د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

مزار شريف: د ښځو لپاره سپورټي کلب جوړسو

pattang
08.03.2011

مزار شريف: د ښځو لپاره سپورټي کلب جوړسو

خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : فريده مصطفی زاده
نېټه : ١٧ / ١٢ / ١٣٨٩ | 2011-03-08

د مزار شریف د ښار د ښځو لپاره سپورتی کلب جوړ شو دا کلب چی د رسمی ورځو په دوه ټایمونو مخکی او وروسته له غرمی به میرمنی پکی تمرین کوی د مزار شریف ښار د باغ زنانه په سیمه کی جوړ شوی
دا کلب د امریکا د سفارت په مالی او تخنیکی مرسی جوړ شوی چی د ښځو چارو ریاست ته سپارل شوی د ښځو تمرینونه پکی په وړیا توګه دی
د مزار شریف د ښځو د سپورتی کلب روزونکی میرمن فریده خیر اندیش پدی اړوند وایی :
سپورتی کمیټه زموږ د ټولنی یوه برخه ده نن موږ دا ستاسو دوستانو او د ای اس جی پی د موسسی په مرسته پرانیسته دا کلب یوازی د بدن جوړونی یا غړیو د روزنی دی ددی لپاره چی ډیرو کلونو جنګ د میرمنو روحه ځپلی ده نو دوی سپورت ته اړتیا لری په راتلونکی کی موږ غواړو لا ډیر کلبونه د میرمنو لپاره ولرو اوس دا کلب عمومی ده او په ډیرو رشتو کی زه کولای شم میرمنو ته روزنه ورکړم خو همدا کافی ده چی دوی وکړای شی دلته راشی کوم خاص شرایط نه لرو
نجمیه یوه پیغله ده چی پدی کلب کی همدا نن دلته راغلی او تمرین کوی
دا د ښونځی د یولسم ټولګی زده کونکی ده او پریکړه یی کړی چی وروسته لدی به هره ورځ راځی :

[img:2342f93e16]http://larawbar.com/data/image/news/sport_Club_Mazar_e_Sharif.JPG[/img:2342f93e16]

زموږ کلب تازه پرانیستل شوی او یله ده چی په نږدی راتلونکی کی ډیر فعالیتونه ولری زه د بدن جوړونی یا غړیو روزنی سپورت سره ډيره مینه لرم چی دلته یی وسایل هم شته دی مخکی موږ د لږ شمیر ښځو د جذب ظرفیت درلود او وسایل نه وو خو اوس ډیر مجهز او کافی وسایل شته هیله ده چی ډیری میرمنی دلته مراجعه وکړی
دا وسایل ډير ساده نه بلکه ډیر پرمخ تللی او ښکلی دی
دا میرمنی هم په ډيری مینی سره د څرخ پر سر ولاړی دی او په خوند سره تمرین کوی
اوس مهال د مزار شریف په ښار کی تر زرو زیاتی میرمنی د هغو نجونو برسیره چی په ښونځیو کی تمرینونه کوی په بیلابیلو سپورتونو په بیلابیلو کلبونو کی سپورت کوی چی دلته د ښځینه روزنوکو لخوا تمرینونه ورکول کیږی .

[color=darkred:2342f93e16] ستاسو دتبصرو په هيله !
داکار په اوسنيوشرائطو او په کلتوري شرائطو کې ګټه لري اوکه تاوان !
داشغالګرو دسرطان ويروس ورځ په ورځ بدن ضعيفه کوي [/color:2342f93e16]


عنوان

tandar
09.03.2011

داشراېط دهغو ښځو دپاره مهيا شويدې چه پلطون ې په ځان کې او دميز شاته ناسته او په کافې اندازه مياشتنې معاش ولرې٠
زمونږ ښځې دخپل کورنې کار څخه داسې ستړې او ستومانه دې چه له خدايه غواړې چه کله به ماښام کيږې او خپل اودس اولمونځ وکړې او سر کيږدې٠
زمونږ ښځې علاوه له دماشومانو ،پخول ،مينځل ،جارو کولو څخه په تبر لرګې ماتوې،دخپلو ميړنو سره په کرنه او قلبه کې سنګين کارونه تر سره کوې ،دهغوې ټکرې په سر او دپت په جامو کې پټې ،اوپه خپلو کلتورې جامو افتخار هم کوې٠
مګر سپورت هم صحې دې دښځو هم حق دې ولې نه٠
مننه


عنوان

tandar
10.03.2011

داعکسونه چه هر چالرې کړې ،خداې پاک دې تل همدغسې پرده وکړه لکه تاچه دنورو وکړه او واقعا چه يو ناموس داره افغان ې،دبل عذت او پرده دځان عذت او پرده ده،هر څه به يوه اندازه لرې٠
مننه٠


chaparharay
10.03.2011

السلام علیکم
تندر صیب تاسی ښه خبره کړی خو دا عکسونه چی د انجلکیانو دی او د سپورت په حالت کی ایستل شوی اوس هم موجود دی لری شوی خو ندی تاسی بیا کوم عکسونه یادوی ؟
د ټولو افغانانو مسلمانانو د پت او عزت ابرو په هیله.


