍ څخه یو مسلمان د رشتې د جوړولو په وخت کي باید لېري واوسي کومه چي په بیدیني ، انسان ځوروني ، ظلم او بد اخلاقي، سودخوري اوحرامخوري سره پېژندلي شوي وي دداسي کورنیو که ځوانان وي او که پېغلي له اخلاقي نېمګړتیاوو څخه خالي نه وي او هم داراز د اخلاقي بدمرغیو میکروبونه په وینه کي له ځان سره راتلونکیو نسلونو او نوروکورونو ته نقل کوي.
(۴) کومه نجلۍ چي په بېدینه ، بد اخلاقه، حرامخوره اوظالمي کورنۍ کي وغوښتله شي د احادیثو له مخي هغه پخپله وینه کي هماغه عادات او خویونه خپل نسل ته نقل کوي کوم چي يي په پلرګنۍ کي وي چي بیا نه یواځي د والدینو لپاره دنیوي او اخروي بدمرغیوي زېږوي بلکه د ټول خاندان لپاره پیغورونه او دسر خوږ پیدا کوي . پدې سربېره د همدغي کورنۍ له بدمرغیو او جنجالونو څخه ټول ژوند دهوسايي ساه نشي اخېستلای .
(۵) عصري تعلیم، پیسه او سرمایه ، هستي او دارايي، غوره نسب او قوم ، حُسن او ښکلا ، مجازي مینه چي دیانت او اخلاق په پام کي ونه نیول شي کله هم درشتو دجوړولو کامیاب معیارونه ندي او نه مسلمان باید ورته ارزښت ورکړي ، البته که په بډای او شتمن عالي نسبه خاندان کي د حُسن او ښکلا لرونکي پوهه، متدینه او با اخلاقه پېغله او یا ځوان چي اسلامي څېره پېغور ونه ګڼي وموندل شي دا به ستره نېکمرغي وي او دا ډول رشتې ډېري لږ موندلي کېږي .
(۶) د بدل له نکاح څخه چي شغار ورته ویل کېږي تل مسلمان رشتې غوښتونکی بایدځان وساتي ، ځکه چي زیات ترو محدثینو داډول نکاح د احادیثو له مخي حرامه بللي ده ولو که مهر وټاکل شي اوکه نه، ځیني فقهاء لکه امام مالک (رح) خو دومره ټېنګار کوي چي که نکاح تړلي شوي هم وي باید فسخ کړله شي ، او په عین وخت کي يي ژوندیو تجربو زیات ضررونه جوته کړي دي ، اومحققین علماء يې په نارواوالي باندي متفق دي، کومه خبره چي د یوه مسلمان زړه ورباندي ډاډمن کېږي هغه داده چي د بدل له دوستي څخه تل باید ډډه وشي .
دوهم داچي په عملي ژوند کي مو دهغو رشتو ترخې تجربې لیدلي دي کومي چي په بدل شوي وي چي دیوه معمولي غلطي او یا تېروتني په وجه دواړه لوري یوله بل سره په جنجالونو اخته وي هغه مېرمني چي یوه دبلي په بدل کي واده شوي وي تل کړولي کېږي او له خوشاله ژوند څخه محرومي وي چي علت يې یواځي همدغه دبدل دوستي وي .
(۷) مهر د الله تعالی له لوري څخه په نارینه باندي دښځي فرض ګرزول شوی حق دی چي دنکاح تړلو په وخت کي ټاکل کېږي او که دنکاح د تړلو په وخت کي ذکر نشي مهر مثل (دودېز ولور) لازم ګرزي .
(۸) که څه هم مهر کوم ټاکلی حد نلري خو بیاهم باید په دومره اندازه وټاکل شي چي نه يي ادا کول نارینه ته ستومانیوي پېښي کړي او هغه کچکول ګرزولو ته اړ باسي او نه خودومره کم وټاکل شي چي دکمښت له وجهی د ښځي اجتماعي حیثیت وغورځوي ځکه خو شرعي او فقهي مراجعودمهر مثل (مروج ولور) یادونه کړي ده ، خو که مهر زیات ټاکل شوی هم وي باید د نارینه دبېوسي په حالت کي دواده د تاخیر لپاره بهانه ونه ګرزول شي .
(۹) مهر د طرفینو دتوافق په صورت کي دوه ډولونه لري (۱) تلېورونی مهر چي د واده له ورځي څخه مخکي نجلۍ ته سپارل کېږي (۲) ځنډنی مهر چي له واده څخه وروسته کله چي يي نجلۍ غوښتنه وکړي باید ورته وسپارل شي ، او دا درشتې په اطرافو پوري اړه لري چي کوم ډول مهر ټاکي .
(۱۰) له لوڼو او زامنو سره دهغوی دودونو په هکله مشوره کول دشریعت له مخي دهغوی حق دی داځکه چي دا دهغوی دژوند پرېکړه ده ، هري نجلۍ او ځوان ته باید بشپړ واک ورکړل شي چي هغوی خپل د ژوند ملګری خوښ کړي که له شرعي، اخلاقي، نسبي او دیني نګاه څخه قریبان یا مور او پلار د هغوی په انتخاب کومه نیوکه لري هغه باید هغوی ته روښانه کړي ترڅو دقناعت له مخي ورڅخه مخ واړوي، که والدین دهغوی لپاره کومه رشته خوښوي هم باید په مشوره کي يې شامل کړي او ټول جوانب يې ورته روښانه کړي که هغوی يې له منلو څخه انکار وکړي والدین يې باید مجبوره نکړي څکه چي هغوی شرعا د انکار حق لري .
