د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

دې کې څه وایاست

هلال
03.03.2011

سلام۰
دلته سړی څه لیکی هلته یو فورم دکمپوټر او انټرنټ تخنیکې مرستی په نوم دی او دلته بیا تخنیک اوخبرتیایې تکنالوجی زما په فکرخو دا او هغه یوشانتې دې اوکه بیل وې نو کوم توپیر سره لری زه خو وایم اډمین صیب دواړه سره ګډ کړه نو خوند به وکړی ولې چې هغه پاڼه به ښه بډایه شې


سادات
04.03.2011

هغه فورم خاص دکمپیوټرمربوط تخنیکی څیزونوپوری ارتبات لری
اودافورم عام دی هربرقی ماشین پکښی داخلیدلی شی دافورم دبادپکه- دکالومینځلوماشین- یخچال- جوسر- برقی جارو- اوداسی نوروبرقی شیانودپاره استعمالیدلی شی
درحالیکه هلته تنهادکمپیوټرپه رابطه معلومات شیریکولای شی
خوکه دواړه مدغم شی اوداسی (دهرډول برقی ماشینونو فورم) په نامه نوی فورم تری جوړشی ښه به شی
سادات


رښتینی
04.03.2011

ټولو وروڼو ته سلامونه اونیکی هیلی !

وروڼو دلته دا دویم دخبرتیایی تکنالوژی تورۍ هم له یاده مه باسئ
خبرتیایی هغه نن سبا یو بیل فن بلل کیږی او دلته بیا له ماشینونو
خبره لوړه شوه

خو که اډمین صاحب د کمپیوتر په خونه کی د انټر نیټ بحثونه هم لیکلی
وی نو ښه به وه ځکه په ټولیزه توګه په بحثفورمونو او منتدیاتو کی انټر
نیټ د کمپیوتر په برخه کی لیکل شوی وی

په مینه


هلال
05.03.2011

هلکه دسیخ کباب مینه؟
ستړی مشې په خیر راغلی فورم ته؟
یاره یو پښتنه مې په هغه بل فورم کې کړې خو چا ورته تر اوسه په بد نظر هم ندی کتلې؟
هلته هم یوارې سر ور پورته که؟ ‏‎ ‎


سادات
05.03.2011

ژوندئ اوسی هلال وروره هغه دسیخ کباب قصه خوداسی وه کله می فورمه ډکوله په فورمه کی یوه خانه داسی وه چی دخپلی مینی اودلچسپئ اوعلاقی څیزبایدولیکل شی اوزه ددغوشیانوسره خاصه علاقه لرم کوم چی هلته لیکل شوی
کوم ځای یادوی؟
زه خوډیرپسی ولټیدم پیدامی نکړلو
دابه کومه پوښتنه وی چی زه یی بایدجواب کړم
اوس یی خامخاپیداکوم


هلال
05.03.2011

سلام.
سادات صیب
ډیر شناخته سړی یې خو ځان دی ډیر نابلده کړی دی؟ ولې داسې کوی دخدای انصاف داره
‏‎ ‎


عنوان

chaparharay
05.03.2011

السلام علیکم
ښاغلی هلال صییب تاسی لا تر اوسه دی ټول افغان سره بلد نشوی ځما غوندی تاسی هم ساده یی اوکه هسی مو ځان ساده ښای؟
دلته خو هر لیکوال په څو څو نومونو لیکنی کوی خود به شتاخته وی!
دی تیییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییز ذهن ته یی نه ګوری خو قریش صیب دی کنه اوس خو به یی پیژنی !


هلال
05.03.2011

چپرهاری صیب سلامونه
یاره ماخو دبل چا ګومان پرې کړی وو نو ګوره چه څوک به وې دابه دی خپله وواې چه څوک دی۰
چپرهاری صیب ستاهغه نوری لیکنې مې هم ولوستې دخندا دې مړکړم سم ټوکې یې هسې وایې چه زما ټوکی نه زده؟