عنوان

tandar
10.03.2011

وروره سلام ٠
داعکسونه نن سهر د٤ بجو په شاوخواکې ړنګ شوې وه٠
دا ټولې زمونږ خور ګانې او مورګانې دې،دوې هم انسانان دې په خپل افغانې چوکات کې هم دسپورت حق لرې او هم دنور جهان دښځوغوندې دژوند حق لرې او بايد ورته احترام وشې٠
نن دې امريکاې پيلوټانې په خاوره بمبارد کوې او افغانو ښځو ته دسپورت دحق ورکولو په هکله بايد تبصيرې وشې٠
څوک چه مخالف دې ،بايد خجالت وباسې٠
سالمه مور ،سالم اولاد راوړې او لويوالې شې
همدومره به بس وې٠
مننه


chaparharay
10.03.2011

السلام علیکم
تندر صیب ما پدی کی څه ندی ویلی چی دا ښه کار دی یا بد خو داسی می لیکلی چی تاسی ویلی چی عکسونه لیری شوی نو عکسونه شته شاید ستاسی کمپیوټرکی کومه ستونزه وی نورمی تبصره نده کړی .
او د تبصیری په توګه به دا ووایم چی هو سپورت ښه شی دی خو که ددی خلکو سره [امریکایان او د ددی غلمامان]سره څوک ورنژدی کیږی نو نور فسادات تری پیلیږی که چیری په پرده کی کار وی او نور اخلاقی مشکل تری جوړ نشی او لاره ورته برابره نشی نو مطلق سپورت خو بد شی ندی .
خو مونږ پدی ویریږو چی په همدی بهانه نجونی له کوره راوباسی او بیا یی دلته ورته د فزیکی ورزش سره ذهنی تخریب کیږی چی ډیری بدی پایلی به ولری او که داسی نه وی او فقط سپورت وی نو بیا بده نده!
په درنښت


عنوان

tandar
10.03.2011

سلامونه مې ومنه ډير بلاسړې ې يو کونج ورته پيدا کوې :roll: :roll:
زهنې خرابوالې دtv او انټرنيټ نه زيات پيداکيږې نه دسپورت نه٠
او که په دې ډاريږې چه دا سپورت مينانې سبا خپل ميړونه ونه ډبوې :roll: :roll:
هم امکان لرې :roll: :roll:
او که ميړونه ې داسې دوسان وې لکه دا وطن فروشان ،نو بيا ې پريږده چه ښه سپورت ورته وکړې اوتکړه شې، چه سم وهل ورکړې :roll: :roll:
مننه٠


chaparharay
10.03.2011

السلام علیکم
تندر صیب که داسی وی نو بیا خو ورته کراته هم ضروی ده ځما لخوا ورته د کراتی او باکسنګ یادولو درخواست دی هاهاهاها
په ډیر ادب


z.shaheen
10.03.2011

خدا زنان افغان به خصوص ورزشکار زن افغان را توفیق بیشتر بدهد:

[color=blue:8d79235861]مصاحبه با شمیم اصغری قهرمان رشته ورزشی فول کانتاکت افغانستان [/color:8d79235861]
شمیم اصغری: میخواهم به عنوان یک بانوی افغان درتمامی مسابقات بیرق زیبای کشورم رادرسکوهای قهرمانی به اهتزازدرآورم.

1- از خودتان بگویید.
به نام خدا شمیم اصغری هستم عضوتیم ملی فدراسیون" نیوفول کانتاکت شین گی تای" افغانستان ومتعلم صنف12لیسه ام البنین.

2-ازچه زمانی به ورزش روی آوردید؟
حدود 3 سال میشود که به ورزش روی آورده ام وتقریبا یک سال است که عضوتیم ملی هستم ، درآکادمی ورزشی "شیهان" تحت نظرشیهان امیرحسین حیدری ورزش راشروع کردم وفعلا درحال تدریس این ورزش برای همنوعانم میباشم.