(۱۱) دنجلۍ مور ددې حق لري چي د نجلۍ پلار د هغې دلور په ورکولو کي ورسره مشوره وکړي او که يې ونکړي دګناه مرتکب دی او درسول الله صلی الله علیه وسلم دحُکم مخالفت يې کړی دی
(۱۲) رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله وروستۍ بیانیه کي چي د حجة الوداع په ورځ يې خپلو اصحابوته واوروله څو څو ځلي په تکرار سره پدې ټېنګار وکړ چي دخپلو مېرمنو په هکله له الله تعالی څخه ووېرېږﺉ، له هغوی سره په ښو اخلاقو ژوند کوﺉ، هغوی مه ځوروﺉ او خیر يې غواړﺉ همدا راز يې په بل حدیث شریف کي مېرمني دښېښو په نوم سره یادي کړي دي چي په نرمي ورسره چلند کوﺉ. مېرمني هم د نارېنه وو غوندي دغوښي نازک زړونه لري چي بې کومه شرعي عذره يې ورانول او خپه کول ستر جرم دی .
(۱۳) دمېرمنو حقوق زیات دي چي ما پخپل کتاب د نېکمرغۍ پیغام کي ذکر کړي او دلته يې تفصیل نشي بیانېدلای البته له مېرمنو سره په کارونو کي مشوره کول سنت دی ، مېرمني (د مېړونو په اجازه) له ټولو هغو نعمتونو او وسائلو څخه داستفادې کولو حق لري کوم چي نارېنه ته روا وي، په هغوی باندي غیر شرعي بندېزونه لګول ، بېځایه غوښتني ورباندي تپل ، هغېې ته د نوکري ، خادمي، چپړاسي او یاپه اصطلاح دمېنځي په سترګه کتل ، دپلرګنۍ له لیدلو څخه بې شرعي موجبه دهغې اېسارول داټول داسي دنه بښلو وړ ستر ظلمونه دی چي انجام به يې دنورو ظالمانو د کړنوغوندي تباهي زېږوونکی وي .
سورة المجادله په قرآنکریم کي دهغې سورې نوم دی کومه چي دیوې مظلومي مېرمني خولة بنت ثعلبة په هغه شکایت چي الله تعالی ته يې فریاد کاوه پیل شوي ده ویل کېږي چي عمر بن الخطاب رضي الله تعالی عنه له یوې ډلي اصحابو سره په سفر روان وو یوه بوډۍ يې په لار کي ولیدله له سورلۍ څخه ورته راکوز شو او دهغې دحال پوښتنه يې وکړه او د اوږده وخت لپاره ټول ملګري ورته انتظار وو دهغې بشپړي خبري يې واورېدلې او بیا ورڅخه خپلو ملګریو ته راستون شو ملګرو يې په غصه کي ورته وویل چي مونږ درته له انتظاره مړه شوو او په مخکي مو اوږد سفر هم دی اتاسو له دې بوډۍ سره دومره وخت ضایع کړ؟ هغه ورته وویل چي دا هماغه بوډۍ وه دچا فریاد چي الله تعالی له اوو آسمانونو دپاسه آورېدلی وو نو ما څرنګه کولای شوای هغه پداسي حال کي پرېږدم چي دزړه بړاس يې نوي اېستلی ځکه خو دا باید له یاده ونه باسو چي دمظلومي مېرمني چېغه الله تعالی آوري .
هوډ پــــــــاڼه
(۱) نکاح په حقیقت کي د دوو جوړو (نارینه او مېرمني) ترمېنځ د مشترک ژوند کولو یو شرعي تړون دی چي نارینه او ښځېنه د قضیې اساسي اړخونه ګرزوي خو چي اقرباء او یا والدین يي چاري پرمخ بیايي هغوی يي له زوم او نجلۍ څخه وکالتاً او نیابتاً سرته رسوي .
(۲) کوم مهر چي په نکاح کي یاد کړل شوی وي هغه ټول دښځي حق دی چي هېچاته پکي د لاسوهني او تصرف کولو حق نشته، پدې معنا چي نه خو يي پلار او یا ورور او یا کوم بل قریب دخوړلو، دوستانو ته دوربښلو، په هغه باندي دمېلمنو لپاره د مېلمستیاوو دکولواودهغوی لپاره دتحفو د اخېستلو او ورکولو حق لري او نه يي مېړه او دهغه پلارګنې ته دخوړلو، یا د پرېښودلو د غوښتني او یا له ښځي څخه د بېرته وړلوحق شته .
(۳) له نکاح تړلو څخه وروسته بیا د ژوند تر پایه پوري د ښځي نفقه او جامه او نور لګښتونه لکه دعلاج او معالجې او داسي نور دهغې په نارینه باندي واجب دي چي باید ورته وريي کړي خواه که ښځه د پلار په کور کي وي او که دمېړه په کور کي وي او خواه که ښځه شتمنه وي او که نېستمنه وي او خواه که يي نارینه بډای وي او که مسکین وي خو مصارف يي د خپل نارینه (مېړه) په ذمه باندي واجب دي او په ښځه يا دهغې په پلرګنۍ ددې حق نلري چي هغوی خپله شتمني ولګوي .
