د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

په کابل څه تیریږي

الفاروق
26.02.2011

پیغلو کابل کی خپل پیکې وشکول
بی ننگ ځوانانو یی ټیکرې وشکول
خویندو له لوړو بنگلو ځان خطا کړ
ورور د شهیدی خور بنگړې وشکول
د ناویتوب په لومړی ورځ شوی کونډی
ناوو خالونه د د تندې وشکول
د هغو پت سره یی لوبی وکړی
پیغلو ځوانانو نه پټکې وشکول
چا په تورو شپو کې خپل تالا کړه
چا په رڼا ورځ کې پردې وشکول
غله خو د بل ځای نه راغلې نه و
دا ډک کورونه گونډې وشکول
بابرزی ولیده همدې وطن کې
پکې جیبونه هر سړې وشکول


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more