3-انگیزه وهدفتان از روی اوردن به ورزش چیست؟
هدف وانگیزه ام درابتدا داشتن بدن صحتمند و سالم بود.اما حالا به اهداف وآرزوهایم افزوده شده است و آن اینکه میخواهم به عنوان یک بانوی افغان درتمامی مسابقات آسیایی،منطقه ای وجهانی بیرق زیبای کشورم رادرسکوهای قهرمانی به اهتزازدرآورم.
4-ازکارنامه های موفق تان دررشته ورزشی تان بفرمایید؟
درمسابقات انتخابی تیم ملی بانوان سال1388مدال طلا گرفتم.

5-درمورد دستاوردتان دراخرین مسابقه بیشترتوضیح دهید؟
[color=blue:8d79235861]درمسابقات منطقه ای که بین کشورهای ایران،عراق،تاجکستان وافغانستان در شهر تهران برگزار شده بود من توانستم باشکست دادن 2حریف ایرانی ویک حریف عراقی مقام اول ومدال طلا رابرای هم میهنانم کسب نمایم.[/color:8d79235861]

6-فامیل،اقارب و دوستانتان تاچه اندازه در پیشرفتتان موثر بوده است؟
بسیار زیاد. اولترازهمه استاد نهایت مهربانم شیهان امیرحسین حیدری درموفقیتهای ورزشی ام نهایت نقش اساسی داشته وسپس تشویق های فراوان پدر،مادر، خواهر، برادر بزرگم ومعلمان مکتب ام بسیارمفید بوده است. واین تشویق ها تاثیرات بسیار زیادی در پیشرفتم در رشتۀ ورزشی داشته است.

7-حضوروجایگاه زنان در ورزش راچگونه ارزیابی میکنید؟
طوریکه همه میدانیم نیمی ازپیکره جامعه مارا زنان تشکیل میدهند پس لازم وضروری هست که انان هم درکسب افتخارات وسازندگی وطن خویش سهم بگیرند. همه مردم شاهد رشد زنان در رشته های ورزشی هستند و چه بسا ورزشکارانی که مقامهای بالا را کسب نمودند و در چند سال اخیر ورزش زنان در افغانستان انکشاف خوب و وسیع یافته است.

8-خاطره تان ازمسابقاتی که تااکنون داشته اید تعریف کنید؟
خاطرات خوب بسیار است اما بهترین خاطره ورزشی ام درمسابقات ایران این بود که بعد ازمسابقات ورزشی سمینارآموزشی و ازمون مربیگری بین المللی برگزارشد که من درمیان اشتراک کنندگان از تمام کشورهای حاضر در مسابقات اول نمره عمومی دربین زنان ومردان شدم که مدرک مربیگری بین المللی سمپای2 راتوانستم اخذ نمایم.

9-استقبال مردم ازپیروزی شما در مسابقات چگونه بود؟
حضورمردم واستقبال هم میهنانم بسیارچشمگیربود ومن از همه انان سپاسگذارم. این مردم هستند که ما را تشویق میکنند و باعث میشوند تا ما بتوانیم افتخارات زیادتری را نصیب کشورمان نمائیم و استقبال آنان روحیۀ جدیدی را به ورزشکاران مخصوصا ورزشکاران دختران و زنان مید هد.

10-پیام شما به مردم افغانستان منحیث یک ورزشکارچیست؟
از خانواده های محترم میخواهم که اجازه دهند که دختران انها نیزبه ورزش روی بیاورند تا موفقیت های بزرگی را در زندگی شان کسب نمایند مخصوصا ورزش نیوفول که یک ورزش کاملا علمی واکادمیک میباشد و این ورزش برای تمام اقشارجامعه مفید بوده و توانایی های روحی و جسمی شان را بالا میبرد.

http://afghanwomen.persiangig.com/page3.html


chaparharay
10.03.2011

السلام علیکم ورحمةالله
تندر صیب هغه زه چی پری ویریدم هغه دا کار وو اوس یی ورسره ګز کړه
چی سیر نه څو پتیری پخیږی!!!


shokoor
10.03.2011

سلام علیکم
[quote:e2a07ecb28="چپرهاری"]السلام علیکم ورحمةالله
تندر صیب هغه زه چی پری ویریدم هغه دا کار وو اوس یی ورسره ګز کړه
چی سیر نه څو پتیری پخیږی!!![/quote:e2a07ecb28]
چپرهاری صاحب له څه شي نه وېریدې او ویرېږﺉ؟ د دې ورزشکارې مېرمنې په مصاحبې کې خو زه داسې شی نه وینم چې دوېرې وړ وي. هغه مېرمنه پدې ویاړي چې په نړېوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال یې ګټلئ او د افغانستان بیرق یې اوچت کړی دی.
والسلام