( ۴) د کوژدې له لومړۍ ورځي څخه نیولي چي نکاح وتړله شي بیا دواده تر ورځي پوري ټول هغه دودونه چي په پښتنې ټولني کي رواج لري لکه کوزباڼي ، پښارتي، ، لاس سره، نکرېزي، اوداسي نور مناسبتونه که هرنوم ولري چي درانه لګښتونه پکي ترسره کېږي په اسلامي شریعت کي هېڅ اساس نلري چي یو مسلمان يي باید پدې وجه هم مراعات نکړي چي د اسراف په زمره کي راځي . او ددې ډول دودونو پاللو ته په شریعت کي بدعات الرسوم ویل کېږي چي اسلامي شریعت يي نه خوښوي ، ځکه خو بایدازدواجي رشته په یوه داسي ساده ناستي پیل شي چي نکاح پکي وتړلي شي او یو بل ته دمبارکي لاسونه ورکړي او دوهمه ناستي د ولیمې په ډوډۍ چي له واده کولو څخه مخته او یا وروسته وي پایته ورسېږي البته ددوستي په دوران کي درشته دارانو تر مېنځ په غیر دودېزو مېلمستیاوو او دعوتونو کومه شرعي پابندي نشته .
(۵) دخوشالیو دا ډول مناسبتونه د مسلمان لپاره الهي نعمتونه او دشکر ګذاري مقامونه دي چي هغه يي باید پداسي شکل ولمانځي چي د الله تعالی رضا او د هغه حُکمونه او نبوي لارښووني او دسلف صالحینو عملي تګلاري پکي ملحوظ وي ، په ودونو او کوژدو کي نجونو او ښځینه وو ته د روایاتو له مخي پداسي شکل دسندرو دویلو جواز شته چي په پرده کي وي ، دپردیو نارینه وو ګډون پکي نه وي، په لارو کوڅو او بازارونواو موټرونو کي نه وي، بې حیايي او دموسیقي آلات پکي نه وي ، خوهغه څه چي په موجوده شکل نن سبا په ودونو کي لیدل او آورېدل کېږي لکه د ډُمانو (هنرمندانو) راغوښتل، او یا دښځینه وو په مېنځ کي دنارینه ډم ډول وهل، په موټرونو او کوڅو کي دښځینه وو اتڼونه او سندري ویل چي پردي نارینه يي نندارې کوي بې شکه داسلامي شریعت له نظره حرام عمل دی ، مسلمان رشتې جوړوونکی باید تل ځان ورڅخه وساتي ، اوڅوک چي یوه داسي محفل ته دعوت کړل شي چي هلته دامنکرات وجود لري اجابت به يي نکوي او که په ناخبري کي ګډون پکي وکړي خوچي کله يي داسي منکرات ولیدل باید مخنیوی يي وکړي او یا يي سمدلاسه پرېږدي .
(۶) کوم سوغاتونه چي یو لوری يي بل لوري ته د رشتې په دوران کي او یا داخترونو په ورځو او یا نورو مناسبتونو کي ورکوي لازمي او ضروري نه دي اومقابل لوری پدې ملزم او تړلی نه دی چي همدغه ډول تحفې او یا تر هغو غوره ورته ورکړي، او دغوښتل شوي نجلۍ لپاره جامې او سوغاتونه له دې څخه ځکه مستثنا دي چي هغه حق لري اودنفقې په زمره کي راځي .
(۷) هغه مېلمستیاوي چي خپلوان يې یوله بل څخه غوښتنه کوي او يايې په وچ زور یوپه بل باندي تپي او که يې ونکړي په بدو نومونو يې بولي او خپګان ځیني جوړېږي، بیا په همدغو مېلمستیاوو کي ډلي ډلي ځوانان ، پېغلي او مېرمني برخه آخلي که ترهرنامه او هره پرده لاندي وي غیر اسلامي عمل دی چي انجام يې له ګېلو او پرېشانیو څخه پرته بل څه نوي پرېښوول يې پدې اساس ضروري ده چي له مالي تاوانه، له ذهني پرېشاني او له جسماني ستوماني څخه پرته بله ګټه نلري .
(۸) ټکري اچول او یاغوښتل، لونګۍ ، پګړۍ جامې اونور شیان نارېنه وو ته قمیصونه ، جولۍ ، بنارسونه او نور .... ښځېنه ووته ورکول او یاغوښتل او په همدغو مناسبتونو کي ددرنو لګښتونو کول ډول ډول خواړه برابرول کوم چي زمونږ په رواج کي يې ځای نېولی دی حرام او ناروا عمل دی، بډایان که يې کوي وس به يې لري خو دغرېب سړي لپاره ډېر ځوروونکی عمل دی ځکه خو يې پالل حرام او ناروا دی او پرېښوول يې په هردين دوسته مسلمان باندي لازمي دی .
