د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

ملی پلیس که ملی غله

منلی
03.03.2011

مونږ هر وخت دپلیس په باره کی دا خبرونه اورو چی رشوت اخلی په غریب بیچاره قانون عملی کوی او دخان او لوړوچارواکی چی هر رنګه درندګی وکړی مخی ته یی نه شی ورتللی دا خبرونه بلکول حقیقت ده نه یوازی تر دیی حده بی انصافه بلکی ما چی خپل ولیدل چی یو ځوان هلک یی صرف په دیی خبره په ګولیو شهید کړ چی هغه په هغه ځای کی ولیبال کولو کوم ځای کی چی پلیس مخکی یو ځل خلک له ولیبال نه منع کړی وو او همداسی مخکی ورځو کی یی صرف یو سړی په دیی خبره مړ کړ چی دهغه موټر د دوی د ناستی ځای سره ګرد کړی وو .
دا د دوی ظلم او بی انصافی به ترڅو همداسی روانه وی هغه کومو پولیسو چی دغه ظلم کړی تر اوسه پری قانون نه دی عملی شوی ستاسو په دیی هکله څه وایی چی که دغه حالت همداسی روان وی ددی ولس به اخر څه جوړیږی ؟


Re: ملی پلیس که ملی غله

pattang
03.03.2011

[quote:c3a5b0a66c="منلی"]مونږ هر وخت دپلیس په باره کی دا خبرونه اورو چی رشوت اخلی په غریب بیچاره قانون عملی کوی او دخان او لوړوچارواکی چی هر رنګه درندګی وکړی مخی ته یی نه شی ورتللی دا خبرونه بلکول حقیقت ده نه یوازی تر دیی حده بی انصافه بلکی ما چی خپل ولیدل چی یو ځوان هلک یی صرف په دیی خبره په ګولیو شهید کړ چی هغه په هغه ځای کی ولیبال کولو کوم ځای کی چی پلیس مخکی یو ځل خلک له ولیبال نه منع کړی وو او همداسی مخکی ورځو کی یی صرف یو سړی په دیی خبره مړ کړ چی دهغه موټر د دوی د ناستی ځای سره ګرد کړی وو .
دا د دوی ظلم او بی انصافی به ترڅو همداسی روانه وی هغه کومو پولیسو چی دغه ظلم کړی تر اوسه پری قانون نه دی عملی شوی ستاسو په دیی هکله څه وایی چی که دغه حالت همداسی روان وی ددی ولس به اخر څه جوړیږی ؟[/quote:c3a5b0a66c]

وروره !
که درته ويې ليکم خو ساده تکراردی اونورڅه نه !، غربي قانون ، پښتني
قانو ن او شرعي قانون هرچاته مالوم دي او عملي کول يې په کاردي ، خو
داشغالګرو لاسپوڅی رژيم خپله جنايتکاره او دقانون ضد دی ،
نوچاره يې څه ?
چاره يې يواځې را پرځول دي، طالبانو ته دوعا کوه !


منلی
04.03.2011

پتنګ خانه له جوش نه کار مه اخله له هوش نه یی واخله دا ته چی په چا نازیګی دا هم دهچا ځامن نه دی دوی دخپلی تګلاری په مقابل کی هیڅ دلیل او برهان نه منی دوی هم هغه ستا خبره (لڼډه معامله کونکی دی ) دمیلی غلو په رنګ دوی هم ډیر ځوانان بغیر له کومی محکمی له تیغه تیر کړی

دعا به دیی ته کوو چی خدای دیی یو داسی د سړی ځوی مونږ کی راپیدا کړی چی د پرزولو په ځای مونږ ته برداشت او اشتی وشی
په درناوی


pattang
04.03.2011

منليه سلامونه!
جينګې جينګې، مزب زبې خبرې مې نه خوښيږي ، خبرې به پاکې کوو:
څوک چې سياست کوي هغوی بايد دبل چا دليل او برهان ونمي که يې ومني
نو له هغوی نه به نور لودګان نوي٠ داچې ددې خلکو سياست درست او يا غلط
دی هغه ددوی تر سياسي نبوغ پورې تړلې ده چې يا به يې هديرې ته رسوي او يا
به يې ګلخانې ته ٠
ما مخکښې هم په يوه نوې اصطلاح سره ويلي دي چې :
افغانان اخلاقي ديپريسيون لري او عوامل يې دوی خپله دي ٠

اوس ته راته وايه ! چې دوی (طالبانو) کوم ځوانان بېله محکمې له تيغه
تېر کړي دي٠ ??

تاسو هېروۍ چې طالبان د کليوالي دودونو او کلاسيک شريعت پيروان دي
نو دټولو خلکو په زړه پورې سياست په يوه وار داسې ژر نشي عملي کولی٠
نن دتيرو ر ، طالب او isi درې مېديايې کليمې د لاسپوځي جنايتکاره ، بې کاره ،
غله ، غدار، بې مسلکه ،ټګ رژيم او د صليبي اشغالګرو په منځ کې هغه درې پوړه،
يو بې ستنو پل دی چې دوی يو له بل سره تګ او راتګ پرې کوي اوددوی
غبرګلونې کتله او جسم سا ور څخه اخلي او عمر يې پرې اوږديږي، خو دافغان
اولس په مادي او معنوي ډول تيارې کندې ته لويږي او دغلامي حلقه يې ورځ په
ورځ غټېږي٠
داسې سړی ته يې ، بل دی او بل دی ،خو دغه اخلاقي ديپريسيون مو مخه نيسي
تر څو چې ددې مرض علاج (صداقت ، ريښتيا ، هېواد ، قام او اسلام پالنه ) ونشي
کومه نتيجه نه ورکوي٠
- د بدن کوم غړی چې سرطان وي نو د جوړېدو امکان نلري تر څو چې مکروبي او
ککړ ې شوي حجرې يې له منځه لاړې نشي ٠
يا په بله مانا ، د بدن مريض غړی بايد پرې شي او که نوي ټول بدن ترې مريضيږي٠

په اخر کې دا وايه :
ژوندي او بريالي دې وي طالبان !

[quote:16deb0ec80="منلی"]پتنګ خانه له جوش نه کار مه اخله له هوش نه یی واخله دا ته چی په چا نازیګی دا هم دهچا ځامن نه دی دوی دخپلی تګلاری په مقابل کی هیڅ دلیل او برهان نه منی دوی هم هغه ستا خبره (لڼډه معامله کونکی دی ) دمیلی غلو په رنګ دوی هم ډیر ځوانان بغیر له کومی محکمی له تیغه تیر کړی

دعا به دیی ته کوو چی خدای دیی یو داسی د سړی ځوی مونږ کی راپیدا کړی چی د پرزولو په ځای مونږ ته برداشت او اشتی وشی
په درناوی[/quote:16deb0ec80]


faarigia
19.02.2015

محترم احمد بلال وروره، مخکي مي هم ستا په اند سر خلاص شوی ؤ، ستاسو خبرې سمې او په تول تللې دي، زه درسره په خبره کې یو یم. مخکې ما داسي څه هڅه نه وه کړې چې د راپور د صحت ننګه وکړم.

[url=http://www.braindumps.com/CCIE-Security.htm]http://www.braindumps.com/CCIE-Security.htm[/url]


Egocar
18.04.2018

زه د فورمې خاوند ته مستقیم نظریه لرم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more