عنوان

tandar
10.03.2011

شکورخانه سلامونه مې ومنه دچپرهارې صيب د ډارسوال به زه درځواب کړم٠
دهغه مطلب دادې چه دپيغلو لپاره دا بايسکل سوارې او داسې نور داسې عوامل هم مينځ ته راوړې چه بيا به دغسې پيغلې په هغې جامعه کې تر ابده بدبخته ګرځې او څوک به زړه ورته نه ښه کوې چه ورسره واده وکړې ،دسرو زرو مدال باندې به بيا څه وکړې چه ځوانيتوب ې ،،دخترې، ، ې په کې له مينځه لاړه شې اول شايد ته خپله افغان ګفته زړه ورته ښه نکړې او سل اشتباهې دې په زړه کې وګرځې٠
او دا څه نوې خبره نه ده ،په افغانستان کې دافغان لپاره چه له هر قومه څخه وې اولين سوال دې٠
چپرهارې صيب په ر از کې ياده کړې او ما درته په پيجې کړه٠
هيڅوک دورزش دمخالفت حق نه لرې دا حق دهر انسان دې نر وې او که ښځه مګر جامعه بيا فرق کوې،په کابل کې يو وخت متل ګرځيدلې و،کومې نجلۍ چه به ښځه شوې وه بيا به ې کورنې ويل چه از بايسکل افتاده٠
مونږه له لندنه نه يو راغلې هم هغلته غټ شوې او لوې شوې يو او خپله جامعه په تمامه معنې سره پيژنو،مونږ دخپلو خويندو او ميندو ابرواو نيکمرغې غواړو٠
سپورت هوکې،چه ددوې نيکمرغې او راتلونکې ژوند په کې تامين وې
مننه٠


Re: عنوان

shokoor
12.03.2011

سلام علیکم
[quote:5ef8a9f6b9="tandar"]شکورخانه سلامونه مې ومنه دچپرهارې صيب د ډارسوال به زه درځواب کړم٠
دهغه مطلب دادې چه دپيغلو لپاره دا بايسکل سوارې او داسې نور داسې عوامل هم مينځ ته راوړې چه بيا به دغسې پيغلې په هغې جامعه کې تر ابده بدبخته ګرځې او څوک به زړه ورته نه ښه کوې چه ورسره واده وکړې ،دسرو زرو مدال باندې به بيا څه وکړې چه ځوانيتوب ې ،،دخترې، ، ې په کې له مينځه لاړه شې اول شايد ته خپله افغان ګفته زړه ورته ښه نکړې او سل اشتباهې دې په زړه کې وګرځې٠ [/quote:5ef8a9f6b9]
زه ځانته دا صلاحیت نشم ورکولای چې د نورو د برخلیک وکالت وکړم زه پدې باور یم چې هر څوک به د خپلو نږدې دوستانو اوخپلوانو په مشوره د خپل د خیر او شر قضاوت پخپله وکړي.

د تعجب ځای دی چای تاسې پخپله اعتراف کوی چې بایسکل او نور ورزش او حرکتونه هم دیوې نجلۍ د پېغلتوب په علامې اغیزه لری نو تاسې د یوه روڼ اند شخص په توګه ولې دا د جهالت د زمانې دودونو سره مبارزه نکوﺉ؟
زما پوښتنه د هغو محترمو هېوادوالو څخه چې د نجونو د سپورت مخالف دي دا ده چې آیا دوی دې سره موافق دي چې یوه واده شوې ځوانه ښځه دا سپورتونه وکړی؟؟؟

[quote:5ef8a9f6b9]سپورت هوکې،چه ددوې نيکمرغې او راتلونکې ژوند په کې تامين وې [/quote:5ef8a9f6b9]
کوم سپورت؟ جمناستیک؟ فوتبال، هاکی، باسکتبال ، جودو او داسې نور خو ټول دغه ستونځه لری! آیا ښه به نه وی چې دخپل ماشومان که نجونې دي که هلکان د یوه اعتماد په فضا کې وروځو او هڅه وشي چې د جهالت د دورې بد دودونه زمونږ له ټولنې څخه لرې شی؟ د نجلۍ خرڅول او په بدویې ورکول د غیرتمنو کار دی خو د سپورت لپاره د بهرنیو د شته والي او آخرت پلمې جوړېږي.