(۹) کوم لګښتونه چي د زوم له پلرګنۍ څخه د واده دورځي لپاره غوښتل کېږي لکه نغدي روپۍ اویا ورېځي ، غوړي، اوړه ، غوښي یا پوسونه، بوره ، چای او مسالې وغیره دا یو ډول ناحق ظلم دی، چي پرېښوول يي لازمي او داسلامي شریعت غوښتنه ده، که د ښځي پلارګنۍ په خپل لګښت سره ورا والو ته ډوډۍ ورکړي څه ستونزه پکي نشته او که یي توان ونلري هېڅ د هم نه ورکوي، البته که د نارینه پلارګنۍ پخپله خوښه د واده د ډوډۍ لګښت د نجلۍ په کور کي کوي او یا هلته ولیمه جوړوي څه ممانعت پکي نشته بلکه ولیمه ورکول که هرچېرته وي یو مسنون کار دی .
(۱۰) نجلۍ او د یا دزوم پلارګنۍ د نجلۍ په پلار دا حق نلري چي نجلۍ ته کور او د کور ضروري سامان آلات پخپله شتمنۍ کي واخلي ، بلکه سرچپه د ښځي پخپل نارینه باندي داحق دی چي کور او دهغه لوازم خپلي مېرمني ته تهیه کړي، البته که د نجلۍ پلرګنۍ پخپله خوښه هغې ته څه آخلي او یا نجلۍ پخپله شتمني او یا ولورکي ځان ته د کور سامان آخلي څه پروا نلري، او که دنجلۍ پلرګنۍ بېوسه وي اونجلۍ هم خپل ولور نه لګوي او له خپل نارینه څخه د کور اود هغه د لوازمو د تهیه کولو غوښتنه وکړي دا دهغې شرعي حق دی چي نارینه يي باید له خپل قدرت سره سم ورته چمتوکړي .
(۱۱) لورته دفسق آلات لکه تلوېزیون، ټایپ، وي سي آر چي غالبا يې استعمال په ګناه کي کېږي په واده کي د پلرګنۍ له خوا ورکول مطلق نا روا کار دی چي مسلمان يې باید ونکړي همدا راز دډېري لوړي بيي پالنګونه او بسترې او يا داسي نور شيان چي داسراف په زمره کي راځي صرف دنېکنامي او فخر لپاره ورکول هم نار وا عمل دی چي الله تعالی د مال بېځایه لبګښت نه خوښوي ددې په ځای غوره تګلاره داده که دنجلۍ پلرګنۍ بډایه وي او زوم يې لوېدلی وي همدغه لګښت دنغدي لور ته ورکړي تر یوڅو ورځي دبل له اړتیا خلاص شي او یايې نارېنه کوم روز ګار ورباندي روان کړي . اوکه دا لګښت دنجلۍ له ولور څخه پلرګنۍ کوي نو هم دي له الله تعالی څخه ووېرېږي ځکه چي دنجلۍ ولور د پلرګنۍ په لاس کي دهغې امانت دي چي باید تریوه وخته پوري يې ورته وساتي کېدای شي کله يې بنیادي ضرورت ورته پیدا شي .
(۱۲) نجلۍ ته د واده په وخت کي کي دهغې په ولور یوازي دهغو لوازمو اخېستل ضروري ده چي هغه يې غوښتنه کوي او یا داسي شیان وي چي په نوي کورکي دهغي بنیادي اړتیاوي پوره کړي دنجلۍ په غوښتنه هم باید یوازي هغه شیان دهغې لپاره واخېستل شي چي یو مسلمان قریب يې اړېن او حتمي وبولي نه داچي هغه څه غواړي او دی يې ورته آخلي داځکه چي دا امانت پداسي توګه لګول فرض دی چي نه خو بېځایه ولګېږي اونه پلرګنۍ پکي دګناه مرتکبه شي .
(۱۳) کوم جنس سامان او یا نغدي روپۍ او یا سره او سپین چي نجلۍ يي له خپل ځان سره د واده په وخت کي د خپل نارینه کورته وړي خواه که هغې په خپلو روپو اخېستی وي او یا که يي پلار ورته ورکړی وي او یا يي نارینه او دهغه پلرګنې په سوغاتونو کي ورته راوړی وي دا دهغې ذاتي ملکیت دی چي پلار ،مور، ورور، مېړه ، خواښیه ، خوسر او لېور او نور خپلوان پکي د هېڅ ډول تصرف کولو او د هغې له اجازت څخه پرته د وراخېستلو حق نلري .
که خواښیه او خوسر د زوم جېبونه تلاشي کوي دهغه بکس او یابټوه پلټي او یا بې اجازې شیان ځیني ورآخلي آیا دا به څوک ښه وګڼي؟ نجلۍ هم ورته شان یوه مکرم انسان ده چي دا ډول سلوک هېڅکله هم نه خوښوي او که يې څوک صندوق او بکسې تلاشي کوي یا دهغې په شیانو کي بې اجازې تصرف کوي نو جُرم يې هماغه خوسر او خواښیه ته ورته ده څوک چي له زوم سره ورته سلوک کوي
