د موضوعګانو سرپاڼه

کمپیوتري مرستې

د مختلفو ساینسی مضمونو په هکله، د تکړه استادانو په وسیله د ویډیو لکچر، په خاص ډول ریاضی!

طالب ISI
15.01.2011

سلامونه،
په دغه برخه کې تاسی ته مختلف موضوعات په ډیره آسانه توګه تشریح شوی، د مربوطه مضمون ویډیو کلیک کړئ، استاد، تشریح ورکوی، البته داسی نه چې کوم صنف کی، بلکی یواځي استاد موجود دی، او ډیر مغلق موضوعات په ښه توګه تشریح کوی، زما لپاره د جینیتیک برخه ډیره په زړه پوری وه.
http://www.brightstorm.com
http://www.brightstorm.com/math/algebra/pre-algebra/defining-variables
ځینی وروڼه د ریاضی برخه کی چیستانونه مطرح کوی، هیله ده داسی کار نور ونه شی، ځکه چندان فایده نه لری،پریږدئ چی خلک یو څه زده کړی.

د بحث فارم د چلونکو څخه هیله کیږی، چی سیاسی موضوعات له دغه بحث څخه ړنګ کړی!.


خان اکاډمی - ویدیو لکچرونه

حلیم
09.05.2011

د زده کړی لپاره دغه اکاډمی هم ډیر څه ([color=green:f1b410054b]له ځانه سره[/color:f1b410054b]) لري
http://www.youtube.com/user/khanacademy?blend=1&ob=5

http://www.khanacademy.org/#


طالب ISI
07.06.2011

حلیمي صاحب ښه لینک مو ورکړی.

که چیرې دغه ټولې ویډیو ګانې په سی،دی، یا دی،وي ،دي بدلې شي، او د افغانستان ځینې ښونځیو کې توضیح شي، فرض کړه داسې ښونځې اوس شته، چې کامپیوټر لري، نو که د یوه ښونځې په ټولو کامپیوټرو کې دغه پروګرامونه ثبت شي، او بیا یو متعلم د یوه مضمون په هکله مشکل ولري، نو کولای شي، دغه ویډیو وګوري، او ځان پوه کړي.

که ټول افغان اداره په جرمني کې په دې هکله څه وکړي، نو دا به لوی خدمت وي.

به درنښت


طالب ISI
30.06.2013

هیله ده دغه لیکنه بیرته سرته پورته کړی او هملته یې میخ کړی. ځکه مهمه ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more