والسلام


عنوان

tandar
12.03.2011

شکور خانه سلامونه ٠
ددغې سوال په ځواب کې دې ځان ډير عاجز ګڼم٠
زما په ژوندون خو فکر نه کوم ،چه کوم نسل به په دغسو ټکو پسې ونه ګرځې هغه هم افغانې جامعه کې٠
او که اشغالګر پاتې شول او افغانانو ملې حاکميت او استلال دتل لپاره خرڅ کړو نو په لاندنيو نقطو هم بيا غيرت په کار نه دې، چه سړې غرق شې ،څه يوه نيزه به اوبو کې څه ٢ نيزې په اوبو کې ،غرق ،غرق دې٠
او بې غيرتې هم داسې درواخله، چه په استقلال سړې ننګ ونه کړې ،بيا دا نور څه خو په جزئياتو کې راځې٠
غم مه کوه ،اشغالګر چه پاتې شول ،داسې ازادې او ديموکراسې به ووينې چه غرب به دسړې دياده ووځې،شرابونه به وې ،کبابونه ،عشقونه به وې ،دغرب غوندې ديسکوګانې به وې ،پلار او مور به داحق نه لرې چه ځوې او لور ته وواې چه دشپې تر ناوخته چيرته او له چا سره او څه ې وکړل او زړونه ې هم سره يخ کړې اوکه نه ؟ :roll:
بيا داميراثې اوافغانې ناموسې مډال په خپله بې ارزشه کيږې،يواځې جان او قربان به پاتې وې ،په محکمو باندې به هم وار نه وې ،څوک به طلاق اخيستو ته ورننوځې او دچا به لاس کې وې ،ترې راوځې به،ځکه ازادې به وې هر سړې چه هر څه وغواړې،حق به ې او غواړې به ې،غربې نړې ې ښه مثال دې٠
زه خپله سپورت نه ردوم ،ولې نه دهر انسان حق دې ٠ چه دانسان اينده ته مفيد تمام شې٠ مګر داسې نه چه يو مډال ګټې او بل خداې مډال له لاسه ورکوې ،چه ديو ځوان دژوندارمانونه ورسره خاورې کيږې٠ :roll:
مننه
[color=darkblue:fb03789482]د تعجب ځای دی چای تاسې پخپله اعتراف کوی چې بایسکل او نور ورزش او حرکتونه هم دیوې نجلۍ د پېغلتوب په علامې اغیزه لری نو تاسې د یوه روڼ اند شخص په توګه ولې دا د جهالت د زمانې دودونو سره مبارزه نکوﺉ؟ [/color:fb03789482]


Re: عنوان

monir
13.03.2011

سلامونه اوښې چارې
[quote:a78ae3da7a="tandar"]
غم مه کوه ،اشغالګر چه پاتې شول ،داسې ازادې او ديموکراسې به ووينې چه غرب به دسړې دياده ووځې،شرابونه به وې ،کبابونه ،عشقونه به وې ،دغرب غوندې ديسکوګانې به وې ،پلار او مور به داحق نه لرې چه ځوې او لور ته وواې چه دشپې تر ناوخته چيرته او له چا سره او څه ې وکړل او زړونه ې هم سره يخ کړې اوکه نه ؟
[/quote:a78ae3da7a]
دا خو د هغو ګواکې غیرتیانو باټې او د زړه تسل دي چې په هماغه توصیف شوې غربی نړۍ کې ژوند کوی، نجونې او ځامن یې په همغه لویدیځې نړۍ کې ښوونځیو، لامبو او دیسکو ته ځی خو په افغانستان کې د لویدیځوالو د شته والي پلمې لټوی! د هجرت په غربی نړۍ کې مو د زړه تسل کوﺉ ، کوﺉ یې ،خو د افغانستان دخلکو وکالت مه کوﺉ ! پرېږدﺉ چې هغه خلک د خپلو ښېګڼو او زیانونو په اړه پخپله قضاوت وکړي !

په درنښت


عنوان

tandar
13.03.2011

مونير خانه سلام هغه دپيغام،، دڅنګه ې،، احوال دې معلوم نه شو؟
دا کومه ليکنه چه دې کړې بالکل زما په زړه دې کړې کور دې ودان٠
هغه ريشخندې چه واقعا [color=red:6e1db8e9bc]بعضو افغانانو[/color:6e1db8e9bc] په غرب او امريکا کې کړې او کوې ې خپله غربيان ورته په تعجب کې دې٠
مګر داسې افغانان هم شته چه خپل اسلاميت ،افغانې غيرت اوکلتور ې ساتلې او دقدر وړ دې٠
مګر که اشغالګرو هډې جوړې کړې او دتل لپاره پاتې شول ، نو چه دهر چا خور او لور ې خوښه شوه ،په زور به ورسره ميله کوې نه په رضا،دا کارونه ې پس له ٢ جګړې په جرمنې کې کړيدې او ٣٠ کاله مخکې ما په خپلو سترګو ليدلې دې چه دسرک له غاړې هلک او نجلۍ روان وه او امريکاې جيپ راغې ،تورپوستې مسلح عسکر ترې راښکرته شول او نجلۍ ې په زور جيپ ته پورته کړه،المانې پوليس هيڅ ويلې نه شې ٠دکسل په ښار کې دا کار شوې٠
وګورو چه څه پيښيږې،افغانان څو طبقې شوې
يوې طبقې جنايات کړې له ملته ډاريږې ،اشغال او اشغالګر غواړې دځان ساتلو لپاره ٠ هغه په داخل او خارج کې له اشغالګرو دفاع کوې٠
يوه طبقه ې دوطن ازادې او ملې ناموس غواړې٠
هغه خلک چه جسمې له وطنه لرې دې مګر قلبې په وطن او دخپلو خلکو سره دې او د وطن او ملت نه دفاع کوې هر جنايت کار اوجنايت غندې٠
دوطن فروشانو ،اشغلګرو ،isi پنجابې او دخومينې نوکرانو په سر تندر٠
ديو ازاد هيواد په هيله٠