(۱۴) دواده په درېيمه چي دزوم پلرګنۍ دنجلۍ پلرګنۍ ته مېلمستیا کوي او هغوی یوه ډله کسان نارېنه او ښځي له ځان سره بیايي او هلته بیا نغدي روپۍ او یا نور اجناس دټکري په نوم اچوي دشریعت خلاف عمل دی، ددې په ځای غوره تګلاره داده چي کوم شی چي پلار يې خپلي لور ته ورکوي پخپل کور کي يې درخصتي په وخت کي باید ورته وسپاري که دهغې دمهر یوه برخه وي او که له خپل ځان څخه کومه تحفه وي او دواده په درېيمه ورځ زوم او دهغه پلرګنۍ ته چي تازه يې دهوسايي ساه اخېستي وي نور زیات ځور ورنکړي .
(۱۵) له واده څخه وروسته یو بل مناسبت وي چي نوم يې سرواره دی درواج له مخي پدې مناسبت کي پلارګنۍ مجبوره وي چي لور خپل کورته د یسوهې ټاکلي نېټې لپاره بوزي او بیا هلته د تللو په وخت کي یوه لوړ بیه تحفه ورکړي دا هم دشریعت له مخي کوم اساس نلري او نه پلار مکلف دی چي هرو مرو به لور ته سوغات ورکوي تحفه ورکول که څه هم بخپل ذات کي یوستایلی کار دی خو پدې وخت کي ددې لپاره چي رواج ونه پالل شي باید لورته هېڅ تحفه ورنکړي ترڅو مجبورو پلارګنیو ته پېټی دروند نکړل شي.
(۱۶) ښځه پخپل نارینه باندي د ښې ګوذارې کولو او حُسن معاشرت حق لري نارینه خپله مېرمن یوازي هغه وخت ترټلای او وهلای شي چي دیوه شرعي جرم مرتکبه شي لکه بې نمازي ، بې حجابي ، د خاوند په کور،مال اوځان کي بې اجازې تصرف ، له کور څخه دخپل نارېنه بې اجازې وتل او نور شرعي منکرات چي په ابتداء کي به يي پوهوي اوترټي او که ونه مني پداسي شکل يي وهلای شي چي کوم ښکاره عیب پکي جوړ نکړي ،خوسر او خواښیه نه خو پخپله نږور د خدمت کولو حق لري او نه ورباندي د خپلو غوښتنو او د دودېزو عادتونو دتپلو حق لري . یواځي مېړه پخپله مېرمن او مېرمنه پخپل نارېنه باندي متقابل حقوق لري چي یو هم باید تقصیر پکي ونکړي
(۱۷) دهغو کورنیو افرادچي د همدې رشتې په وسیله یو د بل خپلوان جوړ ېږي نارینه يي باید له نارینه وو سره او مېرمني يي باید له مېرمنو سره اړيکي وساتي دیوې کورنۍ دنارینه وو د بلي کورنۍ له مېرمنو سره (دخواښیه ، خوسر، نږوراوخپلي مېرمني په استثاء) د لاس روغبړونه او مجلسونه که سابقه حُرمت موجودنه وي یوازي د همدې نوي دوستي په اساس شرعاً جواز نلري، همداراز دخوښینو او درشته دارانو دکورنیو د نورو مېرمنو او پېغلو د لاس روغبړونه او دتنهايي مجلسونه او سفرونه له زوم سره او دورېنداري له لېورسره د اسلامي شریعت له نظره حرام او ناروا عمل دی چي مسلمان رشتې جوړوونکي باید تل ورڅخه ډډه وکړي .
(۱۸) د اسلامي شریعت له مخي ښځه باید له غیر محارمو نارېنه بالغینو څخه پرده وکړي لکه دخور مېړه دمېړه ورور ، دتره زوی د ترور زوی او داسي نور چي مونږ يې په دودېز ډول خپلوان ګڼو ښځه باید له خپل نارېنه خواښیه او خوسر د مېړه له خوېندو او نورو مېرمنو څخه که تر واده دمخه وي اوکه وروسته مخ پټ نکړي او پرده ورڅخه ونکړي د هغوی په وړاندي لوڅ مخ او لوڅ سر ګرزېدلای او کېناستلای شي ، آزاد مجلس او خبري کولای شي . خو زمونږ په دود او رواج کي نږور باید له خواښیه او خوسر څخه مخ پټ کړي ځیني خو يې له مېړه څخه هم لا مخونه پټوي، خو له لېور او دتره له زویه یا له اوښي (دخور له مېړه) سره له یوه ځایه بل ځای ته یا له یوه هېواده بل هېواد ته سفرونه آزاد ګپ شپ ، تودې خبري او مجلسونه کوي چي په څلورو مذهبونو ناروا عمل دی .
(۱۹) ددې خبري جوته کول ضروري ده چي محارم له هغو نارېنه وو او ښځېنه وو څخه عبارت دي کوم چي دتل لپاره داسلامي شریعت له مخي ورسره واده کول حرام ګرزول شوي وي لکه پلار، مور، ورور، وراره، ورېره، خور، خوريېی، خورزه، ماما ، خاله، تره، ترور، د مېړه زامن او لوڼي، رضاعی وروڼه، رضاعي خوېندي، مقصد داچي نکاح ورسره کول نه وي روا ، له دې څخه پرته نور ټول نارېنه اوښځېنه یو له بل څخه دشریعت له مخي پردي دي، پرده کول ورڅخه فرض ده ، په تنهايي کي خبري کول ، مجلسونه کول، ګپ شپ، سفر کول په لاس ورسره روغبړ کول مطلقا ناروا او حرام کار دی. لېورونه او ورېندار ګاني، اوښیان، او خوښیني د ترونو او ترورانو زامن او لوڼي دماماګانو او خاله ګانو زامن او لوڼی چي مراهقین یا بالغین وي دپردیو په جمله کي رازي ځکه چي په نکاح کولو کي يې حُرمت نشته.
