د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

وخت به راشي

نادر
22.02.2011

وخت به راشي

څوک به خاندي څوک به ژاړي وخت به راشي
سپين به تورنه حساب غواړي وخت به راشي

هاسپېڅلی پسرلی به رامعادشي
کړي سمسوري به ويجاړي وخت به راشي

زېړلمرڅرک به ماښامونه غاړبوجن کړي
تېروی به نشي لاړي وخت به راشي


شرنګوي به سپين لاسونه رڼې توري
پرې کوي به توري غاړي وخت به راشي

داشډل شعربه خوږوايي ( ريانه )
بلبلان نه سندرغاړي وخت به راشي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more