Re: عنوان

bewatan
13.03.2011

مونير خانه ښې چارې
ستاسو له ليکنې هويدا ده چه هر افغان بهر کې اوسې دافغانستان په باره کې خپل نظرحق نه لرې چه وړاندې کړې هغه نور خارجې شو او دافغانستان دراتلونکې سرنوشت په هکله بايد ليکنه او خبرې ونه کړې که څنګه؟
د ننې وزيرانو په جبونو کې دخارج دتابيعت پاسپورتونه څنګه پراته دې؟
او بل دکابل دښار له ديسکوګانو نه حتې دظاهر شاه په وخت کې چه شهر نو ترې ډک وو ولې بې خبرې کوې او سترګې پرې پټوې؟
هغه چا چه ننګ ناموس ته په افغانستان کې پخوا هم ارزش نه ورکولو که نن خارج پورې رسيدلې دې څه ارزش به ورته ولرې
څوک چه افغان وې او ننګ ناموس پيژنې هغه ته خارج او داخل بې تفاوت دې
دلته موضوع دسپورت وه نه بل شې او سپورت يو صحې عمل دې بايد دصحت لپاره وشې نه مډال لپاره نر وې که ښځه
[quote:0a2021fabb="monir"]سلامونه اوښې چارې
[quote:0a2021fabb="tandar"]
غم مه کوه ،اشغالګر چه پاتې شول ،داسې ازادې او ديموکراسې به ووينې چه غرب به دسړې دياده ووځې،شرابونه به وې ،کبابونه ،عشقونه به وې ،دغرب غوندې ديسکوګانې به وې ،پلار او مور به داحق نه لرې چه ځوې او لور ته وواې چه دشپې تر ناوخته چيرته او له چا سره او څه ې وکړل او زړونه ې هم سره يخ کړې اوکه نه ؟
[/quote:0a2021fabb]
دا خو د هغو ګواکې غیرتیانو باټې او د زړه تسل دي چې په هماغه توصیف شوې غربی نړۍ کې ژوند کوی، نجونې او ځامن یې په همغه لویدیځې نړۍ کې ښوونځیو، لامبو او دیسکو ته ځی خو په افغانستان کې د لویدیځوالو د شته والي پلمې لټوی! د هجرت په غربی نړۍ کې مو د زړه تسل کوﺉ ، کوﺉ یې ،خو د افغانستان دخلکو وکالت مه کوﺉ ! پرېږدﺉ چې هغه خلک د خپلو ښېګڼو او زیانونو په اړه پخپله قضاوت وکړي !

په درنښت[/quote:0a2021fabb]


monir
14.03.2011

بې وطنه وروره سلامونه او ښې چارې خدای دې د کوم وطن خاوند کړه!