(۲۰) کله چي نکاح وتړله شي له هماغه شېبې څخه زوم ددې حق لري چي له خپلي مېرمني سره وویني، مجلس ورسره وکړي یو دبل په مزاج او عادتونو ځانونه خبر کړي او ګټه هم پدې کي ده چي له واده څخه مخکي دواړه یوله بل سره وپېژني ښه به دا وي چي کله مهر بشپړ ادا کړل شي تر واده یوه میاشت مخکي زوم ته اجازه ورکړه شي چي له نجلي سره دپلار په کور کي وويني که ممکنه وي او دځای تنګي نه وي هلته شپې وکړي او شرعا پدې باندي کومه پابندي نشته دبېځایه غیرت په اساس باید زوم او نجلۍ له همدغه مشروع حق څخه چي دهغوی په نوي ژوند کی طلايي چانس ګڼل کېږي محروم نکړل شي .
(۲۱) داهم باید له پامه ونه غورځوو چي کله نجلۍ دپلار کورته بېوله کېږي نو له خواښیه او خوسر څخه يې اجازه غوښتله کېږي او هغوی د شپو نېټه ورته ټاکي چي داسلامي شریعت له مخي دا صرف دمېړه حق دی چي خپله مېرمن پرېږدي اوکه نه او دڅومره شپو لپاره. خواښیه او خوسر صرف پخپلو اولادونو حقوق لري په زوم او نږور دشریعت له مخي هېڅ ډول ټاکل شوي حقوق نلري البته زوم دخپلي مېرمني او مېرمن د خپل نارېنه په خاطر چي یو دبل والدین دي او دوی دهغوی اولادونه دی ورسره دښې ګوزارې‍ کولو او دهغوی خدمت کول او دقدر په سترګه ورته کتل د نارېنه او مېرمني دواړو لپاره د الله تعالی په وړاندي اجر لري خو هغوی يې په ځینو خاصو غوښتنو دمجبوره کولو حق نلري .
(۲۲) په پښتني دودونو کي پلرګنۍ مجبوره وي چي پخپله لور پسي لاړ شي او بیا دلور خوسرګنۍ ته عاجزي کوي چي خپله لور د هغوی لخوا دټاکل شوي نېټې لپاره ورسره پرېږدي او دا دیوې مسلماني کورنۍ لپاره ستر توهین دی (چي وايي اوس خو دلاس را لاندي دی) په اصل کي مېرمن پخپل نارېنه دا حق لري چي هغه يې دخپلو خپلوانو کورونوته چېرته چي شریعت ورباندي نیوکه نلري او هغه يې غوښتنه کوي باید پخپل لګښت ورسوي او بیا يې بېرته خپل کور ته بوزني دهغې دپلرګنۍ پداسي غوښتنو مجبوره کول غیر شرعی عمل دی اوکه يې پلرګنۍ پخپله خوښه بیايی او ورپسي راشي دنجلۍ خوسرګنۍ يې باید پلرګنۍ په سپکو خبرو توهین نکړي .
(۲۳) کله چي د یوې کورنۍ څوک په حق ورسېږي هغه بله کورنۍ د رواج له مخي مکلفه ده که له کوره وي او که له پوره یو ښه پوسه باید له ځان سره دیوې ډلي کسانو په ملګرتیا دمتوفی کورته بوزني او هلته يې حلال کړي چي دا هم یو رواجي کار دی او پالل يې ځکه ناروا دی چي په شریعت کي اساس نلري غوره تګلاره داده چي دتعزیت لپاره بې پوسه ولاړشي بيا که وس ولري پوسه په مرده پسي پخپل کور کي خیرات کړي او اوم يې په غریبانو ووېشي یايې پوخ کړي ګاونډیان ، غریبان او دوستان هم را دعوت کړي او که يې ونکړي نو هېڅ پروا نلري هر سړی پخپل وس نېولی دی .
(۲۴) پښتانه وايي لوښي چي ډېر شي غږ يې پورته کېږي ، دا لائحه دټولو ستونزو مخه نه نیسي کېدای شي درشتې په دوران کي له واده څخه مخکي او یا وروسته ځېني داسي لانجې راسربېره شي چي خپګانونه او بد وزېږوي پدې صورت کي باید دروغي جوړي او دلانجې او ستونزي دحل لپاره یوه داسي منل شوي دیني عالم ته چي هم بشپړه شرعي پوهنه ولري او هم ټولنېزي ستونزي هوارولی شي دواړه لوري واک ورکړي او چي دشریعت له مخي هغه هرڅه پرېکړه ور وکړي باید دواړه لوري يې دسر په سترګو ومنی .