سادات
05.03.2011

شاغلی هلال اوچپرهاری ! اسلام علیکما
تاسوته سړی ووایی چی هرنوی غړی راجسترد شي نودنورودخوانه ورباندی شکونه کیږي چي داپخواني غړی دی حالانکه پخوانی غړی به نوی
بیټ درته په جارناری وهلی چی ای ورونو دازماپخوانی فروفایل دی که دچاشک وی چی زه به هوتک یاحذیفه یم نوشک دی دزړه نه وباسی بیټ به ویل چی ماپخواهم په دی نامه لیکنی کولی او اوس یې هم کوم خوتاسوبه ویل چی ننننننه!ته یاهوتک یی یاحذیفه یی اویاالوزیري یې. اخیربیټ هم مجبورشوچی دسکوت نه کارواخلی
اوس لکه چی دمانوبت شو هلال شکمن دی چی پښتون به یم خوچپرهاری یی بیانه منی ورسره چی نه قریش دی اوزه قسم ده که به دقریش په نامه څوک پیژنم الا یوکس چی دلوګراحمدزی و یووخت یی په ازهرپوهنتون کی درس ویل او ۱۵ کاله بی کیږی چی په سترګومی ندی لیدلی اونه خبریم چی چیری به وی
اوپښتون نامی خومی په زندګۍ کی ندی لیدلی الا خالدپښتون چی دکندهاروالی واوبل وروریی یوسف پښتون نومیږی
نوچی تاسو می نه پریږدۍ زه مجبورشوم خپل پوره تعارف ولیکم
عبدالباقی سادات دغزنی ولایت داندړوولسوالۍ دزرین دکلی اوسیدونکی یم
مدنی حالت می مجرددی عمرمی خواوشا ۲۱ کاله دی
انټرنټ دتیرودریوو کالوراپدی خوا استعمالوم دټول افغان مرکزی صفحه می هروخت کتله
خودبحث فورمونه می تراوسه نوه لیدلی تقریبا لس پنځلس ورځي مخکی توکلی پری وربرابرشوم اوهره ورځ به مي موضوعات تعقیبول
اوچی لږاخوادیخوا پکښې وګرځیدلم ډیره می خوښه شوه اوبیامی پرون ځان راجسترډکړ
نوددی تعارف نه وروسته چي په ماباندي دیواوبل شک کوۍ زه به څرنګه ځان خلاص کړم؟
تاسو دحل لاره وښایۍ


عنوان

chaparharay
06.03.2011

وعلیکم السلام
ښاغلی او دروند سادات صیب پخیر راغلی او هرکله راشی !
دلته په ټول افغان کی ټول نه خو ډیر ملګری بیا دوه دری او یا دی نه هم ډیر نومونو باندی راجستر وی ،په یو نوم لیکنه ورکړی او په بل نوم یی بیا تاید کوی او یا یی چی چا ته ډیره غوسه راشی او ورته ملامت هم وی نو په بل نوم یی ښه وکنځی .
دا ډیر بد عادت دی چی دلته په ټول افغان کی عام شوی که د کوم لیکونکی باطلی او ناروا کړنی نه وی نو ولی په یو نوم لیکنی نه کوی هسی نه هم ټول نومونه مستعار دی ،فرضا زه د چپرهاری په نوم لیکنی کوم او چپرهار ځما ولسوالی ده خو نوم می چا ته ندی ورمعلوم نو همدا بس دی او که بیا می نوم هم چاته ورمعلوم شی څه پروا کوی الحمد لله کومه دوسیه نه لرم چی څوک می په فورم کی لیکنی ونه لولی او که له دښمنه خطر وی نو دلته به چاته څه خطر وی خو لیکنه کوه او ورانټر کوه یی.
داچی په څو نومونو لیکنی کوی حتما نامشروع موخی لری کنه نو په یو نوم هر څومره لیکنی وغواړی لیکلی شی څه حد خو یی متعین ندی !
نو وروره ستاسی لیکنی دی ورونو ته ورته وی نو ځکه مو ولیکل چی تاسی به دوی یی کنه نو دا ورونه ځمونږ ډیر ښه لیکوالان دی او په مونږ ډیر ګران دی خو تاسی فکر کوی چی دا ګنی کومه کنځا ده نه هڅکله نه.
ماته خو دی ټول خلک قریش صیب ووای پری خوشحالیږم ځکه قریش صیب ښه سړی دی ښی لیکنی کوی او مانه خوبه څوک خوشحال او څوک خفه وی خو قریش صیب بیا داسی یو خوووووووووږ سړی دی چی ټول ملګری ورنه خوشحاله دی .
نو سادات صیب تاسی سادات یی مونږ یی بالکل درسره منو تاسی فکر مکوی!
په درناوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more