[quote:1421d1c8fa]ستاسو له ليکنې هويدا ده چه هر افغان بهر کې اوسې دافغانستان په باره کې خپل نظرحق نه لرې چه وړاندې کړې هغه نور خارجې شو او دافغانستان دراتلونکې سرنوشت په هکله بايد ليکنه او خبرې ونه کړې که څنګه؟ [/quote:1421d1c8fa]
نه ګرانه هسې نده! دلته خبره په ډبل مورال باندې ده چې ځینې هېوادوال پدې غربی ټولنې کې داسې ګډ دي چې هغه د جهالت د دورې دودونه او خیالي معیارونه چې دافغانستان له ټولنې څخه یې لري اوپلي کول یې غواړي پدې غربی ټولنې کې یې اصلا پلی کول امکان نلری. نو چې داسې ده دا د ډبل مورال نارې سورې دڅه لپاره؟
[quote:1421d1c8fa]او بل دکابل دښار له ديسکوګانو نه حتې دظاهر شاه په وخت کې چه شهر نو ترې ډک وو ولې بې خبرې کوې او سترګې پرې پټوې؟ [/quote:1421d1c8fa]
ښایي چې وې مګر هغه وخت خو بهرنیان نه وو ستونځه په څه کې ده! دا چې معصومې نجونې دنارینه و د جنایت په بدل کې په بدو ورکول یا خرڅېږي دا غیرتی ټول غلي ناست دي او ورته ناموسداری وایي؟
[quote:1421d1c8fa]څوک چه افغان وې او ننګ ناموس پيژنې هغه ته خارج او داخل بې تفاوت دې [/quote:1421d1c8fa]
پرځای خبره ده خو دغه معیار باید دننه په افغانستان کې مېشتوخلکو باندې هم صدق وکړي! څوک چې باناموسه وي د بهرنیو شته والی د هغو پر ناموسداری باندې کومه اغېزه نلری. چې نه وی ستاسو خبره سمه ده چې داخل او خارج نلری.
[quote:1421d1c8fa]دلته موضوع دسپورت وه نه بل شې او سپورت يو صحې عمل دې بايد دصحت لپاره وشې نه مډال لپاره نر وې که ښځه [/quote:1421d1c8fa]
تاسې خو ولیدل چې دوستانو له سپورت نه یې څه شیان جوړ کړل!

په درنښت


عنوان

tandar
14.03.2011

مونير خانه سلام او ښې چارې٠
دادسپورت موضوع يوې خواته پريږده ،خداې دې وکړې چه دبايسکل پر ځاې په ديوالو سپرې شې هغه کوم مشکل نه دې٠
خو دا يوه خبره راځواب کړه بدون له تشريح نه په قاطع توګه چه اشغالګر ووځې او که پاتې شې؟
[color=red:07c2321078]بلې پاتې شې؟
نه بايد ووځې؟[/color:07c2321078]
مننه


Re: عنوان

monir
14.03.2011

سلامونه او ښې چارې!
[quote:60c5d58450="tandar"]مونير خانه سلام او ښې چارې٠
دادسپورت موضوع يوې خواته پريږده ،خداې دې وکړې چه دبايسکل پر ځاې په ديوالو سپرې شې هغه کوم مشکل نه دې٠
خو دا يوه خبره راځواب کړه بدون له تشريح نه په قاطع توګه چه اشغالګر ووځې او که پاتې شې؟
[color=red:60c5d58450]بلې پاتې شې؟
نه بايد ووځې؟[/color:60c5d58450]
مننه[/quote:60c5d58450]
تندر صاحب لکه چې احساساتی شوﺉ یئ ! د څه شی امتحان اخلې؟؟؟زه فکرکوم چې ګران هېواد افغانستان هیڅ چاته دومره ګران ندﺉ لکه چې ماته دی! هر افغان حق لری چې له ځانه دا ادعا وکړي!
په درنښت


عنوان

tandar
14.03.2011

عزتمنده وروره سلامونه او احترامونه
دادعا حق هر انسان لرې معقول٠
زما ادعا داده چه هندو دې وې خو چه افغان وې او داستقلال او ملې هويت نه دفاع وکړې زما قبول دې نه اشغالګر او غلامې٠
مګر ستاسو نظر څه دې؟
دوطن اسقلال زما په وينه کې دې زه اشغالګر،پنجابې،ايرانې او بل هر دشمن دخاورې اوملت رټم او په ښکاره ې رټم٠
غريب اوبافته ښه يم نه غلام او ملياردر
دوطن او ملت ددشمنانو په سر تندر


chaparharay
14.03.2011

السلام علیکم
تندر صیب نره او د افغانیت خبره دی کړی !
الله جل جلاله دی وکړی چی زمونږ نور افغانان هم همداسی فکر پیدا کړی .
په درناوی


Re: عنوان

monir
14.03.2011

سلامونه او ښې چارې !
[quote:7736998296="tandar"]عزتمنده وروره سلامونه او احترامونه
دادعا حق هر انسان لرې معقول٠
زما ادعا داده چه هندو دې وې خو چه افغان وې او داستقلال او ملې هويت نه دفاع وکړې زما قبول دې نه اشغالګر او غلامې٠
مګر ستاسو نظر څه دې؟
[/quote:7736998296]
ما فکر کاوه چې پوښتنه مو ځواب شوې وي ! ځکه څوک چې ادعا کوی چې ګران هېواد هیڅ چاته داسې ګران ندی لکه ده ته، هغه طبعا نه پردي منی او نه د چا غلامی کوی ! زه د عام پسندو شعارونو پلوﺉ نه یم ځکه دا شعارونه د خلکو د تېر اېستلو لپاره کارول کېږي!!! څوک څه خبر چې په انترنت کې د دې شعارونو پسې واقعا څه ډول خلک دي؟