د مسلمان لپاره هر مناسبت یوه آزموینه او درېښتوني ایمان امتحان وي ، مسلمان هغه وخت رېښتونی او واقعي مسمان جوړېدلای شي چي فاسد چاپېریال او غیر اسلامي دودپالنه او ذاتي ګټي يي دحرامو او یا منکراتو ارتکاب ته وروغواړي خو هغه ځان ورڅخه وساتي ، که مونږ پخپل ځان ، کور، کلي، اوټولنه کي د غیر اسلامي دودونو، مروجو ظلمونو، اودښځینه وو دحقوقو دخوړلو او تلف کولو، او دنورو محرماتو د له مېنځه وړلو په وړاندي له جهاد کولو څخه بېوسه یوبیا به مود مسلماني دعوا او دالهي نصرت تمنا بېځایه وي ځکه چي الله تعالی دظالمانو مرسته نکوي .
رواجونه پالل ، او درواج او دودپالني په پلمه دمحرماتو او منکراتو مرتکب کېدل کوم حجت ندی ، که سود کول ، د یتیم مال او حقوق غصبول، ظلم او تېری کول حرام وي نو دښځینه مهر او ولور خوړل دظلم بد ترین شکل دی ، ځکه چي قرآني آیتونه ، نبوي احادیث ، فقهي نصوص، او دسلف صالحینو کردار ټول پدې متفق دي چي مهر دښځي حق دی هغې ته به ورکول کېږي اوهېڅوک پکي دتصرف کولو حق نلري ، بل داچي دا په ښځه ظلم دی په ښځو کي بیا پخپله لور او یاخور او یا مېرمن باندي چي هېڅ غیرت من انسان يي نه خوښوي او نه يي روغ ضمېر اجازت ورکوي ، او الله تعالی به ضرور ددې هرڅه سخته پوښتنه، ګروېږنه او محاسبه کوي .
دا په لنډ ډول ځیني هغه اساسي دیني معلومات وو چي مسلمان والدین او د ښځو او نارینه وو أقرباء او أولیاء الأمور باید د خپلوي او رشتې له جوړولو څخه مخکي ورباندي خبر وي ، هم داراز که یو څوک درشتې دجوړولو په وخت کي دا نکات په مخلصانه نیت سره په پام کي ونیسي ، حق به يي حقدار ته رسولی وي او الله تعالی به ورڅخه راضي وي او په کوم کار کي چي د الله تعالی رضا شامله وي د هغه کار نتایج تسلي بښونکي وي ، زړونه ورباندي ډاډمن وي او همېشنۍ نېکمرغي تضمین کوي، او که یومسلمان په مختلفو پلمو(لکه چي وايي له جهانه ووزه خو له نرخه يي مه وزه) اسلامي ارزښتونه شاته غورځوي او یا خپله لاس تنګي او ضرورتونه او یامروج دودونه بهانه ګرزوي په الله تعالی به يي دروزي رسان او کارساز عقیده کمزوري وي، اسلامي معیارونه به ورته ارزښت نلري ولوکه درېښتوني مسلماني دعوا کوي خو الله تعالی به ورڅخه ناراض وي ، اوکله به يي هم هغه خوشالي چي مسلمان يي په دنیوي او اخروي ژوند کي تمه لري په برخه نشي .
نوراځۍ چي سر له نن څخه همدغو باطلو دودونو ته چي زمونږ دخوندو او لوڼو ژوند يي ترېخ کړی دی ، دنارینه وو يي ملاوي ماتي کړي دي، دکورنیو ترمېنځ يي ددښمنیو تخمونه شېندلي دي او ټولنه دفساد په لوري بیايي دپای ټکی کېږدو، دا اصلاحي عمل او مطلوب جهاد له خپلو ځانونواوکورونو څخه پیل کړو ، د هرقام او قبیلې دسپین ږیريو ، مشرانو، مصلحینو او علماوو فریضه ده چي د ناروا دودونو په کلکه مخه ونیسي او په پالونکیو يي تعزیري نغدي درنې جرمانې ولګوي او ذکرشوی اسلامي تګلاري ته عملي بڼه ورکړي ترڅو له یوې خوا د الله تعالی رضا لاس ته راوړله شي او له بلي خوا هغه ټولنېزي بدمرغیوي او فسادله مېنځه یوسي کوم چي يي دا تپل شوي باطل رسمونه په برکي لري په عین وخت کي به زمونږ دځوانانو او پېغلوهم دژوند په پسرلي کي مشروعي هیلي او آرمانونه پوره شي .
زه دیوه مسلمان په صفت په ذکر شوي تګلاري عقیده لرم او له ځان سره مي هوډ کړی دی چي زما رشتې جوړوني به ټولي إن شاء الله تعالى د ذکرشویو معیارونو په اساس بناء وي اوچي څوک په ذکر شویو اصولو راسره هم نظره او متعهد وي او په شرعي معیارونو برابر وي هغوی سره به درشتې دجوړولو په صورت کي دا لائحه ټکي په ټکي هم پخپله عملي کوم او هم مقابل لوری ورباندي ملزم او هوډمن ګڼم.
اللهم أرنا الحق حقا وارزقنا اتباعه وأرنا الباطل باطلا وارزقنا اجتنابه وصل اللهم وبارك على سيدنا محمد وآله وصحبه وسلم تسليما كثيرا وآخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمين والسلام على من اتبع الهدى