آرامه اوسئ


Re: عنوان

tandar
14.03.2011

مونير خانه زما وينه او وجود او تن ې ځکه افغان ې په دې ليکنه دې خداې شاهد دې ډير خوشحاله شوم٠
زه خوشحال کمزورې نه يم چه به ډار کړم
................................په ښکاره نارې وهم چه خوله ې راکړه
زما نوم باورې تندر دې او دننګرهار دخوګياڼيو په سپيڅلې خاوره کې پيدا او دکمونيستيانو په وخت کې له مجبوريته مې خپل قوم اوخاوره خوشې کړې ٣٠ کاله راپه دېخوا جرمن کې مسافراوسيږم مګر دوطن استقلال او دخپل ملت يوالې شمال جنوب ،شرق غرب ،ملې ناموس او خوشبختې غوښتونکې يم په پاک وجدان او پاک ضمير سره خپل غږ پورته کوم او دخپلې خاورې او ملت نه تر خپل توانه دفاع کوم،نوم مې معلوم دې،ځاې مې معلوم دې،ګوانتانامو خو څه کوې چه تر مرګه پورې دغه غږ پورته کوم ٠
چاچه جنايت او خيانت نه وې کړې بيا ځان ولې پټوې او ياډاريږې؟
داشغالګرو،پنجابې بې ناموسانو او ايرانې او داخلې وطن فروشانو، جنايت کارانو په سر تندر
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,

[quote:0f2345367c="monir"]سلامونه او ښې چارې !
[quote:0f2345367c="tandar"]عزتمنده وروره سلامونه او احترامونه
دادعا حق هر انسان لرې معقول٠
زما ادعا داده چه هندو دې وې خو چه افغان وې او داستقلال او ملې هويت نه دفاع وکړې زما قبول دې نه اشغالګر او غلامې٠
مګر ستاسو نظر څه دې؟
[/quote:0f2345367c]
ما فکر کاوه چې پوښتنه مو ځواب شوې وي ! ځکه څوک چې ادعا کوی چې ګران هېواد هیڅ چاته داسې ګران ندی لکه ده ته، هغه طبعا نه پردي منی او نه د چا غلامی کوی ! زه د عام پسندو شعارونو پلوﺉ نه یم ځکه دا شعارونه د خلکو د تېر اېستلو لپاره کارول کېږي!!! څوک څه خبر چې په انترنت کې د دې شعارونو پسې واقعا څه ډول خلک دي؟

آرامه اوسئ[/quote:0f2345367c]


و.افغان
15.03.2011

محترمو او درنو وروڼو!
اسلام د ښځې د سپورټ مانع نه دی، مګر په دې شرط چې د ښځې عفت، پت، ستر، حجاب او ابرو ورسره خوندي وي.
خو سوال دلته پيدا کيږي، چې دا غربيان له افغانانو څه غواړي، افغانان ډوډۍ نه لري،
دوی ورته سينماګانې خلاصوي، افغانان تعليم نشي کولی؛ دوی ورته نايټکلپونه
او شرابخانې پرانيځي.
افغانان اساسي خدماتو، زيربناوو او بنيادي مؤسساتو ته اړتيا لري؛ خو دوی د دغو
څېزونو پر ځای هغوی ته فيلمونه، کانسرټونه، او د فسق او فجور اډې جوړوي.

په مليونونو ډالر د انجوګانو په نوم خپل جواسيسو افغانانو ته ورکوي؛ ځکه چې په دې
پوهيږي، چې سبا مونږه نه یو؛ نو دغه زمونږ جواسيس هم دلته نشي پاتې کېدلی، نو
خامخا سره له دغو مليونونو ډالر امريکا ته راځي، معنا دا چې دا پيسې امریکنۍ
دي او امرېکنۍ به پاتې کيږي.
د افغانستان په دومره سيندونو کې د کابل برق له تاجکستان څخه په بيه اخيستل کيږي؟

آيا دا د هغو بې غيرتو تش په نامه افغانانو لپاره د شرم ځای نه دی؟ چې د يو څو ډالرو
په مقابل کې د ملت او وطن په ګټو سترګې پټوي، او خپل جيبونه ډکوي؟
کم نه کم په دې لسو کلونو کې خو يو 5 برقي ډېمونه جوړېدی شو؛ چې هم يې افغانستان
خودکفا کولی شو، او هم يې ترې بجلي خرڅولی شوه.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more