‏ 20‏، جون، 20۰۸

نن ورځ ....................................................... مونږ هریو
......................... د................................... ځوی
چي پدې رشته کي د ............................ ............. په صفت حاضر یم
او زه ......................... د............................... ځوی
چي پدې رشته کي د .......................................... په صفت حاضر یم
د لاندنیو ذکر شویو ګواهانو په حضور کي پخپل لاسلیک او بشپړو حواسو سره له الله تعالی اوحاضرینو سره هوډ کوو چي پورتنۍ لائحه مو بشپړه ولوستله او په ټولو موادو يې پوه شوو اودا هرڅه مو دسر په سترګو منلي دي. هېڅ ډول تخلف او سرغړونه به نه ورڅخه کوو . نه خوبه په رشته کي ذکر شوي رواجونه پالو او نه به يې غوښتنه کوو که الله تعالی مکړه هر یوسرغړونه وکړو الله تعالی ته، قوم ته او خپلي ټولني ته به ملامت او شرمنده يو او هم به د هرډول جرمانې منلوته چي درېیمان او مشران يې وټاکي چمتو یو.
والله علی مانقول وکیل .


chaparharay
10.06.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ښاغلي او دورند مولوي قدوسي صیب ډیرښه معلومات مو وړاندي کړي الله جل جلاله دي اجر درکړي او ما هم تر کم نیماي ولوسته او نور مي دلوستلو توان پیدا
نکړ دا نه چي ناروغ یم خو دومره لویه لیکنه زه نشم لوستۍ او فکر کوم چي زیات
نه زیات ۲ یا ۲نیم لوستونکو به لوستي وي نوروبه د اوږدوالي له لامله نه وي لوستي
خو که دي لیکنه کي مو دا هم ذکر کړي واي چي ولور هغه پیسو ته واي چي د انجلۍ
پلار يي اخلي او خپل جيب کي يي اچوي چي اسلام کي مطاق منع دي او مهر هغه ته واي انجلۍ ته ورکول کیږي چي حق دی او روا دی ډیر والي ته يي هڅ حق نشته
خو که د کومي انجلۍ مهر کم وي نو برکت يي زیات وي داسي یو حدیث مي چیرته
ترسترګو شوي خو اوس راته ندی یاد چي سند يي څنګه دی[اقل هن مهرا اکثرهن برکة] او که څنګه عبارت راځي نو رښتیا که مهر کم او ولور بیخي منع شي نو ډیر
ښه کار به وشي.
بیا هم دقدوسي صیب د لیکني نه ډیره مننه په زړه پوري معلومات دي خو که یو څوک يي ولوستي شي.

چپرهاری


أبوخليل قدوسي
10.06.2011

چپرهاري صاحب چي ټوله ليکنه دي لوستی وای پوښتنه به دي ځواب شوي وای داتقریباً بشپړه لایحه ده زه يې په پې ډي ایف شکل کي کتابتون ته پورته کوم دنصوصو له ذکر کولو مي پکي ډډه کړي ده ځکه چي ډېره لویېدله .

ماچي کله واده نه وو کړی نو دې باطل رسم ډېر ځورولی وم او يوه ليکنه مي هم ورباندي کړي وه چي تقریبا سل مخونه يې نېولي وو په اتیایېزو کلونو کي خو چي واده مي وکړ بيا رانه ورکه شوه او دا موضوع مي نوره هېره شوه ځکه چي ستونزه مي حل شوه خو چي کله مي دلوڼو او زامنو دودونو وخت راغی بيا مي مشکل احساس کړ بيا مي دالایحه جوړه کړه او چي له چاسره مي رشته کوله نو پدې لایحه مي امضاء ځېني اخېستله ما بشپړه پلي کړه خو مقابل لوري بيا وروسته ورڅخه سرغړونه کوله خو ما موقع نه ورکوله .
څه وکړو دابدبختي خو زمونږ ټولنه لري غربیان ندي ګرم چي وايي افغانان دښځېنه وو حقوق نه مراعات کوي مونږ هغه حقوق ښڅو ته نه ورکوو کوم چي اسلام ورکړي دي


رښتینی
11.06.2011

قدوسې صاحب الله دې ډېر اجرونه درکړې
بېخې په زړه پورې لیکنه ده او بلکل کارګره
هم ختلی ده خو دا تړونونه بیا زموږ په حق کی
ستونزه ګزخېدلې ده :)


م . ق
25.08.2011

ولور چې په هر نوم وي او په هر شکل بیا هم ولور دی که هغه نقدې پیسې وي او که نور اجناس او یا بې ځایه مصارف او رواجونه وي چې په هر صورت یې دروند بوج او تاوان د هلک کور ته رسي چې دا یو ظلم دی.


۰
25.08.2011

السلام علیکم ورحمةالله
مبارزقرآني صیب لکه چي خسرکاکا دي درسره ظلم کړی وي او ښه يي تاواني کړي يي :lol: :lol: :lol:

ستاسو مومندافغان


حلیم
26.08.2011

خلکو به هر څه ویلي وي، خو زه دومره وایم چې:
که ولور ریښتیا هم حرام وي، او یا خپلې خور لور ته په مخکې نه ایښودل کیږي او نکاح تړل کیږي. خدای د هغه ملا چې دا نکاح یې تړلې هم برباد کړي او هغه عاقدین چې دې ناروا کار ته لاس اچوي هم برباد کړي.
لعنت پدې مردار ژوند!، د یو ورور د واده لپاره دری څلور وروڼه یو ځای د څو کلونو لپاره مزدوري پسې ورک وي چې توی ورته وکړي، بیا چې د توی خبره ختمه شي د زوم په شمول بیا ټول وروڼه د اوږدې مودې لپاره لا لهانده ورک وي. دا څه مانا؟ === یو ماشوم را لوی شي سپین ږیری شي، ټول کار یې دا وي چې ځانته یې واده کړی وي او د وروڼو لپاره یې واده کړی وي بس - بیا یې خوله چړپه شوي وي.

دا خلک که وردګ دي که غزنیوال، همداسې ښه دي، په دوی کې چا خپله خور لور ارزانه خرڅه کړیده؟
ولې د کم ولور ناوې ته په بده سترګه ګوري؟
ولې یې ځنې یوازې په یوه ښځه بسیا نه کوي؟
ولې یې ځنې خپلو زامنو ته آن په ماشومتوب کې واده کوي؟

لدې ټولو ښکاري چې دوی د همدې ډول ژوند سره تطابق کړی، د بل اخلي خپلې خرڅوي، او...............


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more